د تلپاتې پراختیا دویمه موخه

د تلپاتې پراختیا دویمه موخه (Sustainable Development Goal 2) لوږه صفر ته رسول دي. دا د تلپاتې پراختیا د هغو ۱۷ موخو له ډلې ده چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ټاکلې دي. رسمي عبارت یې داسې دی: "لوږه ختمول، غذايي امنیت او ښې تغذیې ته رسېدل او تلپاتې کرنه بابول". د تلپاتې پراختیا دویمه موخه، د غذایي امنیت، تغذیې، کلیوالي بدلون او تلپاتې کرنې تر منځ پېچلي تړښتونه ښیي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۹۰ میلیونه کسان وږي دي، چې د نړۍ د ټول جمعیت ۱۰ سلنه کېږي. هره شپه، له هرو ۹ کسانو نه یو کس وږی ویده کېږي، چې په دې کې ۲۰ میلیونه کسان په سویلي سوډان، سومالیا، یمن او نایجریا کې د قطحۍ له ګواښ سره مخامخ دي.[۱][۲][۳][۴]

د تلپاتې پراختیا دویمه موخه ۸ هدفونه او د پرمختګ د اندازه کولو ۱۴ شاخصونه لري. د پایلې پنځه هدفونه یې لوږه ختمول او د غذايي لاسرسي ښه کول، د خوړو د نشتوالي یا سوء تغذیې ټول ډولونه له منځه وړل، د کرنې ګټورتوب یا حاصل‌خېزي، د غذايي توکو د تولید تلپاتې سیستمونه او د ارتجاعي کرنې دودول، او د تخمونو، کرنیزو نباتاتو او اهلي حیواناتو جنیتيکي بېلابېلوالی دی. دغې موخې ته د رسېدو درې لارې په نړیوالو کرنیزو بازارونو او د غذايي توکو په بازارونو کې د سوداګریزو محدودیتونو څرګندول دي.[۵]

سوء تغذیه یا د خوړو نشتوالی، تر څو لسیزو کمښت وروسته له ۲۰۱۵ ز کال راهیسې بیا د ډېرېدو په حال کې دی. لوی لامل یې پر غذايي سیستمونو بېلابېل فشارونه دي، چې اقلیمي ټکان، د ملخانو ناورین او کوویډ-۱۹ وبا په کې شامل دي. دغه ګواښونه، په نامستقیم ډول د غذايي توکو د پېر ځواک او د تولید او وېش ظرفیت کموي، چې تر ټولو زیانمن پاړکي اغېزمنوي او پر دې سربېره یې غذايي توکو ته لاسرسی کموي. په ۲۰۲۰ ز کال کې، څه باندې ۱۴۲ میلیونه کسان د کوویډ-۱۹ وبا په سبب د خوړو نشتوالي کړولي دي. د ماشومانو د تلف کېدو او له ودې نه د پاتې کېدو شمېرې، له دغې وبا سره لا بوږنوونکې کېږي. پر دې سربېره کوویډ-۱۹ وبا، "ښايي د اقتصادي ودې سناریو ته په کتو سره د ۲۰۲۰ ز کال تر پایه پورې، له ۸۳ نه تر ۱۳۲ میلیونه کسانو پورې، د نړۍ پر هغو خلکو ور زیات کړي، چې د خوړو له نشتوالي سره مخامخ دي".[۶][۷][۸][۹][۱۰]

نړۍ تر ۲۰۳۰ ز کال پورې د لوږې صفر کولو پر مسیر نه ده روانه. "د لوږې د ډېرېدو نښې نښانې او غذايي نا امني، د ډېر کار د اړتیا لپاره خبرداری دی، تر څو ډاډه شو، چې نړۍ هېڅوک هم د لوږې د صفر کولو په نړیوال مسیر کې شا ته نه پرېږدي". ډېره سخته ده چې، تر ۲۰۳۰ ز کال پورې، په افریقا کې د خوړو د نشتوالي ستونزه له منځه ولاړه شي.[۱۱][۱۲][۱۳]

مخینه(شالید) سمول

د ۲۰۱۵ ز کال په سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د تلپاتې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ ز کال اجنډا تصویب کړه، چې د تلپاتې پراختیا ۱۷ موخې په کې شاملې وې. نوې اجنډا، پر دې اصل تکیه ده چې، "هېڅوک به شا ته نه پرېږدو" او د ټولو لپاره تلپاتې پراختیا ته د رسېدو هراړخیزه کړنلاره لري. د ۲۰۱۹ ز کال په سپتمبر میاشت کې د هېوادونو او حکومتونو مشران، د تلپاتې پراختیا د موخو په غونډه کې راټول شول، تر څو د تلپاتې پراختیا لپاره د ۲۰۳۰ ز کال د اجنډا په اړه خپلې ژمنې تازه کړي. دوی په دې غونډه کې وویل چې: د ۲۰۳۰ ز کال د اجنډا عملي کولو لومړي څلور کلونه، له لویو پرمختګونو سره مل وو، خو په ټولیز ډول نړۍ د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو پر مسیر نه ده روانه. دا هغه مهال و چې، "د اقدام لسیزه" او "د تلپاتې پراختیا بدلون" پیل شو او له هم‌ګټو وغوښتل شول، چې د دغه بهیر او عملي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.[۱۴][۱۵]

د تلپاتې پراختیا دویمه موخه، تر ۲۰۳۰ ز کال پورې د هر ډول لوږې او سوء تغذیې ختمول دي او تضمینوي چې، ټول په تېره ماشومان، باید د کال په جریان کې پوره خواړه ولري. د خوړو پر له پسې  نشتوالی ،چې اټکل کېږي، په ټوله نړۍ کې ۱۵۵ میلیونه ماشومان اغېزمنوي، د ماشومانو مغزي او جسمي وده دروي او کله چې لوی شي، د مړینې، ناروغۍ او نابریالیتوب له ګواښ سره یې مخامخ کوي. [۱۶]

تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲ غړو هېوادونو له ډلې ، یوازې ۲۶ هېوادونه د لوږې د له منځه وړلو لپاره د تلپاتې پراختیا موخې ته د رسېدو پر لاره روان وو، په داسې حال کې چې ۲۰ سلنه هېوادونو هېڅ پرمختګ نه درلود او کابو ۷۰ سلنه هېوادونو د خپل پرمختګ د معلومولو لپاره کافي یا بېخي معلومات نه‌لرل. "دا مهال موږ هر یوه ته د خوړو لپاره تر پوره اندازې لږ خواړه تولیدېږي." د خوړو او کرنې د سازمان (FAO) شمېرې ښيي چې، نژدې ۶۹۰ میلیونه کسان د خوړو له پرله پسې نشتوالي سره مخامخ دي. دغه شمېر، په تېرو دوو لسیزو کې د چټکې اقتصادي ودې او کرنیزې ښېرازۍ د ډېرېدو په دلیل، نژدې نیمې ته راښکته شوی دی.[۱۷][۱۸]

د خوړو نشتوالی او لوږه، د تلپاتې ودې لپاره تر ټولو لوی خنډ دی. دغه دواړې ستونزې خلک په داسې لومو کې بندوي، چې ترې تښتېدای نه‌شي. د وږیو کسانو تولیدات کم دي او په اسانۍ سره په ناروغۍ اخته کېږي. په دې ډول دوی د خپل ژوند نفقه نه‌شي برابرولی.[۱۹][۲۰][۲۱]

ټولیز پرمختګ او ګواښونه سمول

که څه هم پرمختګ شوی، خو څېړنې ښيي چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۹۰ میلیونه کسان لا هم له لوږې کړېږي. په تېرو ۱۵ کلونو کې له لوږې سره په مبارزه کې مهم پرمختګونه شوي. په ۲۰۱۷ ز کال کې د تلپاتې پراختیا په اړه د لوړې کچې سیاسي مجمع (HLPF) په یوه مناسبت کې چې عنوان یې "د لوږې د له منځه وړلو موخې ته د رسېدو پر لوري د پرمختګ چټکول" و، پر ځینو سپارښتنو او کړنو بحث وشو. دغه خبرې هم‌ګټو، لکه: د فرانسې د ملګرو ملتونو ماموریت (French UN mission)، د لوږې پر خلاف اقدام (Action Against Hunger)، د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save The Children) او ګلوبل سيټيزن (Global Citizen) ادارې کولې. دا به ډېره سخته وي، چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې، د افریقا په لویه وچه کې د خوړو د نشتوالي ستونزه پای ته ورسېږي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د کوویډ-۱۹ وبا اغېز سمول

د تلپاتې پراختیا دویمې موخې یعنې لوږې ختمولو ته رسېدل، د ګڼو عواملو په سبب له ګواښ مخامخ دي چې تر ټولو لوی یې په ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې رامنځته شول، په ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کلونو کې په ختیځه افریقا کې د ملخانو بې‌ساری برید او په ۲۰۲۰ ز کال کې کوویډ-۱۹ وبا. د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې: د غذایي نا امنۍ بهیر او د غذا په تولید او عاید کې ګډوډي "د ماشومانو د خوارځواکۍ له ګواښ سره مرسته کوي، ځکه چې غذايي نا امني د ماشومانو او ښځو د غذايي رژیم پر کیفیت او د خلکو پر روغتیا له بېلابېلو لارو اغېز کوي."[۲۵]

د کوویډ-۱۹ وبا خپرېدو او قرنطین پرکرنیزو تولیداتو ډېر فشار راوړی او نړیوال ارزښت یې ګډوډ کړی دی. دغه موضوع د خلکو لپاره د خوارځواکۍ او ناکافي غذا د ستونزو لامل کېږي، چې تر ټولو بېوزله خلک یې سخت اغېزمن کړي دي. له دې امله په ۲۰۲۰ ز کال کې، څه باندې ۱۳۲ میلیونه کسان په خوارځواکۍ اخته شول. د وروستیو څېړنو پر بنسټ، په هغو ماشومانو کې چې عمر یې تر پنځو کلونو ټيټ دی، د سختو ضایعاتو ۱۴ سلنه ډېروالی ښيي، د کوویډ-۱۹ وبا له امله وي.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  2. "2017 HLPF Thematic review of SDG2" (PDF). High-Level Political Forum on Sustainable Development. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Goal 2: Zero Hunger". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. mercy corps, global hunger facts (18 March 2015). "Global hunger facts". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  6. CIRAD, food systems (28 April 2021). "Food systems at risk: trends and challenges". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "sustainability". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "SDG Indicators". unstats.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The sustainable development goals report 2020" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Document card | FAO | Food and Agriculture Organization of the United Nations. www.fao.org (په انګلیسي ژبه کي). 2020. doi:10.4060/ca9692en. S2CID 239729231 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132901-6. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. FAO, IFAD, UNICEF, WFP and WHO. 2018. The State of Food Security and Nutrition in the World 2018. Building climate resilience for food security and nutrition. Rome, FAO
  12. Osgood-Zimmerman, Aaron; Millear, Anoushka I.; Stubbs, Rebecca W.; Shields, Chloe; Pickering, Brandon V.; Earl, Lucas; Graetz, Nicholas; Kinyoki, Damaris K.; Ray, Sarah E.; Bhatt, Samir; Browne, Annie J. (2018-03-01). "Mapping child growth failure in Africa between 2000 and 2015". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 555 (7694): 41–47. Bibcode:2018Natur.555...41O. doi:10.1038/nature25760. ISSN 0028-0836. PMC 6346257. PMID 29493591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kinyoki, D.; et al. (8 January 2020). "Mapping child growth failure across low- and middle-income countries". Nature. 577 (7789): 231–234. Bibcode:2020Natur.577..231L. doi:10.1038/s41586-019-1878-8. PMC 7015855. PMID 31915393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  15. "#Envision2030: 17 goals to transform the world for persons with disabilities- United Nations Enable". www.un.org. 9 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Goal 2: Zero hunger". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Goal 2: Zero hunger". The Global Goals (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. knowledge platform, food security. "food security and nutrition and sustainable agriculture". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Fan, Shenggen and Polman, Paul. 2014. An ambitious development goal: Ending hunger and undernutrition by 2025. In 2013 Global food policy report. Eds. Marble, Andrew and Fritschel, Heidi. Chapter 2. Pp 15-28. Washington, D.C.: International Food Policy Research Institute (IFPRI).
  22. "Goal 2: End hunger, achieve food security and improved nutrition and promote sustainable agriculture — SDG Indicators". unstats.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Osgood-Zimmerman, Aaron; Millear, Anoushka I.; Stubbs, Rebecca W.; Shields, Chloe; Pickering, Brandon V.; Earl, Lucas; Graetz, Nicholas; Kinyoki, Damaris K.; Ray, Sarah E.; Bhatt, Samir; Browne, Annie J. (2018-03-01). "Mapping child growth failure in Africa between 2000 and 2015". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 555 (7694): 41–47. Bibcode:2018Natur.555...41O. doi:10.1038/nature25760. ISSN 0028-0836. PMC 6346257. PMID 29493591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "2018 Global Nutrition Report by UNICEF". United Nations International Children's Emergency Fund. د لاسرسي‌نېټه September 23, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Document card | FAO | Food and Agriculture Organization of the United Nations. www.fao.org (په انګلیسي ژبه کي). 2020. doi:10.4060/ca9692en. S2CID 239729231 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132901-6. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Gulseven, Osman; Al Harmoodi, Fatima; Al Falasi, Majid; ALshomali, Ibrahim (2020). "How the COVID-19 Pandemic Will Affect the UN Sustainable Development Goals?". SSRN Electronic Journal (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.2139/ssrn.3592933. ISSN 1556-5068. S2CID 225914413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "UN/DESA Policy Brief #81: Impact of COVID-19 on SDG progress: a statistical perspective | Department of Economic and Social Affairs". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2020-08-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. The lancet, Impacts of covid-19 (2020). "Impacts of covid 19 on childhood malnutrition and nutrition related mortality". The Lancet. 396 (10250): 519–521. doi:10.1016/S0140-6736(20)31647-0. PMC 7384798. PMID 32730743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)