د ترکیې تاریخ

د ترکیې تاریخ د هغې سیمې تاریخ دی چې اوس مهال د ترکیې د جمهوریت خاوره ده او د آناتولي (د ترکیې آسیايي برخه) او د ختیځ تراس (د ترکیې اروپايي برخه) د دواړو تاریخ په کې نغښتی دی. دا دوې سیمې چې مخکې په سیاسي ډول جلا وې، له میلاد نه مخکې په دویمه پېړۍ کې د روم سترواکۍ تر کنټرول لاندې راغلې، چې په پای کې د بیزانس رومي سترواکۍ په مرکز بدلې شوې. د عثماني دورې څخه په وړاندې وختونو کې، باید د ترکي وګړو د تاریخ او د هغو خاورو د تاریخ تر منځ چې اوس د ترکیې جمهوریت جوړوي، توپیر وشي. له هغه وخته راهیسې چې د اوسنۍ د ترکیې ځینې برخې د سلجوقیانو د کورنۍ له خوا فتح شوې، د ترکیې په تاریخ کې د سلجوقي سترواکۍ د منځنیو پېړیو تاریخ، د عثماني سترواکۍ له منځنیو پېړیو څخه تر معاصر تاریخ پورې او د ترکیې جمهوریت د ۱۹۲۰ ز کلونو تاریخ شامل دي.   [۱][۲]

له تاریخ پخوا دوران سمول

په آناتولي کې د انسان د استوګنې تاریخ پخواني ډبریز دوران ته رسېږي. په آناتولي کې د کلتور تر ټولو لومړنۍ نښانې د پخواني ډبریز دوران آثار وو. د پخواني ډبریز دوران آثار په آناتولي کې تيت موندل شوي او ډېر یې اوس مهال په انقره کې د آناتولي د تمدنونو په موزیم، په آنتالیا کې د لرغون پېژندنې په موزیم او د ترکیې په نورو بنسټونو کې ځای پر ځای  شوي دي.  [۳]

د برونز دوران تمدن، په آناتولي کې له میلاد نه مخکې د لومړۍ زریزې په منځ کې را څرګند شو. په آناتولي کې د کلتور لومړنۍ نښانې په هغو څو لرغونو ځایونو کې موندل کېدای شي، چې د سیمې په مرکزي او ختیځو برخو کې موقعیت لري. د ډبرې د دوران آثار لکه: د څارویو هډوکي او د خوړو فوسیلونه په بوردور (د آنتالیا شمال) کې موندل شوې دي. که څه هم د ځینو لومړنیو خلکو اصلیت پټ دی، د برونز دوران د تمدنونو آثار، لکه د اکدي سترواکي، آشور او هېتیان، د خپلو اتباعو د ورځني ژوند او سوداکړۍ په ډېرو بېلګو موږ سمبالوی. د هېتیانو له سقوط وروسته، د یونان نوي ایالتونه، لکه: فریجیه او لیدیا د اېجین یوناني کلاسیک تمدن په غوړېدو سره، په لوېدیځ ساحل کې وده وکړه.    

آناتولي او تراس په کلاسیک پخواني دوران کې سمول

کلاسیک آناتولي سمول

د آناتولي (کوچنۍ آسیا) کلاسیک تاریخ نژدې په کلاسیکه دوره او یونان پاله آناتولي یا Hellenistic Anatolia وېشل کېږي، چې د روم سترواکۍ له لوري د سیمې په فتح کولو سره له میلاد نه مخکې په دویمه پېړۍ کې پای ته ورسېد.   

د هېتیانو له سقوط وروسته، نوي ایالتونه فریجیه او لیدیا د یوناني تمدن په غوړېدو سره، په لوېدیځ ساحل کې پیاوړي شول. دوی او پاتې آناتولي یو څه لږ وروسته د فارس هخامنشي سترواکۍ کې ګډ شول.    

د فارس د ځواک په زیاتېدو سره، په آناتولي کې د دوی سیمه ییز حکومتي نظام ډېرو بندري ښارونو ته د ودې او غني کېدو لاره هواره کړه. ټوله آناتولي په بېلابېلو ولایتونو (ساتراپونو) ووېشل شوه، چې د مرکزي فارس د واکمنانو له لوري د ټاکل شوو ساتراپانو (واکمنانو) له خوا اداره کېدل. لومړی دولت چې د ګاونډیو خلکو له لوري ارمنستان بلل کېده، د ارمنستان د اورندي لړۍ دولت و چې د ختیځې ترکیې ځینې برخې یې تر واک لاندې وې او له میلاد نه مخکې په ۶مه  پېړۍ کې پیل شو او د هخامنشي تر واکمنۍ لاندې په ارمنستان ساتراپي (ولایت) بدل شو. یو شمېر ساتراپانو په متواتر ډول بغاوت وکړ، خو کوم جدي ګواښ یې رامنځته نه کړ. له میلاد نه مخکې په پنځمه پېړۍ کې، لومړي داريوش شاهي لاره چې د شوش اصلي ښار یې د آناتولي په لوېدیځ کې د ساردیس ښار سره ونښلاوه، جوړه کړه.  [۴]

د هخامنشيانو په تاریخ کې آناتولي بنسټیز رول ولوباوه. له میلاد نه مخکې د ۵مې پېړۍ په لومړیو کې، د فارس تر واکمنۍ لاندې ځینو ایوني ښارونو بغاوت وکړ، چې د ایوني بغاوت لامل شو. دا بغاوت وروسته له هغه چې د فارس د واکمنۍ له لوري په اسانۍ وځپل شو، د یوناني-فارسي جګړو لپاره یې مستقیم پیل را منځ ته کړ، چې د اروپا په تاریخ کې له خورا مهمو جګړو څخه وه، چې پېښه شوه.   

په آناتولی کې د هخامنشي فارسيانو واکمني د لوی سکندر په فتوحاتو سره، چې له میلاد نه مخکې د ۳۳۴ او ۳۳۰ کلنو ترمنځ یې دریم داريوش ته ماتې ورکړه، پای ته ورسېده. سکندر په پرله پسې جګړو کې د فارس څخه په زور د ټولو سیمو کنټرول ونیو. د سکندر له مړینې وروسته، د هغه فتوحات د څو باوري جنرالانو تر منځ يې ووېشل شول، خو د ګولانو او په پرګامون، پنتوس او مصر کې د نورو ځواکمنو واکمنانو د یرغل له ګواښ سره مخ وو. د سلوکي سترواکي، د سکندر ترټولو لویه خاوره، چې آناتولي په کې شامله وه، د روم سره په یوه ناورینه جګړه کې ښکېل شو چې د ترموپیل او مګنیزیا په جګړو کې خپل اوج ته ورسېده. (له میلاد نه مخکې په ۱۸۸ کال) کې د آپامیا حاصل شوی تړون د آناتولي څخه د سلوکيانو د شاتګ شاهد وو. په جګړه کې د روم متحدینو، د پرګامون پاچهۍ او د رودز جمهوریت ته په آناتولي کې پخوانۍ سلوکي خاورې ورکړې.    

په آناتولي باندې د روم کنترول د "نه لاسوهنې" کړنلارې له مخې پیاوړی شو، چې سیمه ییز کنترول ته یې لاره هواره کړه چې په ښه توګه حکومت وکړي او نظامي خوندیتوب یې را منځ ته کړ. د څلورمې پېړۍ په پیل کې، لوی کستانتین په قسطنطنیه کې نوی اداري مرکز جوړ کړ، او د څلورمې پېړۍ په پای کې د روم سترواکي په دوو برخو ووېشل شوه، ختیځه برخه (رومانیا) چې قسطنطنیه یې پلازمېنه وه، د تاریخ پوهانو له خوا د بیزانس سترواکي په توګه چې اصلي نوم يې بیزانتیوم دی، ګڼل کېږي. [۵]

سرچينې سمول

  1. "About this Collection - Country Studies". loc.gov. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Douglas Arthur Howard (2001). The History of Turkey. Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-30708-9. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stiner, Mary C.; Kuhn, Steven L.; Güleç, Erksin (2013). "Early Upper Paleolithic shell beads at Üçağızlı Cave I (Turkey): Technology and the socioeconomic context of ornament life-histories". Journal of Human Evolution. 64 (5): 380–398. doi:10.1016/j.jhevol.2013.01.008. ISSN 0047-2484. PMID 23481346. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. A modern study is D.F. Graf, The Persian Royal Road System, 1994.
  5. ushistory.org. "The Fall of the Roman Empire [ushistory.org]". www.ushistory.org. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)