د تخار پوهنتون

د افغانستان تخار ولايت تالقان ښار کې د يو دولتي پوهنتون نوم

د تخار پوهنتون د ۱۹۹۶ کال په جوزا میاشت کې د لوزړو زدکړو د ښوونکو د روزنې پوهنځي په نامه په فعالیت پېل کړ. د وخت په تېرېدو، دا پوهنتون پراخ شو او اوس یې ګڼ شمېر زدکړیالان په بېلاېبلو برخو زده‌کړې کوي. دا پوهنتون رسمي توګه په ۲۰۰۸ کال کې د ملي پوهنتون په توګه وپېژندل شو.

د تخار پوهنتون

اوس مهال تخار پوهنتون [اووه] پوهنځي لري: د ښوونکو روزنیز پوهنځی، شرعیات، اقتصاد، کرنه، انجینري، طب. د پښتو ژبو ادبیات او داسې نور د بېلابېلو برخو تخصصي دیپارتمنتونه لري، چې زدکړیالان یې د خپلو علاقو او مسلکي اړتیاوو له مخې انتخابولی شي.

د پوهنتون چاپېریال د زده‌کړو لپاره مناسب دی، خو لا هم د پرمختګ اړتیا لري. استادان او اداري کارکوونکي هڅه کوي چې د پوهنتون کیفیت لوړ کړي او محصلینو ته ښه فرصتونه برابر کړي. دا پوهمتون په علمي کچه په شمالي ولایتونو کې ډېر فعال دی.