د تايلينډ کلتور

د تايلينډ کلتور د وخت له تېرېدو سره زيات توپير کړی، د «سکوتیا» په پړاو کې په پرتليز ډول د ګوښه والي له حالت څخه، تر اوسني «ايوتايا» پړاو پورې، په کوم کې چې له ټولې اسيا څخه اغېز جذب شوی دی. هندوستاني، چينايي، برمايي، خمير او نور سويل ختيځ اسيايي اغېزې تر اوسه په تايلينډي کلتور کې لېدل کېږي. بودايي دين، روحانيت او لوېديځ پالنه هم د نوي کلتور په جوړولو کې مهمه ونډه تر سره کوي.[۱]

د تايلينډ به بېلا بېلو سيمو کې د تايلينډي ملي کلتور پېژندګلو د بېلا بېلو طريقو له لارې کېدای شي، چېرته چې په دې هېواد کې مختلف سيمه ييز کلتورونه راټول شوي دي، لکه لاننا، ډمبرو، اسان، کيرن، تر څنګ يې چينايي نسل، مالايي نسل، هندوستاني نسل، اروپايي نسل (پرتګالي اصليت)، فارسي نسل، عرب نسل او د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د پاچا «چولاونګ کورن» په پړاو کې د ملتپالنې اروپايي بهير د تايلينډ کلتور کې ډېر اغېز غورځول پيل کړي وو. په هر حال، د ښاري کلتور وده په ۱۹۳۲ز کال کې د «سيامي» اوښتون څخه وروسته خپلې لوړې څوکې ته ورسېده، کله چې د مطلق العنانو حکمتونو يوې لړۍ د خلکو په کلتور او د ژوند په طريقه کې زيات واک تر لاسه کول پيل کړل، په ځانګړي ډول د فيلډ مارشان «پليک فيبنسونګکرم» د حکومت پر مهال.

اوسمهال تايلينډ داسې کلتور لري، کوم چې د هېواد د بېلا بېلو سيمو څخه د ګڼو سيمه يیزو دودونو مجموعه ده، همدا راز د بودايي دين ارزښتونه او ختيځ رجحانات دي، کوم چې د اسيا په ډېرو برخو کې شته. د «چکري» واکمنې کورنۍ پاچايي او شاهي ادارې د اصيل «سيامي» کلتور تر مخې د زیات درناوي وړ دي، په داسې حال کې چې په تايلينډ کې ټولنيز ارزښتونه د نورو سويل ختيځو اسيايي کلتورونو په پرتله ډېر ټولنيز او له مذهبي اړخه سيکولار (بې دينه) دي، کوم چې د لوېديځ نېواک له اغېزو څخه تېر شوي دي.[۲]

تاريخ

سمول

معيارونه او د ژوند سبک

سمول

په تايلينډ کې نږدې ۹۴.۶ سلنه بودايان، ۴.۳٪ مسلمانان او ۱٪ مسيحيان دي. د بودايي دين پيرويان په بنسټيز ډول د «تيرواډا» مکتب فکر  (په کوم کې چې تايلينډي ځنګلي دودونه او د هميوتيکا نکايا او سانتي اسوکي فرقې شاملې دي) څخه دي او يوه نامعلومه اندازه لږکي يې د «مهايانا» مکتب فکر پورې اړوند دي. سربېره پر دې په تايلينډ کې مسلمانان لږکي هم شته (۵-۶ سلنه)، مسيحيان لږکي (۱ سلنه) او نور دينونه هم موجود دي. حکومت د تايلينډي تيرواډا بودايي دين ملاتړ او سرپرستي کوي، راهبان يې يو لړ حکومتي ګټې تر لاسه کوي، لکه د دولتي نقل او حرکت وسايلو وړيا کارول.[۳]

په تايلينډ کې د لرغونو او طبيعي ارواحو په اړوند سيمه ييزو باورونو په بودايي دين کې ژور اغېز کړی، کوم عقايد چې د بودايي دين په کون پېژندنه کې ننويستل شوی دی. ډيری تايلينډيان د روح کورونه، له خپلو استوګنځايونو دباندې د کوچني کوچني کورونو په بڼه جوړوي او دوی باور لري چې د دې کور روحونه په هغې کې ژوند کوي. هغوی د دې روحونو د خوشاله ساتلو لپاره د خوراک څښاک شيان وړاندې کوي. که دا روحونه خوشاله نه وي، باور دا دی چې دوی به بيا د کورونو په داخل کې و اوسېږي او ګډوډي به منځ ته راوړي. د روحونو دا کورونه د تايلينډ په عامه ځايونو او کوڅو کې موندل کېدای شي، چېرته چې عام خلک نذارنې وړاندې کوي.[۴][۵]

د «تيروادا» بودايي دين له منځ ته راتګ مخکې، په تايلينډ کې هم هندوستانی برهمني دين او هم «مهايان» بودايي دين موجود وو. په اوسني تايلينډي ولسي ادب کې له دې دواړو قوانينو څخه اغېز تر نن ورځې موجود دی. برهمني مزارونه د تايلينډ په ولسي دين کې مهمه ونډه لري او مهايان بودايي دين اغېز د «لوکيتيشورا» په څېر شخصيتونو په موجوديت کې څرګند دی، کوم چې د «بوديستوا اولوکيتيورا» يوه بڼه ده، کومه چې کله کله د تايلينډ په مجسمه جوړونه کې شاملېږي.[۶]

رواجونه

سمول

د تايلینډيانو دوديز رواجونه او ولسي ادب په شلمه پېړۍ کې « Phya Anuman Rajadhon» هغه مهال سره راټول کړل، کله چې نويتابه د تايلینډ څېره بدله کړه او ډېر رواجونه له منځه ولاړل او يا په نوي ژوند کې ورک شول. بيا هم، د تهذيب پر لور هلې ځلې د تايلينډيانو د ورځني ژوند يوه ستره برخه ده او د دوی د ارزښتونو په پيمانه کې لوړ ځای لري، کوم چې په لرغوني «سيامايي» کلتور کې رېښې لري، د تهذيب دا هلې ځلې مهذبو شويو ته له ودې ورکولو او شډلتيا څخه ځان ساتنې څخه جوړې دي.[۷]

په تايلينډي دودونو کې يو ځانګړی دود «وای» دی. په ستړې مشې، مخه ښې، د يوې ژمنې په توګه يا د بښنې سره يو ځای کارول کېږي، په ګڼو بڼو کې شته، کوم چې د ښکېلو خلکو د اړیکه لرونکي حيثيت عکاسي کوي. عموماً، په سلام کې په لاسونو سره د دعا په بڼه اشاره شامله وي، کوم چې د هندي نیمه لويې وچې له « Añjali Mudrā» څخه اخېستل شوی دی او شونې ده چې په دې کې د سر يو څه ښکته کول هم شامل وي. له دې سلام سره ډېر ځله يوه نرۍ موسکا هم وي، کومه چې د ښه راغلاست روحيې او خوشاله چلند نښه ده. د ګرځندوی په رسالو کې عموماً تايلينډ ته «د مسکاوو ځمکه» ويل کېږي.[۸]

دوديزه تايلينډۍ ټولنه کې، په ځانګړي ډول د عاشقانو تر منځ، په عام محضر کې د مينې څرګندونه ډېره عام نه ده. په ځانګړي ډول ځوان نسل کې دا ډول حرکتونه مخ په عامېدو دي.[۹]

د پام وړ يو ټولنيز اصل دا دی چې د يو چا په سر لاس لګول بې تهذيبي بلل کېږي. دا هم بې تهذيبه عمل بلل کېږي چې يو څوک خپلې پېښې د يو چا له سر څخه پورته کېږدي، په ځانګړي ډول که دا سړی د يو لوړ ټولنيز حيثيت څښتن وي.دا ځکه تايلينډيان باور لري چې پښې د بدن تر ټولو ناولې او ښکته برخه ده او سر تر ټولو د درناوي وړ او لوړه برخه ده. دا په دې هم اغېز لري چې تايلينډيان کله په ځمکه کېني – د دوی پښې بايد د تل لپاره د نورو پر لور نه وي، يو اړخ ته يا شاته وي. په پښې سره څه ته اشاره کول يا يې په پښه لمس کول هم بې تهذيبي بلل کېږي. په تايلينيډ رسنيو کې ويل شوي دي چې پلي تلونکي، تر « Victory Monument BTS Station» پورې په زېنو ختلو څخه هغه مهال منع شوي، کله چې يو شاهي موټر په لاندې سرک د تېرېدو په حال کې وي، ځکه چې د تايلينډ د رواج تر مخې، پښې بايد په کوم ځای کې هم د شاهي کورنۍ د کوم غړي د سر دپاسه نه وي.[۱۰]

له دې امله چې د ارامې رويې درناوی کېږي، په تايلينيډي کلتور کې د شخړو او غصې ناڅاپي څرګندولو څخه ځان ساتل کېږي. د همدې لاملونو پر بنسټ، ګرځندويان بايد دې ته پاملرنه وکړي چې شخړې ونه زېږوي يا غوصه څرګنده نه کړي. اختلافاتو او شخړو سره به په موسکا سره چلند کېږي او په بل چا د ملامتۍ اچولو هڅه به نه کېږي. په تايلينډ کې په ورځني ژوند کې، د سانوک پر تصور ټينګار کېږي، دا هغه اند دی چې ژوند بايد يوه تفريح وي. له همدې امله، شونې ده چې د کار او هرې ورځې فعاليتونو پر مهال تايلينډيان تر يو بريده ساعت تېري وي. په تايلينډي کلتور کې په ټولنيزو تعاملاتو کې د مثبتو احساساتو څرګندول هم مهم دي.

ډېر ځله، تايلينډيان له مخالفتونو، کوچنيو تېروتنو يا له بدبختۍ سره د چلند لپاره د « mai pen rai» فقره کاروي چې معنا يې ده «پروا نه کوي». په تايلينډ کې د دې فقرې په هر ځای کې استعمال، د شخړو، نظري اختلاف يا شکايت د کمولو پر لور د يو ميلان عکاسي کوي. له دې امله چې مسکا او د « mai pen rai» فقره دا څرګندوي چې دا پېښه مهمه نه ده او په همدې بنسټ ټکر او د خجالت حساس هم نه شته.[۱۱]

سرچينې

سمول
  1. "Culture". Tourist Authority of Thailand (TAT). Archived from the original on 2015-02-13. نه اخيستل شوی 13 Feb 2015.
  2. von Feigenblatt, Otto F (2009). "The Thai Ethnocracy Unravels: A Critical Cultural Analysis of Thailand's Socio-Political Unrest" (PDF). Journal of Alternative Perspectives in the Social Sciences. 1 (3): 583–611. نه اخيستل شوی 27 October 2018.[مړه لينکونه]
  3. "CIA World Factbook: Thailand". US Central Intelligence Agency. 2007-02-08. نه اخيستل شوی 2007-03-07.
  4. Bengali, Shashank (2019-04-18). "The spirit houses of Bangkok keep watch over a frenetic modern Thai city". Los Angeles Times. نه اخيستل شوی 2019-04-20.
  5. Cornwell-Smith, Philip (2005). Very Thai. River Books. pp. 182–184.
  6. Chareonla, Charuwan (1981). Buddhist Arts in Thailand. Magadh University, Bihar, India: Buddha Dharma Education Association Inc. Archived from the original on 5 June 2016. نه اخيستل شوی 13 Feb 2015.
  7. Phya Anuman Rajadhon, Life and Ritual in Old Siam: Three Studies of Thai Life and Customs, New Haven, HRAF Press, 1961
  8. Wattanasukchai, Sirinya (7 June 2019). "Simply saying 'sorry' for crimes is not enough" (Opinion). Bangkok Post. نه اخيستل شوی 7 June 2019.
  9. "Physical Contact and Personal Space in Thailand". Thailand Family Law Center. Archived from the original on 2020-08-18. نه اخيستل شوی 2014-10-31.
  10. "Twitter users face threat over comment on royal motorcade". Pratchatai English. 5 October 2019. نه اخيستل شوی 8 October 2019.
  11. mai-pen-Rai پر يوټيوب باندې