د تاراین لومړۍ جګړه
د تاراین لومړۍ جګړه په ۱۱۹۱ ز کال کې د غوريانو او چاهامناها او د هغوی د متحدینو تر منځ د تاراین سیمې ته نږدې (د هند د هاریانا ایالت نننۍ تراوري سیمه) کې رامنځته شوه. د چاهامناها پاچا، پریتویراج چوهان په دغه جګړه کې د غوریانو پاچا معزالدین ته ماتې ورکړه او د غوریانو پاچا بیا د دغې ماتې غچ یو کال وروسته د تاراین په دویمه جګړه کې واخیست.
سرچینې
سمولهغه سرچینې چې د جګړې په مهال لیکل شوي دي، په هغو کې د حسن نظامي له خوا د تاج المعاصر اثر (د غوریانو له خوا) د جایانکا له خوا د پرتویراجا ویجایا اثر (د چاهامنا له خوا) شامل دي. [۱]
د دې جګړې په اړه وروستیو سرچینو کې د تاریخ لاندې کتابونه دي چې په فارسي ژبه لیکل شوي دي:[۲]
- طبقات ناصري د منهاج الدین سراج اثر (1260 میلادي)
- فتح السلاطین د عبدالملک عصامی اثر (حدود 1350 میلادي)
- تاریخ مبارکشاهي د یحی بن احمد سرهندي اثر (1434 میلادي)
- طبقات اکبري د نظام الدین احمد اثر (1593 – 1594 میلادي)
- منتخب التواریخ د عبدالقادر بداوني اثر (د 1590 میلادي لسیزې شاوخوا)
- تاریخ فرشته د محمد قاسم فرشته اثر (د اولسمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې)
د تاریخ دا کتابونه له پریتویراج څخه په بېلابېلو نومونو سره یادونه کوي، له هغې ډلې «رای کولاه پیتورا» (منهاج)، «پیتور رای» (سرهندي) او «پیتاو رای» (فرشته). همداشان دا کتابونه د پریتویراج سر اعلی قومندان ګوویند رای د «ګوبند ري» (منهاج)، «ګوبند رای» (سرهندي)، «خاند، خاندا یا خاندي» (نظام الدین او بهاوالدین) او «چوهاند ري» (فرشته) کې یاد کړی دی. [۲]
وروستۍ سرچینې چې په هندي ژبه لیکل شوي دي هغه همیرا ماهاکاویا او پریتویراج راسو دي. [۳]
شالید
سمولمعزالدین په ۱۱۷۵ ز کال کې ملتان ونیو، خو په ۱۱۷۸ ز کال کې په شمالي ګجرات او د ننني شمالي راجستان به سیمه کې د چاولوکیا پر سلطنت باندې د هغه برید بریالی نه و. غوریانو د همدې ماتې نه وروسته غزنویانو ته ماتې ورکړه او لاهور یې په ۱۱۸۶ ز کې ونیو. [۴]
معزالدین خپل سفیر – قاضي القضات قیوم الملک رکن الدین حمزه- د پریتویراج دربار ته ولیږه تر څو هندي پاچا د یوې سوله ییزې هوکړه لیک منلو ته قانع کړي. تاج المعاصر، د تاریخ هغه کتاب چې د مسلمان حسن نظامي له خوا لیکل شوی دی، دا سفیر داسې را پېژني: دا هغه لوړپوړی چارواکی و چې د معزالدین پیغام یې پریتویراج ته په «دقیقه او ظریفه او موزونه توګه» او په «عالي ژبه» سره ورساوه. چاهامنا ته اړوند کتاب، پرتویراجا ویجایا، معزالدین د غوايي د غوښې خوړونکي «شیطان» او «شرور» په توګه پېژندلی دی او د هغه له سفیر څخه یې هم یو بدقواره سړی جوړ کړی، یعنې هغه کس چې د هغه د پوستکي «وحشتناک سپین والی» په هغه حد کې دی چې ښکاري له جلدي ناروغۍ څخه رنځ وړي او خبرې یې د «وحشي مرغانو زړا» ته ورته ده. [۵][۶]
پریتویراج د غوریانو د سفیر شرایط و نه منل، چې د حسن نظامي له قوله، په هغو کې پر اسلام د هغه مشرفیدل او د غوریانو واکمنۍ ته غاړه اېښودل و. وروسته بیا معزالدین تصمیم نیسي چې د چاهامنا پر پاچايي برید وکړي.[۶][۵]
د غوریانو لشکرکشي او جګړې چې په ۱۱۹۰ ز کال کې د تاراین د لومړۍ جګړې لامل شو، پیل شو، خو ریښتینې جګړه بیا د ۱۱۹۱ ز کال په ژمي کې رامنځته شوه. [۷]
جګړه
سمولد معزالدین پوځ له ۱۱۹۱ ز کال څخه څه موده وړاندې د تابارهندا کلا (په زیات احتمال سره نننۍ باتیندای) ونیوه او داسې فرض کېږي چې دا کلا پخوا د چاهامنا په کنټرول کې وه. د سرهندي د یادښتونو له مخې، پریتویراج په ۱۱۹۱ ز کال (۵۸۷ هجري) کې له خپل پوځ سره چې پکې پیاده نظام، سواره نظام او جنګي پیلان شامل و، د غوریانو پر لورې یې حرکت وکړ. کله چې معزالدین تصمیم درلود چې ژر تابارهندا پریږدي، نو د پریتویراج د نږدې کېدو خبر ور ته راورسید؛ وروسته نوموړي د پریتویراج پر لورې حرکت وکړ او دواړه پوځونه د تاراین په سیمه کې له یوه بل سره مخ شول. [۲][۸][۹]
پریتویراج سره زیات شمېر فیوډال حاکمان هم مل و، هغه خلک چې منهاج هغوی «د هند ټول راناګان» بیان کړي دي. په دې کسانو کې د ډیلي حاکم، ګووینډ رای هم شامل و. سرهندي وايي چې ګووینډ رای پر یوه پیل ناست و او په لومړۍ کرښه کې و او دا په خپله د دې ښکارندوی ده چې هغه د پریتویراج د پوځ اعلي سرقومندان و. سرهندي او تاریخ وروستي کتابونه لکه نظام الدین او بداوني، ګووینډ رای د پریتویراج ورور بولي. فرشته هم وايي چې پریتویراج او ګووینډ رای سره وروڼه و او همداشان اضافه کوي چې دغو دوو کسانو د ډیلي له نورو حکامو سره یو ځای پر غوریانو باندې برید وکړ. فرشته، ګووینډ رای د یوه داسې کس په توګه را پېژني چې د پریتویراج په څېر ځواکمن دی، ښایي په دې خاطر چې ګووینډ رای د ډیلي حاکم و چې د فرشته د وخت له مخې هغه له سیاسي اړخه په یوه مهم کس باندې بدل شوی و. [۸][۱۰]
د غوریانو سواره نظام د دښمن د پوځ پر زړه باندې د غشو ویشتل پیل کړل. د چاهامنا ځواکونو له دریو اړخونو جګړه پیل کړه او پر جګړه واکمن شول او د غوریانو پر پوځ یې فشار راوست او مجبور یې کړل چې په شا تګ وکړي.[۱۱]
د سرهندي د کتاب له مخې، د غوریانو ځواکونو که څه هم په مېړانه سره جګړه وکړه خو بیا یې هم ماتې وخوړه. کله چې معزالدین دا صحنه ولیده نو پر ګوویڼد رای یې برید وکړ. منهاج وايي چې معزالدین پر یوه اسپ سپور و او پر ګووینډ رای باندې یې په نیزه سره برید وکړ او نیزه د ګووینډ رای په خوله ولګیده چې د هغه دوه غاښونه مات شول. ګووینډ رای خپل غچ پر یوه زوبین (وړه نیزه) باندې واخیست او د معزالدین مټ یې سخت ټپی کړ. د منهاج د کتاب له مخې، که چېرته یوه ځوان سرتیري د معزالدین اسپ امن سیمې ته نه وای هدایت کړی، نو ښايي معزالدین مړ یا بندي شوی وای. د غوریانو پوځ د جګړې له ډګر څخه له وتلو وروسته ناهیلی او مغلوب شوی و. [۹][۱۲]
سلطان د خپل جګړه ایز اسپ مخ را وګرځاوه او پشا تګ یې وکړ، نوموړی د خپل ټپ له امله نور د دې جوګه نه و چې پر اسپ سپور واوسي. د اسلام پوځ ته دا دومره ستره ماتې وه چې نور د بېرته راستنیدو جوګه نه و. منهاج په طبقات ناصري کې.
معزالدین د غزني پر خوا حرکت وکړ او په تابارهندا کې یې کوچنی پوځ پرېښود. پریتویراج د تاراین له دویمې جګړې څه موده وړاندې دغه کلا محاصره او ونیوه. هغه غوري پوځ تعقیب نه کړ. ځکه چې یا یې نه غوښت چې د دوښمن پر قلمرو برید وکړي یا یې هم د معزالدین اراده سمه نه وه درک کړي.[۱۳]
سرچینۍ
سمول- ↑ Cynthia Talbot 2015، مم. 29-30.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Cynthia Talbot 2015، مم. 86-87.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 88.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 36.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Cynthia Talbot 2015، م. 30.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Cynthia Talbot 2015، م. 29.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 44.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Cynthia Talbot 2015، م. 87.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Cynthia Talbot 2015، م. 47.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 87-88.
- ↑ Spencer C. Tucker 2009، م. 263.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 86.
- ↑ Satish Chandra 2006، م. 25.