د تاراین دویمه جګړه
د تاراین دویمه جګړه په ۱۱۹۲ ز کال کې د غوریانو له خوا د چاهامنانو او د هغوی د متحدینو په وړاندې د تاراین (د هندوستان د هاریانا ایالت نننۍ تراوري) سیمه کې پیل شو. د غوریانو پاچا معزالدین محمد غوري، د چاهامنانو پاچا پریتویراج چوهان مغلوب کړ تر څو د تاراین د لومړۍ جګړې د ماتې غچ ترې واخلي.
شالید
سمولد پریتویراج چوهان ځواکونو غوري ځواکونو ته په ۱۱۹۱ ز کال کې د تاراین په لومړۍ جګړه کې ماتې ورکړې وه. د غوریانو پاچا معزالدین چې د جګړې په درشل کې په کلکه سره ټپي شوی و، غزني ته راغی او د خپلې ماتې د غچ اخیستنې لپاره یې چمتووالی ونیو.
تاریخ لیکونکي د تاراین دویمه جګړه په ۱۱۹۲ ز کال کې بولي، که څه هم دا احتمال شته چې دا جګړه د ۱۱۹۱ ز کال په وروستیو کې رامنځته شوې وي. [۱]
د ځواکونو اندازه
سمولد شپاړسمې او اولسمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي، محمد قاسم فرشته له خولې، په دغه جګړه کې «د چونان په پوځ کې ۳۰۰۰ فیلان، ۳۰۰۰۰۰ سواره او پیاده نظام و»، که څه هم دغه شمېرې د ننني عصر د تاریخ لیکونکو له انده ډېر اغراق امیزه ګڼل کېږي. خو د ساتیش جنتدرا له قوله، دا شمېرې په دې خاطر ډېر له اغراقه ډکې دي تر څو وکولای شي د غوري پاچا بریا لویه وښیې. کاشیک رای هم وايي چې مسلمانو تاریخ لیکونکو تل د هندوانو د پوځ شمېر په اغراق امیزه توګه لوړه ښوده تر څو مسلمان پاچاهان وستايي او د ۳۰۰۰۰۰ شمېره د تیوري له اړخه احتمال لري چې په هغه وخت کې د راجپوټ ټولې شاهي هومره شمېر سرتیري نه وای را ټول کړي. [۲][۳]
د منهاج الدین سراج له قوله، معزالدین ۱۲۰۰۰۰ په بشپړ ډول سره زره لرونکي پوځ له ځانه سره راوستی و او په خپله یې د ۴۰۰۰۰ تکړه سواره نظام مشري کوله. د کوشیک رای له قوله، که څه هم د پوځونو ریښتینی قدرت مشخص نه دی، خو کولای شو دا اټکل وکړو چې د پریتویراج پوځ به د شمېرو له مخې زیات و. [۴]
جګړه
سمولجګړه کټ مټ په هغه ډګر کې رامنځته شوه چې لومړۍ جګړه په کې رامنځته شوې وه. د دې موضوع په پوهیدو سره چې د چاهامنا ځواکونو ښه نظم درلود، غوریانو نه غوښتل چې یوې مخامخ جګړې کې له هغوی سره مخ شي. غوریانو د دې پر ځای، خپل پوځ په پنځو ډلو ووېشه او څلور ډلو یې پر دښمن باندې له څلورو خواوو برید ته ولیږلي.[۵]
د منهاج د خبرو له مخې، معزالدین د ۱۰۰۰۰ کمان لرونکو سواره نظام مشري کوله او خپل نور پوځ یې پر څلورو برخو وېشلی و تر څو وکولای شي له څلورو خواو پر دښمن برید وکړي. هغه خپلو سرتیرو ته امر وکړ چې کله د دښمن ځواکونه د برید لپاره مخته تګ کوي، نو نه باید ورسره وجنګیږي، بلکې تاسې په شا تګ وکړئ تر څو د هغوی فیلان، اسان او پیاده نظام ستړي شي. [۶][۷]
معزالدین په دې هیله چې د دښمن کرښې ماتې شي، نو خپل پنځم لښکر ته یې د په شا تګ امر وکړ. د چاهامنا ځواکونو د غوریانو له تمې سره سم تښتیدلي غوریان تعقیب کړل. وروسته غوریانو ۱۲۰۰۰ تازه نفس لرونکی سواره نظام ور مخکې کړ او هغو وکولای شول چې د دښمن مخ ته تګ ودروي. له هغه وروسته د غوریانو پاتې لښکر پرې برید وکړ او د چاهامنا ځواکونه وحشت واخیستل او وتښتیدل. د منهاج له مخې، د معزالدین ستراتیژي «بې دینه خلک ستړي او له کاره واچول» او په پایله کې «اسلام بریالی شو».[۵]
له جګړې وروسته
سمولمنهاج وايي چې پریتویراج («رای پیتورا») له خپل فیل څخه راښکته شو او پر یوه اسپ باندې یې د جګړې له ډګره تیښته وکړه. که څه هم هغه د جګړې ډګر ته په نږدې سیمه کې ونیول شو ا و بیا وروسته «دوزخ ته ولیږل شو». د منځنیو پېړیو زیاتره سرچینې وايي چې پریتویراج د چاهامنا پلازمېنې اجمیر ته یوړل شو او محمد غوري پلان درلود تر څو هغه د غوریانو د لاس ناستې په توګه هلته په خپله چوکۍ کېنوي. پریتویراج څه موده وروسته د محمد غوري پر وړاندې بغاوت وکړ او بیا وروسته د «خیانت» په جرم ووژل شو. [۸]
غوري ځواکونو د «سیاولیخ» یا «سوالاخ، چې په ساپادالکشا هم معروف دی) تر خپل فرمان لاندې راوست. غوریانو بیا وروسته د ګوینداراجا په نوم د پریتویراج زوی د خپل لاس ناستې په توګه د اجمیر په تخت کېناوه. د هري راج په نوم د پریتویراج وړوکي ورور، له ګوینداراجا څخه تخت ونیو او د خپل نیکه د قلمرو یوه برخه یې بېرته ونیوله، خو څه وخت وروسته هغه د غوري جنرال قطب الدین ایبک له خوا ماتې وخوړه. غوریانو بیا وروسته یو بل ځواکمن پاچا – د ګاهاداوالا د سلسلې جایاچاندرا- ته د چنداوار په جګړه کې ماتې ورکړه او د هند شمالي برخې یې تر بنګال پورې فتح کړي. [۹][۱۰]
سرچینې
سمول- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 44.
- ↑ Kaushik Roy 2014، مم. 22-23.
- ↑ Satish Chandra 2006، مم. 25-26.
- ↑ Singh, R. B. (1964). History of the Chāhamānas (په انګليسي). Varanasi: N. Kishore. pp. 199–200.
{{cite book}}
: نگهداری یادکرد:تاریخ و سال (link) - ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Spencer C. Tucker 2009، م. 263.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 48.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 47.
- ↑ Dasharatha Sharma 1959، م. 87.
- ↑ Dasharatha Sharma 1959، مم. 100–01.
- ↑ Cynthia Talbot 2015، م. 33.