د بېستون د ډبرليک بشپړه ژباړه

د بېستون د ډبرليک همدا لاندينی متن د ښاغلي پوهنوال باوري په زيار پښتو شوی.

د يادېدو وړ څو ټکي سمول

په ايران کي د بېستون لرغونې ټولگه د نړيوال کلتوري ميراث په لړليک کي وکښل ( ثبت ) شوه . د بېستون په لرغونې ټولگه کي د نورو اثارو او لرغونو توکو برسيره هغه تاريخي ليکنه چي د بېستون ډبرليک په نوم نامتو شوئ دئ ، نه يوازي د ايران بلکي د دې سېمي د لرغوني تاريخ لپاره د لومړي لاس اخځ په توگه د ارزښت وړ دئ . همدې ارزښت ته په پام سره مي دا اړينه وگڼل چي د بېستون ډبر ليک په پښتو وژباړم .

د دې موخي د پلي کېدو لپاره مي د بېستون ډبرليک د موندلو هڅي وکړې ، د ډبر ليک انگليسي او پاړسي متنونه مي پيدا کړ ل او د کار د اسانتيا په هيله مي د ډبرليک پاړسي متن د ژباړي نيت وکړ ، خو کله چي مي پاړسي او انگليسي متنونه سره پر تله کړل ، په پاړسي متن کي مي يو شمير تيروتني او نېمگړتياوي ولېدلې ، د بيلگي په توگه د پاړسي متن شمېره پر له پسې نه ده ليکل شوې ، په داسي حال کي چي د انگلېسي متن شميره پر له پسې ليکل شوېده ، په پاړسي متن کي د ډبر ليک يوشمير کرښي نه دي ليکل شوي او يا د پامه لوېدلي دي ، خو په انگلسي متن کي ټولي کرښي شته . يوه بله نيمگړتيا داوه چي په پاړسي متن کي د يو شمير هغو سيمو او وگړو نومونه اړول شويدي ، چي د ډبرليک په متن کي راغلي دي ، خو په انگليسي متن کي نومونه د ډبر ليک د متن سره برابر دي . دا او په دې ډول نوري لويې او وړې تيروتني مي مخي ته راغلې ، ځکه د پاړسي متن د ژباړ ي څخه وگرځېدم او د يونسکو وړد هړيټيج ، ايران چمبړ سوسايټي ، سايس اونلاين او يو شمير نورو انتر نيټ پاڼو څخه مي دبېستون ډبر ليک انگلېسي متن ، د ژباړي لپاره وټاکئ . په دې هيله چي د ځوانو څيړونکو او د لرغوني تاريخ مينه والو لپاره د گټي وړ وگرځي ، په وړو وړو برخو کي يې دخپرېدو تکل کوم . ( پوهنوال باوري )

د ډبرليک په اړه لنډي څرگندوني سمول

د بېستون ډبرليک د اوسمهال يو انځور

.

د هخامنشيانو دريم پاچا داريوش د خپلي واکمنۍ پېښ ليک د بېستون په ډبرليک کي حک او ليکلئ دئ . د دې ډبر ليک اوږدوالۍ په ټوليزه توگه شل متره او پنځوس سانتي متره او سور يې اوه متره او اتيا سانتي متره ته رسيږي . د ليکنو او انځورونو په تړاو دا ډبر ليک په دريو برخو وېشلئ دئ . تر ټولو زياته برخه يې نه متره او اتيا سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره ته رسيږي ، چي ٤١٤ څلورسوه څوارلس کرښي ليک لري او دا برخه په يوشمير ايراني خپرونو کي د پخوانئ پارسي ليک په نوم ياديږي . د همدې لوئ ډبرليک ښئ لور ته د انځورونو او ليکنو برخه شته چي د ايلامي ډبرليک په نوم ياديږي . دا برخه پنځه متره او شپېته سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې درې متره او اويا سانتي متره ته رسيږي . او د بيستون ډبرليک دريمه برخه کيڼ لورته ليکل شوېده چي اوږدوالي يې پنځه متره او اوه شپيته سانتي متره رسيږي ، او سور يې درې متره او دريشپيته سانتي متره دئ .دا برخه هم په ايراني خپرونو کي د پخوانئ ايراني ليک په نوم ياديږي چي ټوله ٥٩٣ پنځه سوه درينوي کرښي لري . د اکدي يا بابلي ليک په نوم د دې ډبر ليک يوه بله برخه شته چي د ايلامي ليک بر سر ښئ لوري ته ليکل شوېده . دا برخه د ذوزنقې په شکل حک شوېده چي لوړوالي يې څلور متره او سور يې دوه متره او دوه پنځوس سانتي متره دئ ، په داسي حال کي چي د وروستۍ برخي سور يې دوه متره او يو ويشت سانتي متره ته رسيږي ، د ډبرليک دا برخه يوسل او دولس کرښي لري . په ټوليزه توگه د دې ډبر ليک ارتوالئ يوسل اوشل متره مريع ته رسيږي .

د ډبرليک بشپړ متن سمول

لومړی ستون سمول

د بېستون ډبرليک د لومړي ستون لومړۍ اته کرښې

پېژندنه: د داريوش لقبونه او د هغه د پاچايۍ ارتوالی سمول

  • لومړۍ کرښه  : زه داريوش ( Darius ) لوی پاچا ، د پاچاهانو پاچا ، د پارس پاچا ، د هېوادونو پاچا ، د هيستاسپس Hystaspes ) ( زوی ، د ارسامس ( Arsames) لمسې .
  • دوهمه کرښه  : داريوش پاچا وايي ؛ زما پلار هيستاسپس( Hystaspes ) ، د هيستاسپس پلار ارسامس ( Arsames ) ، د ارسامس پلار اريا رامنی ( Ariaramne) ، د اريا رامنی پلار تېس پېس ( Teispes )، د تېس پيس پلار ( Achaemenes ) هخامينش .
  • دريمه کرښه  : داريوش پاچا وايي ؛ د دې امله موږ هخامنشي وبلل شو چي د ډير پخوا اصيل يو ، د ډير پخوا زموږ کورنۍ پاچاهان وه .
  • څلورمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ ٨( تنه )زموږ له نيکه گانو څخه پاچاهان وه . زه نهم ( يم ) موږ ٩ ( تنه )يو په بل پسې ( په دوو څانگو کي ) پاچاهان يو .
  • پنځمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ د اهورامزدا) Ahuramazda ( په غوښتنه زه پاچا يم . ماته اهورامزدا پاچاهي راکړېده .
  • شپږمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ دا ټوله هغه هېوادنه ( دي ) چي ما ته راغلل او د اهورامزدا په غوښتنه زه د هغوپاچا وم . پارس ( Persia)، عيلام (Elam)، بابولونيا) (Babylonia، اسيريا Assyria) (، اربيا (Arabia)، مودرای) Egypt ( هغه چي سيندونو ته څيرمه دي those ( فنيقيان ) ، سارديس) Sardis (( اونيا ،( Ionia) ،( Media) ميديا ، ارمېنيا ( Armenia)، کپادوسيا ( Cappadocia) ، پارتيا ( Parthia) ، درنگيانا ( Drangiana) ،ارېيا ( Aria) خوارزميا( Chorasmia) ، باختريا Bactria) (، سغديانا (Sogdiana) ، گندارا( Gandara ) ، سا يتيا ( Scythia ) ، ستاکيديا Sattagydia ) ،اراکوزيا ( Arachosia ) ماکا ( Maka ) او ټوله ديرويشت هېواده .
  • اوومه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هېوادونه چي ماته راغلل . د اهورامزدا په غوښتنه زما مريان شول . ماته يې باج راکړ .او په شپه او ورځ کي هغه کوي چي زما له لوري ورته وويل شي .
  • اتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ په دې هېوادونو کي چي څوک مي پلوي وو، هغه ته مي ښه ډالئ ورکړې او هغه څوک مي پوره وځپئ چي زما پلويتوب يې نه کاوه . د اهورا مزدا په غوښتنه دا هېوادونو زما د قانون درناوئ کوي ، هغسي چي زما له لوري ورته وويل شي هم هغسي کيږي .
  • نهمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورامزدا ما ته دا پاچاهي وبخښل . اهورامزدا زما مرسته وکړه چي دا پاچاهي لاس ته راوړم ، او د اهورامزدا په مرسته دا پاچاهي لرم .

د سميرديس وژل او د گايوماتا او ماگيان کودتا سمول

  • لسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه دي چي تر پاچا کېدو وروسته مي تر سره کړيدي . کمبايسيس ( Cambyses ) د کوروش زوئ زما نه مخکي پاچا وو . د سميرديس( Smerdis ) په نوم دهغه يو ورور وو چي د کمبوجيه پلارنئ او مورنئ سکه وو . وروسته کمبوجيه هغه وواژه ، خو خلکو ته مالومه نه شوه چي سميرديس مړ شويدئ . تر هغه وروسته کمبوجيه د مصر په لور ولاړ ، خلکو سرکښي وکړه ( نافرماني ) وروسته تر هغه په هېواد کي درواغ زيات شول هم په پارس ، هم په ماد او هم په ټولو هېوادونو کي .
  • يولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛تر هغه وروسته يوتن جادوگر د گايوماتا( Gaumata ) په نوم چي دپايسهياوودا (Paishiyauvada) څخه وو ، پاڅون وکړ ، يو غر ( د ) ارکادر (Arakadr) په نوم . هغه وخت چي يې پاڅون وکړ وېخن مياشتي څوارلسمه ورځ تيره شوې وه . هغه وگړو ته داسي درواغ وويل ( چي ) زه ، سميرديس د کمبوجيه ورور اود کوروش زوئ يم . وروسته له هغه ټول وگړي د کمبوجيه څخه وگرځېدل او په هغه پسې لاړل هم پارس ، هم ماد ، هم نور هېوادونه . پاچاهي يې ځان ته واخستل . د گراما پادا ( Garmapada ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت يې پاچاهي د ځان کړه . وروسته له هغه کمبو جيه پخپله ومړ .
  • دولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ گايوماتا جادوگر د کمبوجيه څخه پاچا هي واخستل . هغه ( پاچاهي ) چي د ډيري زماني راهيسي زموږ د کورنۍ وه . ( خو ) وروسته تر دې گاېوماتا نومي جادوگر د کمبوجيه څخه واخستل . پارس ، ماد او نور ايالتونه د هغه په نوم شول . هغه ټوله ونېول او پاچا شو .

داريوش گايوماتا وژني او خپل پاچاهي پرځای ساتي سمول

  • ديارلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هيڅ څوک نه وو، نه پارسي او نه مادي او نه څوک زموږ له ذاته ( تخم ) څخه وو چي پاچاهي د هغه جادوگر گايو ماتا څخه ترلاسه کړي . اولس ډير زيات له هغه نه ډاريدئ ، ډير هغه کسان چي هغه سمير ديس ( Smerdis ) يې پيژندلئ وو هغه يې مړه کړل ، په دې خاطر چي گويا بيا به مي رسوا کړي ، چي زه سمير ديس د کوروش زوي نه يم . هيڅ يوه د دې توان نه درلود چي دگاېو ماتا په اړه يو څه و وايې ، تر څو چي زه راورسېدم . وروسته مي د اهورا مزدا څخه مرسته وغوښته ، اهورا مزدا زما سره د مهربانۍ مرسته وکړه . د با گيادي ( Bagayadi ) مياشتي ١٠ مه ورځ تيره شوې وه . هغه وخت ما گاېو ماتا او د هغه څو تنه نږدې مهم مرستندويان ( د هغه ) ووژل . د سيکا يووتي ( Sikayauvati ) د ماد په سيمه کي د نې سيا ( Nisaya) په نوم ( يوتن ) مي هلته مړ کړ .پا چاهي مي له هغه واخيستل . د اهورامزدا په غوښتنه زه پاچا شوم . اهو را مزدا پاچاهي ماته راکړه .
  • څوارلسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ هغه پاچاهي چي زموږ څخه اخستل شوې وه ، هغه مي له سره جوړه کړه . ما هغه ( بيرته ) پرحال کړه .هغسي چي پخوا وه . هغسي ما وکړل . ما هغه نياوتونونه ( پرستيشگاه ) چي د گاېو ماتا جادوگر په امر وران شوي وه ، ورغول .اولس ته مي رمې او مرئيان چي گاېو ماتا ترې اخستي وه بيرته ور وگرځول . ما اولس پر خپل ځای مېشت ( استوار ) کړ . هم پارس ، هم ماد او هم هغه نور هېوادونه ، هغهسي چي وړاندي وه . هغه څه چي اخيستل شوي ( وه ) بيرته مي ور وگرځول . د اهورا مزدا په غوښتنه مي دا وکړل . ما هڅه وکړه چي خپله کورنۍ بيا هغه ځای ته ورسوم ، چي پخوا وو . همداسي مي د اهورامزدا په مرسته وکړل چي بيا گاېو ماتا زموږ کورنۍ را چاپير نه کړي .


  • پنځلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه چي تر پاچا کېدو ورسته مي کړيدي .

د اېلام د ايالت د اسينا او د بابل د نيدېنتوبل بلواگانې سمول

  • شپاړسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛هغه وخت چي مي گاېوماتا جادوگر مړ کړ ، تر هغه وروسته د اسينا (Asina ) په نوم د اوپادارما ( Upadarma ) زوی په ايلام ( Elam) کي پاڅون وکړ، او وگړو ته يې وويل چي زه د ( Elam ) پاچا يم . تر هغه وروسته ايلاميان واوښتل ( نافرمان ) . د هغه اثينا پلويان شول . هغه په ايلام کي پاچا شو . يو بل تن په بابل کي د نيد نيتوبل (Nidintu-Bel) په نوم د ا ينايرا ( Ainaira ) زوی ، هغه په بابل کي پاڅېدئ . داسي يې وگړي تير ايستل ( چي )  : زه نيبوچا دير زار ( Nebuchadrezzar ) د نابوني دوس ( Nabonidus ) زوی يم . وروسته له هغه ټول بابليان د نيد نيتوبل پلويان شول . بابل واوښت ( نافرمان ) هغه په بابل کي پاچاهي خپل کړه .
  • اوولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوه خبرتيا ايلام ته وليږل . د اسينا ( Asina) يې نېولئ ماته راوست او هغه مي و واژه .
  • اتلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځیدم . د هغه نيد نيتو بل په لور چي ځان يې نيوچادر زار باله . د نيد نيتو بل لښکرو دجله په خپل واک کي درلوده . هلته ودريدئ . د اوبو تل ډير کښته ( عميق )وو . وروسته ما خپل لښکر پر ژيو ( مشکها ) او اوښانو سپاره کړل . او د يوشمير لپاره مي اسونه برابر کړل . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړل او د اهورامزدا په غوښتنه د دجلې څخه تير شوم . او هلته مي د هغه نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . د اسيا ديا ( Asiyadiya) د مياشتي ٢٦ ورځي تيري شوي وې .
  • نولسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور روان شوم . لا بابل ته نه وم رسېدلې چي د زازانا ( Zazana ) په نوم هغه ښارچي د فرات پر څنډو پروت دي ، هغه نيد نيتوبل چي ځان يې نيبوچا دير زار باله د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جگړې ډگر ته راغۍ . ورسته مي ( دهغه سره ) جگړه وکړه . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ما د نيد نيتوبل لښکري زياتي وځپلې . او پاته په اوبو کي ولوېدې . اوبو هغه يوړول . د انامکا ( Anamaka ) مياشتي ٢ ورځي تيري وې چي جگړه مي وکړه .

دوهم ستون سمول

  • شلمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه نيد نيتوبل د څو تنو سپرو سره وتښتېدئ او د بابل پر لور ولاړ . وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځېدم . د اهو را مزدا په غوښتنه مي بابل هم ونېوۍ . او هم مي نيد نيتوبل را ټينگ کړ . وروسته ( مي ) نيد نيتوبل په بابل کي مړ کړ .
  • يوويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په بابل کي وم ، دا ( هغه ) هېوادونه چي زما څخه سرکښه شول . پارس (Persia )، ايلام (Elam )، ماد ( Media ) ، اشور( Assyria )، مصر ( Egypt )، پارت ( Parthia ) ، مرگيانا( Margiana ) ، ستاکېديا ( Sattagydia ) ، سايتيا ( Scythia ) .

د اېلام د مارتيا بلوا سمول

  • دوه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د مارتيا ( Martiya ) په نوم د ثين ثي خري (Cincikhri ) زوی د پارس په يوه ښار کي چي کوگاناکا ( Kuganaka ) نوميږي اوسېدئ . او د ايلام څخه را وپاڅېدئ . او وگړو ته يې وويل چي زه ايمانش ( Imanish ) د ايلام پاچا يم .
  • درويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت زه ايلام ته نږدې ووم . وروسته له هغه ايلاميان زما څخه وډارشوه . مارتیا چي د هغوی لارښود وو ، را چاپيره کړ او هغه يې وواژه .

د ماد د فرورتېس بلوا سمول

  • څلور ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د ماد اوسېدونکئ فرورتېس (Phraortes ) نومئ په ماد کي ښورښ وکړ . داسي يې وگړو ته وويل چي زه خشهاترايت ( Khshathrita ) د ثاکساريس (Cyaxares ) له ذاته يم . ورسته يې د ماد لښکر چي د هغه په قصر کي ( وه ) زما نه يې سرکښي وکړل او د هغه فرورتېس په لوري ولاړل . او هغه په ماد کي پاچا شو .
  • پنځه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ زما تر امر لاندي پارسي او مادي ځواک لږ وو . وروسته مي لښکر وليږه . د هيدارنېس (Hydarnes ) په نوم زما يوتن مرئې وو هغه مي د لښکر سالار وټاکئ . داسي مي هغه ته وويل  : ( چي ) هلته ولاړ شئ هغه مادي لښکر چي خپل ځان زما ( تابع ) نه گڼي هغه وځپئ . ورسته له هغه وهېدارنيس د لښکر سره ولاړ ، چي ماد ته ورسېدئ د مارو (Maru ) په نوم د ماد ښار يوه اوسېدونکي د ماديانو سره جگړه وکړه هغه چي د ماديانو مشر وو . هغه وخت هلته نه وو ، او اهورامزدا زما مرسته وکړه ، د اهورامزدا په غوستنه زما لښکر هغه سرکښه جگړه ماران زيات وځپل . د انا مکا ( Anamaka )مياشتي ٢٧ مه ورځ تيره وه . هغه وخت چي جگړ ه پېل شوه . ورسته له هغه په ماد کي د کمپاندا ( Kampanda ) په نوم سيمه ما ته پاته شوه تر څو چي زه ماد ته ورغلم .

د ارمنيانو بلوا سمول

  • شپږ ويشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ زما يومرئې د دادارشي (Dadarshi ) په نوم چي ارمن وو ، هغه مي ارمنستان ته وليږئ . هغه ته مي وويل : مخ ته ولاړ شه او هغه سرکښه لښکري چي ځان زما ( تابع ) نه گڼي وځپه . وروسته دادارشي وخوځيدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ، ټوله هغه سرکښان سره راټول شوه او د دادارشي پر ضد يې جگړه پېل کړه . د زوزاهيا (Zuzahya ) په نوم د ارمنستان يوه وگړي جگړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکروهغه سرکښان ډير وځپل . د تيورا واهرا (Thuravahara ) مياشتي ٨ مه ورځ تيره وه ، چي دا جگړه وشوه .
  • اوه وېشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . د ارمنستان يوه تن د تېگر ا ( Tigra ) په نوم دا جگړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو رامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تيوراواهرا د مياشتي ١٨ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت جگړه پېل شوه .
  • اته ويشتمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ د دريم ځل لپاره سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . دارمنستان يوه تن د دژي اوياما (Uyama ) په نوم جگړه وگړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . زما لښکرو د اهورامزدا په غوښتنه هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تا ېگارسي (Thaigarci ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه چي دا جگړه پېل شوه . وروسته دادارشي زما په غوښتنه په ارمنستان کي پاته شو ، تر هغه چي زه ورسېدم .
  • نه ويشتمه کرښه ؛ داريوش پاچا وائې ؛ وروسته مي د وايميسا (Vaumisa, ) په نوم پارسي مرئې ارمنستان ته وليږئ او هغه ته مي وويل : وړاندي ولاړ شه او هغه سرکښه کسان چي خپل ځان زما ( تابع ) نه گڼي هغه وځپه . وروسته وايميسا وخوځېدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ( هلته ) ټوله سرکښان راټول شوه او جگړه ئې د وايميسا په وړاندي پيل کړه . يوه سيمه چي ايزلا (Izala ) نوميږي او د اشور اړوند ده ، جگړه پيل شوه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د انا مکا ١٥ مه ورځ تيره وه ، چي دا جگړه وشوه .
  • ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښان راټول شوه او د وايميسا په وړاندي ئې جگړه پيل کړه . د او تي يارا (Autiyara ) په نوم په ارمنستان کي جگړه پيل کړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . دتيوراواهرا تن ( Thuravaharâthen ) نږدې ورستئ ورځي وې چي جگړه پېل شوه . . وروسته له هغه وايميسا زما لپاره په ارمنستان کي پاته شو ، څو چي زه ورسېدم .

د ماديانو د بلوا پای سمول

  • يودېرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته له هغه زه د بابل (Babylon ) څخه را ووتم . د ماد (Media ) پر لور وخوځېدم، چي ماد ته ورسېدم دهغه ښار يو اوسېدونکئ د کوندورو( Kunduru ) په نوم ، په هغه سيمه کي چي فراورتيس ( Phraortes ) ځان د ماد پاچا باله ، د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جگړې په نيت راغئ . د هغه سره مي جگړه وکړه . اهو را مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه هغه فراورتيس مي ډير وځپئ . د ادوکانا ئېشه (Adukanaisha ) ٢٥ ورځي تيري شوي وې ، چي جگړه وشوه .
  • دوه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته ، فراورتيس (Phraortes ) د خپل يو شمير سپورو سره وتښتېدئ . په ماد کي د راگا (Raga ) په نوم سيمه د سوروانه شول . وروسته مي د هغه په تعقيب لښکر وليږه . فرورتيش ونېول شو او ما ته راوستل شو . ما هم د هغه پوزه او هم دوه غوږونه پرېکړل او ژبه مې ور غوڅه کړل ، او يوه سترگه مي ور ړنده کړل . او وروسته تر هغه مي دايکبتانا( Ecbatana ) د يوه برج په دننه کي په دار وځړاوه . او د هغه پلويان وليدئ .
  • دري ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ يو تن سگارتي (Sagartian ) د ثيسانتخما (Cisantakhma ) په نوم زما ( امر ) نه سر وغړاوه . داسي يې خلکو ته وويل چي : زه د سگارتي پاچايم ،او د ثايکسا ريس (Cyaxares ) له ذاته يم . وروسته مي تخمس پادا (Takhmaspada ) په نوم زما يوه تن مرئې د پارسي او مادي لښکر لارښود وټاکئ او هغوئ ته مي وويل  : مخ ته ولاړ شئ هغه سرکښه کسان چي ځان ز ما ( تابع ) نه گڼي وځپئ . وروسته تخميس پادا د لښکرو سره هغه لوري ته وخوځېدئ . د چي ثيسا نتخما سره يې جگړه وکړه . اهورا مزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زمالښکرو هغه سرکښان وځپل او چي ثيسانتخما يې ونېوئ . ماته يې راوست . وروسته مي د هغه پوزه دوه غوږونه ور غوڅ کړه او يوه سترگه مي ور ړنده کړه . زما د ماڼئ سره مي تړلئ وساتئ ټولو خلکو هغه وليدئ او وروسته مي هغه په اربيلا (Arbela ) کي په دار وځړاوه .
  • څلور ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ دا هغه دي چي په ماد کي مي تر سره کړل .

د پارتيانو بلوا سمول

  • پنځه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛پارتيا (Parthia ) او هاير ثانيا( Hyrcania ) زما څخه وگرځېدل ( نافرمانه شول )ځانونه يې د فراورتيس (Phraortes ) وبلل . زما پلار هايستاسپس( Hystaspes ) چي په پارت کي وو ، د هغه نه وگړ ي وگرځېدل او سرکښه شول . وروسته هايستاسپس د خپلو ملگروځواکونو سره وخوځېدئ . د ويشپاوزاتي ( Vishpauzati, ) په نوم ښار کي يې د پارتيانو سره جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، هايستاسپس( Hystaspes ) هغه سرکښان ډير وځپل . دا د وياخنا (Viyakhna ) مياشتي ٢٢ ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه وشوه .

درېيم ستون سمول

  • شپږديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي يوشمېر پارسي لښکر د راگا (Raga ) څخه دهايستاسپس مرستي ته وليږل ، چي لښکر هايستاسپس ته ورسېدل ، وروسته هايستاسپس هغه لښکر د ځان سره ( مل ) کړه ،او وخوځېدئ . په پارتيا ( Parthia ) کي د پتي گرابا نا (Patigrabana ) په نوم ښار کي يې د ښورښيانو سره جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، ويشتاسپ هغه ټوله سرکښان ډير وځپل . د گارما پادا(Garmapada ) لومړۍ ورځ تيره وه چي دهغوئ ترمنځ دا جگړ ه پيل شوه .
  • اوه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته هېواد زما شو . دا ( دي ) هغه دي چي زما په وسيله په پارتيا کي تر سره شويدي .

د مارگينا د فرادا بلوا سمول

  • اته ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ يو ايالت چي د مارگيانا (Margiana ) په نوم ياديږي ، ښورښ وکړ . د فرادا (Frada ) په نوم يو تن د مارگيانا اوسېدونکو خپل مشر وټاکئ . وروسته مي دادارشي (Dadarshi ) په نوم زما پارسي مرئې و باکتريا (Bactria ) ته وليږئ ، او هغه ته مي وويل چي مخ ته ولاړ شه او هغه ځواکونه چي ځان زما ( تابع ) نه گڼي وځپه . وروسته دادارشي د لښکرو سره هغه لور ته وخوځېدئ . د مارگيا نيانو سره يې جگړه وگړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو ټوله سرکښان ډير وځپل . د اسي ياديا (Asiyadiya ) ٢٥ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت چي دا جگړه پيل شوه .
  • نه ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا ( دي ) چي زما په وسيله په باکتريا کي تر سره شويدي .

د پارس د واهيازداتا بلوا سمول

  • څلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د واهيازداتا (Vahyazdata ) په نوم يوتن په تاراوا(Tarava ) نومي ښار کي چي د پارس په ياويتيا (Yautiya ) سيمه کي ميشت وو . هغه د دوهم ځل لپاره ښورښ وکړ . داسي يې وگړو ته وويل چي : زه سميردېس ( Smerdis ) د کوروش زوئ يم . وروسته هغه پارسي ځواکونو چي ماڼئ ته پخوا د انشان (Anshan ) څخه راغلي وه زما په وړاندي يې ښورښ وکړ . او د هغه واهيازداتا لوري ته واوښتل او ( هغه ) په پارس کي پاچا شو .
  • يوڅلوېښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي هغه پارسي او مادي لښکر چي زما تر امر لاندي وه ، وليږلې . د ارتا وارديا (Artavardiya ) په نوم زما يو پارسي مريې مي د لښکرو مشر کړ . يوبل پارسي لښکر مي په ځان پسې د ماد پر لور وخوځاوه . وروسته ارتا وارديا د لښکرو سره د پارس پر لور وخوځېدئ . چي پارس ته ورسېدئ ، وهيازداتا (Vahyazdata ) چي ځان يې سميرديس (Smerdis ) جوړ کړئ وو د پارس په رخا(Rakha ) نومي ښار کي د ارتا واردياپه وړاندي جگړې ته راووت . ورسته له هغه يې جگړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه د و هيازداتا ځواکونه ټوله ډير وځپل . د تورا واهارا (Thuravahara ) مياشتي ١٢مه ورځ تيره شوې وه چي جگړه پيل شوه .
  • دوه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه ، هغه وهيازداتا د يو لږ شمير سپرليو سره وتښتېدئ . د پاشيايوادا ( Paishiyauvada ) لوري ته وخوځېدئ . د هغه ځايه څخه يې لښکر راټول کړ . او تر هغه وروسته يې د ارتا وارديا سره جگړه پيل کړه . د پارگا (Parga - ) په نوم غره سره يې جگړه پيل گړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر د وهيازداتا ځواکونه زيات وځپل . د گارما پادا ( Garmapada ) د مياشتي٥ مه ورځ تيره وه چي دا جگړه ونښته او وهيازداتا يې ونېوئ او د هغه نږدې ټول ملگري يې هم ونېول .
  • در ې څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې؛ وروسته له هغه وهيازداتا او د هغه نور ميړني چي زيات ورته نږدې وه د پارس په يووادايثايا ( Uvadaicaya ) په نوم ښار کي مي په دار وځړول .
  • څلورڅلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په پارس کي زما په وسيله تر سره شول .
  • پنځه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وهيازداتا چي خپل ځان يې سميردې باله ، هغه لښکر ( و ) اراکوزيا( Arachosia) ته ليږلي وه .د هغه پر ضد مي زما يو مرئې د وېوانا (Vivana ) په نوم چي ما د اراکوزيا او . . . ښار او د هغو مشر ټاکلي وو . هغوئ ته يي وويلي وه چي : وړاندي ولاړ شئ وېوانا او د هغه لښکر چي ځان د داريوش پاچا ( تابع ) گڼي ، وځپئ . وروسته له هغه د هيازداتا ليږل شوي لښکر د وېوانا په وړاندي د جگړې لپاره و خوځېدل . دژي کاپيشا کاني (Kapishakani ) نومي سړي هلته جگړه وکړه . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکر هغه سرکښان ډير وځپل . د اناماکا (Anamaka ) ١٣ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه پيل شوه .
  • شپږ څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته بيا ښورښيان سره يوځای شول او د وېوانا په وړاندي يې جگړه پيل کړه د گندوتاوا(Gandutava ) په نوم سيمه کي يې جگړه وکړه . اهو را مزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکر د هغه ښورښيانو لښکر ډير وځپئ .دو ياخنا (Viyakhna ) مياشتي ٧ مه ورځ تيره شوې وه ، چي دا جگړه پيل شوه .
  • اوه څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته ، هغه تن چي د لښکرو مشر ټاکل شوئ وو او وهيازداتا د وېوانا پر ضد ليږلئ وو ، هغه د يو څو تنو سپرلو سره وتښتېدئ او لاره يې واخستل . په اراکوزيا کي د ارشادا (Arshada ) نومي سيمي تر څنگ تير شو . وروسته له هغه وېوانا د خپل لښکر سره د هغه څار وخوځېدئ . هلته يې د هغه ټول نږدې ملاتړي ونيول او مړه يې کړل .
  • اته څلويښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا ( دي ) هغه چي په اراکوزيا کي زما په وسيله تر سره شول .

ارخا، د بابليانو دوهمه بلوا سمول

  • نه څلوېښتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په پارس کي وم ، دوهم ځل بيا بابليانو ښورښ وکړ . يوتن ارمني د ارخا (Arkha ) په نوم چي د هالديتا (Haldita ) زوئ وو ، په بابل کي ښورښ پيل کړ . د دوبال (Dubala ) په نوم سيمه کي يې درواغ وگړو ته ويل چي زه نبو چادر يزار (Nebuchadrezzar ) د نابونېدوس (Nabonidus زوئ يم . وروسته له هغه بابليانو زما له امره سرکښي پيل کړه ، او د هغه لوري ته ولاړل . هغه بابل ونيوئ او په بابل کي پاچا شو .
  • پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه مي لښکر بابل ته وليږل . د اېنتا فيرنيس (Intaphernes ) په نوم زما يو پارسي مرئئ مي د لښکرو مشر وټاکئ .او هغه ته مي داسي وويل چي : وړاندي ولاړ شئ او هغه بابلي لښکر چي خپل ځان زما ( تابع ) نه بولي وځپئ . وروسته له هغه انتا فيرنيس د بابل په لور وخوځېدئ . اهورا مزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ، انتا فيرنيس بابليان وځپل او بنديان يې راوستل . د ورکزن (Varkazana ) ٢٢ ورځي تيري شوي وي ، هغه وخت ارخا چي په درواغو يې ځان نبو چادر يزار باله او هغه کسان چي نږدې پلويان يې وه ، ونيول . امر مي وکړ او ارخا او د هغه سړي او نږدې ملگري يې په بابل کي په دار وځړول شول .

څلورم ستون سمول

  • يوپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي په بابل کي زما په وسيله تر سره شول .
  • دوه پنځوسمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه چي د اهورامزدا په غوښتنه مي د تېر يوه کال په ترځ کي وروسته له هغه چي پاچا شوم ، تر سره کړل . ١٩ جگړې مي وکړې . د اهورامزدا په غوښتنه مي هغوئ وځپل . او ٩ تنه پاچاهان مي ونيول . يو گايوماتا (Gaumata ) جادوگر وو . او درواغ يې ويل چي زه سميرديس (Smerdis ) د کوروش زوئ يم او په پارس کي يې ښورښ جوړ کړئ وو . يو د اسينا (Asina ) په نوم د ايلام اوسېدونکئ وو . هغه درواغ ويل چي زه په ايلام کي پاچا يم او هغه په ايلام کي زما په وړاندي وگړي سرکښه کړ ل . يو بل تن نيدينتو بيل ( Nidintu-Bel ) بابلي وو . هغه درواغ ويل چي زه (Nebuchadrezzar, ) نيبوچادريزار د نبونيدوس (Nabonidus ) زوئ يم او په بابل کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يوهم مارتيا (Martiya ) په نوم د پارس وو او هغه درواغ ويل چي زه ايمانش (Imanish ) د ايلام پاچا يم اوپه ايلام کي يې زما په وړاندي ښورښ وکړ . يو د ماد فراورتيس (Phraortes ) نومئ وو . هغه درواغ ويل چي : زه خشا تريتا (Khshathrita ) د کيا کساريس ( Cyaxares ) د کورنئ څخه يم او ماد يې زما له امره وه ايست . يود سا گارتيان ( Sagartian ) ثېسانتا خما ( Cisantakhma نومئ وو ، او درواغ يې ويل چي زه د کيا کساريس ( Cyaxares ) له کورنۍ څخه يم او د سا گارتيا پاچا يم ، او ساگارتيا يې تر واک لاندي کړه . يو فرادا مارگياني (Margian Frada وو . درواغ يې ويل چي  : زه د مرو پاچا يم . او مرو يې تر واک لاندي کړه . يو وهيازداتا (Vahyazdata, ) نومئ د پارس وو . درواغ يې ويل چي  : زه سمير ديس (Smerdis ) د کوروش زوئ يم . او پارس يې په ښورښ راوست . يو ارخا (Arkha ) نومئ ارمني وو . درواغ يې ويل چي  : زه نيبوچادريزار (Nebuchadrezzar ) زوئ يم . او با بل يې زما د فرمانه وه ايست .
  • درېپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ٩ تنه پاچا هان مي په دې جگړو کي ونيول .
  • څلورپنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې : دا ( دئ )هيوادونه سرکښه شول . درواغو هغوئ نافرمانه کړل ، چي هغوئ وگړو ته درواغ و ويل . وروسته اهورامزدا هغه زما په واک کي راکړل . هر ډول چي مي هيله وه هغه ډول مي له هغوئ سره وکړل .
  • پنځه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچا شې ځان په زياتي پياوړتيا له درواغو څخه ليري وساته . که چيري داسي فکر وکړې چي هېواد دې وساتل شي ، هغه کسان چي درواغ وايې هغوئ ته کلکه جزا ورکړه .

ددې ليکنې د رښتينوالۍ پخلی سمول

  • شپږ پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه څه چي ما کړيدي . د اهورامزدا په غوښتنه مي په هغه يوه کال تر سره کړل . ته چي تر دې وروسته دا ليکنه ښايې ولولې ، هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستا باور پرې وشي ، نه ښايې چي دا درواغ وگڼې .
  • اوه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورا مزدا خپل ( حاضر او حضور ) شاهد گڼم ، هغه چي مي په يوه کال کي تر سره کړيدي رښتيا دي ، نه درواغ .
  • اته پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورا مزدا په غوښتنه ما زيات کارونه کړيدي ، او له همدې کبله دا ليکنه و ليکل شوه .

ددې ليکنې د سپېڅلتيا او د خپرولو پخلی سمول

  • نه پنځوسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د پخوانيو پاچاهانو داسي کړني نشته چي ما د اهورامزدا په غوښتنه په يوه کال کي تر سره کړيدي .
  • شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛اوس په هغه څه چي زما په وسيله تر سره شويدي ، ستاسو باور پرې وشي .او همدا ډول وگړو ته و واياست .مه يې پټوئ . که دا خبره پټه نه کړئ او وخلکو ته وواياست ، ( نو ) اهورا مزدا دي ستاسو دوست وي ، ستاسو کورنئ دي زياته ، او ژوند مو ډير اوسه .
  • يوشپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا وينا د خلکو پټه کړئ ، او وگړو ته ونه واياست ، اهورامزدا دي ستاسو دښمن وي او ستاسو کورنئ دي ورکه ( محوه ) وي .
  • دوه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه چي ما تر سره کړيدي . په هغه يوه کال کي د اهورامزدا په غوښتنه مي تر سره کړيدي .اهو را مزدا زما مرسته کړيده ، او هم هغه نورو خدايانو ، چي شته .

د رښتينولۍ او راستۍ اهميت سمول

  • درې شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د دې لپاره اهورامزدا او نورو هغه خدايانو چي شته زما سره مرسته کړېده چي ، کرغيړن نه وم ، درواغجن نه وم ، تبا ه کوونکئ نه وم ، نه زه او نه زما کورنئ . رښتنئ وم ، نه مي د خوار او نه د زورور سره زور وهلئ دئ .هغه چا چي زما د کورنئ سره ملتيا کړيده ، هغه مي نازولئ دي . او هغه چي زيان يې راته اړولئ هغه ته مي کلکه جزا ورکړېده .
  • څلور شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي ښايې تر دې وروسته پاچا يې ،هغه څوک چي درواغجن وي او يا هغه چي تبا ه کونکئ وي د هغه دوست مه اوسه . په کلکه هغه ته جزا ورکړه .

د نېکمرغۍ او بدمرغۍ دعاگانې سمول

  • پنځه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي تر دې وروسته دا ليکنه چي ما ليکلي او يا دا څيرې چي ته ويني ، داسي نه چي وراني يې کړې . تر هغو چي توان لرې ، وه اي ساته .
  • شپږ شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او دا انځورونه و وېنې ( او ) وراني يې نه کړې ، تر هغه چي توان ولرې ، ويې ساتې ، اهورامزدا دي ستا دوست وي او کورنۍ دې زياته او ژوند دې ډير اوسه ، او هغه څه چي کوې هغه دي اهورامزدا در لره ښه کړي .
  • اوه شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ که دا ليکنه او انځورونه ووينې ( او ) وران يې کړې تر څو چي توان دي شته ويې نه ساتې ، اهورا مزدا دې تا وځپي . او ستادې کورنئ ورکه وي . او هغه څه چي کوې اهورا مزدا دي هغه وران کړي .
  • اته شپيتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دي ) هغه کسان چي د جادوگرگايوماتا (Gaumata ) چي ځان يې سميردي باله ، د( هغه ) وژلو پر مهال هلته وه .په هغه وخت هغوئ مرسته وکړه . زما پلويان ( وه ) اينتا پاير نيس (Intaphernes ) د پارسي واياسپارا ( Vayaspara ) زوئ ، اوتانيس ( Otanes)نومئ د پارسي توخرا (Thukhra ) زوئ ، گئو بروياس (Gobryas ) نومئ د پارسي ماردونيوس ( Mardonius ) زوی ، هيدارنيس (Hydarnes ) نومئ د پارسي بگا بيگنا (Bagabigna ) زوئ ، ميگابيازوس (Megabyzus) نومئ د پارسي داتوواهيا (Datuvahya, ) زوی ، اردومانش (Ardumanish ) نومئ د پارسي واهاوکا (Vahauka ) زوئ .
  • نه شپيتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ ته چي له دې وروسته ښايې پاچي يې ، د دې کسانو د کورنيو ښه ساتنه وکړه .
  • اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د اهورامزدا په غوښتنه مي دا ليکنه په بل ډول هم وکړه ، پر ارينې (Aryan ) ( ژبي )برسيره مي هم پر دړو ( لوح ) او هم پر پوستکو ترتيب کړه . دا ليکنه د مهر په وسيله ومنل ( تائېد ) شوه . زما په وړاندي نوشته او هم ولوستل شوه . وروسته تر هغه مي دا ليکنه ټولو ځايونو او هېوادونو ته وليږل او خلکو يې هرکلئ وکړ .

پينځم ستون سمول

د اېلام د ايالت يوه نوې بلوا (منی 521) سمول

  • يو اويا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا هغه څه دي چي ما د خپل پاچا کېدلو وروسته په دوهم او دريم کال کي تر سره کړيدي . يو ايالت چي ايلام (Elam ) نوميږي ، بيا ياغي شو . يو تن چي اتا مېتا (Atamaita ) نومېدئ په ايلام کي ... د هغو مشرشو . بيله ځنډه مي خپل څلورم پوځ ( هلته ) وليږئ .زما يو پارسي مر ئې چي گو بر ياس (Gobryas ) نومېدئ د هغه لښکر مشر وټا کئ . او گو بر ياس د ايلام پر لوري وخوځېدئ ، د ايلاميانو سره يې مقابله پيل کړه . گو بر ياس بيله ځنډه ايلاميان وځپل او د هغو مشر يې ونېوئ . هغه يې ماته راوست او ما هغه و واژه ، وروسته له هغه ايالت زما شو .
  • دوه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ايلاميان ډير بې وفا دي . اهو را مزدا د هغوئ مرسته ونه کړه . اهو را مزدا زما مرستندوئ شو . او د اهو را مزدا په غوښتنه زه بر يالئ شوم او هغوئ مي له منځه يوړل .
  • درې اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي .

د سايتيانو پر ضد جگړه (520/519) سمول

  • څلور اويا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ له هغه جگړې ورو سته د خپل پوځ سره سايتيا ( Scythia ) ته ولاړم . هلته سا يتيا را ته سر کښيښود ( تسليم شول ) . سايتيا ئيان زما سره شول او زه بحيرې ته ورسېدم . او هغه بل خوا ټوله زما دپوځ په وړاندي ودريدل ، وروسته مي جگړه ( ور سره ) وکړه او هغوئ مي ډير وځپل . او د هغوئ نور ( مشران ) هم . ما هغوئ ونېول او بنديان مي کړل او هغوئ چي زما مخه يې نيول ،و مي وژل . د هغوئ مشر سکونخا ( Skunkha ) مي ډير وځپئ . او بيا مي هغوئ ته بل مشر وټاکئ . وروسته تر هغه دا ايالت زما شو .
  • پنځه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ سايتيا ئيان مي وځپل او اهو را مزدا زما مرسته وکړه او د اهو را مزدا غوښتنه او مهرباني وه چي هغه ټوله مي له مېنځه يوړل .
  • شپږ اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته ده چي چا ته ژوند ورکړي اويا څوک مړ کړي .

د ژباړونکي يادونه سمول

لکه چي په پيلامه کي مي څو اړينوټکو ته د درنو لوستونکو د پام اړولو په نيت څو کرښي ليکلي وې ، دادۍ د دې ژباړي په ورستۍ برخه کي هم د دريو اړينو ټکو يادولو ته ستاسو درنو لوستونکو پام اړول غواړم :
لومړۍ : هڅه مي وکړل چي د بېستون کتبې بيلا بيلي نسخې ( د فارسي او انگليسي بيلا بيلي نسخې ) د ژباړی پر مهال په پام کي ونيسم او د بشپړېدو لپاره يې هڅي پر له پسې وساتم . چي له نېکه مرغه دادۍ د بېستون کتيبې د هغو نسخو څخه چي تر اوسه مي لوستلي او ليدلي دي ، د هغو په بشپړه ژباړه بر يالۍ شوم .
دوهم : هڅه مي وکړل چي د سيمو او کسانو د نومونو سره يوځای د هغو نومونه په انگليسي رسم الخط هم وليکم ، چي د لوستلواوپيژندلو پر مهال دتير وتنو مخه ونيول شي .
دريم  : دا ورستۍ برخه چي تاسو درانه لوستونکي يې لولۍ ، د بېستون په فارسي متونو کي نه ده راغلې ، ښايې دپامه به لويدلې وي او يابه يې په فارسي متن کي د زياتولو اړتيا نه وي ليدل شوې .خو هغه يوه نيمگړتيا چي په انگليسي متن کي شته هغه په همدې ورستۍ برخه کي درې اويايمه او شپږ اويا يمه کرښه په يو ډول ليکل شوېده چي ښايې بيا ( تکرار ) ليکل شوې وي .
د دې ژباړي په پای کي د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي ، که ښاعلي لوستونکي د دې کتيبې د ژباړي په اړه کومه نېوکه ، نظر او يا وړانديز لري او يا يې تر دې لا بشپړ متن په واک کي لري ، زما سره د همدې پاڼي د اړيکو له لاري ، را بطه وکړي ، ډير به يې منندوئ يم .

نورې سرچينې سمول

۱ ستون ۲ ستون ۳ ستون ۴ ستون ۵ ستون
۱ ستون، کرښې 1-8 Archived 2011-11-08 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 9-17 Archived 2013-09-25 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 18-26 Archived 2007-04-17 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 27-35 Archived 2007-05-11 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 36-43 Archived 2007-05-11 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 44-52 Archived 2007-05-14 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 53-61 Archived 2012-10-12 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 62-71 Archived 2007-05-11 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 72-81 Archived 2007-05-26 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 82-90 Archived 2007-05-10 at the Wayback Machine.
۱ ستون، کرښې 91-96 Archived 2007-05-09 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 1-8 Archived 2007-04-22 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 9-17 Archived 2007-04-13 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 18-28
۲ ستون کرښې 29-37 Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 38-45 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 46-54 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 55-63 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 64-70 Archived 2007-10-01 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 71-78 Archived 2007-10-01 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 79-88 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۲ ستون کرښې 89-98 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 1.10 Archived 2007-02-07 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 11-19 Archived 2007-04-13 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 20-28 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 29-37 Archived 2007-10-01 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 38-48 Archived 2007-10-01 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 49-57 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 58-64 Archived 2007-10-01 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 65-74 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 75-83 Archived 2012-10-13 at the Wayback Machine.
۳ ستون کرښې 84-92 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.

۴ ستون کرښې 1-11 Archived 2007-04-17 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 12-20 Archived 2007-08-03 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 21-30 Archived 2007-08-08 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 31-39 Archived 2007-08-18 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 40-49 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 50-58 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 59-66 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 67-76 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 77-86 Archived 2009-03-28 at the Wayback Machine.
۴ ستون کرښې 87-92 Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.

۵ ستون کرښې 1-10 Archived 2007-02-07 at the Wayback Machine.
۵ ستون کرښې 11-17 Archived 2007-04-17 at the Wayback Machine.
۵ ستون کرښې 18-26 Archived 2007-08-08 at the Wayback Machine.
۵ ستون کرښې 27-36 Archived 2015-09-02 at the Wayback Machine.







باندنۍ تړنې سمول

د بېستون ډبرليک د سلام فرهنگي ټولنه