د بیت المقدس تاریخ
اورشلیم (بیت المقدس) د خپل اوږده تاریخ په بهیر کې ۵۲ ځله له برید سره مخامخ شوی، ۴۴ ځله ولکه شوی او بېرته ترلاسه شوی، ۲۳ ځله محاصره شوی او دوه ځله ویجاړ شوی. د ښار تر ټولو لرغونې سیمه له ميلاد څخه مخکې په ۴مه زریزه کې مېشته شوې چې بیت المقدس یې د نړۍ په تر ټولو لرغوني ښار بدل کړی. [۱][۲]
د ښار مرکزي موقعیت ته له پام سره د اسرائیلي ملتپالنې او فلسطیني ملتپالنې د مېشتېدلو له ۵۰۰۰ کلونو څخه زیات تاریخ د لنډیز لپاره د اړتیا وړ انتخاب معمولاً له اېډیولوژیکي مخینې څخه اغېزمن شوی («تاریخ لیکنې او ملتپالنې ته مراجعه وکړئ»). د مثال په ډول د ښار د تاریخ یهودي دورې د اسرائیلي ملتپالانو لپاره مهمې دي، د هغوی خبرې اترې دا څرګندوي چې معاصر یهودیان له اسرائیلي ټبر او سرچینې څخه دي، په داسې حال کې چې د ښار د تاریخ اسلامي دورې د فلسطیني ملتپالانو لپاره مهمې دي او د هغوی له خبرو اترو دا څرګندیږي چې معاصر فلسطینیان د هغو ټولو خلکو له ټبر څخه دي چې په دې سیمه کې یې ژوند کړی. په پایله کې دواړه لوري ادعا کوي چې د ښار تاریخ د یو بل له خوا سیاسي شوی تر څو د ښار اړوند خپلې نسبي ادعاوې پیاوړې کړي او دا چاره د بېلابېلو تمرکزونو پهواسطه د ښار د بېلابېلو تاریخي دورو او پېښو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو له لیکنو څخه ثابتیږي. [۳][۴][۵]
لرغونې دوره سمول
پروتو کنعاني دوره سمول
د لرغونپوهنې شواهد ښيي چې تر ټولو لومړی مېشتځای له میلاد څخه مخکې د ۳۰۰۰ او ۲۸۰۰ کال تر منځ ګیهون چینې ته نږدې جوړ شوی دی. د دغې ښار لومړۍ پېژندل شوې یادونه له ميلاد څخه تقریباً په ۲۰۰۰ کال کې د مصر د منځمهاله پاچاهۍ د کرکې په متنونو کې د روسالیوم/ Rusalimum په نوم راغلی. داسې اټکل کېږي چې په دغه نوم کې د S-L-M ریښې یا «سولې» (په اوسنیو عبراني او عربي ژبو کې له سلام یا شالوم سره په پرتله) ته اشاره ده یا هم د کنعانیانو په دین کې د تیارې ماښام د خدای شالیم ته اشاره کوي. [۶][۷]
کنعاني او مصري دوره سمول
د لرغونپوهنې شواهد ښيي چې له میلاد څخه مخکې تر ۱۷مې پېړۍ پورې کنعانیانو د اورشلیم په ختيځه برخه کې یو ستر دېوال (چې له ۴-۵ ټنه وزن لرونکې او ۲۶ فوټه ارتفاع لرونکې سترې ډبرې يې په کې کارولې) جوړو کړی و چې د خپلو اوبو لرغونی سیستم خوندي کړي. [۸]
له میلاد څخه مخکې تقریباً په ۱۴۰۰-۱۵۱۵۰ کال کې وروسته له هغې چې د مصر نوې پاچاهي د لومړي اهمسه او لومړي تحوتموس مصر له سره متحد کړ او د شام په لور يې پراختیا ومونده، بیت المقدس د مصر تابع شو. د عمارنه په لیکونو کې د بیت المقدس د رئیس عبدي هیبا او د هغه د ارباب درېیم امونهوتپ لیکونه شامل وو. [۹]
په دغه سیمه کې د مصریانو ځواک له میلاد څخه مخکې په ۱۲مه پېړۍ کې د برونزو دورې د لهمنځه تللو په دوران په زوال شروع وکړه. له ميلاد څخه مخکې په ۱۱۷۸ کال کې د درېیم رامسس او سمندري خلکو تر منځ د دجي (دجي/Djahy د کنعان لپاره مصری نوم) جګړه ښيي چې دغه د واک له لاسه ورکول له میلاد څخه مخکې په ۱۲۷۴ کال کې د کادش تر جګړې مخکې تر سره شوی چې په پراختیايي ډول داسې ویل کېدی شي چې دا د مصریانو او هېټیانو د زوال د پیل نښه (په ځانګړي توګه بیا د اناتولي د ښاري ایالتونو هااتوسا-ویلس سرکټ) ده. د دغو مرکزي قدرتونو زوال په سیمه کې د ډېرو خپلواکو پاچاهيو د رامنځته کېدلو لامل شو. د سپېڅلي کتاب (انجیل) په اساس بیت المقدس هغه مهال د یبوس او خپلواک کنعاني اوسېدونکي يې د یبوسیانو په نوم یادېدل.
د اسرائیلو دوره سمول
د انجیل پر اساس د ښار اسرئیلي دوره له میلاد څخه مخکې تقریباً په ۱۰۰۰ کال کې د پاچا داوود پهواسطه د بیت المقدس له تالا کولو سره پیل شوې او ورپسې بیت المقدس د داوود په ښار او د اسرائیلو د متحده پاچاهۍ په پلازمېنه بدل شو. د ساموئیل د کتابونو له مخې یبوسیان په دې بریالي شول چې بني اسرائیلو د ښار د ولکه کولو لپاره مقاومت وکړي او د پاچا داوود د واکمنۍ پر مهال یې پر دغه ډول هڅو ملنډې وهلې او ادعا یې کوله چې ان ړانده او ګوډ هم د اسرائیل پوځ ته ماته ورکول شي. له دې سره د ساموئیل کتابونو لپاره د ماسورتیک متنونه دا تشرېح کوي چې داوود په پټ ډول د ښار په ولکه کولو کې بریالی شو، خپل پوځیان یې د «اوبو د یو څاه» له لارې واستول او د ښار له داخل څخه يې پر ښار برید وکړ. اوس لرغونپوهان دا د منلو وړ نه بولي ځکه د ګیهون چینه – یوازیني پېژندل شوی ځای دی چې له هغې څخه د اوبو څاه ګان په ښار کې پای ته رسېږي- چې اوس دا درک شوې چې هغه په سخت ډول دفاع شوې وه (له دې امله د برید لور پټ نه بلکې ښکاره و). که څه هم د سپتواګینتا (د تورات ۷۰ګونې نسخه) پخوانی متن ښيي چې هغوی یبوسیان د تورې په زور مات کړل نه د هغه تونلونو له لارې چې له ګیهون چینې څخه راتلل. د انجیل د نورو روایتونو پر اساس په بیت المقدس کې د ارونه په نوم یو بل پاچا و چې په احتمالي ډول د داوود لهخوا د ښار تر کنترول مخکې د بیت المقدس یبوسي پاچا و. د انجیل د روایت پر اساس ښار د افل د لوړې سیمې پر سر موقعیت درلود چې داوود په واسطه يې سویل لور ته پراختیا ومونده او د اسرائیلو پاچاهۍ د پلازېینې په توګه اعلان شو. د سموئیل کتابونو پر اساس داوود هم د یو څپر په ځای چې له ارونه څخه یې اخیستي و محراب جوړ کړ؛ یوه برخه انجیل پوهان دا داستان د لیکوال له خوا مخکې موجود سپېڅلي ځای ته د اسرائیلي بنسټ د ورکولو هڅه بولي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
وروسته د انجیل له روایت سره سم پاچا سلیمان د سلیمان د معبد په نوم په هغه ځای کې یو ډېر اساسي معبد جوړ کړ چې د تاریخ په کتاب کې له داوودي محراب سره برابر دی. په نهایت کې معبد په سیمه کې په یو ستر فرهنګي مرکز بدل شو، په ځانګړې توګه د حزقیا او یوشیا اصلاحاتو په څېر مذهبي سمونو وروسته د بیت المقدس معبد د شیلو او بیت ئیل په څېر پخوانیو ځواکمنو مذهبي مرکزونو په لګښت د عبادت په اصلي ځای بدل شو. که څه هم K. L. Noll د کنعان او اسرائیل په لرغوني وخت کې په نوم د دین او تاریخ درسي کتاب کې په بیت المقدس کې د عبادت د تمرکز په اړه د انجیل روایت يوه خيالي کیسه بولي، که څه هم د یوشیا په وخت کې هغه خاوره ډېره کوچنۍ وه چې هغه پرې واکمني کوله او د بیت المقدس معبد د یوازیني پاتې شوي زیارت په توګه دیفاکتو شو. همدارنګه ویل کېږي چې سلیمان په بیت المقدس کې د ماڼۍ او میلو/دفاعي کلا (پر پېژندګلوۍ یې تر یوه حده بحث دی) څو نورې مهمې ودانۍ جوړې کړې دي. لرغونپوهان په دې تړاو چې ایا د کیندنو شواهد د انجیل له روایتونو څخه ملاتړ کوي که نه سره اختلاف لري. ایلات مزار داسې ادعا کوي چې د همهغې سمې مهالنۍ دورې اړوند د هغې شویو کېندنو د سترو ډبریزو ودانیو پاتېشوني رابرسېره کړي په داسې حال کې چې د اسرئیلي لرغونپوه فینکلسټین د موندنو تفسیر او نېټې دواړه سره په ټکر کې دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې سمول
- ↑ "Do We Divide the Holiest Holy City?". Moment Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسينېټه ۰۵ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة). According to Eric H. Cline's tally in Jerusalem Besieged. - ↑ "What is the oldest city in the world?". The Guardian. 16 February 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Azmi Bishara. "A brief note on Jerusalem". د اصلي آرشيف څخه پر 5 دسمبر 2010 باندې. د لاسرسينېټه 22 سيپټمبر 2010. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Eric H. Cline. "How Jews and Arabs Use (and Misuse) the History of Jerusalem to Score Points". د لاسرسينېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Eli E. Hertz. "One Nation's Capital Throughout History" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسينېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Slavik, Diane. 2001. Cities through Time: Daily Life in Ancient and Modern Jerusalem. Geneva, Illinois: Runestone Press, p. 60. کينډۍ:ISBN
- ↑ Mazar, Benjamin. 1975. The Mountain of the Lord. Garden City, New York: Doubleday & Company, Inc., p. 45. کينډۍ:ISBN
- ↑ (په 7 September 2009 باندې). 'Massive' ancient wall uncovered in Jerusalem. CNN
- ↑ Donald B. Redford, Egypt, Canaan, and Israel in Ancient Times, Princeton University Press, 1992 pp. 268, 270.
- ↑ Slavik, Diane. 2001. Cities through Time: Daily Life in Ancient and Modern Jerusalem. Geneva, Illinois: Runestone Press, p. 60. کينډۍ:ISBN
- ↑ 2 Samuel 24:23, which literally has "Araunah the King gave to the King [David]".
- ↑ Biblical Archaeology Review, Reading David in Genesis, Gary A. Rendsburg.
- ↑ Peake's commentary on the Bible.
- ↑ Rainbow, Jesse. "From Creation to Babel: Studies in Genesis 1–11" (PDF). RBL. د لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه] - ↑ Asaf Shtull-Trauring (په 6 May 2011 باندې). The Keys to the Kingdom.
- ↑ Amihai Mazar (2010). "Archaeology and the Biblical Narrative: The Case of the United Monarchy". In Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann (المحرر). One God, One Cult, One Nation (PDF). De Gruyter. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ نومبر ۲۰۱۰ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Israel Finkelstein (2010). "A Great United Monarchy?". In Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann (المحرر). One God, One Cult, One Nation (PDF). De Gruyter. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 28 سيپټمبر 2013 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)