د بيت المقدس پاچاهي


د بيت المقدس پاچاهي په رسمي ډول د بيت المقدس د لاتيني پاچاهۍ يا د فلسطين د فرنګي پاچاهۍ په توګه پېژندل کېږي، چې په ۱۰۹۹ ز کال کې له لومړۍ صليبي جګړې څخه وروسته د بويلون د ګوډفري “Godfrey of Bouillon” له لورې سويلي مشرق يا ختيځ کې رامنځته شوی صليبي دولت و. دې پاچاهۍ له ۱۰۹۹ ز کال څخه د ۱۲۹۱ زکال تر هغې وخته پورې نږدې دوه سوه کالونه دوام وکړ، چې د ايکر “Acre” په نوم وروستی پاتې ملکيت يې د مملوکيانو له لورې ړنګ شو. د يادې پاچاهۍ تاريخ په دوه بېلو دورو وېشل شوی دی: [۱]

د بيت المقدس لومړۍ پاچاهي “First Kingdom of Jerusalem” مخکې له دې چې د صلاح الدين له لورې په بشپړ ډول نسکوره شي، له ۱۰۹۹ څخه تر ۱۱۸۷ز کال پورې يې دوام وکړ. له درېيمې صليبې جګړې څخه وروسته په ۱۱۹۲ ز کال کې ياده پاچاهي يو ځل بيا جوړه شوه او په ۱۲۹۱ زکال کې د ښار تر ويجاړېدنې پورې يې دوام وکړ. دې دويمې پاچاهۍ ته ځيني وختونه د بيت المقدس دويمه پاچاهي “Second Kingdom of Jerusalem” يا د خپلې پلازمېنې په وياړ د ايکر پاچاهي “Kingdom of Acre” وايي. ايکر د شپږمې صليبي جګړې پر مهال د هوهينستاوفين د دويم فريدريک له لورې له ايوبيانو څخه د ديپلوماسۍ له لارې د بيت المقدس ښار له بېرته نيولو څخه ورویسته له دوه لسيزو پرته د پاچاهۍ پلازمېنه پاتې شو.

د صليبيانو هغه پراخه ډېره کي چې د بيت المقدس پاچاهي يې رامنځته او ودانه کړه، د هغو زړورو او سرتېرو په شان د فرانسې له پاچاهۍ څخه وو، چې د پاچاهۍ د شتون دوه سوه کلنه موده کې يې د ملاتړ د ثابت بهير لويه برخه جوړه کړه. د پاچاهۍ واکمنان او ممتازه پرګنه د همدې له امله له فرانسوي اصل څخه وو. فرانسوي صليبيانو هم د ختيځ ځمکې يا مشرق ته فرانسوی ژبه راوړله او پّ دې ډول يې لرغونې فرانسوي د صليبي دولتونو فرانسوي ژبه “Lingua franca” جوړه کړه. [۲][۳][۴]

ځايي مسلمانانو او عيسويانو له ښار څخه د باندې سيمو کې د نفوس ډېره کۍ برخه جوړه کړه، مګر اروپايي او په ځانګړي ډول فرانسوي او ايټالوي استعمارچيان هم په کليو کې استوګن شول. د ګنيو د سيمه ييزو کښتونو پر بنسټ د بورې چاڼولو يو مهم صنعت ته وده وکړه. [۵][۶]

جغرافيوي پولې سمول

په لومړيو کې پاچاهي د لومړۍ صليبي جګړې پر مهال د نيول شویو ښارګوټو او ښارونو د ناتړلې ټولګې په پرتله يو څه زياته وه، مګر د ۱۲ پېړۍ په نيمايي کې د خپل لوړوالي پر مهال يې د نني اسرائيل او فلسطين سيمې او د لبنان سويلي برخې راونغاړلې. ياده پاچاهي له مديترانې سمندرګي څخه د ځمکې په يوه نرۍ تړانګه کې شمال کې له بيروت څخه سويل کې سينای دښتې “Sinai Desert” پورې، ختيځ کې نني اردن او سوريې او لويديځ لور ته د فاطمي مصر پر لور وغځېده. د ادسا ولايت “County of Edessa” (۱۰۹۷ – ۱۱۴۴ز کال)، د انطاکيه پاچاهي يا د شهزاده تر لاس لاندې سيمه “Principality of Antioch” (۱۰۹۸ – ۱۲۶۸ز کال) او د طرابلس ولايت “County of Tripoli” (۱۱۰۹ – ۱۲۸۹ز کال) په نومونو درې نور صليبي دولتونه هم د لومړۍ صليبي جګړې پر مهال او ورڅخه وروسته رامنځته شول، چې زيات شمال لور ته پراته دي. په داسې حال کې چې نوموړي درې واړه دولتونه خپلواک وو، مګر په بيت المقدس پورې نږدې تړلي وو. د دوی تر شا شمال او لويديځ کې د ارمنيايي سيليسيا “Armenian Celicia” او د ختيځ روم سترواکي پراته دي، چې بيت المقدس ورسره په ۱۲ پېړۍ کې نږدې اړيکې درلودې. يو څه زيات ختيځ لور ته بېلابېل اسلامي امارتونه پراته وو، چې په پای کې بغداد کې له عباسي خليفه سره يو ځای شوي وو. د لوسيګنان پاچا ايميري “Aimery of Lusignan” (۱۱۹۷ – ۱۲۰۵ز کال) پر پاچاهۍ باندې واکمني وکړه او د درېيمې صليبي جګړې پر مهال د قبرس پاچا په نوم يو بل صليبي دولت هم جوړ شو. له طرابلس، انطاکيې او ارمنستان سره کورنۍ اړيکې هم ټينګې شوې. پاچاهۍ باندې لږه موده وروسته په زياتېدونکي ډول د وينايس او جنوا ايټالوي ښاري دولتونو واکمني وکړه. د مقدس روم سترواک دويم فريدريک (چې له ۱۲۲۰ز – ۱۲۵۰ز کال پورې يې پاچاهي وکړه) صليبي دولت کې لويې هيلې درلودې او د واده له مخې يې د پاچاهۍ دوه کوله، مګر شتون يې د پاچاهۍ د اشرافيت په منځ کې د کورنۍ جګړې (۱۲۲۸ – ۱۲۴۳زکال) لامل شو. د بيت المقدس پاچاهي سياست کې د برمته او مصر کې د ايوبي او مملوک کورنيو د جګړې او همدا راز د خوارزمي او مغولي بريدګرو په پرتله يو څه زياته [پراخه] شوه. د يو څه کوچنۍ پاچاهۍ په توګه يې د اروپا لږ مالي او فوځي ملاتړ تر لاسه کړ؛ د يو شمېر کوچنيو سفرونه تر څنګ اروپايانو په عمومي ډول په ښکاره د لامل بايللو لپاره ختيځ ته د ګران بيه سفر تر سره کولو ناخوښي ثابته کړه. مملوک پاچاهانو بايبرس (چې له ۱۲۶۰-۱۲۷۷ز کال پورې يې پاچاهي وکړه) او الاشرف خليل (چې له ۱۲۹۰-۱۲۹۳ز کال پورې يې پاچاهي وکړه) په پای کې ټول پاتې صليبي سنګرونه ونيول او په ۱۲۹۱ز کال کې د ايکر په ويجاړولو سره د رتبې لوړو پوړيو ته پورته شول.

خلک سمول

پاچاهي په توکميز، مذهبي او ژبني ډول متنوع وه، که څه هم په خپله صليبيان او د هغوی اولادونه ممتاز کاتوليک لږه کي وو. دوی په لويديځه اروپا کې له خپلو ټاټوبو څخه زيات دودونه او بنسټونه راوړل او د پاچاهۍ د ستون په موده کې يې له لويديځ سره نږدې کورنۍ او سياسي اړيکې وې. پاچاهۍ د ختيځ ځانګړتياوې هم په ميراث وېوړې، چې له خپل شتون څخه د وړاندې دودونو او وګړو له لورې اغېزمن شوي وو. د پاچاهۍ ډېره کي اوسېدونکي اصلي عيسويان، په ځانګړي ډول يونانيان او د سوريايي ارتودوکس او همدا راز شيعه او سني مسلمانان وو. اصلي عيسويان او مسلمانان چې ګوښه کړای شوی ټيټ ټولګی يا پوړ و، د يوناني او عربي ويلو هڅه کوله، په داسې حال کې چې د فرانسې اصلي صليبيانو فرانسوي خبرې کولې. پاچاهۍ کې لږ شمېر يهوديان او سامریان هم وو.

د توديلا د بنجامين “Benjamin of Tudela” په وينا چې نږدې ۱۱۷۰ ز کال کې يې ټوله پاچاهۍ کې سفر وکړ، نابلس کې ۱۰۰۰ تنه، قیصريه کې ۲۰۰ تنه او اسکالون کې ۳۰۰ تنه سامريان وو. دا له معاصرې توليدا “Tolidah” راهيسې د ۱۵۰۰ سومريايي نفوس لپاره يو څه ټيټ بريد برابروي؛ يو سومريايي تاريخ ليکونکی په غزه او ايکر کې هم د ځينو سومريايي ټولنو يادونه کوي. د توديلا بنجامين پاچاهۍ کې د څوارلس ښارونو ټول يهودي نفوس ۱۲۰۰ تنه اټکل کړ، چې دا کچه ښايي د وخت سومريايي نفوس د تاريخ د يوازيني وخت لپاره د يهوديانو په پرتله يو څه زيات جوړوي. [۷]

تاريخچه سمول

لومړۍ صليبي جګړه په ۱۰۹۵ز کال کې د پاپ يوربان “Pope Urban” له لورې د کليرمونټ شورا “Council of Clermont” کې تبليغ شوه، چې موخه يې د سلجوقي ترکانو د بريدونو پر وړاندې د ختيځ روم له سترواکۍ سره مرسته وه. که څه هم اصلي موخه په چټکۍ سره د مقدسې خاورې “Holy Land” واک شو. د ختيځ روم اوسېدونکې د اناتوليا او سوريه د واک له امله په پرله پسې ډول له سلجوقيانو او نورو ترکي کورنيو سره جګړه کې وو. سني مذهبه سلجوقيانو پخوا د سلوق سترې سترواکې “Great Seljuk Empire” باندې واکمني کړې وه، مګر دا سترواکي به ۱۰۹۲ زکال کې د لومړي مالک شاه له مړينې څخه وروسته په بېلابېلو کوچنيو دولتونو وېشل شوې وه. د مالک شاه پر ځای د اناتوليا د رم سلطنت لومړی کيليج ارسلان “Kilij Arslan I” کېناست او سوريه کې يې ورور لومړی تيوتش “Tutush I”  ځايناستی شو، چې په ۱۰۹۵ز کال کې مړ شو. د تيوتش زامن فخرالمالک رضوان او دوقق په ترتيب سره حلب او دمشق ښارونه په ميراث وېوړل او سوريه د يو بل مخالفو اميرانو او همدا راز د موصل د اتابيګ کربوغه “Kerbogha” پّ منځ کې ووېشل شوه. د اناتوليايي او سوريايي اميرانو په منځ کې دې نه يووالي صليبيانو ته د دې لاره هواره کړه، چې د بيت المقدس په لاره کې هر ډول فوځي مخالفت باندې بريالي شي. [۸]

سرچينې سمول

  1. Example (title of works): "Professor Benjamin Kedar". Resources for studying the crusades (په انګلیسي ژبه کي). Queen Mary University of London. Research output. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. 1994 (with Muhammad al-Hajjuj:) "Muslim Villagers of the Frankish Kingdom of Jerusalem: Some Demographic and Onomastic Data," in Itinéraires d'Orient. Hommages à Claude Cahen, ed Raoul Curiel and Rika Gyselen [=Res Orientales, vol 6], (Bures-sur-Yvette, 1994), pp 145-56 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Arteaga, Deborah L. (2012-11-02). Research on Old French: The State of the Art (په انګلیسي ژبه کي). Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 206. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789400747685. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jean-Benoit Nadeau; Julie Barlow (8 January 2008). The Story of French. St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 34–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4299-3240-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Jerusalem in the Crusader Period". Bar-Ilan University. Ingeborg Rennert Center for Jerusalem Studies. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Benjamin Z. Kedar, "The Subjected Muslims of the Frankish Levant", in Muslims Under Latin Rule, 1100–1300, ed. James M. Powell, Princeton University Press, 1990, pg. 148; reprinted in The Crusades: The Essential Readings, ed. Thomas F. Madden, Blackwell, 2002, pg. 244. Kedar quotes his numbers from Joshua Prawer, Histoire du royaume latin de Jérusalem, tr. G. Nahon, Paris, 1969, vol. 1, pp. 498, 568–72.
  6. Verlinben 1970, pp. 19–21
  7. Benjamin Z. Kedar, "Samaritan History: The Frankish Period", in Alan David Crown (ed.), The Samaritans (Tübingen: J. C. B. Mohr, 1989), pp. 82–94.
  8. Holt 1989, pp. 11, 14–15.