د بيالوژيکي ژوند دوران

په بيالوژي کې، د بيالوژيکي ژوند دوران (يا يواځې د ژوند دوران او يا هم د ژوند دوران په هغه حال کې چې بيالوژيکي اړخ يې روښانه وي) د بدلونونو يوه لړۍ ده چې يو ژوندی موجود ورڅخه تېرېږي او د پيل حالت ته بېرته راستنېږي. دا تصور د ژوند له تاريخ، ودې او د ودې له تاریخ سره ډېره نژدې اړيکه لري، خو له دوی څخه ځکه توپير لري چې دا په نويتابه ترکيز لري. د بڼې په بدلون کې کېدای شي وده، غیر جنسي بيا توليد يا جنسي بيا توليد شامل وي.[۱]

په ځينو ژونديو موجوداتو کې، د ژوند د دوران په اوږدو کې د انواعو جلا جلا «نسلونه» يو د بل ځای نيسي. د بوټو او ډېرو اوبړيو لپاره دوه ګڼ حجروي پړاوونه شته او د ژوند دوران ته د نسلونو د بديل په توګه اشاره کېږي. د ژوند تاريخ اصطلاح، ډېر ځله په ځانګړي ډول د سرو اوبړيو په څېر ژونديو موجوداتو لپاره کارول کېږي، کوم چې درې ګڼ حجروي پړاوونه لري (يا له دې زيات) نه دا چې دوه.[۲]

د ژوند دوران په کوم کې چې جنسي بيا توليد شامل وي، په دې کې د هاپلوايډ (n) او ډيپلوايډ (2n) پړاوونه ښکېل وي، دا معنا چې د «پلوايډي» بدلون په کې ښکېل وي. د دې لپاره چې د «ډيپلوايډ» له پړاو څخه «هاپلوايډ» پړاو ته وګرځي، «مايوسيس» بايد تر سره شي. د «پلويدي» د بدلونونو په اړوند، د دوران درې بڼې شته چې په لاندې ډول دي:

  • د ژوند هاپلونيټيکي دوران – د هاپلوايډ پړاو ګڼ حجروي دی او د ډيپلوايډ مرحله یې يوه حجروي ده، مايوسيس زايګوټي دی.
  • د ژوند ډيپلونيکي دوران – ډيپلوايډ پړاو ګڼ حجروي دی او هاپلوايډ ګاميټونه جوړېږي، مايوسيس ګاميټي دی.
  • د ژوند هاپلوډيپلونيکي دوران (چې د ژوند د diplohaplontic, diplobiontic يا dibiontic دوران په نوم هم ورته اشاره کېږي) – ګڼ حجروي ډيپلوايډ او هاپلوايډ پړاونه يې منځ ته راځي، مايوسيس يې «سپوريک»  دی.

دورانيې هغه مهال توپير مومي، کله چې مايټوسيس (وده) منځ ته راځي. زايګوټيک مايوسيس او ګاميټي مايوسيس یو ميټوټي (د حجرې د وېش او نويو حجرو جوړېدو) پړاو لري چې دا دی: مايټوسيس په زيګوټيکي مايوسيس کې د n مرحلې پر مهال واقع کېږي او په ګاميټيکي مايوسيس کې د 2n مرحلې پر مهال منځ ته راځي. په همدې بنسټ زيګوټي او ګاميټي مايوسيس ته په شریکه سره «هاپلوبيونيټيک» نوم ورکول شوی دی (يو ميټوټي مرحله، چې بايد له هاپلونټيک سره ګډوډ نه کړای شي). له بلې خوا سپوريک مايوسيس په دوو مراحلو کې مايټوسيس لري، دواړو ډيپلوايډ او هاپلوايډ مراحلو ته يې د «ډيپلوبونيټيک» اصطلاح کارول کېږي (چې بايد له ډيپلونيټيک سره ګډوډ نه کړای شي).

موندنهسمول

ډېرو نباتات پېژندونکو او ژوپېژندونکو په ژونديو موجوداتو کې د بيا توليد او ودې په هکله څېړنې کړې دي.

«ويلهيلم هوفميسټر» څرګنده کړې ده چې د نسلونو بدلون يو داسې خاصيت دی، کوم چې بوټي سره يو ځای کوي او دا پايله يې په ۱۸۵۱ز کال کې خپره کړې وه (وګورئ د بوټو جنسیت پالنه).

ځينې اصطلاحات (هاپلوبيونټ او ډيپلوبيونټ) چې د ژوند د دوران د تشرېح لپاره کار ځينې اخستل کېده، په لومړي سر کې د «نيلس سويډيليوس» له خوا د اوبړيو لپاره وړانديز شوي وو او له هغې وروسته د نورو ژونديو موجوداتو لپاره هم وکارول شول. نور اصطلاحات (اټوګيمي او ګام اونټوګيمی) چې د ژوند په «پروټيسټ» دوران کې کارول کېدل، د «کارل ګوټليب ګريل» له خوا متعارف شوي دي. د بېلا بېلو ژونديو موجوداتو د ژوند پېچلي دورانونو تشرېح په ۱۸۴۰ز او ۱۸۵۰ز کلونو کې د خپلسري نسل د اندونو په باطلولو کې مرسته وکړه.[۳][۴][۵][۶]

هیپولونتیک ژوند دورانسمول

«زايګوټيک» مايوسيس له «کاريوګيمي» څخه سملاسي وروسته یو زایګوټ مايوسيس دی، کوم چې د دوو حجرو له هستو سره يو ځای کېدل دي. په دې طريقې سره ژوندی موجود خپل ډيپلوايډ مرحله پای ته رسوي او ګڼ هاپلوايډ حجرې توليدوي. دا حجرې د ميټوټيک په طريقه سره وېشل کېږي، تر څو يا ستر، ګڼ حجروي افراد جوړ کړي، يا نورې هاپلوايډ حجرې جوړې کړي. له دې افرادو يا حجرو څخه د ګاميټونو دوه يو له بل سره متضادې بڼې (يعنې نارينه او ښځينه) يو له بل سره ګډېږي، تر څو يو زايګوټ جوړ کړي. 

په ټول دوران کې، زايګوټونه يواځيني ډيپلوايډ حجره ده؛ مايټوسيس يواځې په هاپلوايډ پړاو کې واقع کېږي.

د مايتوسيس د پايلې په توګه افراد يا حجرې هاپلونټس دي، په همدې ترتيب د ژوند دې دوران ته د ژوند هاپلانټيک دوران وايي. هاپلونټونه په لاندې ډول دي:

  • په ارچايپلاسټيډانونه: ځينې شنې اوبړۍ (لکه، Chlamydomonas, Zygnema, Chara).[۷]
  • په سترامينوپيلز کې: ځينې زرينې اوبړۍ.[۷]
  • په الويلاټونو کې: ډېری ډينوفلاجيليټونه، لکه سيراټيوم، ګايمنوډيوم، ځينې اپيکامپليکسانونه، (لکه پلازموډيم).[۸]
  • په ريهازارينونونو کې: ځينې ايوګلايفيډونه، اسيټوسپورينونه.[۹]
  • په ايکسکاويټونو کې: ځينې پاراباسالايډونه[۱۰]
  • په اموبوزونونو کې: ډيکټایوسټيليم[۱۱]
  • په اوپيستوکونټس کې: ډېری فونګي (ځينې کايټرايدونه، زايګومايکيټونه، ځينې اسکومایسيټونه، باسايومایکيټسونه).[۱۲]

د ژوند ډيپلونوټيک دوران (ډيپلوايډ هغه حجرې چې د کروموزومونو دوه بشپړې ټولګې لري).سمول

په ګاميټيکي مايوسيس کې، د هیپلوايډ حجرو د توليدولو لپاره په سملاسي ډول په ميوټيکي طريقې سره د وېشلو پر ځای، زايګوټ د يو ګڼ حجروي ډيپلومايډ فرد يا ډېرو يو حجروي ډيپلومايډ حجرو د يوې ډلې د پيدا کولو لپاره په مايوټيتيکي طريقې سره ويشل کېږي. له دې وروسته له ډيپلوايډ افرادو څخه حجرې د مايوسيس له جريان څخه تېرېږي، څو هاپلوايډ حجرې يا ګاميټونه توليد کړي. شونې ده چې هاپلوايډ حجرې یو ځل بیا ووېشل شي (د مايټيوسيس په مټ) تر څو نورې هاپلوايډ حجرې جوړې کړي، لکه په ډېرو اوبړۍ ته ورته موجوداتو کې، خو هاپلوايډ پړاو د ژوند د دوران تر ټولو غالب پړاو نه دی. په ډېرو ډپلونټونو کې مايټوسيس يواځې په ډيپلوايډ پړاو کې منځ ته راځي، په دې معنا چې ګامينټونه عموماً په چټکۍ سره جوړېږي او د ډيپلوايډ زايګوټونو د توليد لپاره سره يو ځای کېږي.

په ټول دوران کې ګامينټونه يواځیني هاپلوايډ حجرې دي او عموماً مايټوسيس په ډيپلوايډ پړاو کې منځ ته راځي.

ډيپلوايډ ګڼ حجروي فرد يو ډيپلونټ دی، په همدې بنسټ يو ګاميټي مايوسيس ته همدا راز د ژوند ډيپلونټيکي دوران هم ويل کېږي. ډيپلونټونه په لاندې ډول دي:

  • په ارکاپلاسټيډانونو کې: ځينې شنې اوبړۍ (لکه Cladophora glomerata, Acetabularia)[۱۳][۱۴]
  • په سټرامنوپيلونو کې: ځينې نصواري رنګه اوبړۍ (خو په سختۍ سره د فالکونونو د زوند دوران په سختۍ سره د هيترومورفيک-ډيپلوهاپلونټيک په توګه هم تعبيريدای شي، په کوم کې چې د ډېر کم ګیموفايټ پړاو سره يو ځای، لکه په ګل لرونکو بوټو کې)، ځينې زانټوفيتونه (لکه Vaucheria)، ډيری ډايټمس، ځينې oomycetes (لکه Saprolegnia, Plasmopara viticola)، اوپالينونه، ځينې «هليوزوينونه» (لکه Actinophrys, Actinosphaerium)[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
  • په الويلونو کې: پشم لرونکي.[۲۰]
  • په ايکساويټونو کې: يو شمېر پاراباساليدونه.[۲۰]
  • په اپيستوکونتونو کې: ژوي، ځينې فونګي (لکه ځينې اسکوميسټونه).[۲۱]

د ژوند هاپلوډيپلونټيک دورانسمول

په سپوري مايوسيس کې (کوم چې عموماً د منځنۍ طبقې د مايوسيس په نوم هم پېژندل کېږی)، زيګوټ په ميټوټي طريقې سره وېشل کېږي، څو ګڼ حجروي ډیپلوايډ سپوريفايډ توليد کړي. سپوروفايټ بيا د مايوسيس له لارې سپورونه (باکتريا يا کوچني موجودات) توليدوي، کوم چې بيا په خپل وار سره په ميټوټي طريقې سره وېشل کېږي، څو هاپلوايډ افراد توليد کړي، کومو ته چې ګاميټوفايټونه ويل کېږي. ګاميټوفايټونه د مايټوسيسس له لارې ګاميټونه توليدوي. په ځينو بوټو کې ګاميټوفايټونه يواځې د کوچنۍ اندازې نه وي، بلکې ژوند يې هم لنډ وي؛ په ځينو نورو بوټو او اوبړيو کې، ګاميټوفايټ د ژوند د دوران «پياوړی/غالب» پړاو دی.

هاپلوډيپلونټونه دا دي:

  • په ارکاپلاسټيډانونو: سره اوبړۍ (کوم چې دوه سپوروفايټ نسلونه لري)، ځينې شنې اوبړۍ (لکه اولوا)، د ځمکې بوټي.[۲۲]
  • په سټرامينوفيلونو کې: ډيری نصواري رنګه اوبړۍ.[۲۳]
  • په ريزاريانونو کې: ډيری فورامينفيرانونه، پلاسموډيوفوروميسټونه.[۲۴]
  • په اميبوزاواونو کې: ميکسوګاسټريدونوه.
  • په اپيسټوکونټونو کې: ځینې فونګي (يو شمېر کيټريدونه، ځينې اسکوميسټونه، لکه اوبه توليدونکې اوبړۍ).
  • نور يوکاريوټونه: هاپټوفيتونه.[۲۵]

ځينې ژوي د جنس د ټاکلو نظام لري چې هاپلوډيپلوايډ بلل کېږي، خو دا د ژوند له هاپلوايډپلونټيکي دوران سره اړيکه نه لري.

نباتاتي مايوسيسسمول

ځينې سرې اوبړۍ (لکه Bonnemaisonia او Lemanea) او ځينې شنې اوبړۍ (لکه Prasiola) نباتاتي مايوسيس لري، کوم چې سوماټيک مايوسيس هم بلل کېږي، کومه چې یوه کم موندل کېدونکې ښکارنده ده. شونې ده چې نباتاتي مايوسيس د ژوند په هاپلوډيپلونټيکي او همدا راز دیپلونټيک دورانونو کې منځ ته راشي. ګاميټوفايټونه له سپوروفايټ يا د هغې تر يوې برخې پورې نښتي پاتې کيږي. نباتاتي (هغه چې بيا توليدي نه وي) ډيپلوايډ حجري د مايوسيس تر چارې لاندې تېرېږي او په دې ډول نباتاتي هاپلوايډ حجرې پیدا کوي. دا د ډېرو مايټوسيس څخه تېرېږي او بيا ګاميټونه توليدوي.[۲۶][۲۷]

یوه جلا ښکارنده چې نباتاتي ډيپلوايډازيشن یې بولي، کوم چې د اپوميسيس يوه بڼه ده، په ځينو نصواري رنګه اوبړيو کې واقع کېږي (د بېلګې په ډول: Elachista stellaris). د بوټي په يو هاپلوايډ برخه کې حجرې په يو وخت کې د خپلو کروموزومونو نقل جوړوي، څو ډیپلوايډ نسجونه پیدا کړي.[۲۸]

سرچينېسمول

  1. Bell, Graham; Koufopanou, Vassiliki (1991). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Architecture of the Life Cycle in Small Organisms"]. Philosophical Transactions: Biological Sciences 332 (1262): 81–89. doi:10.1098/rstb.1991.0035. Bibcode1991RSPTB.332...81B. 
  2. Dixon, P.S. 1973. Biology of the Rhodophyta. Oliver & Boyd. کينډۍ:ISBNکينډۍ:Pn
  3. C. Skottsberg (1961), "Nils Eberhard Svedelius. 1873-1960", Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society, 7: 294–312, doi:10.1098/rsbm.1961.0023 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Svedelius, N. 1931. Nuclear Phases and Alternation in the Rhodophyceae. In: Beihefte zum Botanischen Centralblatt. Band 48/1: 38-59.
  5. Margulis, L (6 February 1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Archaeal-eubacterial mergers in the origin of Eukarya: phylogenetic classification of life."]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 93 (3): 1071–1076. doi:10.1073/pnas.93.3.1071. PMID 8577716. Bibcode1996PNAS...93.1071M. 
  6. Moselio Schaechter (2009). Encyclopedia of Microbiology. Academic Press. Volume 4, p. 85.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  8. Sinden, R. E.; Hartley, R. H. (November 1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Identification of the Meiotic Division of Malarial Parasites"]. The Journal of Protozoology 32 (4): 742–744. doi:10.1111/j.1550-7408.1985.tb03113.x. PMID 3906103. 
  9. Lahr, Daniel J. G.; Parfrey, Laura Wegener; Mitchell, Edward A. D.; Katz, Laura A.; Lara, Enrique (22 July 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The chastity of amoebae: re-evaluating evidence for sex in amoeboid organisms"]. Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences 278 (1715): 2081–2090. doi:10.1098/rspb.2011.0289. PMID 21429931. 
  10. Ruppert, Edward E.; Fox, Richard S.; Barnes, Robert D. (2004). Invertebrate Zoology: A Functional Evolutionary Approach. Thomson-Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  12. van den Hoek، Mann او Jahns 1995، ص. 15.
  13. O. P. Sharma. Textbook of Algae, p. 189
  14. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  15. Ruppert, Edward E.; Fox, Richard S.; Barnes, Robert D. (2004). Invertebrate Zoology: A Functional Evolutionary Approach. Thomson-Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bell, Graham (1988). Sex and Death in Protozoa: The History of Obsession. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-36141-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  18. van den Hoek، Mann او Jahns 1995، ص. 124.
  19. van den Hoek، Mann او Jahns 1995، ص. 207.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Ruppert, Edward E.; Fox, Richard S.; Barnes, Robert D. (2004). Invertebrate Zoology: A Functional Evolutionary Approach. Thomson-Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  22. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  23. Díaz González, T.E., C. Fernandez-Carvajal Alvarez & J.A. Fernández Prieto. (2004). Curso de Botánica. Gijón: Trea. Online material: Botánica: Ciclos biológicos de vegetales (Vegetal life cycles, in Spanish). Departamento de Biología de Organismos y Sistemas, Universidad de Oviedo.
  24. Ruppert, Edward E.; Fox, Richard S.; Barnes, Robert D. (2004). Invertebrate Zoology: A Functional Evolutionary Approach. Thomson-Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ruppert, Edward E.; Fox, Richard S.; Barnes, Robert D. (2004). Invertebrate Zoology: A Functional Evolutionary Approach. Thomson-Brooks/Cole. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-025982-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Salvador Soler, Noemi; Gómez Garreta, Amelia; Antonia Ribera Siguan, M. (August 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Somatic meiosis in the life history of Bonnemaisonia asparagoides and Bonnemaisonia clavata (Bonnemaisoniales, Rhodophyta) from the Iberian peninsula"]. European Journal of Phycology 44 (3): 381–393. doi:10.1080/09670260902780782. 
  27. van den Hoek، Mann او Jahns 1995، ص. 82.
  28. Lewis, Raymond J. (January 1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chromosomes of the brown algae"]. Phycologia 35 (1): 19–40. doi:10.2216/i0031-8884-35-1-19.1.