د بيارغونې دوره


د بيارغونې دوره د امريکا د کورنۍ جګړې څخه مخکې (۱۸۶۵ – ۱۸۶۱ز کال) په امريکا کې يوه دوره وه، چې له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې يې دوام وکړ او په متحده ايالتونو کې يې د مدني حقونو په تاريخچه کې يو د پام وړ څپرکی پرانست. بيارغونې، لکه څرنګه چې د کانګرس له لوري يې لارښوونه وشوه، مرييتوب له منځه يووړ او په سويلي ايالتونو کې يې د Confederate بېلتون پاتې شوني پای ته ورسول. دې دورې نويو خپلواکه شويو مريي اتباعو ته په ظاهري ډول د سپين پوستو په شان مدني حقونه څرګند کړل، چې ياد حقونه د اساسي قانون د درې نويو سمونونو (ديارلسم، څوارلسم او پينځه لسم سمونونه) له مخې په خيالي ډول ډاډمن شول، چې په ډله ييز ډول د بيارغونې تعديلونو ( سمونونو) په نامه يادېږي. بيارغونه د کانګرس له لوري د ۱۱ پخوانيو Confederate ايالتونو د بڼې بدلولو عمومی هڅې ته هم ويل کېږي او د بڼې په ياد بدلون کې د يووالي (Union) ايالتونو ونډې ورګرځي.

د ولسمشر Abraham Lincoln له وژنې څخه وروسته مرستيال ولسمشر Andrew Johnson ولسمشري تر لاسه کړه. ولسمشر لينکلن د مرييتوب په مخالفت او د جنګ پر وړاندې مبارزه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشري وکړه. Andrew Johnson په سويل کې يو نامتو اتحادپال و، مګر ډېر ژر د پخواني Confederate لېوال او د خپلواکه شويو وګړو او د هغوی د سمونپال جمهوري غوښتونکو د متحدينو سرلاری سيال شو. د نوموړي اراده د پخوانيو غلامانو د حقونو او برخليکونو په اړه په پرېکړه کولو کې بېرته ګرځېدونکو سويلي ايالتونو ته د يو څه خپلواکه واک ورکول و. په داسې حال کې چې د خپلواک کړای شويو وګړو لپاره د بشپړې رايې کارونې به ګډون د Lincoln وروستۍ وينا د بيارغونې لپاره يو ستر لرليد په ډاګه کړ، Johnson او ديموکراتانو په نه منونکي ډول د هرو دې ډول موخو مخالفت وکړ.

د جانسن بيارغونې کړنلارې، په عمومي ډول د ۱۸۶۶ ز پارلماني ټاکنو پورې په سويل کې د تورپوستو پر وړاندې د ظالمانه بريدونو څخه يو کال وروسته په عمومي ډول خپرې شوې. په دې کې د می مياشتې د Memphis اړو دوړ او په جولای کې د New Orleans عام وژنه شاملېږي. د ۱۸۸۶ ز ټاکنو جمهوري غوښتونکو ته په کانګرس کې اکثريت ورکړ، چې د همدې ځواک په کارولو سره يې څوارلسم سمون (تعديل) تصويب کړ. کانګرس د برابرو حقونو خونديتوب فدرالي کړ او د سرکښو ايالتونو قانون جوړوونکې قوې يې منحل کړې، په ټول سويل کې يې د نوي ايالتي اساسي قوانينو د تصويب غوښتنه وکړه، چې د خپلواک کړای شويو مدني حقونه يې ډاډمن کړل. د استازو په مجلس کې سمونپال جمهوري غوښتونکو چې د پارلماني بيارغونې (Congressional Reconstruction) په اړه د جانسن مخالف له امله ناهيلي شوي وو، د استيضاح تورونو دوسيه يې ثبت کړه، چې دا چاره هم په سنا مجلس کې يوازې د يوې رايې په توپير سره بې پايلې شوه. د بيارغونې نويو ملي قوانينو په سويل کې زياتو سپين پوستو اجازه ليک ورکړ، چې په دې سره يې Ku Kluz klan راپورته کړ. Klan د Arkansas ايالت د کانګرس غړي James M. Hinds په ګډون د جمهوري غوښتونکي او سپين ويونکي خپلواکه شوي په ټوله پخوانۍ اتحاديه ( Confederacy) کې وډار کړل، ترور يې کړل او ويې وژل.

په نږدې ټولو پخوانيو متحدوايالتونو کې جمهوري غوښتونکي اتحاديې يا ائتلافونه ځواکمن شول او په سيده ډول يې د سويلې ټولنې بڼه بدله او تنظيمه کړه. د خپلواکانو ادارې (Freedmen’s Bureau) او د متحده ايالتونو پوځ دواړو د غلامۍ کار اقتصاد پر ځای د ازاد کار اقتصاد عملي کول په نښه کړل، چې د کورنۍ جګړې تر پايه پر ځای وو. يادې Bureau د خپلواک کړای شويو غلامانو قانوني حقونه خوندي کړل، د کارکوونکو هوکړې يې مبحث کړې او د ښوونځيو او کليساګانو شبکو رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه. د شمال په زرګونو اوسېدونکي د بيارغونې په ټولنيزو او اقتصادي خپرونو کې د خدمت کولو په موخه د مذهبي مشرانو، ښوونکو او سوداګرو په توګه سويل ته راغلل. «خورجين سوالګر» يوه استهزايي اصطلاح شوه، چې د بيارغونې پر هغو ملاتړ کوونکو باندې د بريد په موخه ترېنه ګټه واخيستل شوه، چې له شمال څخه سويل ته راغلي وو.

د جمهوري غوښتونکو د ۱۸۶۸ ز کال ټاکل شوي ولسمشر Ulysses S. Grant د پارلماني بيارغونې ملاتړ وکړ او د کانګرس له لوري د ورستيو تصويب شويو Enforcement Acts [د ځواکمنتيا قوانين] په واسطه په سويل کې د افريقايي الاصل امريکايانو خونديتوب پياوړی کړ. نوموړي یاد قوانين له Ku Klux Klan سره د مبارزې لپاره وکارول، چې لومړنی مسافرت يې په ۱۸۷۲ ز کال کې په اړين ډول پای ته رسېدلی و. د Grant سياستونه [کړنلارې] او ګومارنې د فدرالي يو ځای والي، برابرو حقونو، د تور پوستو ګډوالۍ او د ۱۸۷۵ ز کال مدني حقونو قانون ته د پرمختګ ورکولو په موخه جوړې شوې وې. سره له دې هم ګرنټ د جمهوري غوښتونکي ګوند په دننه کې د شمالي او سويلي جمهوري (وروستۍ ډله به د مخالف بيارغونکي له لوري د Scalawags يا بې ارزښته جمهوري غوښتونکي ګڼل کېږي) غوښتونکو تر منځ د کړکېچ سختوالي په حل کولو کې بې پايلې شو. په همدې وخت کې سپين پوستو ژغورونکو “Redeemers” او سويلي Bourbon ديموکراتانو په پياوړي ډول د بيارغونې مخالفت وکړ. [۱]

په پای کې په شمال کې د بيارغونې سياستونو د دوام لپاره ملاتړ کم شو. د ليبرال جمهوري غوښتونکو په نوم يوه نوې جمهوري غوښتونکې ډله راڅرګنده شوه، چې د بيارغونې پای ته رسول او د پوځ له منځه وړل يې غوښتل. په ۱۸۷۳ ز کال کې له يو ستر اقتصادي کړکېچ څخه وروسته ديموکراتانو په ۱۸۷۴ ز کال کې د استازو مجلس ته بېرته وروګرځېدل او واک يې تر لاسه کړ. دوی د نيواک (اشغال) د سملاسي پای غوښتنه وکړه. په ۱۸۷۷ ز کال کې د ۱۸۷۶ ز کال کړکېچنو ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته د ولسمشر په توګه د يوه جمهوري غوښتونکي د ټاکلو په موخه، فدرالي ځواکونه د پارلماني راکړې ورکړې د يوې برخې په توګه له درې ايالتونو (سويلي کارولينا، ليوزيانا او فلوريډا) څخه په شا شوي وو. دې د بيارغونې پای په نښه کړ.

بيارغونه د ځينو تاريخپوهانو له لوري له ۱۸۷۱ ز کال څخه مخکې د Ku Klux Klan د تاوتريخوالي له امله د زياتو خپلواکه شويو تورپوستو په خونديتوب کې د ناکامۍ، لوږې، ناروغتيا او مرګ او د Union [اتحاديې] سربازانو له لوري له پخوانيو غلامانو سره د نا انساني چلند په ګډون د زياتو نيمګړتياوو او ناکاميو لپاره يادښت شوې ده، په داسې حال کې چې د پخوانيو بادارانو [د غلامانو څښتنان] د غرامت وړانديز يې کاوه، مګر هغوی يې له پخوانيو غلامانو څخه منع کول. که څه هم بيارغونې بېرته وروستني حالت ته د فدرالي اتحاديې د ورګرځولو، په سيده ډول له جنګ څخه وروسته د سويل پر وړاندې د محدودو بدلو، تور پوستو لپاره د شتمنۍ مالکيت او د ملي تابعيت او وروستۍ حقوقي برابرۍ لپاره د يوه چارچوکاټ رامنځته کولو په ګډون څلور بنسټيزې برياوې لرلې. [۲]

د بیا رغونې دورې نېټه سمول

بيارغونه په بېلابېلو ايالتونو کې په بېلابېلو وختونو کې پيل او پای ته ورسېده. په عمومي ډول پوهان د فدرالي بيا رغونې پيل په ۱۸۶۰ ز لسيزه او پای د ۱۸۰۰ ز وروستي کلونه يادوي. له عمومي دود سره سمه د پيل نېټه ۱۸۶۵ ز کال يعنې هغه کال دی چې کورنۍ جګړه په کې پای ته ورسېده. تاريخپوه Eric Foner که څه هم د Reconstruction په سرليک خپل نامتو پايليک کې د سويل بيارغونی د پيل نېټه ۱۸۶۳ ز کال ګڼي، چې له غلامۍ څخه د آزادۍ اعلاميې، Port Royal Experiment او د کورنۍ جګړې پر مهال د بيارغونې سياستونو په تر ټولو ريښتيني مناظرو سره پيل شوه. ځيني نور تاريخپوهان د ۱۸۶۳ ز کال دا دوره بندي څاري. ۱۸۶۱ز کال هم د پيل نېټې په توګه ياد شوی دی، چې بيارغونه د پيل په توګه په Confederacy کې د Union له لوري د سيمې له نيولو سره سمه پيل شوه او په اړه يې لومړنۍ ليکنې او ويناوې او د بيارغونې سياستونو په لرلو سره تجربه لرله. د بيارغونې د پای نېټه په عمومي ډول ۱۸۷۷ ز کال يعنې هغه وخت دی، چې فدرالي حکومت په سويل کې مېشت وروستي ځواکونه د ۱۸۷۷ ز کال روغې جوړې د يوې برخې په توګه له يادې سيمې څخه بېرته وګرځول. که څه هم ځيني پوهان د وروستيو نېټو، لکه: ۱۸۹۰ زکال وړانديز کوي، دا هغه وخت و چې جمهوري غوښتونکي په کې د فدرالي ټاکنو د پيل (Federal Election Bill) په تصويب او د تور پوستو د رايې کارونې حقونو په خوندي کولو کې پاتې راغلل. [۳][۴]

سرچینې سمول

  1. Rodrigue, John C. (2001). Reconstruction in the Cane Fields: From Slavery to Free Labor in Louisiana's Sugar Parishes, 1862–1880. Louisiana State University Press. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-5263-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په September 27, 2020 باندې). What America owes: How reparations would look and who would pay. ABC News
  3. Stazak, Luke; Masur, Kate; Williams, Heather Andrea; Downs, Gregory P.; Glymph, Thavolia; Hahn, Steven; Foner, Eric (January 2015). "Eric Foner's 'Reconstruction' at Twenty-five". Journal of the Gilded Age and Progressive Era. 14 (1): 13–27. doi:10.1017/S1537781414000516. JSTOR 43903055. S2CID 162391933 – عبر JSTOR. Reconstruction is almost literally a landmark. It defines the territory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brundage, Fitzhugh (March 2017). "Reconstruction in the South". Journal of the Civil War Era. 7 (1). doi:10.1353/cwe.2017.0002. S2CID 159753820. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)