د بنګن هلډګارډ

د بنګن هیلډګارډ (شاوخوا د ۱۰۹۸ کال – د ۱۱۷۹ کال د سپټمبر ۱۷)، چې د سېنټ هیلډګارډ او د راین سیبیل په نوم هم پېژندل کېږي، د آلمان د بنډیکټین سر کشیش او بحرالعلوم یا جامع الکمالات وه، چې په لیکوالی، کمپوزر، فلسفه، تصوف، وړاند پالنې او د منځنۍ دورې په اوږدو کې د په طبي لیکوالۍ او تخصص کې فعاله ښځه وه. هغه په سپیڅلي مونوفوني کې یو له ډېرو مشهورو او همدارنګه په عصري تاریخ کې ترټولو ډېره مستند لیکوالانو څخه وه. پوهان یې په آلمان کې د ساینسي طبیعي تاریخ بنسټګره ګڼي.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د بنګن هلډګارډ
د بنګن هلډګارډ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه 17 سپټمبر 1179 (80–81 کاله)[۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت
دين کاتولیکه کلیسا [۴]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه لاتيني ژبه [۵]،  جرمني ژبه [۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۷][۸]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

هیلډګارډ د خپلې صومعې له لوري په ۱۱۳۶ کال کې مجسټرا ( ستره مور) وټاکل شوه. هغې په ۱۱۵۰ کال کې د روپرټسبرګ او په ۱۱۶۵ کال کې د ایبینګین صومعه رامنځته کړل. هیلدیګارډ د دیني علومو، نباتاتو او درملو په هلکه آثار او همدارنګه د عباداتو لپاره یې لیکونه، ترانې او متناوبې ترانې لیکلې. هغې شعرونه او د خپل لومړي اثر سیویاس (Scivias) په روپرټسبرګ نسخه کې یې په میناتوري تهذیب څارنه کوله. د ټولې منځنۍ دورې د هر بل کمپوزر په پرتله د هیلډګارډ له خوا زیاتې سندرې پاتې دي او هغه یوه له هغو څو پېژندل شویو کمپوزرانو څخه ده چې هم یې موسيقي او متن لیکلی دی. د هغې له آثارو څخه یو د اوردو ویرتوتم (Ordo Virtutum) دی، چې د ادبي ډرامې لومړنۍ بېلګه ده او احتمالا ترټولو پخوانۍ پاتې شوې اخلاقي ننداره ده. نوموړې د لینګوا اګنوتا (Lingua Ignota) په نوم د یوې مصنوعي ژبې د اختراع په پار پېژندل شوې ده.    [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

که څه هم  د رسمي تقدیس کېدو تاریخ یې پېچلی دی، خو د رومي کاتولیک کلیسا په سیمه ییزو جنتریو کې د پېړیو راهیسې سنت یاده شوې ده. د ۲۰۱۲ کال د می په ۱۰ پاپ شاړلسم بینیډیکټ د هیلډګارډ دودیز کلتور ټولې کاتولیک کلیسا ته د "معادل تقدیس" په نوم پروسه کې وغزاوه. پاپ د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۷ نوموړې د "هغې د ژوند د سپېڅلتیا او د ښوونې د اصالت" څخه د مننې په پار د کلیسا ډاکتره ونوموله.   [۱۷]

ژوندلیک

سمول

هیلډګارډ د ۱۰۹۸ کال شاوخوا کې زیږېدلې. مور او پلار د مرکسیم ناهیټ میچټیلډ او د برمرشایم هیلډبرټ وو، چې د سپونهیم د کاونټ میګین هارډ په خدمت کې د ټيټو اشرافو آزاده کورنۍ وه. هیلډګارډ چې له زېږون څخه ناروغه وه، په دودیز ډول د دوی ترټولو کوچنی او لسم ماشوم شمېرل کېږي، که څه هم یوازې د اوو مشرو وروڼو او خویندو اسناد موجود دي. هیلډګارډ په خپل ژوندلیک کې وايي چې له ډېر ټيټ عمر څخه یې خیالونه تجربه کړي.   [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

روحانیت

سمول

هیلډګارډ د روحانيت پوهاوی د خپل ماشومتوب له لومړنۍ ورځو راهیسې، ډېر مخکې له دې چې خپل عامه ماموریت یا حتی د رهبانیت خپلې لوړې ترسره کړي، د هغه څه پر بنسټ ؤ چې هغې د ژوندۍ رڼا انعکاس (umbra viventis Lucis)، باله. د ګیمبلوکس ګیبرټ ته د هغې لیک، چې هغې په ۷۷ کلنۍ کې ولیک، د دې رڼا په اړه خپله تجربه بیانوي:   

ما له ماشومتوب څخه مخکې له دې چې زما هډوکي، اعصاب او رګونه په بشپړ ډول پیاوړي شوي وي، تل په خپل روح کې حتی تر نن ورځې پورې چې زه له اویا کلنۍ څخه پورته یم، دا خیال لیدلی دی. په دې خیال کې زما روح، لکه څنګه چې خدای یې غواړي، د آسمان په ماڼۍ او بدلېدونکي آسمان ته پورته کېږي او ځان د بېلابېلو ملتونو په منځ کې خپروي، که څه هم دوی زما څخه په لرې پرتو سیمو او ځایونو کې دي. ځکه چې زه دوی په خپل روح کې په دې بڼه وینم، نو زه دوی د ورېځو او نورو مخلوقاتو د بدلون سره سم مشاهده کوم. زه د دوی غږ په خپلو ظاهري غوږونو نه اورم او نه یې د خپل زړه د افکارو یا زما د پنځو حواسو د ترکیب په واسطه پېژنم، بلکې یوازې په خپلې روح کې یې ګورم، پداسې حال کې چې زما بهرنۍ سترګې خلاصې دي. نو زه هېڅکله په خیالونو کې ډوب شوې نه یم ، مګر زه دوی شپه او ورځ په ویښه ګورم. زه دایماً په ناروغۍ اخته یم او زیاتره وختونه د درد ډېر شدت ما وژني، خو خدای تر اوسه ساتلې یم. هغه رڼا چې زه یې په دې توګه وینم فضايي نه ده، بلکې د ورېځې په پرتله چې لمر وړي، زیاته روښانه ده. زه په هغې کې نه قد، نه اوږدوالی او نه پلنوالی اندازه کولی شم؛ نو زه ورته "د ژوندۍ رڼا انعکاس" وایم.  لکه څنګه چې لمر، سپوږمۍ او ستوري په اوبو کې ښکاري، زما لپاره لیکنې، وعظونه، فضیلتونه او ځینې انساني کړنې زما لپاره جوړوي او روښانه کوي.   [۲۳]

روحاني ژوند

سمول

شاید د سیاسي موقعیت د تثبیت د یوه میتود په توګه د هیلډګارډ د خیالونو، یا د دواړه له وجهې د هغې مور او پلار په ډیسبوډنبرګ کې د بینډیکټین صومعه ته د فداکار په توګه وړاندیز کړ، چې په هغې وروستیو کې د پالاتیناټ ځنګل کې اصلاح شوی ؤ. په صومعه کې د هیلډګارډ د ښکېلتیا نېټه د بحث موضوع ده. د هغې سپېڅلی تاریخ بیانوي چې هغه اته کلنه وه چې جوتا یې ومنله، جوتا د سپونیم د کاونټ دوهم سټیفن لور وه او د هیلډګارډ څخه څه کم زیات شپږ کاله مشره وه. خو د جوتا د ښکېلتیا نېټه معلومه ده چې په ۱۱۱۲ کال کې وه، په دې وخت کې هیلډګارډ ۱۴ کلنه وه. د دوی قولونه د بامبرګ د د سرکشیش اوټو له لوري په ۱۱۱۲ کال کې د ټولو مقدسینو په ورځ ترلاسه شول. ځینې پوهان اټکل کوي چې هیلډګارډ په اته کلنۍ کې د جوتا تر پالنې باندې پرېښودل شوه او دا چې دوی دواړه شپږ کاله یو بل تر څنګ ښکېل شول.   [۲۴][۲۵][۲۶]

په هر حالت کې هیلډګارډ او جوتا په ډیسبوډنبرګ کې یوځای ښکېل وې او د ښځو د مخ پر ودې ټولنې بنسټ یې جوړ کړ، چې د راهبانو په صومعه پورې تړلي وه. جوتا هم یوه خیال پاله وه او په دې توګه یې زیاتره پیروان راجلب کړل چې په صومعه کې د هغې لیدو ته راتللې. هیلډګارډ موږ ته وایي چې جوټا ورته لوستل او لیکل زده کړل، خو دا چې هغه بېسواده وه او له همدې امله د هیلډګارډ د انجیل د غږیز تفسیر د تدریس توان یې نه درلود. د جوتا د ژوند لیکل شوي اسناد په ګوته کوي چې هیلډګارډ احتمالا د ترانو په لوستلو، په باغ کې په کار کې، په نورو لاسي کارونو او د ناروغانو په پالنه کې ورسره مرسته وکړه. دا ممکن هغه مهال وي چې هیلډګارډ د لس سیمیز رباب غږول زده کړل. ولمر چې یو دایمي لیدونکی ؤ، ممکن هیلډګارډ ته یې ساده ترانې نښانې ښوولې وي. هغه وخت یې چې د موسیقي زده کړه وکړه، ممکن د هغو کمپوزونو پیل وي چې وروسته یې رامنځته کړل.  [۲۷][۲۸][۲۹]

هیلډګارډ په ۱۱۳۶ کال کې د جوتا له مړینې وروسته د خپلو راهبانو له لوري د رایو په اتفاق د ټولنې منګېسترا وټاکل شو. د ډیسيبوډنبرګ د صومعې مشر کونو له هیلډګارډ څخه وغوښتل چې صومعې مشر شي چې د هغه تر واک لاندې به وي. که څه هم هیلډ ګارډ د خپل ځان او راهبانو لپاره ډېره آزادي غوښتله او د صومعې مشر کونو څخه یې وغوښتل چې اجازه ورکړي روپرتسبرګ ته لاړ شي. دا کار د ډبریز کمپلیکس څخه چې لنډمهاله استوګنځای ته ښه جوړ شوی ؤ، د بې وزلۍ په لور یو حرکت ؤ. کله چې د صومعې مشر د هیلډګارډ وړاندیز رد کړ، د هغه سر څخه تېر شو او د مینز لوی کشیش لومړي هنري تائید یې ترلاسه کړ. خو  کونو زړه نرم نشو، تر هغه چې هیلډګارډ په یوې ناروغۍ اخته شوه چې هغه یې فلج کړه او د خپل بستر څخه یې د حرکت کولو وس نه درلود، دا پېښه یې له ځانه د خدای ناخوښۍ ته منسوب کړه، چې روپرټسبرګ ته یې د خپلو راهبو د انتقال په پار د هغه له حکومونو څخه پیروي نه ده کړې. دا کار یوازې هغه وخت وشو چې د صومعې مشر پخپله هیلډګارډ انتقال نه شوی کړی او پرېکړه یې وکړه چې راهبو ته خپله صومعه ورکړي. لذا هیلډګارډ او شاوخوا ۲۰ راهبو په ۱۱۵۰ کال کې د سنټ روپرټسبرګ صومعې ته لاړل، هلته ولمر د سرپادری په توګه کار کاوه او همدارنګه د هیلډګارډ اعتراف کوونکی او لیکونکی ؤ. هیلډګارډ په ۱۱۶۵ کال کې په آیبینګن کې د خپلو راهبو لپاره دوهمه صومعه جوړه کړه.     [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۱۷۹ کال کې د هیلډګارډ له مړینې وړاندې د مینز له پادریانو سره ستونزه راپورته شوه: یو شخص چې په روپرټسبرګ کې ښخ شوی د کاتولیک کلیسا څخه د تکفیر وروسته مړ شوی ؤ. نو ځکه پادریانو غوښتل چې د هغه جسد د سپېڅلې ځمکې څخه لېرې کړي. هیلډګارډ دا نظر ونه مانه او ځواب یې ورکړ چې دا یوه ګناه ده او دا چې یاد شخص د مړینې په وخت کې کلیسا منله.   [۳۴]

خیالونه

سمول

هیلډګارډ وویل چې په لومړي ځل یې په درې کلنۍ کې "د ژوندۍ رڼا سیوره" ولیدله او د پنځه کلنۍ کې په دې وپوهېدله چې خیالونه تجربه کوي. هغې د خپلې تجربې د دې ځانګړتیا د بیانولو لپاره د 'visio' (د vision لاتین) اصطلاح کاروله او په دې پوهېدله چې دا یوه ډالۍ ده چې  نورو ته یې تشریح کولی نه شي. هیلډګارډ څرګنده کړه چې ټول شیان یې د خدای په رڼا کې د پنځو حواسو باصرې، سامعې، ذائقې او لامسې له لارې لیدل. هیلډګارډ د خپلو خیالونو په شریکولو کې زړه نازړه وه، یوازې په جوتا یې اعتماد وکړ، چې چې هغې هم ولمر، د هیلډګارډ ښوونکي ته چې وروسته منشي شو، وویل. نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې زیات خیالونو درلودل او هیلډګارډ په ۱۱۴۱ کال کې چې ۴۲ کلنه وه، په یوه خیال وپوهېدله چې باور يې کاوه د خدای له خوا لارښوونه ده، "هغه څه چې ګورئ او اورئ ولیکي." هیلډګارډ بیا هم د خپلو خیالونو ثبتولو کې زړه نا زړه وه او جسماً ناروغه شوه. د سیویاس په کتاب کې ثبت شوي انځورونه هغه خیالونه وو چې هیلدیګارډ تجربه کړل او د هغې د ډېرې ځورونې او مصیبت لامل شول. هیلډګارډ په خپل لومړي الهیاتي کتاب، سیویاس ("لارې وپېژنئ") کې خپله مبارزه په لاندې ډول بیانوي:   [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

که څه هم ما دا شیان لیدلي او اوریدلي، خو د شک او بد نظر او د بشري کلام د تنوع له امله مې د اوږدې مودې لپاره د لیکلو څخه ډډه وکړه، دا کار د ضد له مخې نه بلکې د تواضع له مخې ؤ، تر هغه چې په خدایي بلا کې ګرفتاره شوم، زه د ناروغۍ پر بستر پرېوتم؛ بیا بالاخره د ډېرو ناروغیو او د یوې ځانګړې نېکې او نجیبې مېرمنې [راهبه ریچارډس وون سټیډ] او د هغه سړی په شاهدۍ سره چې ما په پټه لټولی او موندلی ؤ، لکه څنګه چې پاس یادونه وشوه، ما په لیکنو لاس پورې کړ. پداسې حال کې چې ما دا کار کاوه، څرنګه چې مخکې مې یادونه وکړه د سپېڅلي کتاب توضیح ژور فکر مې احساس کړ؛ د هغه ځواک په واسطه چې ما ترلاسه کړ، ما خپل ځان د ناروغۍ څخه وژغاره، دا کار په سختۍ سره  په لسو کلونو کې پای ته ورساوه. [...] ما دا شیان د خپل یا بل چا د زړه په خلاقیت نه، بلکې د خدای د هغو پټو رازونو پر بنسټ چې ما اوریدلي او په آسماني ځایونو کې مې ترلاسه کړي، ویلي او لیکلي. او بیا مې د آسمان څخه یو غږ واورېد چې راته یې وویل: 'نو وژاړه او داسې ولیکه!'   [۴۰]

د ۱۱۴۷ کال د نومبراو د ۱۱۴۸ کال فبروري ترمنځ په ټیریر کې په یوه کلیسايي شورا کې پاپ یوجینیوس د هیلډګارډ د لیکنو په اړه واوریدل. له دې ځای څخه یې د پاپ موافقت ترلاسه کړ، ترڅو خپل خیالونه د روح القدس له پلوه د وحو په توګه مستند کړي او هغې ته یې سمدستي اعتبار ورکړ.   [۴۱]

د ۱۱۷۹ کال د سپټمبر په ۱۷ کله چې هیلډګارډ مړه شوه، د هغې خویندو ادعا وکړه چې دوی ولېدلې چې په آسمان کې د رڼا دوې ستنې څرګندې شوې او د هغې کوټې څخه چې هغه په کې مړه کېده، تېرې شوې.  [۴۲]

ویتا سانکتي هيلډیګارډیس

سمول

د هیلډیګارډ د تقدیس ژوندلیک، ویتا سانکتي هیلډیګارډیس (Vita Sanctae Hildegardis)، د هیلډګارډ له مړینې وروسته د ایکترناخ د تیوډریک راهب له خوا تألیف شو. په دې کې هاجیوګرافیک اثر لیبیلس (Libellus) یا "کوچنی کتاب" شامل ؤ، چې د ډیسبوډنبرګ د ګوډفري لوري پیل شوی ؤ. ګوډفري مخکې له دې چې خپل اثر بشپړ کړي، مړ شو. د ګیمبلوکس ګیبرټ ته بلنه ورکړل شوه چې یاد اثر پای ته ورسوي؛ که څه هم هغه اړ ؤ د نیمګړې پروژې سره بېرته خپلې صومعې ته راستون شي. تیوډریک هغې سرچینې  وکارولې چې ګیبرټ څخه د ویټا د بشپړولو لپاره پاتې وې.   [۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې

سمول
  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118550993 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://magyar-irodalom.elte.hu/palimpszeszt/16_szam/03.htm
  3. Rhineland-Palatinate protected area ID: daaca
  4. https://w2.vatican.va/content/benedict-xvi/en/homilies/2012/documents/hf_ben-xvi_hom_20121007_apertura-sinodo.html
  5. خپرونکی: SISMEL – Edizioni del Galluzzo
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21528419
  7. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  8. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/2d923f7b-45a1-4204-beb8-5b106e913b58 — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  9. Bennett, Judith M. and Hollister, Warren C. Medieval Europe: A Short History (New York: McGraw-Hill, 2001), p. 317.
  10. "Women of Historic Note". Washington Post, By Gayle Worl 9 March 1997
  11. Jones, Gaynor G.; Palisca, Claude V. (2001). Grout, Donald J(ay). Oxford Music Online. Oxford University Press. doi:10.1093/gmo/9781561592630.article.11845.
  12. Jöckle, Clemens (2003). Encyclopedia of Saints. Konecky & Konecky. p. 204.
  13. Campbell, Olivia, Abortion Remedies from a Medieval Catholic Nun(!), JSTOR Daily, October 13, 2021
  14. "Women of Historic Note". Washington Post, By Gayle Worl 9 March 1997
  15. Caviness, Madeline. "Artist: 'To See, Hear, and Know All at Once'", in Voice of the Living Light: Hildegard of Bingen and Her World, ed. Barbara Newman (Berkeley: University of California Press, 1998), pp. 110–24; Nathaniel M. Campbell, Imago expandit splendorem suum: Hildegard of Bingen's Visio-Theological Designs in the Rupertsberg Scivias Manuscript in Eikón/Imago 4 (2013, Vol. 2, No. 2), pp. 1–68, accessible online here Archived 16 July 2014 at the Wayback Machine..
  16. Burkholder, J. Peter, Claude V. Palisca, and Donald Jay Grout. 2006. Norton anthology of western music. New York: W.W. Norton.
  17. Pope Benedict XVI, Apostolic Letter Proclaiming Saint Hildegard of Bingen, professed nun of the Order of Saint Benedict, a Doctor of the Universal Church, 7 October 2012.
  18. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), 40; Maddocks, Fiona. Hildegard of Bingen: The Woman of Her Age (New York: Doubleday, 2001), p. 9.
  19. Gies, Frances; Gies, Joseph (1978). Women in the Middle Ages. Harper & Row. p. 63. ISBN 978-0-06-464037-4.
  20. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 278–79.
  21. Fiona Bowie, Oliver Davies. Hildegard of Bingen: An Anthology. SPCK 1990. Some sources note younger siblings, specifically Bruno.
  22. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), p. 138; Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 7.
  23. Newman, Barbara. "Hildegard of Bingen: Visions and Validation." Church History 54, no. 2 (1985): 163–75.
  24. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), p. 139.
  25. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 52–55, 69; and John Van Engen, "Abbess: 'Mother and Teacher', in Barbara Newman, ed., Voice of the Living Light (California: University of California Press, 1998), pp. 30–51, at pp. 32–33.
  26. Michael McGrade, "Hildegard von Bingen", in Die Musik in Geschichte und Gegenwart: allgemeine Enzyklopaldie der Musik, 2nd edition, T.2, Vol. 8, ed. Ludwig Fischer (Kassel and New York: Bahrenreiter, 1994).
  27. Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 6.
  28. Jutta & Hildegard: The Biographical Sources, trans. Anna Silvas (Pennsylvania State University Press, 1999), pp. 70–73; Reed-Jones, Carol. Hildegard of Bingen: Women of Vision (Washington: Paper Crane Press, 2004), p. 8.
  29. Reed-Jones, Carol. Hildegard of Bingen: Women of Vision (Washington: Paper Crane Press, 2004), p. 6.
  30. Furlong, Monica. Visions and Longings: Medieval Women Mystics (Massachusetts: Shambhala Publications, 1996), p. 84.
  31. Furlong, Monica. Visions and Longings: Medieval Women Mystics (Massachusetts: Shambhala Publications, 1996), p. 85.
  32. McGrade, "Hildegard", MGG.
  33. "Women in art and music". rutgers.edu.
  34. Flanagan, Sabina. Hildegard of Bingen, 1098–1179: a visionary life (London: Routledge, 1989), p. 11.
  35. Underhill, Evelyn. Mystics of the Church (Pennsylvania: Morehouse Publishing, 1925), p. 77.
  36. Schipperges, Heinrich. Hildegard of Bingen: Healing and the Nature of the Cosmos (New Jersey: Markus Wiener Publishers, 1997), p. 10.
  37. Maddocks, Fiona. Hildegard of Bingen: The Woman of Her Age (New York: Doubleday, 2001), p. 55.
  38. Ruether, Rosemary Radford. Visionary Women (Minneapolis: Augsburg Fotress, 2002), p. 8.
  39. Underhill, Evelyn. Mystics of the Church (Pennsylvania: Morehouse Publishing, 1925), pp. 78–79.
  40. Hildegard von Bingen, Scivias, trans. by Columba Hart and Jane Bishop with an Introduction by Barbara J. Newman, and Preface by Caroline Walker Bynum (New York: Paulist Press, 1990), pp. 60–61.
  41. Oliveira, Plinio Correa de. "St. Hildegard Von Bingen, 17 September". St. Hildegard von Bingen, Saint of 17 September.
  42. Madigan, Shawn. Mystics, Visionaries and Prophets: A Historical Anthology of Women's Spiritual Writings (Minnesota: Augsburg Fortress, 1998), p. 96.
  43. Silvas, Anna (1998). Jutta and Hildegard: The Biographical Sources. University Park, PA: The Pennsylvania State University Press. p. 122. ISBN 978-0-271-01954-3. نه اخيستل شوی 28 October 2014.
  44. Silvas, Anna (1998). Jutta and Hildegard: The Biographical Sources. University Park, PA: The Pennsylvania State University Press. p. 120. ISBN 978-0-271-01954-3. نه اخيستل شوی 28 October 2014.
  45. Coakley, John (2012). "A Shared Endeavor? Guibert of Gembloux on Hildegard of Bingen". Women, Men, and Spiritual Power: Female Saints and Their Male Collaborators. New York: Columbia University Press. pp. 45–67. ISBN 978-0-231-13400-2.