د بلخاب پاڅون
د بلخاب پاڅون په افغانستان کې د سرپل ولایت د بلخاب په ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې د هزاره بغاوت و. مشري يې مهدي مجاهد کوله او د 2022ز کال د جون په درويشتمه نیټه د مهدي مجاهد د ځواکونو له خوا د بلخاب ولسوالۍ له نیولو وروسته پيل شو.
په لومړیو کې کله چې مهدي مجاهد د طالبانو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، طالبانو هغه جدي و نه نیو. وروسته نوموړي خپل جنګیالي راټول او په چټکۍ سره یی خپل پلرنی ټاټوبی بلخاب ولسوالۍ ونیوله، طالبانو هلته سرتيري واستول، چې د مهدي او د هغه له مليشو څخه ډېر زیات وو.[۱]
مخينه
سمولد طالبانو او مهدي مجاهد تر منځ تاوتریخوالی چې د دوی یوازینی هزاره شیعه قوماندان و، د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته هغه مهال پیل شو، کله چې د دوی مشرتابه هڅه وکړه د بلخاب د ډبرو سکرو پر کان ډېر واک تر لاسه کړي.[۲]
طالبانو تر دې بريده انتظار وکړ، تر څو نوموړي له هزاره ګانو او نورو شیعه مسلمانانو سره د هغوی پر چلند او د نجونو د ښوونځیو پر تړلو په عام ډول نيوکې بيل کړې. له همدې امله طالبانو نوموړی د باميان ولايت د استخباراتو له رياست څخه ګوښه کړ. [۳][۴]
جګړه
سمولد استخباراتو له مشرۍ څخه تر ګوښه کېدو وروسته، مهدي مجاهد له طالبانو جلا او وروسته یی له هغوی سره جګړه اعلان کړه. مهدي مجاهد په چټکۍ سره د بلخاب ولسوالۍ ونیوله، د طالبانو ولسوال یی لرې او پر ځای یی له خپلو ځواکونو څخه یو شیعه هزاره ولسوال کړ. د بلخاب له نیولو وروسته، مهدي مجاهد وویل چې هیڅوک دغه ولسوالۍ له هزاروو په زور نه شي اخیستلای. طالبانو په لومړیو کې شاوخوا پنځه سوه سرتیري راټول او له دوه لوريو یې د مهدي د نیولو طرحه جوړه کړه، چې یوه یې په سمنګان ولایت کې له دره صوف بالا ولسوالۍ څخه او بله یې په بامیانو کې د یکاولنګ ولسوالۍ څخه وه. طالبانو هم د قاري صلاح الدین ایوبي په مشرۍ په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې له خپلو ازبک توکمو غوښتي و، چې د مهدي د نیولو لپاره لږ تر لږه دوه سوه جنګیالي چمتو کړي، خو هغوی انکار وکړ. [۵][۶]
د 2022ز کال د جون په ديارلسمه نیټه، د بلخاب ټوله ولسوالۍ د مهدي مجاهد د سرتیرو له خوا اداره کېده.[۷]
د 2022ز کال د جون په درويشتمه نیټه، طالبانو د بلخاب د نیولو هڅه وکړه، خو د سخت مقاومت له امله ولسوالۍ ته ان په ننوتلو کې هم له ناکامۍ سره مخ شول. په یو رسمي ټویټ کې، صبغة احمدي چې د ملي مقاومت جبهې ویاند دی، وویل چې (نن سهار اوه بجې، طالبانو هڅه وکړه د سانچارک د قم کوتل سانچارک له لارې د بلخاب پر زړورو او عدالت غوښتونکو خلکو برید وکړي). د ځایی خلکو په وینا، طالبانو بلخاب ته له مختلفو لوريو سرتیري ولیږل، څو مهدي مجاهد ونیسی او ځواکونه يې مات کړي. مهدي مجاهد وویل، چې د دوی ځواکونو د جون په درويشتمه د طالبانو دوه بریدونه او د جون په څلورويشتمه یو برید په شا تمبولي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر طالب جنګیالي وژل شوي دي. محمد محقق چې یو هزاره سیاستوال دی، د مهدی ملاتړ وکړ او طالبانو ته یی خبر ورکړ چې په مهدی مجاهد برید «به د هزاره په وړاندې د جګړې معنی ولري». [۸][۹]
دواړه خواوې په دیزدان دره، دوزدان دره، قوم کوتل او اب کلان سیمو کې له یو بل سره په جګړه کې ښکیل شوې، او د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو، چې د طالبانو تلفات زیات وو. مهدي مجاهد ته یوې نیږدې سرچینې ادعا وکړه چې د مهدي د ځواکونو له بريا وروسته د طالبانو ځواکونه له څو محاذونو څخه ووتل. [۱۰][۱۱]
د جون په پنځه ويشتمه نیټه طالبانو د مهدي مجاهد پر کور یو هوایی برید وکړ، خو نه هغه او نه د هغه د کورنۍ څوک ټپې او یا مړه شو. [۱۲]
د جولای په درېيمه نیټه طالبانو د مهدي مجاهد نهه تسلیم شوي سرتیري اعدام کړل. طالب جنګیالیو په بلخاب کې د ملکي خلکو په وړاندې هم ظلمونه کړي دي. د جولای په شپږمه نیټه طالبانو شاوخوا اته زره سرتیري ځای پر ځای کړل، د بلخاب ولسوالي یې محاصره کړه او هر څوک يې له ولسوالۍ څخه له وتلو او ولسوالۍ له داخليدو بند کړل. طالبانو همداراز په بلخاب کې انټرنیټ پرې کړ. مهدي مجاهد له خپلو جنګیالیو څخه وغوښتل چې ناهيلي نه شي او د طالبانو په وړاندې سخته جګړه وکړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
کریم خلیلي چې یو بل هزاره سیاستوال او د حزب وحدت مشر و، پر طالبانو د بلخاب د وګړو سره د هغوی په چلند نیوکه وکړه. هغه ولیکل چې "په دې جګړه کې د انسانیت په وړاندې د جنایتونو ښکاره نښې لیدل کیږي؛ په عامو وګړو په مستقیمه او قصدي توګه برید شوی، د خلکو کورونه او شتمنۍ لوټ شوي. پر دې سربېره د سیمې نښلونکې او خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لارې او شبکې په بشپړه توګه پرې شوي دي". [۱۸]
د جولای د لومړیو په شاوخوا کې طالبانو بلخاب ته نږدې د بغاوت کونکو په وړاندې د مبارزې د يوې برخې په توګه د ګلورز کلی ونیو. د راپورونو له مخې د دې مبارزاتو په اوږدو کې د طالبانو له خوا ډیری جنګي جنایتونه د هزاره وګړو په وړاندې ترسره شوي چې له امله یې کډوال ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي دي. [۱۹]
جګړه د طالبانو په ګټه او د مهدي مجاهد په مړینه پای ته ورسیده. [۲۰]
جنګي جنايتونه او د بشري حقوقو څخه سرغړونه
سمولد بلخاب ولسوالۍ په شاوخوا کلیوالي سیمو کې طالبانو د جګړې په جریان کې د هزاره شیعه وګړو په وړاندې یو لړ جنګي جنایتونه وکړل. د 2022ز کال د جون په نهه ويشتمه نیټه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وویل، چې طالبانو ملکي وګړي او د جګړې بنديان وژلي، د ملکي خلکو کورونه یې سوځولي، ملکي وګړي یې بې ځایه کړي او ملکي بنسټونه یې بمبار کړي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو کړنې د جنګي جنایتونو په توګه ډلبندي کړې. د روخشانه رسنۍ له نظره د جولای له لومړۍ نیټې څخه، د طالبانو له خوا وژل شوي درويشت تنه د ملکيانو په توګه پېژندل شوي، او نهه ويشت نور نه دي نامعلومه دي. د جولای په دويمه نیټه هشت صبح اټکل وکړ چې يو سل او پنځوس ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي او ځینې یې شکنجه شوي دي. اټکل شوي چې اوه ويشت زره اوسېدونکي بې ځایه شوي دي. ایت الله سیستاني بې ځایه شویو هزاره ګانو ته د خوراکي او نورو لومړنیو اړتیاوو شاوخوا زر کڅوړې، او د بابا مزاري بنسټ شاوخوا اتيا بستې ولېږلې.[۲۱][۲۲]
سرچينې
سمول- ↑ کينډۍ:Cite tweet
- ↑ "Thousands flee feuding Taliban in Afghanistan's north". France 24 (in انګليسي). 2022-07-22. بياځلي په 2022-07-27.
- ↑ "Taliban to Clear Its Ranks From Non-Pashtun Commanders - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. بياځلي په 2022-07-27.[مړه لينکونه]
- ↑ Goldbaum, Christina; Rahim, Najim; Hayeri, Kiana (2022-08-18). "The Bloody Uprising Against the Taliban Led by One of Their Own". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2022-08-21.
- ↑ "Taliban Deploys Troops to Arrest Mawlawi Mehdi – Hasht-e Subh Daily". 8am.af.[مړه لينکونه]
- ↑ "Taliban Deploys Troops to Arrest Mawlawi Mehdi - Hasht-e Subh Daily". 8am.af.[مړه لينکونه]
- ↑ "تنش در سرپل؛ طالبان به ولسوالی بلخاب «نیروی نظامی» اعزام میکند". BBC News فارسی (in فارسي). 13 June 2022. بياځلي په 16 June 2022.
- ↑ "گزارشها از آغاز درگیری میان طالبان و نیروهای مولوی مهدی در بلخاب". BBC News فارسی (in فارسي). 23 June 2022. بياځلي په 24 June 2022.
- ↑ "Fierce Fighting Rages Between Taliban and Local Forces Led by Mawlawi Mehdi in Balkhab". Hasht-e Subh Daily (in American English). 2022-06-23. خوندي شوی له the original on 23 June 2022. بياځلي په 2022-06-27.
- ↑ "Fierce Fighting Rages Between Taliban and Local Forces Led by Mawlawi Mehdi in Balkhab". Hasht-e Subh Daily (in American English). 2022-06-23. خوندي شوی له the original on 23 June 2022. بياځلي په 2022-06-27.
- ↑ "Taliban Carry Out Airstrikes on Mawlawi Mehdi's House As Offensives on Indigenous Forces Resume in Balkhab - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. بياځلي په 2022-06-27.[مړه لينکونه]
- ↑ "Taliban Carry Out Airstrikes on Mawlawi Mehdi's House As Offensives on Indigenous Forces Resume in Balkhab - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. بياځلي په 2022-06-27.[مړه لينکونه]
- ↑ "Taliban Shot Dead Surrendered Individuals in Balkhab District, Sar-e Pol Province - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. خوندي شوی له the original on 21 September 2022. بياځلي په 2022-07-06.
- ↑ "آوارگان جنگ بلخاب در بامیان؛ کاربران شبکههای اجتماعی کارزار جمعآوری کمک راهاندازی کردند". افغانستان اینترنشنال.
- ↑ "یوناما: گزارشهای نقض جدی حقوق بشر توسط نیروهای طالبان در بلخاب را پیگیری میکنیم". BBC News فارسی. 29 June 2022.
- ↑ "Mawlawi Mehdi Coherences His Forces in Balkhab to Fight Against Taliban - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. بياځلي په 2022-07-06.[مړه لينکونه]
- ↑ "Taliban Closes Access Routes to Balkhab District, Sar-e Pol - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. بياځلي په 2022-06-27.[مړه لينکونه]
- ↑ "کریم خلیلی: طالبان در ولسوالی بلخاب جنایت علیه بشریت را مرتکب شدند". روزنامه صبح کابل. 2022-06-28. بياځلي په 2022-09-16.
- ↑ Subh, Hasht-e (2022-07-11). "Defeated and Encircled, the Hazara Community in Balkhab Scrambling to Escape Atrocity Crimes Committed by Vengeful Taliban". Hasht-e Subh Daily (in American English). خوندي شوی له the original on 11 July 2022. بياځلي په 2022-08-16.
- ↑ "طالبان: مولوی مهدی هنگام خروج از افغانستان کشته شد". www.aa.com.tr. بياځلي په 2022-08-17.
- ↑ "Thousands flee feuding Taliban in Afghanistan's north". France 24. July 22, 2022.
- ↑ Mudabber, Mahdi. "جنگ بلخاب؛ دفتر آیت الله سیستانی و بنیاد بابه مزاری به آوارگان کمک ارسال کردند/ گزارش شفقنا | خبرگزاری شیعیان افغانستان | Afghanistan - Shia News Agency". af.shafaqna.com (in دری (افغانستان)). بياځلي په 2022-12-23.