د بشر تاریخ

د بشر تاریخ یا د نړۍ تاریخ د بشریت د ماضي روایت دی. پر دې تاریخ د پوهې لپاره له دې علومو/لاروچارو کار اخلو: لرغون پېژندنه، وګړپېژندنه او جنیټیکس او ژب پوهنه، او د لیکنې له رامنځته کېدو وروسته، له لومړیو او دویمو سرچینو.

د بشریت د لیکلي تاریخ نه د تاریخ څخه وړاندې دوره شتون لري چې د پالیولیتیک په عصر ("د ډبرې لرغونی پېر") سره پیل کېږي او بیا ورپسې د نیولیتیک ("د ډبرې نوی پېر") راځي. په نیولیتیک پېر کې د ۱۰۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر مېلاد وړاندې کلونو تر منځ د نږدې ختیځ په حاصلخیزه هلال (Near East's Fertile Crescent) کې کرنیز انقلاب پیل شو. د دې دورې پر مهال، انسانانو د نباتاتو او حیوانانو منظمه پالنه پیل کړه. لکه څرنګه چې کرنه پرمخ تلله، ډېری انسانان د کوچیاني ژوند څخه راوتلل او په خپلو کورونو کې د بزګرانو په موخه د تل لپاره مېشت شول. نسبي امنیت او د کرنې څخه ترلاسه شوي زیات حاصلات د دې لامل شو چې ټولنې په ډېرېدونکې بڼه په سترو واحدونو ووېشل شي او دا چاره د ټرانسپورټ (لېږد او رالېږد) په پرمختګ سره نوره هم پیاوړې شوه.  [۱]

له تاریخ څخه وړاندې او تاریخي دورو کې، خلکو تل اړتیا درلوده چې باید د څښاک اوبو د ډاډمنو سرچینو سره نږدې واړوي. به دایمي استوګنوځایونو کې اوسېدل ان ۴۰۰۰ کاله له مېلاد وړاندې څخه په ایران، بین النهرین، د هند لویې  وچې په اباسین دره، د مصر د نیل پر څنډو او د چین سیندونو په اوږدو کې راپیل شول. د بزرګرۍ په رامنځته کېدلو سره، د غلو دانو کرنه ډېره پرمخ لاړه او د فصلونو رسېدلو په موسمونو کې د خوراکي توکو د ذخیره کولو لپاره د کار وېش هم دود شو. د کار وېش د دې لامل شو چې هوسا لوړه طبقه رامنځته او ښارونه پراختیا ومومي او پدې توګه د تمدن بنسټ جوړ شو. د بشري ټولنو ډېرېدونکې پېچلتیا د دې لامل شوه چې د محاسبې او لیکنې سیسټمونه رامنځ ته شي. د هند په نیمه لویه وچه کې د برونز عصر په وروستیو کې هندویزم رامنځته شو. په محوري عصر (Axial Age) کې بودايي، تاویزم، کنفوشینیزم او جینیزم دینونه رامنځته شول. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د تمدنونو د غوړېدلو سره، لرغونی تاریخ ("پخوانی تاریخ" چې تر ۵۰۰ زېږدېز کال پورې د هند کلاسیک پېر او زرین عصر هم پکې شاملېږي) د امپراطوریو د ظهور او زوال شاهد و. له کلاسیک وروسته تاریخ ("منځنۍ پېړۍ"، ۵۰۰-۱۵۰۰ زېږدیز) د عیسویت د ظهور، اسلامي زرین عصر (۷۵۰-۱۲۵۸ زېږدیز) او تیموریان او ايټالوی ریناسنس (له نږدې ۱۳۰۰ زېږدیز څخه) شاهد و. په ۱۵مه پېړۍ کې د متحرک چاپ رامنځته کېدلو په اروپا کې په ارتباطاتو کې انقلاب راوست او د معلوماتو لاپراخ خپراوي ته يې زمینه برابره کړه، د منځنیو پېړیو پای يې چټک کړ او د علم انقلاب ته یې لاره پرانیسته. په لومړنی عصري پېر کې چې ځينې مهال يې "اروپايي عصر یا د اسلامي باروتو عصر بولي، له شاوخوا ۱۵۰۰ څخه ۱۸۰۰ زېږدیز پورې، د اکتشاف عصر (Age of Discovery) او د روشنګرۍ عصر (Age of Enlightenment) هم شاملېږي. په ۱۸مه پېړۍ کې، د علم او ټکنالوژۍ تراکم داسې یوې کچې ته ورسېد چې صنعتي انقلاب یې رامنځته او وروستنی عصري پېر يې راپیل کړ، کوم چې د ۱۸۰۰ زیږدیز کال شاوخوا پیل شو او تر اوسه لا ادامه لري. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د تاریخي دوره بندۍ مسله (په لرغونې، له کلاسیک وروسته، لومړني عصري او وروستي عصري دور د تاریخ وېشل) د پخوانۍ نړي، په ځانګړې توګه د اروپا او مدیترانې لپاره رامنځته شوې او دلته ښه پلې کېږي. له دې سیمې بهر، د لرغوني چین او لرغوني هند په ګډون، تاریخي زماني جدول په جلا بڼه ښکاره کېږي. په ۱۸مه پېړۍ کې، د پراخ نړیوال تجارت او استعمار له امله، د ډېرو تمدنونو تاریخونه په پام وړ کچه یو په بل کې واوبدل شول، چې دا بهیر د نړیوالتوب په نامه پېژندل کېږي. په تېرو دوه نیمو پېړیو کې د نفوس د ودې نرخ، تعلیم، ټکنالوژي، ارتباطات، تجارت، د وسلو تخریب  او ژوندچاپېریالیز تخریب په ستره کچه چټک شوی دی او بې ساري فرصتونه او خطرونه يې رامنځته کړي دي چې اوس د ځمکې کُرې بشری ټولنې ورسره مخ دي. [۲۱]

له تاریخ وړاندې (له ۳,۳ میلیونه کاله څخه وړاندې تر ۵۰۰۰ کاله وړاندې پورې) سمول

لومړني انسانان سمول

د غارونو نقاشي، لاسکاوکس، فرانسه، ۱۵۰۰۰ کاله له مېلاد وړاندې

جنیټیکي اندازه کول ښيي چې شاوخوا له ۴,۶ میلیونه څخه تر ۶,۲ میلیونه کاله وړاندې، د هوموساپین انسانانو د رامنځته کوونکي د احتمالي بیزو کورنۍ د هغو بیزوګانو د کورنۍ څخه راجلا شوې ده چې شامپانزي او بونوبو بیزوګان ترې رامنځته شول. شامپانزي او بونوبو بیزوګان د نننیو انسانانو سره تر ټولو نږدې ژوندۍ کورنۍ ده. د اناټومۍ له اړخه، ننني انسانان نږدې ۳۰۰۰۰۰ کاله وړاندې په افریقا کې راښکاره شول او نږدې ۵۰۰۰۰ کاله مخکې يې رفتاري عصریت (behavioral modernity) ته لاسرسی وموند.[۲۲]

"د ویلیندورف وینوس"، اتریش، ۲۶۵۰۰۰ کاله له مېلاد وړاندې

پلېئولیتیک دوره د هومینید (hominid) انسانانو په لاس د جوړو شویو وسایلو د کارونې په رامنځته کېدو سره پیل شوه. هومو ایرکتوس (Homo erectus) انسانانو د زرګونو کلونو لپاره د لرګیو او ډبرو ساده وسایل وکارول، خو د وخت په تېرېدو سره، دا وسایل لاډېر ښه او سم او پېچلي شول. ښايي ۱,۸ میلیونه کاله وړاندې، په مشخصه توګه ۵۰۰۰۰۰ کاله مخکې، انسانانو د اور څخه د تودوخې او پخلي په پار استفاده پیل کړه. په پلېئولیتیک دوره کې انسانانو ژبه او مفهومي ټولګه (conceptual repertoire) رامنځ ته کړه چې هم د مړو منظم ښخول او هم د ژوندیو منظم سینګارول پکې شامل و. کولای شو لومړنۍ هنري نندارې د غاري نقاشیو او مجسمو په بڼه ووینو چې د پیل له غاښ، ډبرې او هډوګي څخه جوړې شوي چې یو ډول معنویت پکې ښکاري؛ په ځانګړې توګه چې یا په روح پالنې (animism) او یا په جادوګرۍ (shamanism) تعبیرېږي. پلېئولیتیک انسانانو به ښکار کاوه او په عمومي ډول کوچیان و. د لرغون پېژندنې او جنیټیک ډېټا وړاندیز دا دی چې د پلېئولیتیک اصلی نفوس ښکار کاوه چې د لږو ونو لرونکو لرګینو سیمو کې به اوسېدل اودا خلک په هغو سیمو کې چې لومړنی تولید به پکې ډېر و ګډوډ پراته  و او د ګڼو ځنګلونو له پوښښ څخه یې ډډه کوله. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

نږدې ۶۰۰۰۰ کاله وړاندې ننني انسانان په چټګ ډول د افریقا څخه له ځنګلونو تشې اروپا او آسیا ته خپاره شول. شمالی امریکا او اقیانوسیې ته د بني آدم چټک خپرېدل د وروستي کنګل پېر  (Ice Age)په اوج کې ترسره شول. په هغه مهال، نننۍ د معتدلې اوبو او هوا درلودونکې سیمې هېڅ د اوسېدو نه وې. خو بیا هم د کنګل پېر په پای کې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ کاله مخکې، انسانانو په نړۍ له کنګل څخه تشې نږدې ټولې ځمکې نیولې وې. [۲۷]

د تمدن رامنځته کېدل سمول

شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله مخکې پیل شوی د نیئولیتیک انقلاب د کرنې د رامنځته کېدو شاهد و چې د انسان د ژوندکولو  طریقه يې له آره وربدله کړه. د غلو دانو کرل او د حیواناتو اهلي کول لږترلږه د زوکړې څخه ۸۵۰۰ کاله مخکې په منځني ختیځ کې د غنمو،  وربشو، پسونو او وزو بڼه رامنځته شول. د اباسین په دره کې هم د میلاد څخه ۶۰۰۰ کاله وړاندې غلې دانې وکرل شوې او غواګانې او غوایان یا رمې اهلي شوې. د چین د ژیړ سیند په دره کې هم اېږدن (ارزن) او نورې غلې دانې له میلاد څخه شاوخوا ۷۰۰۰ کاله مخکې وکرل شوې. د میلاد څخه لږترلږه ۸۰۰۰ کاله وړاندې د یانګتزه درې انسانانو وریژې وکرلې. په امریکا کې هم لمرګلي له میلاد څخه لږترلږه ۴۰۰۰ کاله وړاندې وکرل شول او جوار او لوبیا بیا په منځنۍ امریکا کې له میلاد څخه ۳۵۰۰ کاله وړاندې وکرل شول. کچالو په لومړي ځل د جنوبي آمریکا په انډېس غرونو کې وکرل شول او په هماغه سیمه کې د لاما په نامه حیوان هم اهلي شو. فلزکاري په لومړي ځل له میلاد څخه ۶۰۰۰ کاله وړاندې د مسي وسایلو او ګاڼو په جوړولو کې وکارول شوه. ورپسې سره زر راغلل چې هغه هم په ګاڼو کې کارول کېدل. د فلز کاني تیږو ته اړتیا د سوداګرۍ لامل شوه ځکه هغه مهال چې لومړنیو انسانانو استوګنځي جوړول د فلزي کاني تیږو د کمښت سره مخ و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Tudge 1998، صص. 30–31.
  2. Muscarella, Oscar White (2013-01-01). "Jiroft and 'Jiroft-Aratta': A Review Article of Yousef Madjidzadeh, Jiroft: The Earliest Oriental Civilization". Archaeology, Artifacts and Antiquities of the Ancient Near East. BRILL. د کتاب پاڼي 485–522. doi:10.1163/9789004236691_016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23669-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Muscarella, Oscar White. (2013). Archaeology, artifacts and antiquities of the ancient Near East : sites, cultures, and proveniences. Brill. OCLC 848917597. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23669-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maǧīdzāda, Y. (2003). Jiroft: The earliest oriental civilization. Tehran: Organization of the Ministry of Culture ans Islamic Guidance.
  5. People, "New evidence: modern civilization began in Iran", 10 Aug 2007 Archived 24 February 2021 at the Wayback Machine., retrieved 1 October 2007
  6. Xinhua, "New evidence: modern civilization began in Iran" Archived 23 November 2016 at the Wayback Machine., xinhuanet.com, 10 August 2007
  7. Teeple 2006، صص. 14–20.
  8. Lee 2002، صص. 15–42.
  9. Bard 2000، صص. 64–65.
  10. Baines او Malek 2000، ص. 8.
  11. Chakrabarti 2004، ص. 11.
  12. McNeill 1999، صص. 13–15.
  13. Roberts او Westad 2013، صص. 712–714.
  14. Bentley او Ziegler 2008، ص. 595.
  15. Roberts او Westad 2013، ص. 535.
  16. Grant 2006، ص. 53.
  17. Hart-Davis 2012، ص. 63.
  18. Stearns او Langer 2001، ص. 14.
  19. Stearns او Langer 2001، ص. 12.
  20. Roberts او Westad 2013، ص. 161.
  21. Baten 2016، صص. 1–13.
  22. Chen او Li 2001، صص. 444–456.
  23. Hart-Davis 2012، صص. 30–31.
  24. Hart-Davis 2012، صص. 32–33.
  25. Hart-Davis 2012، صص. 20–21.
  26. Hart-Davis 2012، ص. 17.
  27. Hart-Davis 2012، صص. 24–29.
  28. McNeill 1999، ص. 13.
  29. Stearns او Langer 2001، ص. 15.
  30. Roberts او Westad 2013، صص. 34–35.
  31. Hart-Davis 2012، صص. 42–43.
  32. Hart-Davis 2012، صص. 36–37.
  33. McNeill 1999، ص. 11.