د بریتانیا تاریخ

د متحدې پاچهي (بریتانیا یا United Kingdom) تاریخ د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د اتحادیې د تړون او د اتحادیې د قانون په رامنځته کېدو پیل شو. د لویې بریتانیا د تاریخ بنسټ د یوه متحد دولت په توګه په ۱۷۰۷ ز کال کې د یوه نوي متحد دولت په بڼه د انګلستان او سکاټلنډ د سیاسي یووالي په پایله کې رامنځته شو، چې د لویې بریتانیا په نامه یادېده. د لویې بریتانیا د دې نوي دولت په اړه تاریخ پوه سایمون شاما وايي:[۱]

هغه څه چې د یوه خصمانه ګډون په توګه رامنځته شول، د نړۍ په پیاوړي فعاله شرکت کې په بشپړ مشارکت یې پای وموند... دا د اروپا په تاریخ کې تر ټولو حیرانوونکی بدلون و. -سایمون شاما

د ۱۸۰۰ ز کال د اتحادیې قانون د ایرلنډ پاچهي هم له اتحادیې سره یو ځای کړه، چې له امله یې د لویې بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچهي رامنځته شوه.

لومړۍ لسیزې د یعقوب پالنې (Jacobite risings) خوځښت په رامنځته کېدو سره مشخصې کېږي، چې په ۱۷۴۶ ز کال کې د کلودن په جګړه کې د ستورات په ماتې سره پای ته ورسېدې. په ۱۷۶۳ ز کال کې، په اووه کلنه جګړه کې بریا لار برابره کړه، څو لومړۍ بریتانوي سترواکي وده وکړي. د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې د فرانسې، هسپانیې او د متحده ایالاتو له خوا د ماتې خوړولو له امله، بریتانیا خپلې ۱۳ امریکايي مستعمرې له لاسه ورکړې، خو په آسیا او افریقا کې یې خپله دویمه سترواکي رامنځته کړه. له امله یې بریتانوي کلتور، د هغوی تخنیکي، سیاسي، قانوني او ژبنی اغېز په ټوله نړۍ کې خپور شو. له سیاسي اړخه بنسټیزه پېښه د ۱۷۹۳ او ۱۸۱۵ ز کلونو ترمنځ د فرانسې انقلاب او له هغې وروسته د ناپیلیون واک و چې بریتانوي اشرافو هغه د ځان پر وړاندې لوی ګواښ باله او په فعاله توګه یې د څو ائتلافونو د رامنځته کولو هڅه وکړه، چې په پایله کې یې په ۱۸۱۵ ز کال کې ناپیلیون له ماتې سره مخامخ کړ.

د توري ګوند چې په ۱۷۸۳ ز کال کې واک ته ورسېد، تر ۱۸۳۹ ز کال پورې (یوازې له یوې لنډې مودې پرته) په واک کې پاتې شو. د اصلاحاتو ځواکونه، چې تر ډېره یې د انجیل له دیني عناصرو سرچینه اخیسته، د لسیزو لپاره یې سیاسي اصلاحاتو ته لار برابره او د رایو ورکولو حقونو او د آزادۍ سوداګرۍ اقتصاد ته یې پراختیا ورکړه. د نولسمې پېړۍ د پام وړ سیاسي مشرانو په ډله کې پالمرسټن، ډیزایرلي، ګلاډسټون، او سیلسبري شاملېږي. له کلتوري پلوه، د ویکټوریا دوره د سوکالۍ او د منځنۍ طبقې د ارزښتونو د برلاسۍ مهال و، دغه مهال انګلستان د نړۍ اقتصادي واکمن و او له ۱۸۱۵ ز کال نه یې تر ۱۹۱۴ ز کال پورې په عمومي بڼه پېړۍ سوله ییزه وساتله. په لومړۍ نړیواله جګړه کې (۱۹۱۴-۱۹۱۸ ز کال) بریتانیا له فرانسې، روسیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره متحده وه، چې د المان پر وړاندې یې له غصې ډکه او بریالۍ جګړه وکړه. د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ بریتانیا لپاره د نړیوالې ټولنې رامنځته کېدل یوه مناسبه پروژه ګڼل کېده. په داسې حال کې چې د بریتانیا سترواکي د لندن د مالي مارکېټونو په څېر پیاوړې پاتې وه، خو صنعتي زېربناوې یې له المان او په ځانګړې توګه له متحده ایالاتو نه شاته پاتې شوې. د سولې پر وړاندې احساسات دومره پیاوړي و چې دغه ملت د ۱۹۳۰ مې لسیزې په وروستیو کې د هټلر تر واک لاندې جرمني د ځپوونکو چارو ملاتړ وکړ، تر هغه مهاله چې نازیانو په ۱۹۳۹ ز کال کې په پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. په دویمه نړیواله جګړه کې شوروي اتحاد او امریکا له بریتانیا سره د اصلي متحدینو په توګه یوځای شول.

هغه ډول چې د ۱۹۵۶ ز کال د سویز کانال په کړکېچ کې ولیدل شوه، بریتانیا نور د نړۍ مخکښ اقتصادي او پوځي ځواک نه و. بریتانیا نوره هغه شتمني نه لرله، څو خپله سترواکي وساتي، له همدې امله یې نږدې خپلو ټولو مستعمرو ته خپلواکي ورکړه. نوي دولتونه په عمومي ډول د مشترک المنافع هېوادونو په توګه سره یوځای شول. له جګړې وروسته کلونو کې دغه هېواد له سترو ستونزو سره مخامخ شو، خو د متحده ایالاتو او کاناډا د مالي مرستو پر مټ یې ددغو ستونزو یو څه برخه حل کړه. په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې دغه هېواد بیا هوساینې ته ورسېد. همدغه مهال، له ۱۹۴۵ تر ۱۹۵۰ ز کال پورې کارګر ګوند یو هوسا دولت رامنځته کړ، ګڼ شمېر صنعتونه یې ملي کړل او د روغتیايي پالنو ملي خدمتونه یې رامنځته کړل. له ۱۹۴۵ ز کال وروسته بریتانیا د کمونیزم د پراخېدو پر وړاندې ځواکمن درېځ ونیو او د سړې جګړې پر مهال یې مهم رول ولوباوه، له لوېدیځ جرمني، فرانسې، امریکا، کاناډا او نورو کوچنیو هېوادونو سره یې د شوروي ضد پوځي اتحاد په توګه د ناټو په جوړښت کار وکړ. ناټو تر اوس مهال پورې په نړۍ کې پیاوړی پوځي ائتلاف دی. د ملګرو ملتونو سازمان له بنسټ اېښودو راهیسې، انګلستان د یاد سازمان او ګڼ شمېر نورو نړیوالو سازمانونو مخکښ غړی ګڼل کېږي. په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې، نیو لیبرالېزم د ملي صنعتونو د خصوصي کولو او په سوداګریزو چارو کې د پام وړ آزادیو لامل وګرځېد او لندن په مخ پر ودې ډول د نړۍ د یوه مالي مرکز په توګه وده وکړه.  له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې، په شمالي ایرلنډ، سکاټلنډ او ویلز کې په لویه کچه د واک د لېږد او سپارلو خوځښتونه د سیاسي پرېکړو د غیر متمرکز کېدو لامل ګرځېدلي. له لویدیځې اروپا سره بریتانیا په اقتصادي اړیکو کې مخکې تګ او شاته تګ لرلی. دغه هېواد په ۱۹۷۳ ز کال کې د اروپا له اقتصادي ټولنې سره یوځای شو، چې له امله یې له ټول ګټو ( مشترک المنافع) هېوادونو اقتصادي اړیکې کمزورې شوې. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ ز کال کې د برېکزېټ (له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتو) ټولپوښتنې دغه هېواد دې ته اړ کړ څو له اروپايي اتحادیې ووزي، هغه چاره چې په ۲۰۲۰ ز کال کې ترسره شوه.

په ۱۹۲۲ ز کال کې، کاتولیک آیرلنډ، د یوه آزاد دولت په توګه جلا شو؛ خو یوه ورځ وروسته، شمالي آیرلنډ د یوه آزاد دولت په توګه د بریتانیا له اتحاد سره یوځای شو. په ۱۹۲۷ ز کال کې United Kingdom خپل رسمي نوم د لویې بریتانیا او شمالي آیرلنډ متحده پاچاهیو (United Kingdom of Great Britain and Northern Ireland) ته بدل کړ، چې په لنډه توګه ورته بریتانیا، او (له ۱۹۴۵ ز کال ) وروسته ورته United Kingdom  یا UK ویل کېږي.[۱]

یووېشتمه پېړۍ سمول

په افغانستان او عراق کې جګړې او د ۲۰۰۵ ز کال بریدونه سمول

د ۲۰۰۱ ز کال په عمومي ټاکنو کې، په داسې حال کې چې د تېرو ۸۰ کلونو راهیسې د رایو ورکوونکو شمېر خپلې ټیټې کچې ته رسېدلی و، کارګر ګوند یوځل بیا بريا ته لار ومونده. د همدغه کال په وروستیو کې، د امریکا په متحده ایالاتو باندې د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونه د دې لامل شول چې امریکايي ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ ز کال په اکتوبر میاشت کې په افغانستان باندې د بریتانوي ځواکونو په مرسته په برید کولو سره د تروریزم پر وړاندې جګړه پیل کړي. له هغې وروسته عراق ته د امریکا د متحده ایالاتو په پام اوښتو، بریتانوي لومړي وزیر ټوني بلېر د کارګر او محافظه کاره ګوندونو غړي دې ته متقاعد کړل چې په عراق باندې د ۲۰۰۳ ز کال د برید اړوند مثبته رایه ورکړي، په داسې حال کې چې په لندن او ګلاسګو کې د جګړې پر ضد پراخ لاریونونه هم ترسره شول. ۴۶ زره بریتانوي پوځیان چې د بریتانیا د ځمکني پوځ یو دریمه برخه یې جوړوله، په عراق باندې په برید کې د امریکا له متحده ایالاتو سره مرسته وکړه چې وروسته له هغې بریتانوي وسله والو ځواکونو د سویلي عراق د امنیت مسئولیت پر غاړه درلود. له دغه هېواد نه ټول بریتانوي ځواکونه په ۲۰۱۰ ز کال کې ووتل.[۲][۳]

د ۲۰۰۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند لومړي وزیر ټوني بلېر د دریمې پرله پسې دورې لپاره ټاکنې وګټلې. د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په اوومه نېټه په لندن کې د څلورو ځانمرګو بریدونو یوه لړۍ ترسره شوه، چې له امله یې د څلورو ځانمرګو په ګډون ۵۲ مسافر ووژل شول او په سلګونو نورو ټپیان شول.[۴]

په ۲۰۱۴ ز کال کې د سکاټلنډ د خپلواکۍ ټول پوښتنه سمول

د ۲۰۱۴ ز کال د سپټمبر په ۱۸ مه، په سکاټلنډ کې له بریتانیا نه د وتو او د یوه خپلواک هېواد په توګه د یاد هېواد د رامنځته کېدو اړوند ټول پوښتنه وشوه. په ټوله بریتانیا کې درېيو مخکښو سیاسي ګوندونو – کارګر، محافظه کار او لیبرال دیموکرات- د یو ځای والي په ګټه (Better Together) کمپاین وکړ، په داسې حال کې چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ پلوی ملي ګوند، د سکاټلنډ شین یا ګرین ګوند او د سکاټلنډ سوسیالیست ګوند په ګډه سره د هو سکاټلنډ (Yes Scotland) کمپاین یا د سکاټلنډ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله. له رایو ورکوونې څو ورځې وړاندې، د نظر پوښتنې په پای ته رسېدو، د یو ځای والي پلویانو درې ګوندونو مشترکه اعلامیه خپره کړه او ژمنه یې وکړه چې د جلا کېدو پر وړاندې د منفي رایې په ورکولو سره به سکاټلنډ ته ډېر واکونه ورکړي. دغه نظر پوښتنې په سکاټلنډ کې د رایې ورکوونې لامل وګرځېدې، چې ۵۵ سلنه رایې له بریتانیا نه د وتو په ګټه او ۴۵ سلنه نورې د بریتانیا د برخې په توګه د سکاټلنډ د پاتې کېدو په ګټه وې.

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "The World Factbook – Central Intelligence Agency". www.cia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Turnout 'at 80-year low' news.bbc.co.uk, 8 June 2001
  3. Andrew Mumford (2012-08-06). The Counter-Insurgency Myth: The British experience of irregular warfare. Routledge. د کتاب پاڼې 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136649387. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Andrew Geddes and Jonathan Tonge, Britain decides: the UK general election 2005 (2005)