د بروک تیلور ژوند ته لنډه کتنه

د بروک تیلور ژوند ته لنډه کتنه (biography of brook Taylor (pashto بروک تیلور په ۱۸ د اګست ۱۶۸۵ کال کی د ادمونتو په ښار کی دی نړی ته سترګی غړولی دی. په ماشومتوب کی ډیر هوښیار او ځیرک وو او د ریاضیکی علومو سره یی علاقه لرله. پلار یی جان تیلور وو او مور یی ولیویا تیمپیسد نومیده. کله چی یی تحصیلات خلاص کړ نو د کمبریج پوهنتون کی یی خپلو لوړو زدګړو ته دوام ورکړ او په ۱۷۱۴ عیسوی کال کی وتوانید چی په ښه نتیجه له همدی پوهنتون څخه فارغ شی. د تحصیل په دوران کی یی له خپلو استادانو هر لکه یوجان مچین او جان کیل څخه د ریاضی علوم زده کړل، او په ۱۷۰۸ میلادی کال کی په دی وتوانید چی دریاضی هغه عملیی حل کړی چی تر دا وخته نا حل شوی پاتی وی . په همدی وخت کی دده او یوها برنولی تر منځ د نظر اختلاف موجود وو د ځینو اعدادو او نور ریاضیکی مسيلو باندی نو دوی په همدی مسیلو باندی یی ډیر بحثونه هم وکړل. خو سره اختلاف دنظر چی له یوهان برنولی سره یی درلود په کال ۱۷۱۵ باندی یو کتاب د ریاضیاتو په برخه کی ولیکلو چی په هغه کی نوی معادلی او نوی مباحث شامل وو چی نن ورځ د متنا هی معادلاتو محاسباتو په نامه پیژندل کیژی مهمی لاس ته راوړنی د بروک تیلور په ریاضیاتوکی د تیلور قضیه او سری تیلور ته موژ اشاره کولای شو.د تیلور قضیه دا ده چی ښکاره کوی یو تابع د یوی جملی د مجموعی د بی نهایت په شکل چی د یوی تابع مشتق په یوه نقطه کی په لاس راوړی. په ۱۷۱۲ میلادی کال کی یی دانګلستان سلطنتی انجمن غړی توب ترلاسه کړ او د ۱۷۱۴ میلادی او ۱۷۱۸ میلادی کالونو تر منځ ددی انجمن د منشی په توګه دنده ترسره کړی ده وروسته د همدی انجمن د علمی کمیټی غړی شو چی مشهور کسان لکه نیوټن او ګوتفرید لایبنیتس ریاضی دان المانی هم هلته حضور درلود. وروسته له دی نه د هغی شخصی ژوند له مشکلاتو سره تیریده په ۱۹۲۱عیسوی کال کی مین شو په بریج باندی کوم چی هغه له ډیری غریبی کورنی نه وه نو دده دپلار ورسره خوښه نه وه نو همدا عامل شو تر څو دی له پلار نه جدا واوسیګی د څو کلونو لپاره په ۱۹۲۳ میلادی کال کی دده ښځه مړه شوه نو وروسته له دی نه بروک تیلور بیرته د خپل پلار سره ژوند غوره کړ.

او ورسته یی له (سبتا سوابریج) سره په ۱۹۲۵ میلادی کال واده وکړ او ورسته دده پلار څلور کاله نور ژوند وکړ او په ۱۹۲۹ میلادی کال کی مړ شو. دا لړی همداسی دوام وکړ او یو کال وروسته یعنی په کال ۱۷۳۰ میلادی کال دده دوهمه ښځه هم مړه شوه. د عمر په اخری وختونو کی د ۱۷۲۰ میلادی او ۱۷۳۱ میلادی کالونو تر منځ بروک تیلور د ځینو مشکلاتو او هم د خپلو زامنو د لاسه ورکولو دده فعالیت د ریا ضیاتو په برخه کی کم شو. بروک تیلور یو د مشهورو ریاضی پوهانو نه وو دده په هغه خپل وخت کی چی موژ یی د نیوتن،ایزاک او نورو مشهورو ریاضی پوهانو سره مقایسته کولای شو. مګر دده ناتوانایی باعث شوه چی ترڅو دده لاس ته راوړنی کمی کړی او پر ریاضی علم کی کم پرمختګ وکړی نو همدا دلیل وو چی د دده فعالیت په سلطنتی انجمن کی ختم شو. بروک تیلور چی د ریاضی په علم کی د تیلور قضیی په نامه مشهور دی په ۲۹ د دیسامبر ۱۷۳۱ په ۶۴ کلنی کی په لندن کی له دی نړی سترګی پټی کړی.