د برخه‌لیک ټاکنې حق

د خلکو د برخه‌لیک ټاکنې حق په اوسنیو نړیوالو حقوقو کې یو بنسټیز اصل دی (معمولاً د یوې قطعي قاعدې په توګه په پام کې نیول کېږي) چې د منشور د اصولو تفسیرولو د مرجع په توګه پر ملګرو ملتونو لازم الاجرا دی. دغه اصل څرګندوي چې خلک د برابرو حقونو او د فرصتونو د عادلانه برابرۍ اصل ته د درناوي له مخې حق لري چې په ازاد ډول خپل حاکمیت او نړیوال سیاسي موقعیت له مداخلې پرته په خپله وټاکي.[۱][۲][۳]

دغه مفهوم د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۰مه لسیزه کې مطرح شو او تر هغه را وروسته په چټکۍ سره پراخ شو. دغه اصل د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې او تر هغه را وروسته د شوروي د لومړي وزیر «ولادیمیر لنین» او د متحدو ایالتونو د ولسمشر «ووډرو وېلسون» له‌خوا وپالل شو. وېلسون د ۱۹۱۸ کال د جنورۍ میاشتې په ۸مه نېټه د خپلو ۸ نکتو یا ټکو تر څرګندولو وروسته د ۱۹۱۸ کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه وویل: "ملي ارمانونو ته باید درناوی وشي؛ دا مهال خلک کولای شي یوازې په خپله خوښه تر واک او ادارې لاندې شي. «برخه‌لیک ټاکنه» یوازې یو عبارت نه دی، بلکې د عمل یو ضروري اصل دی."[۴][۵][۶]

دا اصل د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د اتلانتیک په منشور کې شامل شو چې د ۱۹۴۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۴مه نېټه د متحدو ایالتونو د ولسمشر «فرانکلین روزولټ» او د بریتانیا د لومړي وزیر «وېنسټون چرچېل» له‌خوا اعلان شو او په منشور کې اتو مهمو ټکو ته ژمن شول. کله چې په څرګنده د ملګرو ملتونو په منشور کې د یوه حق په توګه ذکر شو، تر هغه وروسته د نړیوالو حقوقو د یوه حق په توګه هم وپېژندل شو.[۷][۸]

دا اصل نه څرګندوي چې څه ډول باید تصمیم ونیول شي او نه هم دا وايي چې باید پایله یې څه وي؛ ښايي خپلواکي وي، فډرېشن وي، یوازې ملاتړ وي، یو ډول داخلي خپلواکي وي او یا هم بشپړ ادغام وي. دا هم نه وايي چې د خلکو تر منځ باید حدود څه ډول وي – او نه هم هغه څه چې یو قوم جوړوي. د دې ټاکنې لپاره بېلابېل تعریفونه او حقوقي معیارونه موجود دي چې کومه ډله په مشروع ډول د خپل برخه‌لیک د ټاکنې حق غوښتی شي.[۹][۱۰]

په ټولیز ډول د برخه‌لیک ټاکنې اصطلاح له بیروني اجبار پرته د خپلو ازادانه اعمالو انتخاب ته هم ویل کېږي.[۱۱]

تاریخچه سمول

تر شلمې پېړۍ وړاندې سمول

د برخه‌لیک ټاکنې معیار اصلاً د امریکا او فرانسې په انقلابونو کې لټولی شو. په ۱۸۴۸ کال کې د اروپا انقلابونه، تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په «ورسای» کې ځای پر ځای کېدل او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ښکېلاک له منځه وړلو غورځنګ دغه معیار رامنځته او تثبیت کړ.[۱۲][۱۳]

سترواکۍ سمول

نړۍ ګڼې دودیزې او قاره‌يي سترواکۍ لرلې چې عثماني سترواکي، د روسیې سترواکي، د هاسبورګ سترواکي او د چینګ سترواکي یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د سیاسي علومو پوهان د مدرنې دورې پر مهال په اروپا کې رقابتونه د جګړه‌ييزو قوتونو د تعادل په توګه تعریفوي چې بېلابېل اروپايي هېوادونه یې وهڅول تر څو په ښکېلاک‌ګرو سترواکیو پسې ودرېږي چې له اسپانیایانو او پرتګالیانو څخه یې پیل وشو او وروتسه بریتانویان، فرانسویان، هالنډیان او جرمنیان هم په کې شامل شول. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په اروپا کې رقابت د ګڼو جګړو لامل شو چې تر ټولو مهمه یې ناپلیوني جګړه وه. تر دې جګړې وروسته د بریتانیا سترواکي برلاسې شوه او «د سترواکۍ پېړۍ» ته دننه شوه، په داسې حال کې چې نېشنلېزم په اروپا کې پر یوه پیاوړې سیاسي ایډیالوژۍ بدل شو.

په ۱۸۷۰ کال کې د فرانسې-پروس تر جګړې وروسته «نوی امپریالېزم» په منځني ختیځ، سوېل ختیځې اسیا، سوېلي ارام سمندرګي او افریقا کې د مستعمراتو په جوړولو سره د فرانسې او جرمني له‌خوا پیل شو. جاپان هم د یوه نوي قدرت په توګه را څرګند شو. په ټوله نړۍ کې د سیالۍ ګڼ ډګرونه رامنځته شول:

  • افریقا: ډېرو اروپايي هېوادونو "د افریقا لپاره په هڅو" کې د مستعمراتو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ ته ودانګل.
  • منځنۍ اسیا: روسیه او بریتانیا په "لویه لوبه" کې د بريا لپاره سیالۍ ته را ووتل.
  • ختیځه اسیا: مستعمرات او د نفوذ بېلابېلې حوزې رامنځته شوې چې تر ډېره د چینګ د سترواکۍ په زیان وې.

عثماني سترواکۍ، استریايي سترواکۍ، د روسیې سترواکۍ، د چینګ سترواکۍ او د جاپان نوې سترواکۍ خپل ځانونه وساتل چې تر ډېره د بلې سترواکۍ په بیه پراخ یا کم شول. د هغو کسانو د برخه‌لیک ټاکنې ټول مفاهیم له پامه وغورځول شول چې د دوی تر واک لاندې وو.[۱۴]

لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه سمول

اروپا، اسیا او افریقا سمول

ووډرو وېلسون د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې لږ تر لږه د اروپايي هېوادونو لپاره برخه‌لیک ټاکنې ته د امریکا ژمنتیا ورغوله. کله چې د اکتوبر په انقلاب کې په روسیه کې بلشویکیان واک ته ورسېدل، د لومړۍ نړیوالې جګړې د متحدانو له ډلې څخه یې د روسې د وتلو بیړنۍ غوښتنه وکړه. دوی د مستعمراتو په ګډون د ټولو ملتونو د برخه‌لیک ټاکنې د حق ملاتړ وکړ. د شوروي اتحاد د ۱۹۱۸ کال اساسي قانون د خپلو ټولو جمهوریتونو لپاره د جلاوالي حق په رسمیت وپېژانده.[۱۵][۱۶]

د سړې جګړې نړۍ سمول

د ملګرو ملتونو منشور او پرېکړه‌لیکونه سمول

په ۱۹۴۱ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې متفقینو د اتلانتیک منشور اعلان کړ او د برخه‌لیک ټاکنې اصل یې ومانه. د ۱۹۴۲ کال په جنورۍ میاشت کې شپږ ویشتو هېوادونو د ملګرو ملتونو اعلامیه لاسلیک کړه چې دغه اصل یې په کې ومانه. په ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د ملګرو ملتونو د منشور تصویب د برخه‌لیک ټاکنې حق د نړیوالو حقوقو او ډيپلوماسۍ چوکاټ ته دننه کړ.

  • د لومړي څپرکي د لومړۍ مادې دویمه برخه څرګندوي چې د ملګرو ملتونو د منشور موخه دا ده: "د برابرو حقونو او د خلکو د برخه‌لیک ټاکنې اصل ته په درناوي سره د متلونو تر منځ د دوستانه اړیکو پراختیا او د نړیوالې سولې د پیاوړتیا لپاره نور مناسب اقدامات."[۱۷]
  • د مدني او سیاسي حقوقو او د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقوقو د دواړو نړیوالو تړونونو لومړۍ ماده وايي چې: "ټول خلک د برخه‌لیک ټاکنې حق لري او د دغه ازاد حق له مخې خپل سیاسي وضعیت ټاکي او په ازاد ډول خپله اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي پراختیا لټوي."[۱۸][۱۹]
  • د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په ۱۵مه ماده کې وايي چې هر کس د تابعیت د لرلو حق لري او هېڅوک هم باید په خپلسري ډول له تابعیت څخه او یا د تابعیت بدلولو له حق څخه محروم نه‌شي.
  • په شپاړسمه پېړۍ کې په سالامانکا پوهنتون کې د حقوقو اسپانیايي استاد لیکلي: "ټول ملتونه حق لري چې حکومت وکړي. دوی په خپله د خپلې خوښې سیاسي رژیم منلی شي، حتا که ښه رژیم هم نه وي."[۲۰]

مهم موارد سمول

کشمیر سمول

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند تر جوړېدو را وروسته د جامو او کشمیر قانوني دولت چې د هند او پاکستان تر منځ سیمه ده، په شخړه کې ښکېل دی. ځکه چې بریتانیا پر دې سیمه له واک چلولو څخه ځان غړاوه. د کشمیر حاکم «مهاراجه هاري سېنګ» د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه هغه مهال له هند سره د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ چې پر سیمه یې د پاکستاني قبایلو له‌خوا بریدونه وشول. د دغه قانون تصویب جامو او کشمیر ته اجازه ورکړه چې د قانوني شرایطو له مخې له هند سره یوځای شي. کله چې دا قانون د بریتانوي هند وروستي نایب السلطنه «لارډ مونټ باټن» ته ور وړل شو، هغه هوکړه ورسره وکړه او ویې ویل چې باید د هند، پاکستان او کشمیر د خلکو له‌خوا یوه ټول‌پوښتنه وشي تر څو د کشمیر د یوځای کېدو سیمې ته رایه ورکړي. دغه ټول‌پوښتنه چې «مونټ باټن» وغوښته، هېڅکله ترسره نه‌شوه او د کشمیر یوه حقوقي شخړه یې را پورته کړه. په ۱۸۴۸ کال کې ملګرو ملتونو مداخله وکړه او حکم یې وکړ چې د کشمیریانو د غږ اورېدو لپاره دې یوه ټول‌پوښتنه وشي چې دوی د پاکستان او هند تر منځ له کوم هېواد سره یوځای کېدو ته لېوال دي. دغې ټول‌پوښتنې د برخه‌لیک ټاکنې او پر یوه خپلواک هېواد د بدلېدو لپاره د کشمیریانو حق تر پښو لاندې کړ. کشمیریان تر نن پورې لا هم د هند او پاکستان له‌خوا د بشري حقونو له کلکو سرغړونو سره مخ دي او لا یې هم هغسې بشپړه خپلواکي نه ده موندلې چې د برخه‌لیک ټاکنې له لارې یې په لټه کې دي.

په کشمیر کې د هندي حکومت پر خلاف بېلابېل بغاوتونه موجود دي. د هندي حکومت پر خلاف په کشمیر کې پراخ وسله‌وال پاڅون په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال پیل شو چې د جامو او کشمیر ایالت د ۱۹۸۷ کال په ټاکنو کې پر هندي دولت د درغلۍ تورونه ولګېدل. له دې امله په ایالتي جرګه کې ګوندونو جنګ‌غوښتونکې ډلې ټپلې جوړې کړې چې په سیمه کې یې د وسله‌وال پاڅون د را څرګندېدو لپاره د یوه کتلاک په توګه عمل وکړ. د کشمیر پر سر د شخړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

سرچينې سمول

  1. See: United Nations General Assembly Resolution 1514 in Wikisource states
  2. McWhinney, Edward (2007). Self-Determination of Peoples and Plural-Ethnic States in Contemporary International Law: Failed States, Nation-Building and the Alternative, Federal Option. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004158351. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. See: Chapter I - Purposes and Principles of Charter of the United Nations
  4. Jörg Fisch (9 December 2015). A History of the Self-Determination of Peoples: The Domestication of an Illusion. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-03796-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Knudsen, Rita Augestad (October 2013), Moments of Self-determination: The Concept of 'Self- determination' and the Idea of Freedom in 20th- and 21st- Century International Discourse (PDF), The London School of Economics and Political Science الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "President Wilson's Address to Congress, Analyzing German and Austrian Peace Utterances (Delivered to Congress in Joint Session on February 11, 1918)". gwpda.org. February 11, 1918. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. See: Clause 3 of the Atlantic Charter reads: "Third, they respect the right of all people to choose the form of government under which they will live; and they wish to see sovereign rights and self government restored to those who have been forcibly deprived of them" then became one of the eight cardinal principal points of the Charter all people had a right to self-determination.
  8. "Self-Determination". Oxford Public International Lawdoi=10.1093/law:epil/9780199231690/e873. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "United Nations Trust Territories that have achieved self-determination". Un.org. 1960-12-14. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Betty Miller Unterberger, "Self-Determination", Encyclopedia of American Foreign Policy, 2002.
  11. "Merriam-Webster online dictionary". Merriam-webster.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hecher, Michael; Borland, Elizabeth (2001). "National Self-Determination: The Emergence of an International Norm" (په انګلیسي ژبه کي). Russell Sage Foundation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hechter, Michael (2013). Alien Rule (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-04254-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jackson J. Spielvogel, Western Civilization: Since 1500 , p. 767, Cengage Learning, 2008, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN.
  15. "What Is Meant By The Self-Determination of Nations?". Marxists.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Betty Miller Unterberger, "Self-Determination", Encyclopedia of American Foreign Policy, 2002.
  17. "United Nations Charter". Un.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Text of International Covenant on Civil and Political Rights". .ohchr.org. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Text of International Covenant on Economic, Social and Cultural Rights". .ohchr.org. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Los Derechos Humanos. Por Francisco de Vitoria" [Human rights. By Francisco de Vitoria]. Solidaridad.net. 23 February 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Published in Revista Id y Evangelizad, November 2003; the original author was Francisco de Vitoria (1483-1546).