د برتانيې شاهي کورنۍ

د برتانيې شاهي کورنۍ د ملکې الزابت دويمې او د هغې له نژدې خپلوانو جوړه ده. په دې اړوند چې څوک د کورنۍ غړی دی او څوک نه دی، دقيق او رسمي قانوني تعريف نه شته، خو شاهي کورنۍ بېلا بېلا نوملړونه خپاره کړي چې په ډاګه کوي څوک د شاهي کورنۍ برخه دی. د کورنۍ ډېری غړي د برتانيې د پاچايۍ استازیتوب کوي، له پاچا سره د هغه په  عامه مسئوليتونو کې مرسته کوي او ډېر ځله خيريه کارونه او خپلې ګټې تعقيبوي. شاهي کورنۍ د برتانيې کلتوري بېلګه بلل کېږي. [۱][۲]

د کورنۍ غړي سمول

د متحده سلطنت او څوارلسو نورو ټولګټو قلمرو سلطنتي مشر ملکه الزابت دويمه ده. هغه د شاهي کورنۍ مشره هم ده. څلور بچيان، اته لمسيان او دولس کړوسيان لري. په لارډ چمبرلين «چې د شاهي کورنۍ يو نوملړ دی» کې د جورج شپږم د ټولو بچيانو او د هغوی د مېرمنو (د يارک د دوشش سارا په ګډون چې اوس طلاقه شوې)، همدا راز د ملکې د تره بچيانو او د هغوی رتبې او د هغوی مېرمنې شاملې دي. د لارډ چمبرلين نوملړ د شاهي نښو او د کورنۍ د انځورونو د کارولو د تنظيم په موخه عملي کېږي. په ورته وخت کې د شاهي کورنۍ وېبپاڼې «د شاهي کورنۍ د غړو» يو نوملړ وړاندې کړی دی؛ د شهزادګۍ بياتريس، شهزادګۍ يوجني او کينت له دوشس پرته د شاهي کورنۍ د ټولو غړو انځورونه لاندې ورکړل شوي. د شاهي کورنۍ له يو غړي سره د ښه راغلاست په اړه د شاهي کورنۍ لارښود وايي چې دوی بايد په لومړي ځل  په دې ډول مخاطب شي «تاسې اعلیحضرت سلطنتي». ستاسې اعلیحضرت سلطنتي حيثيت يواځې د پاچا بچيانو، نارينه لمسيانو، د ويلز د شهزاده د مشر بچي اولادونو او د دوی مېرمنو ته ورکړل شوی دی.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

  • د شاهي کورنۍ مرکزي هسته د ملکې الزابت دويمې، د ويلز شهزاده چارلس، د کورنوال دوشس کاميلا، د کمبريج دوک شهزاده وليام، د کمبريج دوشس کاترين، شاهي شهزادګۍ ان، د وسکس ارل اډوارډ، د وسکس کنتس سوفي څخه جوړه ده. دوی د پوره وخت لپاره شاهي دندې پر مخ وړي.[۱۰]
  • تر دوی د ښکته حيثيت خپلوان، کوم چې ځينې دندې تر سره کوي په هغوی کې، د کنت ډيوک اډوارډ، شهزادګۍ الکسندرا، د ګلاستر ډيوک شهزاده ريچارډ او د ګلاستر دوشس بيرجيت، شامل دي.[۱۰]
  • د شاهي کورنۍ نور غړي چې شاهي رتبې لري؛ خو کومه رسمي دنده نه تر سره کوي دا دي: د يارک ډيوک شهزاده انډريو، د ساسکس ډيوک شهزاده هري، د ساسکس دوشس میګان، شهزاده بئاتريس، شهزاده يوژني، د کينت دوشس کاترين او د کينت شهزاده او شهزادګۍ مايکل.[۱۰]

لقب او کورنی نوم سمول

د پاچا بچيان، پلرني لمسيان او د ويلز د شهزاده د مشر زوی بچيان په خپله د شهزادګانو په نوم پېژندل کېږي چې د «شاهي اعلحضرت» (HRH) لقب خپلوي.  شاهي اشرافو، عموماً شهزاده ګانو ته له واده مخکې د ډيوک لقب ورکول کېږي. د ملکې د لور بچيان هر يو پيټر فيليپس او زارا ټينډال او «ان» له همدې امله شهزاده او شهزادګۍ نه دي. ليډي لويز ماونټ بيټن-ويندزور او جيمز مونټ بيټن-وينزور، ويسکونټ سورن، که څه هم د درناوي حيثیت ورکړل شوی، خو دوی ته هم شهزاده يا شهزادګۍ نه ويل کېږي؛ ځکه چې د دوی مور او پلار د وسکس «ارل» او «کنټس» غوښتل چې بچیان يې متواضع لقبونه ولري. د معلوماتو پر اساس شهزاده چارلس هيله لري که چېرې پاچا شي نو د شاهي کورنۍ د غړو شمېر به کم کړي. [۱۱] [۱۲][۱۳] [۱۴]

له دود سره سم د شاهي کورنۍ د نارينه غړيو مېرمنې هم د خپلو مېړونو حق او لقب خپلوي. د واده له لارې د شهزادګيو لقب د هغوی له نوم سره نه تړل کېږي، بلکې د هغوی د ميړونو سره تړل کېږي، د بېلګې په ډول، د کينت شهزاده مايکل مېرمن د کينت شهزادګۍ مايکل ده. د پاچا زامنو ته په دوديز لحاظ له واده سره سم د ډيوک لقب ورکول کېږي او همدا شريف لقب د هغوی مشرانو زامنو ته لېږدېږي.[۱۵]

د پنځم جورج نارينه زوزات او تر واده پورې ښځينه زوزات ټول د وينډزور کورنی نوم له ځانه سره اخلي. له واده شويو ښځو پرته، د ملکې دويمې الزابت د نارينه زوزات کورنی نوم مونټ باټن ويندزور دی، دا د هغې د مېړه د ايډنبرا ډ‌يوک شهزاده فليپ د نوم څرګندونه کوي، څوک چې په يونان کې زېږېدلی، او بيا د تابعيت له اخستلو وروسته دا نوم ورکول شوی. د شاهي کورنۍ هغو غړو ته عموماً د کورني نوم اړتیا نه وي، چاته چې د شهزاده يا شهزادګۍ نوم، او د اعلیحضرت/اعلی حضرتې القاب ورکړل شوي وي. دوی د واده د ثبت دفتر په څېر په رسمي اسنادو کې د خپل کورني نوم څخه ګټه اخلي. [۱۶]

ولسي دندې سمول

د الزابت دويمې په استازيتوب د هغې بچيان او د هغوی جوړې (مېرمن/مېړه) او بيا د هغوی لمسيان او د هغوی جوړې (مېرمن/مېړه)، په همدې ترتيب د ملکې د اکا بچيان او د هغوی جوړې (مېرمن/مېړه) رسمي دندې پر غاړه اخلي. د هغې د اکا په بچيانو کې يواځې د پاچا پنځم جورج زامن شاهي دندې پر مخ وړي. دا کورنۍ د قانوني فعاليتونو څخه پرته، له ملکې سره د هغې په دولتي او ملي دندو کې مرسته کوي. که واکمن کمزوری شي، د دولت له دوه سلاکارانو غوښتنه کېږي چې د هغې دندې پر مخ يوسي چې شهزاده چارلس، شهزاده وليام، شهزاده هري او شهزاده انډريو په دې برخه کې خدمت کولای شي. [۱۷][۱۸]

هر کال دا کورنۍ «په انګلستان او ټوله نړۍ کې له دوه زرو څخه زياتې رسمې دندې تر سره کوي»، د اويا زره ميلمنو پالنه کوي او سل زره ليکونو ته ځواب وايي. په دې کارونو کې د دولتي مسئولينو جنازې، ملي مېلې، په ټولنيزو موخو جوړې شوې غونډې، ښه راغلاست او له وسله وال پوځ څخه لېدنې شامل دي. د ملکې د زامنو او لمسيانو په ګډون، د دې کورنۍ ډېريو غړيو په خپله په وسله والو ځواکونو کې دنده ترسره کړې. دا فعاليتونه او د شاهي کورنۍ  ورځنۍ لېدنې او مصروفيتونه د دربار په نشريه کې ثبتيږي. د عامو خلکو په وړاندې راښکاره کېدل ډېر ځله په پلي تګ کې وي، چېرته چې د شاهي کورنۍ غړي په بهرنيو مراسمو کې له عامو خلکو سره ستړې مشې او خبرې کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د پارلمان دولتي پرانيسته، رنګينه سرتيري او د ملي خدماتو يادونه هغه کلني مراسم دي چې شاهي کورنۍ پکې ګډون کوي. د تاريخ پوه رابرټ ليسي په وينا ملکې ويلي چې په خپل منصب د وياړ تر لاسه کوونکو ټاکنه، تر ټولو مهم هغه څه دي چې هغه يې تر سره کوي. شهزاده وليام، شهزاده چارلس او شهزادګۍ «ان» هم دولتي دندې لري. د کورنۍ غړي نورو هېوادونو او سفيرانو سره په رسمي ليدنو او سفرونو کې د ملکې استازيتوب کوي، تر څو ديپلوماتيکې اړيکې پیاوړې کړي. دوی همدا راز د پاچا په استازولۍ د ټولګټو په ناستو کې ګډون کوي. دوی د ټولګټو چارو او بهرنيو چارو وزارتونو په لارښوونه په دولتي ليدنو کې ګډون کوي چې په دې کې مهمو شخصيتونو ته ښه راغلاست او رسمي ميلمستياوې شاملې دي. ژورنالست جيمز فورساټ دې کورنۍ ته «نرم ځواک شتمني» نوم اخلي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د شاهي کورنۍ ولسي دندې او فعاليتونو ته په کتنې سره، کله کله هېوادونه دې ته يو «شرکت» وايي، دا هغه اصطلاح ده چې د شپږم جورج څخه سرچينه اخلي. له سياسي او سوداګريز اړخه، د شاهي کورنۍ غړي له خپلو ولسي دندو سره د خپلو ګټو له ټکر ډډه کوي. شاهي کورنۍ د برتانيې کلتوري نښه بلل کېږي، له هېواده بهر ځوانان دا کورنۍ د هغو خلکو يوه ډله بولي چې د برتانيې له کلتور سره ډېر نژدې دي. له غړيو څخه تمه کېږي چې د برتانيې صنعت ته وده ورکړي. عمدتاً شاهي کورنۍ غړي د انګلستان د کليسا غړي دي چې مشري يې پاچا کوي او تر دې مخکې يې د سکاټلينډ کليسا لپاره د عالي کميسار په توګه دنده تر سره کړې.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینې سمول

  1. "Royal Family". royal.gov.uk. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "List of the Royal Family" (PDF). royal.gov.uk. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 4 June 2021 باندې). The Firm: Britain's royal 'institution' explained. CNN
  4. (په 9 April 2021 باندې). UK Royal Family: Who is in it and how does it work?. BBC
  5. "Her Majesty The Queen - Marriage and Family". The Royal Family. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "List of the Royal Family" (PDF). royal.gov.uk. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Use of Royal Arms, Names and Images". royal.gov.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Royal Family". royal.gov.uk. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Greeting a Member of the Royal Family". royal.gov.uk. مؤرشف من الأصل في ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ (په 21 April 2021 باندې). Sophie and Edward: what key role after death of Prince Philip could mean. The Guardian
  11. (په 10 May 2019 باندې). Archie, the newest British royal family member, has no title. Here’s why (we think). Los Angeles Times
  12. Abraham, Ellie. "How Do British Royals Get Their Titles?". The Independent. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Abrams, Maragret. "What is a duke? And how is the title different from a prince?". Evening Standard. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 8 March 2021 باندې). Was Meghan's son Archie denied the title 'prince' because he's mixed race?. The Guardian
  15. "FAQs - Prince Michael of Kent". www.princemichael.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Royal Family name". The Royal Family. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The role of the Royal Family". The Royal Family. 23 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 29 October 2021 باندې). The royal we: subtle transition as ageing Queen devolves more duties. The Guardian
  19. Praderio, Caroline. "Here's What The Royal Family Actually Does Every Day". The Independent. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 9 April 2021 باندې). UK Royal Family: Who is in it and how does it work?. BBC
  21. Said-Moorhouse, Laure. "The Queen returns to royal duties following Prince Philip's death". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lam, Katherine. "Queen Elizabeth's daughter Princess Anne explains why she doesn't shake fans' hands". Fox News. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 24 May 2012 باندې). How the royal family bounced back from its 'annus horribilis'. The Guardian
  24. "Investitures". The Royal Family. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Royal diplomacy to play key role in life after Brexit". ITV News. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "State Visits". The Royal Family. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 13 August 2021 باندې). Britain needs the royal family more than ever. The Times
  28. (په 12 January 2020 باندې). Harry and Meghan crisis: Royal showdown looms. MSN.
  29. (په 12 June 2015 باندې). Financing the firm: how the royal family make their money. Newsweek.
  30. Culbertson, Alix. "Harry and Meghan: What is 'the firm' and how does the Royal Family work?". Sky News. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 4 June 2021 باندې). The Firm: Britain's royal 'institution' explained. CNN
  32. (په 12 December 2016 باندې). Culture, attraction and soft power. British Council
  33. Baker, Lindsey. "How royal women have shaped fashion". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. . How the Church of England has shifted on divorce, from Henry VIII to Meghan Markle. Washington Post
  35. "The Queen, the Church and other faiths". The Royal Family. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)