د برازیل کلتور


د برازیل کلتور په اصل کې غربي کلتور دی، چې له پرتګالي کلتور او همدارنګه د هغه کلتوري او توکمیز یوځای والي نه چې د بومي خلکو، پرتګالي استعمارګرانو او افریقیانو ترمنځ رامنځته شوی، اخیستل شوی دی. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې ایټالویان، هسپانویان، جرمنان، اتریشیان، عربان، ارمنیان، جاپانیان، چینایان، کوریایان، یونانیان، پولنډیان، سویسیان، اوکراینیان او روسان په برازیل کې مېشت شوو، چې د برازیل په کلتور کې او د څو کلتوري او څو توکمیزې ټولنې په رامنځته کولو کې یې مهم رول ولوباوه. [۱][۲]

د پرتګالي سترواکۍ د استعمار په پایله کې چې درې پېړۍ یې دوام وکړ، د برازیل د کلتور هسته یا اصلي بنسټ د پرتګال له کلتور نه واخیستل شو. د پرتګالي میراثونو په ډله کې ژبه، د خواړو توکي لکه وریجې، لوبیا او فیجوډا، غالب مذهب او د استعماري معمارۍ سبکونه شامل دي. په هرحال، دا اړخونه د افریقایي او بومي یا اصلي امریکایي د دودونو او همدارنګه د نورو لویدیځو اروپایي هیوادونو له خوا اغیزمن شوي. د برازیل د کلتور ځینې اړخونه د ایټالوي، هسپانوي، جرمني، جاپاني او نورو اروپایی مهاجرینو ونډه ده. امريکايانو او افريقايانو د برازيل د ژبې، خواړو، موسيقۍ، نڅا او مذهب په جوړولو کې ستر رول لوبولی دی. [۳][۴][۵][۶]

دغه متنوع کلتوري شالید د هغو ډیریو جشنونو او مراسمو په ښودلو کې کې مرسته کړې، چې په ټولې نړۍ کې پیژندل شوي لکه: د برازیل کارنیوال او Bumba Meu Boi. دې رنګین کلتور د سیلانیانو لپاره داسې چاپیریال رامنځته کړی چې هر کال شاوخوا یو میلیون نه ډیر سیلانیان له برازیل نه لیدنه کوي.[۷]

تاریخ سمول

له درېیو پیړیو راهیسې برازیل د پرتګال مستعمره و. په دې دوره کې شاوخوا یو میلیون پرتګالي مهاجر راغلل او خپل کلتور یې مستعمرې ته راووړ. د برازیل بومي یا اصلي اوسیدونکو له استعمارګرانو سره ډیرې اړیکې درلودې. ډیری یې له منځه لاړل، ځینې نور له پرتګالیانو سره یوځای شوو. د همدې دلیل لپاره، برازیل په خپل کلتور کې په ځانګړې توګه په خپلو خواړو او ژبه کې امریکايي اغیزې هم لري. برازیلي پرتګالي په سلګونو داسې کلیمې لري چې له اصلي امریکايي نه یې سرچینه اخیستې ده.[۸][۹]

هغه تور افریقایان چې برازیل ته د غلامانو په توګه راوړل شوي وو، د برازیل د کلتور په جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده. که څه هم پرتګالي استعمارګرانو خپل غلامان دې ته اړ کول چې کاتولیکزم ته مخه کړي او په پرتګالي ژبې خبرې وکړي، خو د هغوئ کلتوري اغیزې د برازیل د ټولو توکمونو او [۱۰]

اصلي اوسیدونکو له خوا جذب شوې. د برازیل ځینې سیمې، په ځانګړې توګه باهیا، د موسیقۍ، خواړو، نڅا او ژبې په برخه کې د پام وړ افریقایي میراثونو درلودونکې دي.[۱۱][۱۲]

ژبه سمول

د برازیل رسمي ژبه پرتګالي ده. شاوخوا ۹۹ سلنه نفوس په همدې ژبې خبرې کوي، چې دا ژبه یې د ملي هویت یو له پیاوړو عناصرو څخه ګرځولې ده. یوازې ځینې امریکايي ډلې او د مهاجرینو کوچنۍ ډلې شتون لري چې په پرتګالي ژبې خبرې نه کوي.[۱۳]

اقلیت ژبې په ټول هیواد کې ویل کیږي. په لیرې پرتو سیمو کې یو سل او اتیا امریکایی ژبې ویل کیږي او یو شمیر نورې ژبې د مهاجرینو او د دوی د ماشومانو له خوا ویل کېږي. د هیواد په سویل کې د الماني ژبې د پام وړ ټولنې شتون لري (ډېری د Hunsrückisch، د الماني ژبې لوړه لهجه ده) او ایټالیوي (ډېری د تالیان لهجه ده) خبرې کوي، چې دواړه د پرتګالي ژبې له خوا اغیزمنې شوې دي. د یادونې وړ ده چې سلاویکي ټولنې، اوکراینیان او پولنډیان هم ددې اقلیت ژبو برخې دي.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

دین سمول

د برازیل د نفوس شاوخوا ۲/۳ برخه رومي کاتولیکان دي. کاتولیک د پرتګالي یسوعیونو له خوا چې په ۱۵۴۹ کې د استعمار پر مهال د بومي خلکو د مذهب د بدلولو په موخه راغلي وو، معرفي او خپور شو. د عیسی ټولنې د برازیل د مذهبي هویت په جوړولو کې لوی رول لوبولی دی، تر هغه چې په ۱۸ پیړۍ کې د مارکي پومبال له خوا له دې هیواد نه وشړل شو.   [۱۹]

د برازیل ټولنه په دې وروستیو لسیزو کې د پروټیسټانټ د ودې شاهده وه. د ۱۹۴۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ، د رومي کاتولیکانو سلنه له ۹۵٪ نه ۶۴،۶٪ ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې د پروټیسټانټ بېلابېل مذهبونه له ۲،۶٪ نه ۲۲،۲٪ ته لوړ شوي دي.[۲۰]

افریقایي-برازیلی مذهب Candomblé، د orixá  له خدایانو سره، چې د یوروبا له دودونو نه مشتق شوی دی، په عمومي ډول سلواډور او باهیا کې ځانګړی ارزښت لري.[۲۱]

ادبیات سمول

په برازیل کې د ادبیاتو تاریخ شپاړلسمې پیړۍ پورې رسېږي، په برازیل کې د لومړنيو پرتګالي سپړونکو لیکنو لکه Pêro Vaz de Caminha، چې د ژویو، نباتاتو او بومي خلکو توضیحات په کې شامل وو، هغه اروپایان یې حیران کړل چې برازیل ته تللي وو. کله چې برازیل د پرتګال مستعمره شو، هلته «یسوعي ادبیات» شتون درلود، چې اصلي نوم یې پلار انتونیو وییرا و، یو پرتګالي یسوعی و چې د پرتګالي ژبې د نامتو باروک لیکوالانو له ډلې څخه و. د دې دورې یو څو نورې څرګندې ادبي بېلګې لا ژوندۍ پاتې دي، چې له هغې ډلې د José Basílio da Gama's حماسي شعر دی چې دپرتګاليانو له خوا د ماموریتونو د فتحې په جشن کې، او د Gregório de Matos Guerra کار دی، چې په لویه کچه یې طنزي، مذهبي او سیکولر شعرونه رامنځته کړه. په برازیل کې د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې نیوکلاسیزم د ایټالوي سبک په پیروۍ دود و. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ټلویزیون سمول

د برازیل د معاصر مشهور کلتور په رغونې کې ټلویزیون لوی رول لوبولی دی. چې په ۱۹۵۰ کې د  Assis Chateaubriand  له خوا معرفي شو او د هیواد د ډله ییزو رسنیو په ډله کې ترټولو مهم عنصر پاتې دی.

Telenovelas د برازیل د تلویزیون یوه ځانګړتیا ده، چې معمولا په ډیریو لویو تلویزیوني شبکو کې په هغه وخت کې چې ډېر لیدونکي لري خپریږي. په انګلیسي ژبو هیوادونو کې Telenovelas د مفهوم له لحاظه تلویزیوني سریالونو ته ورته دی، خو د وخت له اړخه توپیر لري، telenovelas ډېر لنډ (معمولا شاوخوا ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ برخې) وي. چې په پراخه کچه په ټول هیواد کې لیدل کیږي، تر دې حده چې د ملي هویت او یووالي په برخه کې د پام وړ عنصر ګڼل کېږي، او له ۱۲۰ نه زیاتو هیوادونو ته لېږدول شوي دي.[۲۸]

ټولنیزې رسنۍ سمول

په برازیل کې چې د سویلي امریکا یو هېواد دی ټولنیزې رسنۍ د ټولنیزو شبکو غوښتنلیکونه کاروي. دا د اقتصادي ودې او کمپیوټرونو او ځیرک مبایلونو ته د لاسرسۍ له امله دی. برازیل په نړۍ کې د ټویټر دویم لوی کارونکی هېواد دی (په ۴۱،۲ میلیون ټویټرونو کې) او د متحده ایالاتو نه بهر د یوټیوب ترټولو لوی بازار دی. په ۲۰۱۲ کې، په اوسط ډول په فیسبوک کې د مصرف شوي وخت ۲۰۸٪ زیاتوالی موندلی په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په کارولو کې یې ۲٪ کموالی راغلی. په ۲۰۱۳ کې، برازیل د نړۍ په کچه د ۶۵ میلیونو خلکو په درلودلو سره د فیسبوک د کاروونکو په دویم لوړ شمیر کې ځای درلود. په دې موده کې، برازیل کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په اوسط ډول په میاشت کې ۹،۷ ساعته انلاین تېر کړي دي.[۲۹]

سرچينې سمول

  1. Teresa A. Meade (2009). A Brief History of Brazil. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7788-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "BRASIL CULTURA | O site da cultura brasileira". د اصلي آرشيف څخه پر April 5, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "15th-16th Century". History. Brazilian Government official website. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "People and Society". Encarta. MSN.  Archived 2008-05-07 at the Wayback Machine.
  5. "Population". Encarta. MSN.  Archived 2008-05-07 at the Wayback Machine.[dubious ]
  6. . The Afro-Brazilian experiment – African influence on Brazilian culture. UNESCO
  7. "The Culture of Brazil". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "IBGE teen". 24 February 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ فبروري ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "IBGE teen". 15 March 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "IBGE teen". 15 March 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "IBGE Educa". IBGE - Educa. د اصلي آرشيف څخه پر November 12, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "IBGE Educa". IBGE - Educa. د اصلي آرشيف څخه پر October 29, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "A guide to Brazil – etiquette, customs, clothing and more…". Kwintessential. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Harvcoltxt
  15. Naro, Anthony Julius; Scherre, Maria Marta Pereira (January 1, 2007). Origens do português brasileiro. Parábola. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788588456655 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Noll, Volker, "Das Brasilianische Portugiesisch", 1999.
  17. "o portugues brasileiro: formaçao e contrastes - Livro". m.travessa.com.br. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Miscigenação da Língua Portuguesa". Brasil Escola. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Jesuítas". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Censo". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shirey, Heather (December 2009). "Transforming the Orixás: Candomblé in Sacred and Secular Spaces in Salvador da Bahia, Brazil". African Arts. 42 (4): 62–79. doi:10.1162/afar.2009.42.4.62. ISSN 0001-9933. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Literature". Encarta. MSN.  Archived 2008-04-20 at the Wayback Machine.
  23. "Antonio Gonçalves Dias". Article on Encyclopædia Britannica.
  24. Caldwell, Helen (1970) Machado de Assis: The Brazilian Master and his Novels. Berkeley, Los Angeles and London, University of California Press.
  25. Fernandez, Oscar Machado de Assis: The Brazilian Master and His Novels The Modern Language Journal, Vol. 55, No. 4 (Apr., 1971), pp. 255–256
  26. João Cezar de Castro Rocha, "Introduction" Archived June 25, 2008, at the Wayback Machine.. Portuguese Literature and Cultural Studies 13/14 (2006): xxiv.
  27. Bloom, Harold (2002). Genius: A Mosaic of One Hundred Exemplary Creative Minds. New York: Warner Books. د کتاب پاڼې 674. OCLC 49031283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-446-52717-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Telenovela". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Joia, Luiz Antonio (2 July 2016). "Social Media and the "20 Cents Movement" in Brazil: What Lessons Can Be Learnt from This?". Information Technology for Development. 22 (3): 422–435. doi:10.1080/02681102.2015.1027882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)