د برازیل سیاسي نظام

د برازیل سیاسي نظام د استازیتوب پر بنسټ د فدرال ولسمشریز دیموکراتیک جمهوریت په اډانه کې تنظیم شوی، چې ولسمشر په هغو کې د دولت او حکومت دواړو مشري پر غاړه لري او د څو ګوندي سیسټم پر بنسټ جوړېږي. د برازیل په سیاسي او اداري جوړښت کې فدرال دولت، ۲۶ ایالتونه، یوه فدرال ناحیه او شاروالۍ شاملېږي.

فدرال حکومت پر مرکزي حکومت بشپړ واک چلوي چې له دریو اجرایوي، قضایي او مقننه قوو څخه جوړېږي. اجرایوي واک د ولسمشر په واک کې دی چې د کابینې په مشوره چارې مخته وکړي. مقننه قوه ملي شورا ته اړونده ده چې له فدرال سنا او ولسي جرګې څخه جوړه ده. قضايي واک هم د قضایي پلاوي په لاس کې دی چې فدرال ستره محکمه، د عدالت ستره محکمه او نورې سترې محکمې، د ملي عدالت له شورا او سیمه یئزو فدرال محاکمو څخه جوړېږي.

ایالتونه په کې خپلواک ملي اداري واحدونه دي چې هر یو یې ځانته حکومتونه لري او له نورو ټولو فدرال واحدونو سره په ګډه د برازیل فدرالي جمهوریت جوړوي. اوس مهال برازیل له سیاسي او اداري پلوه په ۲۷ فدرال برخو ویشل شوی چې ۲۶ ایالتونه او یوه فدرال ناحیه ورته اړوندېږي. په ایالتونو کې اجرایوي واک د والي په لاس کې دی چې د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. قضایه قوه له سترې محکمې او ایستناف محکمې څخه جوړېږي چې د عامه عدالت چارې مخته وکړي. هر ایالت ځانته جلا یوه جرګه لرونکې مقننه قوه لري چې ایالتي قوانینو ته رایې ورکوي. د برازیل اساسي قانون د مستقیمې دیموکراسۍ دوه عناصر په رسمیت پېژني چې د دغه قانون په ۱۴مه ماده کې یې یادونه شوې. قانون جوړونکې شوراګانې د ایالتونو د اجرایه قوو او ښاروالیو پر چارو څارنه کوي. [۱]

ښاروالۍ د برازیل د فدرال جمهوریت کوچني اداري واحدونه دي. هره ښاروالي د خپلواکې سیمه ئیزې حکومتولۍ لرونکې دي چې ښاروال یې په سر کې ځای لري او مستقیما د خلکو په رایه د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او سربېره پر دې یو قانون جوړونکی جوړښت لري چې د هغو استازي هم د خلکو له خوا په مستقیم ډول ټاکل کېږي.

برازیل نامحدود څو ګوندي سیسټم او په پریمانه شمېر سیاسي ګوندونه لري. یو شمېر ګوندونه یې ایډیالوژیک ثبات نه لري او له همدې امله د شورا په غړو کې دا موضوع ډېره عادي چاره ده چې له یوه ګوند څخه بل ګوند ته لاړ شي. ورته مهال  د ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو شتون د دې لامل ګرځي څو اجرایوي قوه د ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو ائتلاف رامنځته کولو ته اړ وي او باید متنوع تر ډېره هم د ایډیالوژیکي پلوه نامسنجم ائتلافونه د قوانینو د تصویب په موخه سره همغږي کړي (له همدې امله هم د ائتلافي جمهوري نظام په توګه پېژندل کېږي). د ایکونامېسټ انټلېجنس یونټ د دیموکراسۍ شاخص په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ زکال کې برازیل «د معیوبو دیموکراسیو» د لرونکو هېوادونو په ډله کې یاد کړی. [۲][۳][۴][۵][۶]

دولت سمول

فدرال دولت سمول

برازیل د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې د استازیتوب د دیموکراسۍ پر بنسټ فدرال ولسمشریز جمهوریت دی. فدرال دولت د اجرایوي، مقننې او قضایې قوو درې خپلواکې څانګې لري. اجرایوي واک چې د اجرایوي برخې له خوا کارول کېږي مشري یې د ولسمشر پر غاړه ده او وزیران ورته په چارو کې مشوره ورکوي. ولسمشر د دولت او حکومت دواړو مشر دی. مقننه قوه ملي شورا ته اړونده ده چې د فدرال سنا او ولسي جرګې څخه جوړېږي. قضايي واک هم د قضایي پلاوي له خوا کارول کېږي چې له فدرال ستره محکمې، د عدالت له سترې محکمې او نورو سترو محکمو، د ملي عدالت له شورا او سیمه یئزو فدرال محکمو څخه جوړېږي.

ایالتونه سمول

د برازیل ۲۶ ایالتونه نیمه خپلواکه خود مختاره بنسټونه دي چې بشپړې اداري څانګې، نسبي مالي خپلواکي او هېوادنیو سمبولونو ته په ورته بڼه ځانګړي اداري سمبولونه لري. د نسبي خودمختارۍ لرلو سربېره ټول یې د داسې اداري جوړښتونو لرونکي دي چې په فدرال اساسي قانون کې ټاکل شوي.

ایالتونه په هرو څلورو کلونو کې یوځل ټاکنې کوي او په پام وړ توګه د خپل واک څرګندويي کوي. د ۱۹۸۸ زکال اساسي قانون ایالتونو ته دا اجازه ورکوي چې خپل مالیات وساتي، ایالتي جرګې جوړې کړي او همدارنګه د فدرال حکومت له خوا په سیمه ئیزه کچه راغونډو شوو مالیاتو کې ځانته ځانګړی تخصیص ولري.

په ایالتونو کې اجرایوي واک د والي او د هغه له خوا د ټاکل شوو منشیانو په لاس کې دی؛ مقننه چارې یې مقننه قوه مخته وړي او قضایه واک هم د عدالت د محکمې په واک کې دی. والیان او د مقننه شورا غړي انتخابي دي، خو د قضایه پلاوي غړي بیا د هغه نوملړ څخه د والي په لاس غوره کېږي چې ایالتي حقوقي محکمه یې وړاندې کوي او یوازې قاضیان په دغه نوملړ کې راتللی شي (دغه کسان د حقوقو په برخه کې د سند لرلو سربېره د آزادۍ سیالۍ په امتحان کې د زیاتو نمرو اخیستو پر بنسټ ټاکل کېږي). د والي له خوا ټاکل کېدونی قاضي باید له لوړې کولو وړاندې د شورا له خوا تائید شوی وي. د ۱۹۸۸ زکال اساسي قانون د پخواني جمهوریت له اساسي قانون څخه ډېر واکونه ایالتونو ته ورکړي دي.

د والیانو د ټاکلو په ټاکنه کې باید ګټونکی والي له ۵۰ سلنه زیاته رایې ترلاسه کړي چې له همدې امله ځینې مهال د اړتیا په صورت کې د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ دویم ځلي ټاکنې هم کېږي. د فدرال جوړښت پر خلاف ایالتي مقننه قوه یوه جرګه لري، په داسې حال کې چې استازي یې په ورته ډول ټاکل کېږي چې د پرانیستي نوملړ سیستم لري او هر ایالت د یوې انتخابي حوزې په توګه عمل کوي. په ایالتي کچه ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو او د ملي شورا له ټاکنو سره هم مهاله ترسره کېږي. په ۲۰۰۲ زکال کې اتو بېلابېلو ګوندونو د ایالتونو څوکۍ خپلې کړې، په داسې حال کې چې ۲۸ مختلفو ګوندونو د دغه هېواد په ایالتي مقننه قوو کې غړي لرل.

ښاروالۍ سمول

د برازیل د ښارونو او ښارګوټو ترمنځ د جلا کېدو هېڅ واضحې پولې شتون نه لري. د ښاروالیو ترمنځ یوازنی احتمالي توپیر دا دی چې یو شمېر یې پخواني جوړښتونه لري او یو شمېر نورې یې بیا هغه نه لري. له دې پرته یوازې هغه د خپلې اندازې او اهمیت له مخې له یو بل توپیر لري.

ښاروالي (município) هغه قلمرو ته ویل کېږي چې یوه ښاري سیمه، مرکز چې نوم یې هم ترې اخیستل کېږي او څو نورې کوچنۍ ښاري یا کلیوالي سیمې ولري. د ښاروالیو مرکز باید د هغو د ښاري سیمې په ګڼه ګوڼې لرونکي ځای وي. هغه مهال چې یوه ښاري برخه له کچې زیاته وده کوي، په معمول ډول له خپلې اصلي ښاروالۍ جلا کېږي او نوې ښاروالي جوړوي.

ښاروالۍ نسبتا خپلواکې دي؛ خپل «قانون» جوړوي چې ورته ارګانیک قانون (Lei Orgânica) ویل کېږي او له مخې یې دا اجازه مومي څو مالیات او فیسونه راغوندي کړي، د ښاروالۍ د پولیسو ځواک (د ډېرو کمو واکونو په لرلو) وساتي، دې هرې موضوع اړوند ځانګړي قوانین جوړ کړي خو باید له فدرال او ملي اساسي قوانینو سره په ټکر کې نه وي او همدارنګه خپل ځانګړي سمبولونه (لکه بیرغ، ملي سرود او نښان) رامنځته کړي. له دې سره ډېری ښاروالۍ له خپلو ټولو دغو حقونو کار نه اخلي. د بېلګې په توګه ډېرې لږ ښاروالۍ د پولیسو ځواک ساتي، یو شمېر یې د پانګوالو او یا هم استوګنې کوونکو د جلبولو په موخه مالیات نه غونډوي او ډیری نورې بیرغ نه لري (په داسې حال کې چې ټول باید خپل ځانګړی نښان ولري».

ښاروالۍ د ښاروال (prefeito) او د سلاکارانو د یوې شورا (Câmara de Vereadores) له خوا اداره کېږي. په هغو ښاروالیو کې چې له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیات رایې ورکوونکي لري، ښاروال باید له ۵۰ سلنه څخه زیاتو معتبرو رایو پر بنسټ وټاکل شي. د ښاروالۍ اجرایوي قوې ته پیرفیتورا (Prefeitura) ویل کېږي.

د برازیل ښاروالۍ د پراختیا او نفوسو د شمېر له مخې له یوبل سره پراخ توپیر لري. په پارا ایالت کې د التامیرا ښاروالي د ۱۶۱۴۴۵.۹ کیلومتر مربع ساحې په لرلو د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو څخه لویه ده. د برازیل ګڼ شمېر ښاروالۍ له یو میلیون زیات اوسېدنکي لري چې تر ټولو زیات نفوس یې په سائوپائلو ښاروالۍ کې دی چې شمېر یې ۹ میلیونه تنو ته رسېږي.

فدرال سیمه سمول

فدرال سیمه د دغه فدراسیون تر ټولو غیرعادي واحد دی، ځکه چې د ښاروالیو په څېر نه ده تنظیم شوې او یا هم د ایالت په څېر خپلواکي نه لري (په داسې حال کې چې د دغو دواړو ترمنځ ګڼل کېږي) او له مرکزي واک سره نږدې اړیکې لري.

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:In lang Navigator to Direct Democracy "Scientific overview of direct democracy procedures in Brazil"
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).