د بدن بد بوی

د بدن بد بوی ته په طبي اصطلاح bromhidrosis وایي. د بدن بد بوی هغه حالت ته ویل کیږي چي بدن د خپل عادي حالت څخه یو نه خوښونکی بوی ولري، په ځینو کسانو که څه هم ځان پاک ساتي خو بدن یې بیا هم بد بوی لري، اما په ځینو کسانو کي چي ځان پاک نه ساتي دا بوی وجود لري. څنګه کولای سو چي دا نه خوښونکی بوی له منځه یوسو یا یې کم کړو!

  • حمام کول: باید هر ورځ حمام وکړی، بدن مو  په مناسب صابون پریولی چي د پوستکي د ډاکټر لخوا درته وړاندي سوی وي تر څو بدن مو په ځنډ سره بوی واخلی، دا صابون ددې لامل ګرځي چي ستاسي د پوستکي باکټریاوي کمي کړي.
  • د ویښتانو اصلاح کول: د تخرونو (د بغل لاندي ساحه) د وېښتانو کمول، د باکټر یاو د کموالي لامل ګرځي چي په نتیجه کي بدن بد بوی کموي.
  • د عطرو استعمال: د عطرو استعمال هم د ښکلا او هم د بدن د ښه بوی لپاره یو غوره لار ده، چي تاسي کولای سی هر ورځ یې استعمال کړی. پیاد ولری چي عطر مو په غاړه او د پوستکي هغه برخي چي د لمر شعاع ته برابریږي مه استعمالوی، ځکه ځیني عطر د برګاموت مادي په درلودلو سره د پوستکي د لکي لامل ګرځي.
  • کالي ( لباس): کله چي کالي، یخنکاک، جرابي یا هم بلوز رانیسی. فکر مو وي چي دا لباسونه د طبیعي یا نخي الیاف څخه جوړ سوي وي. طبیعي یا نخي الیافونه تر نورو لباسو هوا ژر تیرولای سي، همدا موضوع ددې سبب کیږي چي خوله کمه تولید سي او په نتیجه کي د بدن نه خوښونکی بوی کم سي.
  • په غذایي خوړولو کي احتیاط: د ځینو غذاو څخه پرهیز وکړی لکه پیاز، اوږه، تندي او مصاله لرونکي غذاوي او الکول، ځکه دا غذاوي د بدن بد بوی نور هم زیاتوي.

که چیري د بدن بد بوی د زیاتو خولو له امله وي کیدای سي چي د جراحي په واسطه د خولو تولیدونکي غدې و کښل سي یا هم بوتاکس په هغه ناحیو کي زرق سي.

تړلې لیکنې سمول

طب