د باواریا د ځای ناستوب جګړه

د باواریا د ځای ناستوب جګړه (پیل: د ۱۷۷۸ زکال د جولای ۳مه – پای: د ۱۷۷۹ زکال د می ۱۳مه) د ویتلسباخ لړۍ د باواریايي څانګې د له منځه تلو وروسته د باواریا د انتخابګرنشینې سیمې د ځای ناستوب پر سر د ساکسوني او پروس د اتحاد او د اتریشي هابسبورګ پاچاهۍ ترمنځ جګړه وه. د هابسبورګ پاچاهي د باواریا د نیولو په لټه کې وه، خو اتحاد یې مخالفت وکړ او د ویتلسباخ له بلې څانګې یې ملاتړ وکړ. دواړو لورو لوی پوځونه په حرکت راوړل، خو یوازې ډېرې کوچنۍ نښتې یې له یوبل سره لرلې. ورته مهال په زرګونو سرتېرو د ناروغۍ او لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړ له همدې امله په پروس او ساکسوني کې ورته د کچالو جګړه (Kartoffelkrieg) او په هابسبورګ اتریش کې هم ورته ځیني مهال د آلوچې کړکېچ (Zwetschgenrummel) ویل کېدله.

د ۱۷۷۷ زکال د ډسمبر په ۳۰مه ماکسیمیلیان یوزف چې د ویتلسباخ د ځوانې لړۍ وروستی غړی و د تڼاکو د ناروغۍ له امله بې اولاده ومړ. د هغه له مړینې وروسته څلورم چارلز تئودور د هغه د پاچاهۍ ادعا یې وکړه چې د ویتلسباخ د مخکښې لړۍ له غړو څخه و او د نږدې خپلوۍ ادعا یې لرله، خو هغه د ځای ناستوب لپاره مشروع اولاد نه درلود. له همدې امله د هغه د تره زوی دویم چارلز اګوست چې د تسوایبروکن دوک و د چارلز تئودور د فرضي وارث په توګه مشروع قانوني ادعا وکړه. خو د باواریا سویلي پولي ته د روم د سترواکۍ سترواک دویم یوزف د باواریا طمع لرله او په ۱۷۶۵ زکال کې یې د ماکسیمیلیان یوزف له خور ماریا یوزفا سره واده وکړ څو د باواریا اړوند خپله ادعا پیاوړې کړي. هغه له چارلز تئودور سره د دغه قلمرو په ویش هوکړې ته ورسېد او د تئودور د فرضي وارث چارلز اګوست هر ډول ادعاوې یې له پامه وغورځولې.

د جرمني ژب ویونکو قلمرونو ترلاسه کول د یوزف د سیاستونو اصلي برخه وه او په دې سره یې غوښتل څو په مرکزي اروپا کې د خپلې کورنۍ اغېز زیات کړي. د لوی فردریک لپاره د یوزف ادعا بیا د جرمني په سیاستونو کې د پروس برتري ګواښوله، خو هغه دا پوښتنه وړاندې کړه چې آیا باید دغه موجود وضعیت د جګړې، دیپلماسۍ او یا سوداګرۍ له لارې وساتل شي. ملکې ماریا ترزا چې د یوزف له حکومت سره یې کار کاوه د باواریا پر سر شخړې یې د وینې بهېدنې وړ نه بللې او په دې سره نه هغې او نه هم فردریک د دښمنۍ په لټون کې هېڅ ګټه نه لیدله. خو بیا هم یوزف د خپلې مور د ټینګار سربېره له خپلې ادعا پر شا نه شو. د ساکسوني انتخاب کوونکي دریم فردریک اګوست غوښتل د دغه دوک نشینې سیمې حاکمیت د خپلې مېرمنې د ورور چارلز اګوست لپاره خوندي کړي او هېڅ علاقه یې نه لرله چې هابسبورګ دې په خپلو سویلي او لویدیځو پولو کې زیات قلمرونه ولري. چارلز اګوست له پروس څخه د بیزارۍ سربېره چې په دوه پخوانیو جګړو کې د ساکسوني دښمن و د فردریک د ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې و؛ هغه چې خوښ و هابسبورګ وننګوي. فرانسې هم د قدرت د توازن په موخه په دغه چاره کې ځان ښکېل کړ. بلاخره لویې کاترین د ۵۰ زره روسي سرتېرو سره د پروس لوری ونیو او یوزف یې اړ کړ څو په خپل دریځ بیا فکر وکړي. د کاترین په مرسته هغه او فردریک د باواریا د ځای ناستوب لپاره د حل لارې موندلو په موخه مذاکره وکړه او د چیشن هوکړه یې د ۱۷۷۹ زکال د مۍ په ۱۳مه لاسلیک کړه.

د یو شمېر تاریخ پوهانو پر باور د باواریا د ځای ناستوب جګړه د کابینې د جګړو په لرغوني سبک د لرغونو رژیمونو وروستۍ جګړه وه چې ځواکونو یې مانورونه ترسره کول په داسې حال کې چې دیپلماتانو یې د یو بل سیمو ته تګ راتګ کاوه او د خپلو پاچاهانو ترمنځ اختلافاتو ته یې حل لار موندله. د فرانسې انقلابي جګړو او ناپلیوني جګړو له دغې جګړې سره د ډول، ستراتیژۍ، سازماندهي او تاکتیکونو له مخې توپیر درلود.

اغېز سمول

د چیشن د هوکړې (د ۱۷۷۹ زکال د مۍ میاشت) له مخې، ماریا ترزا لاندنۍ باواریا چارلز تئودور ته وسپاره خو هغه سیمه چې اېنورټېل (Innviertel) ورته ویل کېدل او د اېن سیند د اوبو کولو په حوزه کې د ۲۲۰۰ کیلومتر مربع (۸۵۰ مایل مربع) مساحت په لرلو اوږده پرته سیمه وه ځان ته یې وساتله. هغه او یوزف په دې حیران و چې دغه کوچنی قلمرو چې ۱۲۰ زره اوسېدونکي یې لرل ترلاسه کړی یې و. ساکسوني ته هم په دغه جګړه کې د اصلي مداخلې له امله شپږ میلیونه جرمنۍ سکې (ګولډېن) ورکړل شوې. [۱][۲][۳]

د باواریا د ځای ناستوب جګړه د فردریک او ماریا ترزا لپاره وروستۍ جګړه وه؛ د دوی واکمنۍ له یوبل سره په جګړه پیل او پای ته ورسېدې. په داسې حال کې چې په اووه کلنه جګړه کې د سرتېرو له شمېر څخه درې یا څلور چنده زیات سرتېري د دوی له خوا ځای پرځای شوي و، خو هېڅ یو پاچا له خپل ټول هغه پوځي واک څخه چې ورته اړوند و ګټنه ونکړه او دغه جګړه یې له کومې پام وړ جګړې پرته پای ته ورسوله. په جګړه باندې د پاچایانو له خوا د لګول شوو محدودیتونو سربېره د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې په دغه جګړه کې د تلفاتو اړوند اټکلونه ښيي چې په لسګونو زره کسان د لوږې او یا هم لوږې ته د اړوندو ناروغیو له امله مړه شول. د کارلایل معتدل اټکلونه بیا د نږدې ۱۰ زره اتریشي او نږدې ۱۰ زره پروسي سرتېرو د مړینې څرګندونه کوي. مایکل هوچدلینګر د تلفاتو ټول شمېر نږدې ۳۰ زره تنه ښيي؛ رابرټ کان بیا د تلفاتو اړوند اټکل نه دی کړی خو څرګنده کړې یې ده چې د تلفاتو اصلي لامل وبا او خوني اسهال و. [۴][۵][۶][۷][۸]

ګاسټون بودارت چې په ۱۹۱۵زکال کې د هغه چارې تر اوسه پورې د اتریش د پوځي تلفاتو مرجع بلل کېږي په مشخص ډول څرګندوي چې پنځه اتریشي جنرالان (د هغو نومونه یې نه دي یاد کړي)، له ۱۲ زره زیات سرتېري او ۷۴ نور افسران د ناروغۍ له امله مړه شول. په کوچنیو شخړو کې ۹ افسران او ۲۶۵ نارینه ووژل شول؛ همدارنګه څلور افسران او ۱۲۳ نارینه ټپیان شول، خو مړه نه شول. ۶۲ افسران او ۲۸۰۲ نارینه ونیول شول او ۱۳۷ نور نارینه ورک شول. له دریو زرو څخه زیاتو سلطنتي ځواکونو دنده پرېښوده. بلاخره ۲۶ افسران او ۳۷۲ تنه نور نارینه د معلولیت له امله مرخص شول. بودارت همدارنګه د پروس د اړخ تلفات په داسې توګه وړاندې کوي: یو جنرال ووژل شو (نوم یې نه دی یاد کړی)، ۸۷ افسران او ۳۳۶۴ تنه نارینه مړه، زخمي او یا هم اسیر شول. په ټولیزه توګه هغه د جګړه کوونکو ځواکونو ۱۰ سلنه تلفات په پام کې نیولي. د ملکي وګړو تلفات ډېر لږ کشف شوي، په داسې حال کې چې دا څرګنده ده چې ملکي وګړي هم له لوږې او ناروغۍ څخه کړېدلي. ورته مهال نورو زیانونو هم شتون درلود: د بېلګې په توګه هابلشوردت سیمه او د اورلګېدنې له امله یې یو کوچنی کلی ونړېد. [۹][۱۰][۱۱]

د دغې جګړې د لنډ مهالتوب سربېره د پروس له اړخه په دغه جګړه ۳۳ میلیونه فلورینه لګښت راغی. د اتریش لپاره یې لګښت لوړ و: ۶۵ میلیونه فلورینه په داسې حال کې چې کلني عواید یې ۵۰ میلیونه فلورینه وو. یوزف په خپله دغه جګړه «یو وحشتناکه چاره ... چې ډېری بې ګناه وګړي یې له منځه یووړل» وبلله. [۱۲][۱۳][۱۴]

د جګړې په ډول کې بدلون سمول

دا وروستۍ اروپايي جګړه وه چې په لرغوني سبک وشوه چې په هغو کې پوځونو په ارامه بڼه له یوبل څخه په فاصله لرلو مانورونو ته دوام ورکاوه او دیپلماتانو بیا د یو بل پلازمېنو ته د پاچاهانو ترمنځ د اختلافاتو د هواري په موخه سفرونه کول. د هغو شپږ میاشتې مودې ته په پام د ژوندانه او خزانې په برخه کې لګښتمنه وه. نږدې یو نسل وروسته د اروپايي جګړو سره په پرتله چې د فرانسې په انقلابي جګړو او ناپلیوني جګړو کې تجربه شوې دغه شپږ میاشتنۍ جګړه لنډ مهاله بلل کېږي. په داسې حال کې چې اوس تاریخ پوهان دغه جګړه په لرغوني سبک باندې د لرغونو رژیمونو ترمنځ وروستۍ جګړه نه بولي خو د دغه جګړې عناصرو د راتلونکو جګړو حکایت کاوه: د ځای پر ځای شوو ځواکونو کچې د نوو را منځته کېدونکو وړتیاو څرګندويي کوله او د سرتېرو د جلب، روزنې، تجهیز کولو او لویو پوځونو ته د میدان سپارنې سره لیوالتیا په پخوانیو نسلونو کې شتون درلود. [۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:In lang Autorenkollektiv. Sachsen (Geschichte des Kurfürstentums bis 1792). Meyers Konversationslexikon. Leipzig und Wien: Verlag des Bibliographischen Instituts, Vierte Auflage, 1885–1892, Band 14, S. 136.
  2. Williams, p. 245.
  3. Hochedlinger, p. 367.
  4. Blanning, Pursuit of Glory, pp. 610–611.
  5. Williams, p. 245.
  6. So posits William Conant Church in his anti-war essay: "Our Doctors in the Rebellion." The Galaxy, volume 4. New York, W.C. & F.P. Church, Sheldon & Company, 1868–78, p. 822. This amounts to approximately US$10 million circa 1792, or $232 million in 2008 (in Consumer Price Index).
  7. Carlyle, p. 219.
  8. Hochedlinger, p. 369.
  9. Kann, p. 166.
  10. Bodart, p. 37.
  11. کينډۍ:In lang Oscar Criste. Dagobert Sigmund von Wurmser. Allgemeine Deutsche Biographie. Herausgegeben von der Historischen Kommission bei der Bayerischen Akademie der Wissenschaften, Band 44 (1898), S. 338–340, Digitale Volltext-Ausgabe in Wikisource. (Version vom 24. März 2010, 13:18 Uhr UTC).
  12. So posits William Conant Church in his anti-war essay: "Our Doctors in the Rebellion." The Galaxy, volume 4. New York, W.C. & F.P. Church, Sheldon & Company, 1868–78, p. 822. This amounts to approximately US$10 million circa 1792, or $232 million in 2008 (in Consumer Price Index).
  13. Hochedlinger, p. 385. Robin Okey. The Habsburg Monarchy. New York: St. Martin's Press, 2001, کينډۍ:ISBN, p. 38.
  14. Okey, p. 47.
  15. Hochedlinger, p.385.
  16. Blanning, Pursuit of Glory. pp. 609–625.