د بالکانس لومړۍ جګړه

د بالکان لومړۍ جګړه د 1912ز کال د اکتوبر له مياشتې د 1913ز کال د مۍ تر مياشتې روانه وه، او د عثماني سترواکۍ په وړاندې د بالکان  تړون (د بلغاريې، سربيا، يونان او مونټي نيګرو پاچايۍ) پکې ښکېل و. د بالکان دولتونو شریکو پوځونو په ابتدايي ډول د شمېر له اړخه کم (د جګړې تر پای پورې په څرګند ډول پیاوړي) او له ستراتيژيک اړخه وروسته پاتې عثماني پوځونو په وړاندې چټکه بريا تر لاسه کړه.

دا جګړه د عثمانيانو لپاره يو هر اړخيز او نه کمېدونکی ناورين و، چا چې په اروپا کې خپلې 83٪ سيمې او 69٪ خپل اروپايي نفوس له لاسه ورکړ. د دې جګړې په پايله کې، دې تړون په اروپا کې د عثماني سترواکۍ نږدې ټولې پاتې سيمې ونيولې او سره يې ووېشلې. له دې وروسته پېښې همدا راز د خپلواکې البانيې د جوړېدو لامل وګرځېدې، چا چې سربانو ته ډاډ ورنه کړای شو. په ورته وخت کې، په مقدونيه کې د غنيمت د مال پر وېش رضا نه وه او د 1913ز کال د جون په شپاړسمه نېټه يې په خپلو پخوانيو متحدينو سربيا او يونان يرغل وکړ، کوم څه چې د بالکان د دويمې جګړې د پيل لامل وګرځېد.[۱]

د جګړې پر مهال ډېر ملکيان چې ډيری يې ترک مسلمانان وو، يا ووژل شول او يا له خپلو کورونو تېښتې نته اړ کړای شول. د عثماني پوځ ډېر سياسي شوي او غېر منظمو واحدونو تر ډېره بريده د دې وړتيا نه درلوده چې ملکيان د جګړې له سيمې څخه وباسي. دې حالت ډېر ملکيان په اشغال شويو سيمو کې د بالکان د تړون د يرغلګرو پوځونو په وړاندې بې دفاع پرېښودل. سره له دې چې د ملکيانو د کره مرګ ژوبلې په اړه بحثونه شته، د جګړې په يای ته رسېدو سره د بالکان په سيمه کې د نفوس د جوړښت په برخه کې ستر بدلونونه منځ ته راغلل.[۲]

مخينه سمول

د بالکان د دولتونو تر منځ د عثمانيانو تر واک لاندې د روميليا (ختيځه روميليا، تريس او مقدونيه) د ايالتونو لپاره د هغوی د سيالو هيلو په اړه کړکيچ د نولمسې پېړۍ په منځ کې د لويو قدرتونو له مداخلې وروسته تر يو بريده کم شو، د کوم موخې چې د هغو ايالتونو لپاره زیات بشپړ خونديتوب ورکول و چې مسيحيان پکې اکثريت دي، او تر څنګ يې اوسنی حالت پر ځای ساتل و. تر 1867ز کال پورې، سربيا او مونټي نيګرو دواړو خپله خپلواکي تر لاسه کړې وه، کومه چې د برلين د تړون (1878) په مټ تاييد شوې وه. د 1908ز کال د جولای په مياشت کې د ځوانو ترکانو له انقلاب وروسته د عثماني واکمنۍ د دوام پوښتنې سر راپورته کړ، کوم څه چې عثماني سلطان د سترواکۍ د ځنډېدلي اساسي قانون بېرته پر ځای کولو ته اړ کړ.

د بوسنيا او هرزيګوينا د نيولو لپاره د سربيا هيلې د بوسنيا د بحران له امله له ناکامۍ سره مخ شوې، د کوم په پايله کې چې د 1908ز کال د اکتوبر په مياشت کې دا ايالت اتريش له خپلې خاورې سره ضم کړ. له دې وروسته سربانو د خپلو جنګي هڅو مخ د سويل لور ته واړاوه. له الحاق وروسته، ځوانو ترکانو هڅې پيل کړې چې د بوسنيا  مسلمان ولسونه د عثماني سترواکۍ لور ته کوچېدو ته چمتو کړي. عثماني چارواکو هغه خلک چې دا وړانديز يې مانه، د شمالي مقدونيې په هغو ولسواليو کې ځای پر ځای کړل چې مسلمانان پکې کم وو. دا تجربه يو ناورين ثابت شو، ځکه چې کډوال په اسانۍ سره د البانوي مسلمانانو له شته ولسونو سره يوځای شول، او د 1911ز کال الباني بغاوت او 1912ز کال البانوي پاڅون کې يې ونډه واخيسته. د البانيا د حکومت يو شمېر سرتېرو هم خپل صف بدل کړ.

د 1912ز کال د مۍ په مياشت کې، د ملي خپلواکۍ غوښتونکو البانوي باغيانو او د سلطان عبدالحميد دويم بيا واک ته رسېدلو سره د ځوانو ترکانو ځواکونه له Skopje څخه و ايستل او په سويل کې د Manastir (اوس Bitola) ته يې په شا کړل، له کوم څخه چې ځوان ترکان اړ شول چې د 1912ز کال د جون په مياشت کې په پراخه سيمو کې اغېزناکه خپلواکي ورکړي. سربيا، چې د Mirditë په سيمه کې يې د کاتوليکو البانيايانو او حميدي باغيانو وسله وال کولو کې مرسته کړې وه، او يو شمېر پیاوړو مشرانو ته يې پټ استازي استولي وو، دا بغاوت د جګړې د بهانې په توګه وکاراوه. سربيا، مونټي نيګرو، يونان، او بلغاريه ټول، د 1912ز کال د البانيې له بغاوت څخه مخکې د عثماني سترواکۍ پر ضد د  احتمالي يرغل په اړه سره په خبرو کې وو، او د مارچ په اومه نېټه د سربيا او مونټي نيګرو تر منځ يو رسمي تړون لاسليک شوی و. د 1912ز کال د اکتوبر په اتلسمه نېته، د سرپیا پاچا «Peter I» يوه اعلاميه خپره کړه، 'سربيايي خلکو ته'، کومه چې د البانيانو تر څنګ د سربانو ملاتړ کونکې هم ثابته شوه:[۳][۴][۵][۶]

ترکي حکومتونو د خپلو اتباعو په وړاندې په خپلو دندو کې هېڅ لېوالتيا ونه ښوده، او په ټولو شکايتونو او وړانديزونو يې غوږونه کاڼه ونيول. حالات تر دې بريده له لاسه ووتل، چې په اروپا کې هيڅوک د ترکيې له حالت څخه خوښ نه وو. د سربانو، يونانيانو او البانيانو لپاره هم دا حالت له زغم ووت. د خدای په فضل سره، له همدې امله ما خپل زړور پوځ ته حکم کړی چې له سپېڅلې جګړې سره يوځای شي، تر څو خپل ورونه ازاد کړو او د ښه راتلونکي هيله ولرو. په لرغونې سربيا کې، زما پوځ به نه يوازې له مسيحي سربانو، بلکې د مسلمانو سربانو سره هم مخ شي، څوک چې په برابر ډول موږ ته ګران دي، او پر دوی سربېره، له مسيحي او مسلمانو البانيانو سره، له چا سره چې زموږ خلکو له ديارلسو پېړيو راهيسې غم او خوشالي شريک کړي دي. دوی ټولو ته، موږ ازدي، ورورولي او برابري راوړو.

د متحدينو په لټون کې، سربيا له بلغاريا سره د يو تړون پر سر مذاکراتو ته چمتو وه. په دې تړون کې دا شرط اېښودل شوی و، چې د عثمانيانو پر ضد د بريا په صورت کې به بلغاريا د Kriva Palanka – Ohrid ليکې په سويل کې ټوله مقدونيه تر لاسه کوي. بلغاريې د Shar غرونو (کوسوو) په شمال کې تر سره کېدونکې د سربيا پراختيا ومنله. د دې په منځ کې سيمو پر سر موافقه شوې وه چې "لانجمنې" به پاتې کېږي، او د عثماني سترواکۍ په وړاندې د بريالۍ جګړې په صورت کې به يې د روسيې تزار منځګړيتوب کوي. د جګړې پر مهال، دا روښانه شوه چې البانيايانو سربيا د ازادونکې به توګه نه بلله، لکه چې پاچا Peter I يې وړانديز کړی و، او د سربيا ځواکونه له البانيانو سره د اتحاد پر اعلان عمل کولو کې ناکام شول.[۷][۸]

له ختيځې روميلیا سره د اتحاد لپاره د بريالۍ کودتا څخه وروسته، بلغاريې دا خوب ليدل پيل کړل چې د دوی ملي يووالی به بشپړ شي. د دې هدف لپاره يې يو لوی پوځ جوړ کړ او دا پوځ "د بالکان پروشيا" په توګه وپېژندل شو. په هرحال، بلغاريې نه شول کولای چې د عثمانيانو پر ضد په يوازې سر جګړه وګټي. [۹][۱۰]

په يونان کې، يوناني پوځي افسرانو د 1909ز کال د اګست په مياشت کې د Goudi په کودتا کې بغاوت کړی و، او د «Eleftherios Venizelos» تر واک لاندې يو پرمختياپال حکومت ټاکلو ته رسېدلي وو، له کوم څخه چې هغوی تمه درلوده چې د Crete ستونزه به د يونان په حق کې حل کړي. دوی د يونان او ترکانو په جګړه (1897) کې د عثمانيانو له خوا د خپلې ماتې بېرته ګرځول هم غوښتل. د دې موخې لپاره د فرانسوي پوځي ماموريت په مشرۍ کې يو بېړنی پوځي تنظيم پيل شوی و، خو په بالکان کې د جګړې د پيل له امله د هغې په کارونو کې خلل پيدا شو. په هغو بحثونو کې چې په پايله کې يې يونان د بالکان په ټولنه کې شامل شو، بلغاريې د مقدونيې پر سر له سربيا سره د خپل تړون په خلاف، د سيمه ييزو ګټو د وېش لپاره د هر ډول تړون د ژمنې کولو څخه انکار وکړ. د بلغاريې ديپلوماتيکه تګلاره يو داسې ځای ته د سربيا ټيل وهل و، په کوم سره يې چې تر مقدونيې پورې د هغې رسېدل محدود کړي و. او په ورته وخت کې يې له يونان سره د دا ډول کوم تړون څخه هم انکار کاوه. بلغاريې باور درلود چې د يونانيانو له خوا د داسې څه کولو څخه مخکې کولای شي د ايجين مقدونيې ډېره برخه او ساحلي ښار سلونيکا (تيسلونيکي) ونيسي.[۱۱]

سرچينې سمول

  1. Balkan Savaşları ve Balkan Savaşları'nda Bulgaristan, Süleyman Uslu
  2. "1.1. The ethnography and national aspirations of the Balkans". macedonia.kroraina.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Noel Malcolm, A Short History of Kosovo, pp. 246–247
  4. Olsi Jazexhi, Ottomans into Illyrians: passages to nationhood in 20th century Albania, pp. 86–89
  5. Noel Malcolm, A Short History of Kosovo pp. 250–251.
  6. Hall 2000، صص. 10–13.
  7. The Ear Correspondence of Leon Trotsky: Hall, The Balkan Wars, 1912–13, 1980, p. 221
  8. Hall 2000، ص. 11.
  9. Joseph Vincent Fulle, Bismarck's Diplomacy at Its Zenith, 2005, p. 22
  10. Dr. E.J. Dillon. "The Project Gutenberg eBook of The Inside Story of the Peace Conference". Mirrorservice.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hugh Seton-Watson & Christopher Seton-Watson, The Making of a New Europe, 1981, p. 116