د بازار موندنې اساسي مفاهيم

کولای شو چی مارکیتنګ په بیلا بیلو ډولونو سره تعریف کړو.

دا د ارزښت د زیاتولو یوه عملیه ده کوم چی د مولد او مستهلک ترمنځ موجوده ده او دهغوي په منځ کی هماهنګی رامنځ ته کوي.

د مارکیتنګ د سیستم په واسطه اجناس او خدمات له مولد څخه مستهلک ته انتقالیږي ددی لپاره چی د هغوی اکثریت ضرورتونه له منځه یوسی او په عین وخت کی مختلف ارزښتونه هم علاوه کیږي.

د اجناس او خدماتو انتقال له مولد څخه مستهلک ته د پیسو په بدل کی د مارکیتنګ د سیستم پواسطه ترسره کیږي او بلاخره د دواړو نهادونو ضرورتونه رفع کیږي

                              اجناس او خدمات

تولیدونکی                                                        مصرف کونکی      

                               دپيسو جریان


داسی هم ویلی شو چی دا د تولید یوه خدماتی مرحله ده چی د اجناسو او خدماتو ارزښت د تولید د تخنیکی مرحلی څخه وروسته تر مصرف کونکی پوری لوړوي.

په عام ډول سره ویلی شو چی چی مارکیتنګ د هغه فزیکی، معاملاتی او تسهیلاتی فعالیتونو ترسره کول دی چی په نتیجه کی اجناس او خدمات د تولید له اصلی نقطی څخه په حرکت راغلی وي، مختلف ارزښتونه پری اضافه شوی وي، او مصرف کونکی ته تررسیدو وروسته د هغه ضرورتونه رفع کړي.

دا چی  د مارکیتنګ په سیستم کی څو ځله تبادله صورت نیسي نو د اجناسو او خدماتو د مالکیت حق تغیر کوي تر څو اجناس او خدمات په اساني سره د مارکیتنګ په کانالونو کی حرکت وکړي.

د کرنیزو محصولاتو مارکیتنګ

د کهولز له نظره : د کرنیزو محصولاتو مارکیتنګ د ټولو هغو معاملاتی فعالیتونو سرته رسول دي چی په نتیجه کی کرنیز محصولات د تولید له اصلی نقطی څخه په حرکت راغلي  وي او د ارزښت د علاوه کولو څخه وروسته اخرین مصرف کونکي ته رسیږي.

د کهولز له نظر څخه څرګنديږي چی د مارکیټنګ د شروع نقطه د فارم یا مزرعی دروازه ده مګر په حقیقت کی دمارکیتنګ عملیه د مولد د تصمیم نیولو د نقطی څخه شروع کیږي چی څه؟ څومره؟ او دچا لپاره تولید شي.

ډير مولدین دا عقیده لري چی د محصولاتو د مارکیتنګ مشکلات له تولید څخه وروسته شروع کیږي چی دا عقیده درسته نه ده. که چیری له تولید څخه مخکی احتمالي مشتریان، د مارکیت تقاضا، د مارکیت څرنګوالی او د مارکیت ظرفیت په نظر کی ونیول شي نو دوي به د مارکیتنګ د مشکلاتو سره مخ نشي.

او همدارنګه د باغ دروازه د مارکیتنګ د شروع نقطی په حیث ټاکل د ځینو په نظر مناسب ندي دا ځکه چی ځینی وختونه د بازار موندنی ځینی فعالیتونه لکه پاک کاري، سورټ اوبسته بندي پخپله دمولد لخوا د باغ په داخل کی ترسره کیږي او بیا وروسته انتقال ترسره کیږي.


د کرنیزو محصولاتو د مارکیتنګ اقتصاد

د مارکیتنګ اقتصاد د کرنیز اقتصاد یوه فرعی څانګه ده چی د مولدینو، مصرف کوونکو او د کرنیزو محصولاتو د مارکیټ د کار کوونکو دسلوک مطالعه او تحلیل او د هغو ترمنځ د ذات البیني ارتباطاتو په اساس د تولیدي امکاناتو او مارکیت د فرصتونو څخه په اعظمي استفادی سره د دی لپاره چی د مصرف کوونکو حد اکثر ضرورتونو په کمو مصارفو پوره شي څیړي.

په ټولنه کی د اقتصادی فعالیتونو هدف د مادی او معنوي اړتیاو پوره کول دي چی پدی رابطه د مارکیتنګ سیستم عمده رول لري دا ځکه چی په اجناسو او خدماتو د ارزښت زیاتول او په کمو مصارفو سره له مولد څخه مستهلک ته د اجناسو انتقال په غاړه لري.

د مارکیتنګ اقتصاد ټول اقتصادي فعالیتونه په تغیر کی ویني او د همدی تغیراتو مطابق ځان عیاروي تر څو وکولای شي چی دمارکیت غوښتنی ته په وخت ځواب وواي. هغه خلک چی د مارکیتنګ داقتصاد اساسی فعالیتونه اجرا کوي عبارت دي له تولیدونکی، مصرف کونکی او د مارکیت کار کونکی چی د دوي د فعالیت په نتیجه کی لوړ اقتصاد، ښه ژوند او ارامه جامعه رامنځ ته کیږي.

بلاخره ویلی شو چی د مارکیتنګ اقتصاد د فرصت او محدودیت په نظر کی نیولو سره د تقاضا تشخیص او د تولیدی توان تشخیص تحلیل او په وخت باندی د خلکو د تقاضا پوره کولو سره سراو کار لري.

دمارکیتنګ اقتصادي اهمیت

1)    ۱: د ارزښت زیاتوالی: د مارکیتنګ د عملي په جریان کی په اجناسو او خدماتو باندی مختلف ډوله ارزښتونه اضافه کیږي ترڅو مصرف کوونکی ته جالبه او مطلوبه وي. چی دغه ارزښتونه اکثره په فارم کی دمحصول د ارزښت څخه لوړ وي.

2)    ۲: د کار په ویش او په تولید کی د اختصاص زمینه برابرول: د محصولاتوانتقال د تولید دنقطی څخه د مصرف نقطی ته او عین وخت کی د دوي لپاره بازارموندنه د یو هیواد په داخل او خارج کی د کار ویش او تولید کی د تخصص لپاره زمینه برابروي. دکار ویش او په تولید کی د تخصیص د نسبی مزیت  په اساس د دی سبب ګرځی چی له موثرو فرصتونو، تولیدي او تجارتي امکاناتو او تولید د زیاتوالي څخه په استفادی د نړیوال تجارت او داخلي بازارونو د انکشاف لپاره شرایط مساعد کړي.

3)    ۳: د تولید لپاره دموثرو منابعو تخصیص: د مارکیتنګ سیستم دمصرف کونکی تقاضا په وخت سره تولیدونکی ته انتقالوي او مولد خپلو تولیدي پلان دمارکیت د تقاضا مطابق عیاروي نو له همدی امله د موجوده منابعو څخه موثره استفاده صورت نیسي او دمنابعو د ضایعاتو څخه مخنیوی کیږي.

4)    ۴: ښاري پرمختګ: مارکیتنګ د ښاریانو د حاجاتو د پوره کولو له لاری د ښاري پرمختګ لپاره زمینه برابروي ځکه خو د مارکیتنګ او ښاري پرمختګ ترمنځ مستقیمه رابطه موجود ده.

5)    ۵: داستخدام زیاتوالی: مارکیتنګ یوه پراخه شبکه او په لویو فعالیتونو مشتمله ده چی ترسره کول یی ډیرو افرادو او اشخاصو ته ضرورت لري نو مارکیتنګ د استخدام لپاره زمینه برابروي.

6)    ۶: ټرانسپورتي سیستم انکشاف: د تولید او دمصرف نقطی ترمنځ د اجناسو او خدماتو انتقال خورا مهمه عمل دی چی پدی  سره ترانسپورتي سیستم مهمه همکاري کوي او د پرمختګ په حال کی وي.

7)    د خلکو د ژوند د سطحی لوړوالی: د یو فعاله مارکیتنګ سیستم په لرلو سره د ټولنی د وګړو د ژوند سطحه لوړیږي ځکه چی د دی سیستم پواسطه اجناس او پیسی یو دبل په مقابل کی په اسانی سره تبادله کیږي او د دواړو خواوو ضرورتونه رفع کیږي.

8)    ۸: د حاصل زیاتوالی: د فعاله مارکیتنګ سیستم په لرلو سره کولای شو چی د تولید په پروسه که دموثرو تولیدي عواملو څخه استفاده وکړو چی په نتیجه کی د تولید مصارف کم کړو او په ارزانه بیه محصول بازار ته وړاندی کړو او په نتیجه کی د حاصل زیاتوالي سبب وګرځي.

مارکیټ څه شی دی؟

مارکیت هغه جغرافیی موقیعت ده چیرته چی اجناس او خدمات تبادله کیږي.

په جامع ډول ویلی شو چی مارکیت د افرادو او معاملاتي نهادونو مجموعه ده چی په یو محل کی د تجارتي او تبادلوي معاملو د سرته رسولو لپاره راټول شوی وي.

څرنګه چی د مصرف کوونکو تقاضا په تغیر کی ده له همدی امله د تولیدونکو او کارکوونکو فعالیتونه د تقاضا مطابق تغیر کوي.

په مارکیټ کی دکارکونکو سهم

هر هغه څوک چی په مارکیت کی کار کوي هیله لري چی خپل مناسب سهم له مارکیټ څخه ترلاسه کړي دمارکیت کارکونکي دخپلی تجربی او ځیرکتیا په اساس مثلا د تبادلی مناسبه طریقه، د بازار د فرصت او محدودیت پیژندل، دسیال تعقیبول او نورو لارو په کار اچولو سره د یو محصول د خرید او فروش څخه خپله برخه په لاس راوړي.

د مارکیټ کارکونکي عبارت دي له پروسس کونکي، محلي خریداران، عمده فروشان، پرچون فروشان، دلالان او داسی نورو څخه.



د مارکیتنګ سیستم او اقتصادي پرمختګ

د مارکیتنګ سیستم د افرادو او اشخاصو فزیکی، معاملاتي او تسهیلاتي نهادونو مجموعه ده چی د اجناسو او خدماتو د ارزښت د لوړولو او له مولد څخه مصرف کونکي ته د هغوي انتقال دنده په غاړه لري پداسی حال کی چی دهغوي حد اکثر ضرورتونه پوره کړي.

په ننی عصر کی د مارکیتنګ سیستم یوه لویه خدماتي شبکه ده چی مغلق او پیچیده هم بلل شوی دی. د یوي ټولنی اقتصادي پرمختګ د یو فعاله او موثره مارکیتنګ سیستم سره نږدي رابطه لري دا ځکه چی د تولیدي منابعو څخه داستفادی لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه د ضرورت په اساس تنظیمیږي چی دغه ضرورتونه د مارکیتنګ د سیستم پواسطه تشخیص کیدای شي چی د تشخیص او تحلیل څخه وروسته مولدينو ته او له هغوي څخه اجناس او خدمات په کمو مصارفو سره مصرف کوونکي ته دهغوي درفع حاجت پخاطر انتقالوي.





·      دمارکيټنګ سيستم د دياګرام چوکاټ:

هماهنګ کوونکی سازمانونه اونهادونه  
تسهيلاتی سازمانونه اونهادونه 
هماهنګ کوونکی سازمانونه اونهادونه  
تبادلوی سازمانونه اونهادونه
سرک، اوبه ، برق اومخابرات
رقابت، علوم اوتکنالوژی، دمصرف کوونکی زوق اوترجيحات
تجارتی قوانين اومقرارت
مولدين
مصرف کوونکی

 


فزیکی سازمانونه او نهادونه




په پورتنی دياګرام کی په ښه شکل ملاحظه کيږی چی دمارکيټنګ سيستم په يوه طرف کی مولدين اودهغوی توليدقرار لری چی دهغوی تعداد ، دتوليد نوعه اومقدار اوهمدارنګه دهغوی دخرڅلاو طريقی کوم چی دمارکيټنګ سيستم متاثره کوی اود مارکيټنګ سيستم هم دهغوی د توليداتو په کميت اوکيفيت باندی مستقيم تاثيرلری  اوپه بل طرف کی مصرف کوونکی قرار لری. مصرف کوونکی اودمارکيټنګ سيستم هم يو پربل متقابل تاثيرات لری. دمصرف کوونکو توقعات دمارکيټنګ سيستم  دی ته وادار کوی چی د خلکو دتوقعاتو مطابق خپل خدمات عيارکړی اوهمدارنګه دمارکيټنګ سيستم دتبليغاتو اواشتهاراتو څخه په استفادی دمصرف کوونکو په سلوک اورفتارکی تغيرات رامنځته کوی دغه سيستم قسماً دسازمانونو اوټولنوڅخه تشکيل شوی چی تخنيکی اوفزيکی فعاليتونه لکه حمل اونقل، پروسس، بسته بندی اوذخيره په غاړه لری چی ددغو سازمانونو اوټولنوفعاليتونه دهربخش دمديرانوپه واسطه تنظيم او هماهنګ کيږی دسيستم بله برخه دنهادونو اوسازمانونو څخه تشکيل ده چی تبادلوی وظايف لکه خريد، فروش، قراردادونه اوتسهيلاتی وظايف لکه دمارکيټی اطلاعاتو جمع واری، تمويل ، بيمه اودقرضوتهيه کول په غاړه لری.ددغه سيستم ټول فعاليتونه دمستقلوشرايطوپه واسطه دسيستم څخه دباندی معين اومحدود کيږی دمثال په ډول دمارکيټنګ دسيستم موثريت تريوی اندازی په اجتماعی سرمايي  پوری مربوط کيږی يوموثره مارکيټنګ سيستم بيدون د سرک، حمل اونقل اومخابراتی تسهيلاتو څخه ممکن نده اوهمدارنګه دمارکيټنګ يوعصری سيستم بيدون د درست اجتماعی نظم  اوتجارتی قوانينو اومقرراتوکوم چی له مخی يي قراردادونه اوموافقتنامی صورت نيسی فعاليت نشی کولای. اجتماعی باور او ارزښتونه، دينی عقيدی اورسم او رواجونه هم دمارکيټنګ په موثريت باندی تاثيرلری مثلاً اجتماعی قوانينو دماشومانو استخدام منع کړی، الکولی مشروباتواو خوګ دغوښی خرڅلاو په اسلامی هيوادونو کی جواز نلری په اخترونو اوداسی نورو دينی اومذهبی ورځو کی دکورنيو مصارف فوق العاده لوړيږی. په بل عبارت دمارکيټنګ سيستم دفرصتونو اومحدوديتونو په يو چوکاټ کی عمل کوی که چيری په يو هيواد کی مناسب شرايط لکه زيربناوی، تجارتی اومالی تسهيلات، اوبه او برق، ذخيره، سړی خونی، کافی مارکيټ، مناسب تجارتی قوانين اومقررات ، دنورم اوستندرد تسهيلات اوهمدارنګه دمارکيټی اطلاعاتو دټولولو اوخپرولوسازمانونه وجود ولری مارکيټنګ ډيرسريع انکشاف کوی اوپه موثر ډول عمل کوی اودستونزو په موجوديت کی کوم چی دکتاب په اول فصل کی ورڅخه ياد ونه وشوه دمارکيټنګ سريع انکشاف ممکن نده.



دمارکیتنګ د تکامل او انکشاف مرحلی

د مارکیتنګ تکامل او انکشاف یوه ډیره لرغونی سابقه لري. په بشری ټولنه کی د مارکیتنګ تکامل او انکشاف، د تولید اختصاصی کیدل د سکتورنو په سطحه او همدارنګه په هر سکتور کی د تولیدی واحدونو په سطحه داقتصادی رشد سره یوځای په تدریجی توګه تحقق پیدا کړی.  د اقتصاد تدریجي رشد او د تولید اختصاصی کیدل د بشری ټولنو تولیدی ظرفیت ته ارتقا بښلی ده، تولید کوونکی او مصر کوونکی یو له بل څخه جدا کړی. په لمړیو وختونو کی د بشری تولنی اجتماعی او اقتصادی رشد او زراعت په بشپړ ډول عنعنوي وه هر ی کورنی د ضرروت وړ محصولات په خپله تولیدول او سر پناه پخپله جوړوله او همدارنګه تولید کونکي او مصرف کوونکی پخپله همدا کورني وه یا به یو بل ته ډیر نږدي اوسیدل چی  ضرورتونو د رفع کولو لپاره د مارکیتنګ د کار کوونکو ته ضرورت نه احساس کیده او یو بل به خپل ضرورتونه جنس په جنس د تبادلی په اساس حلول.

د بشري ټولنی د ودی او تکامل په ابتدایی مرحلو کی خلکو احساس وکړ چی بعضی خلک د ځینو ځانکړفعالیتونو په ترسره کولو کی له نور څخه ډیر ماهر او با استعداده دي په همده ډول د دوي په منځ کی په طبعي ډول کارونه و ویشل شول ترڅو د دوي د استعدادنو څخه ټولنه په پوره توګه استفاده وکړي د  همدی اصل له مخی ځینی وکړي د ښکار لپاره وګمارل شول، یو تعداد خلک د چوپانی لپاره او یوتعدا د ټولنی څخه د دفاع لپاره وګمارل شول چی په نتیجه کی د اجناسو تولید او نور ډیر خدمتونه ترسره شول.

د کارونو ویش په حقیقت کی کورنیو د خود کفایی چو کاټ مات کړ او کورنی یو بل سره وتړلی  همدارنګه د کارونو د ویش په نتیجه کی د کورنیو خلک پدی وتوانیدل چی د کورنیو د ضرورت څخه زیات محصولات تولید کړی او خپل اضافی تولید د نورو د اضافی تولید سره تبادله کړی چی د همدی جنسونو د دتبادلی په نتیجه کی مارکیت رامنځ ته شو چی د کلیوالی کورنیو او ښاری کورنیو ترمنځ یی د محصولاتو د تبادلی چاری اسانه کړی. نموړی مرحله د بازار موندنی فعالیتونو د شروع او تولیدونکی او مصرف کوونکی ترمنځ مارکیتنګ د کار د پیدا کیدو مرحله وبلل شوه.

د ښاری ساحی پراختیا سره په تولید او د کار په ویش کی د اختصاص درجه نوره هم زیاته شوه ځکه چی شاړی سیمی تر ډیره بریده د کلیوالی سیمو په تولیداتو باندی متکی شوی. کله چی یو تعداد کلیوالی کورنیو په واسطه د مصرفي محصولاتو د تولید لپاره د دوي حتمی ضرورت له منځه لاړ یو تعداد د دوی مزرعی ترک کړی او لوی ګروپونه د یوشمیر نورو ګټورو چارو لپاره تشکیل کړل. او هغه ډله خلک چی په کرونده کی پاتی شول په موثره توګه یی د فایبر او غذایی موادو په تولید لاس پوری کړل.

پدغه مرحله کی د بازار موندنی عمده ستونزه دکلی څخه تر ښاره پوری د اضافي تولید انتقال وه چی د دغه مشکل د حل لپاره دحمل او نقل وسایلو او مواصلاتي لارو ته ضرورت پیدا شو. بلاخره دولت دی ته اړ شو چی سرکونه ، د ریل ګاډی خطونه او د حمل او نقل وسایل جوړ کړي ترڅو د تولیداتو او نورو خدماتو انتقال د کلیو څخه ښارونو ته اسانه کړي  او همدانګه د تولید او خدماتو د حمل او نقل مصارف کم کړي.

دنفوسو په زیاتیدو سره د ښارونو پراخوالی، په تولید کی تخصص، د کارونو په ویش کی زیاتوالی او تکنالوژی د استعمال په اساس د تولیدي سکتورنو مولدیت زیات شو.

د هر سکتور د تولید د زیاتوالی په اساس د هیواد داخلی ضرورت برعلاوه نورو خارجی هیوادونو ته هم صادر شول چی او د نړیوالی سوداګري په نوم یادیږي.

د کرنی سکتور دمولیدیت زیاتوالی او د بازارموندنی د موثره سیستم انکشاف ترمنځ ژوره رابطه وجود لري او د کرنی سکتور د مولدیت زیاتوالی د نوی تولیدی عواملو لکه کیمیاوي سری، اصلاح شوی تخمونه، کیمیاوي درمل او همدارنګه کرنیز ماشین الاتو څخه استفادی کولو پوری مربوط ګڼل کیږي. کوم چی مولد یی له بازار څخه ترلاسه کوي.

د تولید زیاتوالی د تولیدونکي د عاید د لوړوالی سبب کیږي او هغوي کولای شی چی خپل اضافي تولید په بازار کی په مناسب قیمت و پلوري خو پرته د مارکیتنګ د فعال او عصري سیستم، مخابراتی اسانتیا، ترانسپورت، ذخیره، پروسس سړو خونو او کریدتي بانکونو څخه مولدین نشی کولای چی د مارکیت د فرصتونو څخه موثره استفاده وکړی.

مارکیتنګ یوه پیچلی او پرمصرفه عملیه ده: د مارکیتنګ سیستم کوم چی مختلف کرنیز او مالداری محصولات له مزرعو څخه جمع کوی او د ارزښتونو د علاوه کولو څخه وروسته یی د مصرف کوونکی په اختیار کی ورکوی ډیر سخت او زیاتو مصارفو ته ضرورت لری. د دغو محصولاتو خام مواد یا ابتدایی تولید په مزرعو کی صورت نیسی د یو مملکت په ټول جغرافیاوی قلمرو کی تیت دی بعضی له دغو مزرعو څخه سنتی او ځینی نور یی تجارتی دی یو تعداد له دغو مزرعو څخه متنوع او کم مقدار محصولات تولیدوی او یو تعداد یی یو محصول په زیات مقدار سره تولیدوی. تولید شوی محصولات اکثرآ تازه او خوسا کیدونکی وی او په وسیع حدودو کی کیفیت هم فرق کوی او همدارنګه تولید عمد تآ موسمی ده او په هغو نقاطو کی تولید کیږي کوم چی له مصرف کوونکی څخه په لری فاصله کی موقیعت لری. اضافی تولیداتو باید له ټولو مزارعو څخه دتجمع په مراکزو کی جمع واری، سورت او درجه بندی او د امکان په صورت کی بسته بندی او د خوسا کیدو څخه مخکی انتقال شی او د لازمیدو په صورت کی د یو مودی لپاره ذخیره شی او همدارنګه یو زیات مقدار محصولات باید د استفادی څخه مخکی پروسس شی د دی لپاره چی د خوسا کیدو څخه مخنیوی وشی. د خلکو د ضرورت وړ محصولاتو کوم چی د هیواد په داخل کی یی تولید ممکن نده او یا په هیواد کی تولید شوی محصولات خلکو ته بسنه نه کوي باید له خارج څخه وارد شی د ذکر شوو ټولو فعالیتونو سرته رسولو لپاره د فعاله مارکیتنګ سیستم، مالي، تخنیکی او بشری امکاناتو ته ضرورت لري.

په پرمختیایی  هیوادونو کی لکه افغانستان د کرنیزو محصولاتو دمارکیتنګ سیستم ډیر مغلق نده ځکه چی کرنه یی عنعنوي ده او اضافی تولید یی کم ده کرنیزو محصولات یی اکثر نه پروسس کیږي او همدارنګه اخیستونکی او خرڅونکي هم یو بل ته نږدي دي برعکس په پرمختللو هیوادو کی د مصرفي محصولاتو لپاره قوي تقاضا موجوده دی کله چی یو محصول د مارکیتنګ سیستم ته داخلیږی تر څو چی اخري مصرف کوونکي ته رسیږي په هغه کی ډير تغیرات رامنځ کیږي او مصرف کوونکی هم دی ته حاضر وي چی دمارکیتنګ سیستم دټولو خدماتو په مقابل کی پیسی ورکړي.

په ۱۹۹۸ کی د امریکا په متحده ایالاتو کی ۷۳۰۰۰۰ دغذایی موادو دبازاریابي تاسیسات وجود درلودل چی د دی جملی څخه ۱۰۰۰۰ تجارتی نهادونه کرنیز خام مواد یی له مزرعو څخه جمع کول، ۲۱۰۰۰ شرکتونه دخامو موادو په پروسس باندی مصروف وه په همدی کال په هیواد کی ۴۱۰۰۰ د عمده فروشی تسهیلات او ۹۶۰۰۰ په پرچون ډول خوراکه فروشی موجوده وه په ۱۹۹۹ کی امریکا د زراعت وزارت د راپور په اساس ۶۹۱ بیلیونه ډالر د غذایی موادو مصرف کوونکو په پرچون فروشی کی دغذایی موادو په بدل کی تحویل کړی وې چی ددی جملی څخه ۲۱ فیصده د دهقانانو او ۷۹ فیصده د مارکیتنګ سیستم پوری تعلق درلوده کوم چی د مارکیتنګ په کانالونو کی یی په محصولاتو باندی مختلف ارزښتونه علاوه کړي، نو په همدی اساس د مزرعی او مصرف کوونکی په منځ کی د متنوع فعالیتونو ترسره کول دیو مغلق سیستم او ډیرو مالی مصارفو ایجاب کوي.

مارکیتنګ یوه مولده پروسه ده: هغه کسان چی د مارکیتنګ مختلف وظایف ترسره کوي متاسفانه چی د بعضی اشخاصو په نظر هغوی ته طفلی ویل کیږي ځکه چی د حقیقی مولدینو څخه استفاده کوي د دوی په نظر د هغوي لاس باید له مارکیت څخه لری شی او خپله مولدین په انفرادي او یا هم په ګروپي شکل د کرنیزو محصولاتو د مارکیتنګ وظایف په لاس  کی واخلي اما واقیعت داسی نده ځکه جی اقتصاد پوهان تولید ته د ارزښت استعمال او د ګټورتوب رامنځته کول ویلی دي ددی تعریف په اسات داسی ویلی شو چی بازاریابی په حقیقت کی د تولید د تخنیکی پروسی تکمیلول دي کوم چی د باغ له دروازی څخه شروع کیږي.

د مارکیتنګ په جریان کی د اجناسو او خدماتو ارزښت لوړیږی او دهغوی په مفدیت باندی علاوه کیږي د مثال په ډول هغه خلک چی غنم له مزار او یا تخار څخه کابل ته انتقالوي په غنمو باندی د محل مفیدیت (place utility  )علاوه کوي ځکه چی په مزار او یا تخار کی د غنمو موجودیت مخکی له انتقال څخه د کابل مصروف کوونکی ته مفیدیت نلري او همدارنګه هغوي چی غنم اوړه کوي او له اوړو څخه د غنمو ډوډي پخوي په غنمو باندی د شکل مفیدیت (form utility )علاوه کوي ځکه کچیری غنم په اوړو او ډوډی تبدیل نشي د ډوډی د مصرف کوونکي لپاره چندان مفیدیت نلري ا و هغه کسان چی غنم له حاصل له ټولولو څخه وروسته د یوسه وخت لپاره ذخیره کوي په غنمو باندی د وخت مفیدیت (  time utility ) علاوه کوي ځکه چی د غنمو تولید موسمی او مصرف یی تدریجی وي.

په همدی اساس غنم باید د ضرورت مطابق په ذخیره خانو کی وساتل شی او په تدریجی ډول مارکیت ته عرضه شی ترڅو د ډوډي مصرف کوونکو تدریجی احتیاجات له منځه لاړ شي او بالاخره هغه کسان چی غنم او اوړه اخلی او خرځوی یی په غنمو باندی د مالکیت مفیدیت )possession utility علاوه کوي ځکه چی د غنمو د ملکیت د تغیر او تبادلی ځخه بغیر غنم له مزار او یا تخار څخه کابل ته د نهایی مصرف کوونکی لپاره ناممکن ده په همدی اساس ویلی شوو چی مارکیتنګ منحیث د یو اقتصادي فعالیت په محصولاتو اقتصادي ارښت علاوه کوي کله چی د باغ له دروازی څخه حرکت وکړي ترڅو چی اخرین مصرف کوونکی بوری رسیږي چی په زیاتو مواردو کی دغه علاوه شوی ازښت لوړ وی نسبت هغو تولید شوو محصولات مجموعی ارزښت ته کوم جی د باغ په دروازه کی وي.

د مارکیتنګ موثریت: دټولو هغو معاملاتی فعالیتونو مجموعه ده کوم چی دهغی په نتیجه کی اجناس او خدمات له مولد  څخه نهای مصرف کوونکی ته رسیږي. د دی تعریف په نظر کی نیولو سره ویلی شو چی د مارکیتنګ حاصل د مصرف کوونکو د تقاضا پوره کول او دهغوی د رضایت حاصلولو څخه عبارت دی کوم چی د تبادلی له امله حاصلیږي او د مارکیتنګ مصارف د مختلفو منابعو څخه عبارت دی کار، سامایه، مدیریت، کوم چی د مارکیتنګ تصدی د بازاریابی په فغالیتونو کی ورڅخه استفاده کوي په همدی اساس د مارکیتنګ موثریت حاصل پرمصرف نسبت اعظمی کولو څخه عبارت دی کچیری دغه مطلب دا الجبری نسبت په شکل ارایه کړو د مارکیتنګ موثریت عبارت ده له                     حاصل/مصرف *100

پس هرمثبت بدلون چی دمارکیتنګ د مصارفو د کموالی سبب ګرځی بیدون له دی چی د مصرف کوونکو په رضایت او خوشحالی کی کوم منفی بدلون رامنځته شی د مارکیتنګ موثریت ګڼل کیږي د مارکیتنګ موثریت په دوه ډوله دی.

الف- عملیاتی موثریت

ب- نرخونو موثریت

الف: عملیاتی موثریت: په عملیاتی موثریت کی کوښښ کیږي ترڅو د یو تجارتی فعالیت په ترسره کولو مصارف کم شی ترڅو عرضه شوی محصول د نرخ او کیفیت له نظره د مشابه محصول سره رقابت کړای شی. مثلا دیو محصول د بازاریابی په جریان کی کوښښ کیږي چی د محصولاتو په راټولولو، بسته بندی او د محصولاتو د انتقال مصارف د موثری تکنالوژی او بهتر مدیریت په اساس کم شی.

ب- نرخونو موثریت: د نرخونو په موثریت کی کوښښ کیږي چی دمارکیت دعرضی او تقاضا مارکیتی اطلاعات، خرید او فروش په اړوند فعالیتونو ښه کړی او انعکاس کوونکی نرخ دمحصول واقعی ارزښت وی چی داکار دمارکیتنګ داطلاعاتو جمع کولو او خپرول، دمحصولاتو دسورت او ستندرد کولو او کیفیت د کنترول په واسطه ترسره کیږي.


د کرنیزو محصولاتو د مولدینو او مارکیتنګ ترمنځ رابطه

د کرنیزو محصولاتو مولدین توقع لری چی د مارکیتنګ سیستم د مصرف کوونکو تقاضا  په صحیح ډول هغوي ته ورسوي ترڅو د خپلو محصولاتو د خرڅولو څخه وروسته لوړ عاید لاسته راوړي برعکس مصرف کوونکی ارزو لری چی لوړ کیفیت لرونکی محصولات په مستقل او ځانکړي بکسونو کی په مناسب وخت او مناسب قیمت سره ترلاسه کړي.

د مارکیتنګ کار کونکی چی د پورتنیو دوو ګروپونو په منځ کی فعالیت کوي غواړي هغه خدمتونه چی د مشتریانو لپاره یی ترسره کوي داسی ترتیب کړي چی مشتري خوشحاله وساتي او له هغوي څخه قناعت بخشه ګټه ترلاسه کړي .

د پورتنیو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د دری واړو ګروپونو په منځ کی افهام او تفهیم، همکاري او هماهنګي لازم او ضروري دی.

د دی مفهم د ترلاسه کولو سره مولدین کوشش کوي چی خپل تولیدي پلانونه د مارکیت د تقاضا او احتمالی مشتریانو مطابق برابر کړي. ترڅو باکیفیته محصولات په کمترین نرخ سره مصرف کوونکو ته عرضه کړی. د مارکیتنګ سیستم په دوامداره توګه مصرف کوونکو تقاضا تحلیل او ارزیابی کوی او په مناسب وخت کی مولدینو ته انتقالوی او وروسته له تولید څخه د مصرف کوونکو د ضرورت وړ محصولات په ځانګړي بکسونو کی او په مناسب نرخ سره هغوی  ته رسوی او همدانګه مصرف کوونکی هم تعهد لری چی د مارکیتنګ د کار کوونکو د ټولو خدمتونو په مقابل کی پیسی ورکړي. هغه ډله د مولدینو چی مارکیت لپاره تولید کوی د مارکینتنګ یو موثر سیستم ته ضرورت لری ځکه هغه عواید چی د محصولاتو د خرڅلاو څخه په لاس راوړی د مارکیتنګ موثریت سره مستقیما رابطه لري. د یو تولید کوونکی له نظره د مارکیتنګ سیستم هغه وخت موثره ده چی یو اندازه تولید شوی کرنیز محصولات وروسته د تولید د ټولو مصارفو د وضع کولو څخه مولد ته حد اکثر عاید ورکړی. همدارنګه په وخت سره د کافی معلوماتو ترلاسه کول ددی شرایط برابروی چی مولدین د مارکیت د تقاضا مطابق تصمیم ونیسی.

ځینی مهم تصامیم چی مولدین یی د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازار موندنی لپاره نیسی په لاندی ډول دي

ü   څه باید تولید شی او څرنګه تولید شوی محصولات د خرڅلاو لپاره اماده شی؟

ü   د حاصل ټولولو څخه وروسته څومره فعالیتونه د مولد پواسطه یا د تولید د اتحادیه پواسطه ترسره شی؟

ü   څه وخت او په کوم مارکیت کی محصول خرڅ شی؟

ü   ایا د محصول دحاصل ټولولو څخه وروسته خرڅ شی او که د یو څه مودی لپاره وساتل شی؟

ü   ایا محصول د حاصل ټولولو څخه وروسته په انفرادی او یا ګروپی توګه عرضه شی او که د مخکنیو امضا شوی قراردادونو له لاری خرڅ شي؟

ü   د خرڅلاو مهم او مناسب کانالونه کوم دي او کوم کانال د محصول د خرڅلاو دپاره مناسب ده؟

ü   دحاصل د ټولولو څخه وروسته ضایعات څرنګه کمیداي شي؟

ü   کوم فغالیتونه د حاصل ټولولو څخه وروسته د مولد لخوا ترسره شی؟

ü   د محصولاتو د ارزښت د زیاتوالي په ځنځیر کی مولد څه نقش لوبولی شی او څرنګه خپل سهم په دی  ځنځير کی زیاتولی شی؟

پورتنیو سوالونو ته مناسب ځواب پیدا کول مولدینو سره د تولید او بازارموندنی په فعالیتونو کی مرسته کوی کوم چی مارکیت د عرضی، تقاضا او نرخونو په اړوند د درستو او کافی معلوماتو ټولولو پوری مربوط کیږي ځکه چی د تولید څخه د مولد هدف ا اعظمی ګټی ترلاسه کول دی او اعظمي ګټه د محصول د خرڅلاو څخه مخکی نشی ترلاسه کیدای.

په افغانستان کی د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندنی مشکلات

الف: د جنګ په وخت کی په کرنیزو محصولاتو کی تدریجی کموالی: افغنستان لمریز هیواد دی کوم چی د مختلفو کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره مناسبه اقلیم لري. د ۱۳۵۷ کال څخه یو کال مخکی افغانستان د غله جاتو په تولید کی تقریبآ د خودکفایی درجی ته رسیدلی وه او همدارنګه ۴۲ فیصده د وچو او تازه میوو صادارات د هیواد د صادراتو مجموعی ارزښت تشکیل کړی وه چی متاسفانه د دوه لسیزو په جګړه کی د هیواد اقتصادی زیربناوی کاملا له منځه تللی، د کرنی او مالداری د تولیداتو سطحه یی په تدریج سره کموالی پیداکړی، د محصولاتو کیفیت خراب شو او نور مصرفی موادو په واردلو یی لاس پوری کړو د کرنی وزارت د ستراتیژی پراساس تصمسم ونیولا شو چی  په ۵ کالونو کی به هیواد دخودکفایی درجی ته ورسیږي د حیوانی محصولاتو واردات به د داخلی تولید د تقوي په واسطه ۵۰ فیصده کم شی او دلس کالونو په موده کی به د وچو او تازه میوو صادرات تر یو میلیادر دالرو پوری زیات شی چی متاسفانه تر اوسه پوری د پیشبینی شویو فکتورونو یا مادو څخه یی یو هم حقیقت پیدا نکړ.

ب- عنعنوي کرنه: په عمومی توګه د افغانستان زراعت عنعنوی ده په عنعنوی کرنه کی د تولید څخه هدف کروندګر کورنی د مصرفی اړتیاوو پوره کول دی په عنعنوی کرنه کی کروندګر د تولید د سنتی عواملو څخه استفاده کوي. په همدی اساس کرنی د سکتور مولدیت ډیر کم او د تولیدی عواملو او تولید شوو محصولات مارکیټ سره د کروند ګرو رابطه ضعیفه ده.

څرنګه چی تولید د نویو عواملو او کښت د فنی طریقو څخه کافی استفاده صورت نه نیسی او د اوبو محدودیت هم موجود ده نو په همدی اساس د نورو هیوادنو په مقایسه د هیواد کرنی د سکتور تولیداتو مقدار  کم او د خود کفایی درجی څخه لری پاتی دی.

ج-  کوچنی مزرعی او متنوع تولیدات: په افغانستان کی د مزرعو اوسط له دوه هکتارو څخه کم او تعداد یی د دوه میلیونو څخه زیات دی چی په ټول هیواد کی په پراګنده توګه موقیعیت لری سره لدی چی په هیواد کی ۶۰ فیصده کوچنی مزرعی دي او په عمومی توګه عنعنوی فعالیتونه پکی صورت نیسی او تولید یی هم محدود ده بیا هم دغه سکتور تر خپل توان تقریبآ ۸۲ فیصده نفوس (۱۳۹۲ کال احصایه) لپاره خوراک او پوښاک برابروي او اضافی مصرفی تولید خارجی هیوادونو ته صادروي دغه سکتور د ټول نفوس د تغذیه لپاره لازمه ظرفیت لري پدی شرط چی د سکتور د مجوده د ظرفیتونو څخه موثره استفاده وشي.

د- د تولیداتو ټيټ کیفیت: په هیواد کی دغله جاتو، میوه جاتو او سبزیجاتو د محلی او غیر اصلاح شویو تخمونو څخه استفاده، دامراضو او افاتو شتون، د علمی او فنی طریقو څخه عدم استفاده د دی سبب شوی چی د کرنی او مالداری د محصولاتو کیفیت خراب کړي په همدی اساس د هیواد په داخل او خارج کی د رقیبانو مشابه محصولاتو سره رقابت نشی کولای دغه موضوع د افغانی محصولاتو بازارموندنه د مشکلاتو سره مخ کړی ده.

ر- د مارکیت ضعیف تسهیلات: په هیواد کی د عمده فروشی او پرجون فروشی مارکیتونو تعداد او ظرفیت د هغو اجناسو په تناسب محدود دی چی په دوران کی دی موجوده مارکیتونه اثرا محدود ظرفیت لری او د ګودام سړو خونو اوبو رسونی شبکی، برق مخابراتو او اطلاعاتو په سهولتونو باندی مجهز ندي په همدی اساس د کرنیزو محصولاتو ضایعات د حاصل ټولولو څخه مخکی او د مارکیت په جریان کی زیات دي چی د ضایعاتو مقدار یی غله جاتو په سکتور کی ۳۰ فیصده ته او د باغداری په سکتور کی ۵۰ فیصده ته رسیږي.


س- د کرنیزو محصولاتو دپروسس  صنایعو ناکافی مقدار: کرنیزو محصولات اکثرآ بیدون د پروسس او خامو موادو په شکل مصرف کوونکی ته رسیږي چی دغه وضیعت په مارکیت کی د تقاضا ضعیف کیدل ، له حد نه زیات د محصولاتو له منځه تلل، د محصولاتو کیفیت خرابیدل او په مجموعو کی د هغی د ضایعاتو باعث کیږي. دکرنیزو محصولاتو د پروسس په فابریکو باندی سرمایه ګذاری کول د محصولاتو د ضایع کیدو څخه، کیفیت د خرابیدو، نرخونو د نوساناتو، د مفیدیت درجی لوړولو، داستخدام د سطحی لوړولو او ملی اقتصاد د سریع انکشاف سبب ګرځي.

ص- د مارکیټي اطلاعاتو ضعیف خدمات: د تولید او بازارموندنی په اړوند درست تصمیم په وخت، صحیح او کافی اطلاعاتو په رڼا کی ترسره کیږي چی متاسفانه په افغنستان کی مولدین، مصرف کوونکی او د مارکیټ کارکوونکی په وخت، صحیح او کافی اطلاعاتو ته لاسرسی نلری د تولید او بازار موندنی پوری مربوط تصامیم یی د بازار د واقیعتونو په اساس نه وی اکثر د حدث او ګمان په اساس صورت نیسی چی دا کار د مارکیت او تولید احتمالی خطرونه زیاتوی او د ټولو معامله کوونکو ګټه متاثره کوي.

ط- ضعیف مالی خدمات: مخکی یادونه شوی چی تولید او بازار موندنه زیاتو مالی مصارفو ته ضرورت لری په همدی اساس په هیواد کی مولدین او تجاران باید مطمینو مالی منابعو ته لارسی ولری چی متاسفانه د کرنیزو محصولاتو مولدین او د مارکیت کارکوونکی د مطمینومالی خدماتو ته دعدم لاسرسی له امله شکایت کوی. د بانکونو او موسساتو د قرض ورکول مغلق طرزالعمل او لوړ سود د قبلیدو وړنده په همدی اساس دوی مجبوریږي چی خپلوتولیدی فعالیتونو د تمویل لپاره خپل محصولات د حاصل ټولولو په وخت کی خرڅ کړی چی په دی وخت کی د محصولات قیمت ډر ټیټ وی او یا د حاصل ټولولو څځه مخکی  خپل تولیدات په تجارانو پلوري.چی په دی صورت کی نشی کولای چی د محصولاتو خرڅلاو څخه د قناعت وړګټه ترلاسه کړی.

ع- مارکیټ ته عدم لاسرسی- د افغانستان کروند ګر دتولید په محلاتو کی د مارکیت د موجودیت له امله ناخوښه دی همدارنګه د محصولاتو ته د عدم تقاضا او محصولاتو د خرڅلاو په وخت کی نرخونو د ټیټیدو له امله شکایت کوی. څرنګه چی د کرنیزو محصولاتو قیمتونه د حاصل ټولولو په وخت کی دیر ښکته کیږي نو په دی وخت کی د محصول پلورل د مولد لپاره لازم عاید نه تهیه کوي د مثال په ډول د غنمو ، شفتالو، زردالو، انګور، مڼو، ناکو، ختکیو، هندوانو، انارو،  رومیانو او نورو نرخونه د حاصل تولولو په وخت کی دير ښکته کیږي ځکه چی په هیواد کی په کافی اندازه ذخیري، سړی خونی او پروسس سهولتونه نه لیدل کیږي مولدین مجبوری دی چی د تجارانو، دلالانو او نورو په واسطه په هر قیمت تقاضا وشی خرڅ کړی چی د ا کار د هغوی په عایداتو باندی منفی تاثیر کوي.

د مشکلاتو د حل لاری

·       د تجارتی قوانینو او مقرراتو طرحه


·      د درستو تجارتی سیاستونو طرحه او تطبیق


·      د حمایتی سیاستونو طرحه او تطبیق


·      د نوروم او ستندرد د ملی اداری فعالیدل


·      کیفیت د کنترول لپاره ملی اداری ایجاد


·      د کرینزو محصلاتو تولید او پروسس په برخه کی د سرمایه ګذاری لپاره د خصوصی شرکتونو تشویق


·      د محصولاتو حجم او کیفیت زیاتول


·      مارکیت د اطلاعاتی سیستم ایجاد


·      د تجارتی او اقتصادی زیربناوو ایجاد او توسعه


·      د امنیت تحکیم


·      د مارکیت د تقاضا په اساس تولید


·      تولید د مصارفو کمول


·      مارکیت د اطلاعاتو څخه استفاده


·      د تولید زیاتول


·       د عنعنوی کرنی تبدیلول په عصري کرنه