د بادي برېښنا چاپېریالي اغېزې
د باد په واسطه د جوړېدونکې برېښنا چاپېریالي اغېزې د فوسیلي سون توکو په واسطه د جوړېدونکې برېښنا په نسبت ډېرې لږ دي. د برېښنا د هر واحد څخه په اوسط کچه ډېر لږ ګلخانه یي ګازونه خارجېږي، له همدې امله بادي برېښنا د اقلیمي بدلونونو په تغیراتو کې له محدودیت سره مرسته کوي. [۱][۲][۳]
په سواحلي برخو کې د بادي برېښنا د سټېشنونو جوړول د هغه سیمو په ښکلاو باندې پام وړ اغېز لري ځکه چې په معمول ډول د برېښنا تولیدونکو نورو هر ډول سټېشنونو په پرتله زیاتې ساحې ته اړتیا لري او باید هم دغه ډول مراکز په دښتو او یا کلیوالي سیمو کې جوړ شي چې د لرې پرتو سیمو د صنعتي کېدو لامل ګرځي. له دغه ډول پروژو سره مخالفتونه په ځانګړې توګه د ښکلو او کلتوري مناظرو اړوند رامنځته کېږي. مکاني محدودیتونه (لکه شاته تګ) کېدای شي د هغو د اغېزو د محدود کولو لامل وګرځي. د برېښنا د توربینونو ترمنځ ځمکه او هغو ته د لاسرسي په موخه لارې کېدای شي د کروندو او څړځایونو په موخه وکارول شي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د بادي برېښنا تر ټولو زیات اغېز پر وحشي حیواناتو دی ځکه چې د هغو استوګنځای ورسره له منځه ځي او یا یې هم له امله خرابېږي، خو بیا هم دغه اغېز کوچنی دی او د سمو لارو چارو څخه په کار اخیستو کېدلای شي دغه اغېز ډېر راکم شي. [۱۱][۱۲][۱۳]
د بادي برېښنا توربینونه ناوړه غږ هم تولید کوي چې کچه یې د استوګنیزې فاصلې په ۳۰۰ مترۍ (۹۸۰ فوټه) کې کېدای شي ۴۵ ډیسیبل ته ورسېږي؛ له دې سره په ۱.۵ کیلومتره (۱ مایل) فاصله کې د ډېری بادي توربینونو غږ نه اورېدل کېږي. د سواحلو په غاړه د بادي برېښنا د مراکزو جوړول بیا کېدای شي د اوبو لاندې اخلالي غږ د رامنځته کېدو لامل وګرځي.[۱۴][۱۵]
ایکولوژي
سمولله ځمکې ګټنه
سمولبادي برېښنا په سطحه باندې د توان د کثافت (surface power density) له مخې د ژوندانه کوچنۍ کړۍ (low life-cycle) لري چې د متر مربع پر حساب ۱.۸۴ واټه (1.84 W/m2) کېږي؛ دا د هستوي یا فوسیلي سون توکو د برېښنا په پرتله د درې توانه (103 ځله، یعنې له 1,000x سره برابرېږي) او د لمریزې برېښنا څخه د 3x په کچې کمه ده. [۱۶]
د بادي برېښنا سټېشنونه تر ډېره پورې په داسې ځمکو جوړېږي چې وړاندې د ځمکو د پاکونې تر اغېز لاندې راغلې وي. د بادي برېښنا د سټېشنونو لپاره د نباتي پوښ او ځمکنیو خنډونو پاکونه د ډبرو د سکرو د کانونو او هغو ته د اړوندو د برېښنا تولیدونکو فابریکو په پرتله ډېره لږ ده. که چېرې د بادي برېښنا سټېشنونه له تولید څخه پاتې شي، کېدای شي اړوندې ځمکې بېرته پخواني حالت ته وګرځول شي. [۱۷]
په متحده ایالاتو کې د تجدید منونکې برېښنا د لابراتور څېړنه ښيي چې په متحده ایالاتو کې له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د بادي برېښنا جوړو شوو مراکزو ته د اړوندو ځمکو د ټول مساحت په یوازې ۱.۱ سلنه برخه کې سطحي اختلال رامنځته شوی او یوازې ۰.۴۳ سلنه نوره برخه یې د تل لپاره د بادي برېښنا د تاسیساتو له امله ګډوډه شوې. په اوسط ډول د بادې برېښنا لپاره د کارول شوې ځمکې هره ۶۳ هکتاره (۱۶۰ اېکړ) برخه د یوه میګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت لري او ورسره په خوا کې ۰.۲۷ هکتاره (۰.۶۷ اېکړ) نوره ځمکه د هر مېګاواټ برېښنا پر حساب د تل لپاره له ګټې لوېدلې ده[۱۸]
په بریتانیا کې د بادي برېښنا ډېری لوی مراکز په داسې لوړو برخو کې جوړ شوي چې په متوسطه توګه په کې باد ښه چټکټیا لري او معمولا په شینېلیو (بې کاره بوټو) پوښل شوې دي. دغه ډول سیمې تر ډېره په هغو ځایونو کې دي چې ورښت په کې نسبتا زیات دی او هلته په پراخه کچه ځمکې د تل لپاره بې کاره پاتې شوې دي. په دغو برخو کې د جوړونکو چارو ترسره کول کېدای شي د پوده توکو په هایدرولوژي کې اخلال رامنځته کړي او کېدای شي د بادي برېښنا د مراکزو په شاوخوا کې د پوده شیانو لپاره د ځمکې د وچېدو، خرابېدو او هلته د زخیره شوي کاربن د انتشار لامل وګرځي. ورته مهال د هوا ګرمېدل چې د تجدید منونکې برېښنا طرحې د هغو د کمښت په لټه کې دي په خپله سره په ټوله بریتانیا کې د دغه ډول ځمکو لپاره په ګواښ واوړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
مالداري
سمولد بادي برېښنا لپاره کارول شوې ځمکې کېدای شي د کرنې او مالدارۍ لپاره وکارول شي. د بادي برېښنا توربینونه په حیواناتو کوم اغېز نه لري. نړیوالې تجربې ښوودلې چې «حیوانات د بادي برېښنا تر توربینونو پورې څرېږي او تر ډېره له هغو څخه د مالشي پایو په توګه او یا هم د سیوري لپاره کار اخلي». [۲۶]
په ۲۰۱۴ زکال کې د حیواناتو اړوند یوې څېړنې هڅه وکړه څو د بادي برېښنا د توربینونو په خوا کې د حیواناتو په ساتنې د هغو اغېزې ومومي. دغه څېړنه د بادي برېښنا د یوه توربین په خوا کې د مرغاویو په دوه ډلو ترسره شوه، لومړنیو پایلو وښووله چې دغه توربین ته په ۵۰ مترۍ فاصله کې مرغاویو له توربین څخه په ۵۰۰ متره فاصله کې مرغاویو په پرتله لږ وزن اخیستی او همدارنګه یې په وینه کې د نورو مرغاویو په پرتله استرس ته اړوند د کورتیزول هورمون غلظت زیات دی. [۲۷]
نیمه اهلي زرافې د توربینونو د جوړولو په چارو کې خنډ رامنځته کوي، خو هغه مهال چې بیا توربینونه فعال وي ورسره کار نه لري. [۲۸][۲۹][۳۰]
په ځنګلي ژوند اغېزې
سمولد بادي برېښنا د مراکزو د جوړولو لپاره په وړاندیزونو کې د چاپېریالي ژوند اړوند ارزونې ترسره کېږي او په هغو کې په سیمه ئیز چاپېریال (لکه په بوټو، حیواناتو او خاورې) باندې د هغو اغېزې ارزول کېږي. د توربینونو موقعیت او فعالیت تر ډېره پورې د تائید په بهیر کې اصلاح کېږي څو له هغو څخه په اغېزمنو ژوندیو موجوداتو او د هغو په چاپېریالونو باندې اغېزې له منځه یوسي او یا یې هم محدودې کړي. هر ډول نه جبران کېدونی اغېز کېدای شي د اکوسیسټم د ورته محافظتي لارو چارو پر بنسټ چې د دغه وړاندیز تر اغېز لاندې نه راځي جبران کېږي. [۳۱]
د بادي برېښنا تولید کوونکي توربینونه د ګڼ شمېر نورو انساني فعالیتونو او ودانیو په څېر د یو شمېر الوتونکو لکه مرغیو او آسمان څکالو د مړینې کچه زیاتوي. د بادونو د تنظیم او هماهنګۍ اړوند ملي سازمان له خوا په ۲۰۱۰ زکال کې د میداني څېړنې لنډیز ښوولې چې په هر کال کې د میګاواټ بادي برېښنا پر سر له ۱۴ څخه او په معمول ډول له څلورو څخه د کمو مرغانو مړینه شتون لري. د نورو څېړنو په څېر دغه څېړنه دې پایلې ته رسېدلی چی یو شمېر الوتونکي (لکه مهاجر آسمان څکالي او ښکلي غږ لرونکي الوتونکي) له نورو ټولو څخه ډېر زیان منونکي دي. په داسې حال کې چې نور جزیات او همدارنګه د توربینونو د مخ پر زیاتوالي شمېر د ټولیز اغېز اړوند نور مالومات یې ناڅرګند پاتې شوي دی.
سرچينې
سمول- ↑ Guezuraga, Begoña; Zauner, Rudolf; Pölz, Werner (2012). "Life cycle assessment of two different 2 MW class wind turbines". Renewable Energy. 37: 37–44. doi:10.1016/j.renene.2011.05.008.
- ↑ "IPCC Working Group III – Mitigation of Climate Change, Annex II I: Technology – specific cost and performance parameters" (PDF). IPCC. 2014. p. 10. خوندي شوی له the original (PDF) on 16 June 2014. بياځلي په 1 August 2014.
- ↑ "IPCC Working Group III – Mitigation of Climate Change, Annex II Metrics and Methodology. pp. 37–40, 41" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2014-09-29.
- ↑ Thomas Kirchhoff (2014): Energiewende und Landschaftsästhetik. Versachlichung ästhetischer Bewertungen von Energieanlagen durch Bezugnahme auf drei intersubjektive Landschaftsideale, in: Naturschutz und Landschaftsplanung 46 (1), 10–16.
- ↑ What are the pros and cons of onshore wind energy?. Grantham Research Institute on Climate Change and the Environment. January 2018.
- ↑ Nathan F. Jones, Liba Pejchar, Joseph M. Kiesecker. "The Energy Footprint: How Oil, Natural Gas, and Wind Energy Affect Land for Biodiversity and the Flow of Ecosystem Services". BioScience, Volume 65, Issue 3, March 2015. pp. 290–301
- ↑ Szarka, Joseph. Wind Power in Europe: Politics, Business and Society. Springer, 2007. p.176
- ↑ Loren D. Knopper, Christopher A. Ollson, Lindsay C. McCallum, Melissa L. Whitfield Aslund, Robert G. Berger, Kathleen Souweine, and Mary McDaniel, Wind Turbines and Human Health, [Frontiers of Public Health]. June 19, 2014; 2: 63.
- ↑ Diesendorf, Mark. Why Australia Needs Wind Power Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine., Dissent, Vol. No. 13, Summer 2003–04, pp. 43–48.
- ↑ "Wind energy Frequently Asked Questions". British Wind Energy Association. خوندي شوی له the original on 2006-04-19. بياځلي په 2006-04-21.
- ↑ Dunnett, Sebastian; Holland, Robert A.; Taylor, Gail; Eigenbrod, Felix (2022-02-08). "Predicted wind and solar energy expansion has minimal overlap with multiple conservation priorities across global regions". Proceedings of the National Academy of Sciences (in انګليسي). 119 (6). Bibcode:2022PNAS..11904764D. doi:10.1073/pnas.2104764119. ISSN 0027-8424. PMC 8832964. PMID 35101973.
- ↑ Parisé, J.; Walker, T. R. (2017). "Industrial wind turbine post-construction bird and bat monitoring: A policy framework for Canada". Journal of Environmental Management. 201: 252–259. doi:10.1016/j.jenvman.2017.06.052. PMID 28672197.
- ↑ Nathan F. Jones, Liba Pejchar, Joseph M. Kiesecker. "The Energy Footprint: How Oil, Natural Gas, and Wind Energy Affect Land for Biodiversity and the Flow of Ecosystem Services". BioScience, Volume 65, Issue 3, March 2015. pp. 290–301
- ↑ "How Much Noise Does a Wind Turbine Make?". 2014-08-03. بياځلي په 2022-10-22.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Wind Energy Comes of Age By Paul Gipe
- ↑ Van Zalk, John; Behrens, Paul (2018-12-01). "The spatial extent of renewable and non-renewable power generation: A review and meta-analysis of power densities and their application in the U.S." Energy Policy (in انګليسي). 123: 83–91. doi:10.1016/j.enpol.2018.08.023. ISSN 0301-4215.
- ↑ New South Wales Government (1 November 2010). The wind energy fact sheet Archived 2011-03-20 at the Wayback Machine. Department of Environment, Climate Change and Water, p. 13
- ↑ Paul Denholm, Maureen Hand, Maddalena Jackson, and Sean Ong, Land-Use Requirements of Modern Wind Power Plants in the United States, National Renewable Energy Laboratory, NREL/TP-6A2-45834, Aug. 2009.
- ↑ Prentice, Colin (19 December 2013). "Climate change poses serious threat to Britain's peat bogs". London: Imperial College London. بياځلي په 2013-12-19.
- ↑ Smith, Jo; et al. (5 September 2012). "Renewable energy: Avoid constructing wind farms on peat". Nature. 489 (7414): 33. Bibcode:2012Natur.489Q..33S. doi:10.1038/489033d. PMID 22955603.
- ↑ Stevenson, Tony Struan (20 May 2009). "Bid to ban peatland wind farms comes under attack". Sunday Herald. newsquest (sunday herald) limited. خوندي شوی له the original on 27 June 2009. بياځلي په 20 May 2009.
- ↑ David Tosh, W. Ian Montgomery & Neil Reid A review of the impacts of onshore wind energy development on biodiversity Archived 2015-05-31 at the Wayback Machine., Northern Ireland Environment Agency, Research and Development Series 14/02, 2014, p.54
- ↑ "Fears Donegal landslide has devastated EU protected salmon site". RTÉ News. 18 November 2020. بياځلي په 18 January 2022.
- ↑ "Donegal: Peat landslide linked to wind farm raised in Dáil". BBC News. 18 November 2020. بياځلي په 18 January 2022.
- ↑ Lindsay, Richard (2004). "Wind farms and blanket peat: A report on the Derrybrien bog slide" (PDF). Derrybrien Development Cooperatve; University of East London.
- ↑ New South Wales Government (1 November 2010). The wind energy fact sheet Archived 2011-03-20 at the Wayback Machine. Department of Environment, Climate Change and Water, p. 13
- ↑ Mikołajczak, J.; Borowski, S.; Marć-Pieńkowska, J.; Odrowąż-Sypniewska, G.; Bernacki, Z.; Siódmiak, J.; Szterk, P. (2013). "Preliminary studies on the reaction of growing geese (Anser anser f. Domestica) to the proximity of wind turbines". Polish Journal of Veterinary Sciences. 16 (4): 679–86. doi:10.2478/pjvs-2013-0096. PMID 24597302.
- ↑ Skarin, Anna; Nellemann, Christian; Rönnegård, Lars; Sandström, Per; Lundqvist, Henrik (2015). "Wind farm construction impacts reindeer migration and movement corridors". Landscape Ecology. 30 (8): 1527–40. doi:10.1007/s10980-015-0210-8.
- ↑ Flydal, Kjetil; Eftestøl, Sindre; Reimers, Eigil; Colman, Jonathan E. (2004). "Effects of wind turbines on area use and behaviour of semi-domestic reindeer in enclosures". Rangifer. 24 (2): 55. doi:10.7557/2.24.2.301. mirror
- ↑ "Article list". خوندي شوی له the original on 2018-09-20. بياځلي په 2016-02-26.
- ↑ New South Wales Government (1 November 2010). The wind energy fact sheet Archived 2011-03-20 at the Wayback Machine. Department of Environment, Climate Change and Water, p. 13