د بابل سقوط

د بابل سقوط، د نوي بابل د سترواکۍ پای ته، وروسته له هغه اشاره کوي چې له میلاد ۵۳۹ کاله مخکې د هخامنشي سترواکۍ له خوا فتح شو. تاریخپوهان د بابل د خپلواکۍ اصطلاح هم د یو بل پر ځای کاروي.

نبونایډوس (Nabû-na'id۵۵۶-۵۳۹ مخکې له میلاد) د اشوري کشیش اډا-ګوپي زوی په ۵۵۶ مخکې له میلاد کې، د ځوان پاچا لباشي - مردوک له راپرځولو وروسته واک ته ورسېد. د اوږدې مودې لپاره هغه خپل زوی شهزاده بیلشزار ته واک وسپاره، چې یو وړ سرتیری، خو کمزوری سیاست مدار و.

په ختیځ کې، هخامنشي سترواکۍ د ودې په حال کې وه. د ۵۳۹ مخکې له میلاد کال په اکتوبر میاشت کې، لوی کوروش بابل ته پرته له کومې جګړې او په کرارۍ ننوت. له دې وروسته بابل د پاریس د هخامنشيانو په سیمه کې د ساتراپي په توګه شامل شو. لکه څنګه چې کوروش په خپلې استوانې (منشور) کې ژمنه وکړه چې د بابل خلکو ته درناوی وکړي، او بندیان شوي یهودیان دې خوشې کړي، ترڅو خپل هیواد ته راستانه شي، هغه د پخوانیو بابل پاچایانو د قانونيځایناستي په توګه ګڼل کیده او د نبونایډوس پرخلاف په بابل کې ډېر مشهور شو.[۱][۲]

شرایط

سمول

یو شمېر عوامل د بابل د سقوط لامل شو. د بابل خلک د نبونایډوس تر واکمنۍ لاندې ناکراره او ناخوښه وو. د مردوک کشیشانو له نابونایډوس څخه کرکه درلوده، ځکه چې هغه مردوک مذهب وځپه او د سین د سپوږمۍ خدای د عقیدې د پرمختګ له امله هغه په بابل کې په مردوک معبد کې د بابل دین د مرکزي کولو په هڅه کې و او د خپل ځان پر وړاندې یې یو قوي احساس راوپاروه او په دې توګه یې سیمه ییز کشیشان له منځه یووړل. پوځي ګوند هم د هغه د پخوانیو ذوقونو له امله هغه ته سپکاوی وکړ. داسې برېښېده چې هغه د خپلې پاچاهۍ دفاع بیلشزار (یو وړ سرتیری، خو کمزوری سیاست مدار چې سیاسي اشراف یې له ځانه پردي کولو) ته پرې ښوده.[۳][۴][۴]

یرغل او تیری

سمول

په ۵۳۹ مخکې له میلاد کې کوروش په بابل باندې یرغل وکړ. د بابل تاریخ او د کوروش استوانه (منشور) دواړه بیانوي چې بابل له «جګړې پرته» نیول شوی، په داسې حال کې چې د یوناني انجیل کتاب ډینیل یادونه کوي چې پاچا وژل شوی.[۵]

د زینوفون په وینا: بیلشزار په دې جګړه کې وژل شوی، خو دا روایت په پراخه کچه نه دی منل شوی. نبون یډوس تسلیم او تبعید شو. [۶]

نوې بابل سترواکي د نفوسو د لېږد یو سیاست غوره کړی و، خو د کوروش لومړنی اقدام دا و چې دغو جلاوطنانو ته اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته راستانه شي، او د خپلو د خدایانو انځورونه او د دوی سپیڅلي لوښي له ځانه سره یوسي. د دې کار د کولو اجازه په یوې اعلامیې کې راغلې وه، چې له مخې یې فاتح هڅه وکړه چې د بابل تخت د غوښتلو لپاره خپله ادعا توجیه کړي. د انجیل د روایت له مخې، کوروش د بابل له بند څخه جلاوطني یهودیان بیرته اسرائیلو ته واستول. که څه هم یهودانو هیڅکله د پارس د نیواک پر وړاندې بغاوت نه دی کړی، دوی د لومړي داريوش په دوره کې د هغه واکمني پیاوړې کړې وه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د بابلیانو په منځ کې، دا احساس لا هم پیاوړی و، چې هیڅوک په لویدیځې آسیا کې د واکمنۍ حق نه لري، تر هغه چې هغه د بیل او د هغه د کشیشانو له خوا دې مقام ته ټاکل شوی نه وي او په همدې بنسټ، کوروش له دې وروسته د «بابل پاچا» سترواکي لقب په غاړه واخیست. کوروش ادعا وکړه چې د پخوانیو بابل پاچایانو مشروع ځای ناستی او د بیل مردوک غچ اخیستونکی دی او ځان یې د بچوونکي په توګه څرګند کړ، چې د مردوک له خوا د نظم او عدالت د بیا رغولو لپاره غوره شوی.[۱۲]

تاریخ لیکنه

سمول

د میخي خط متنونه - د نبونایډوس تاریخ، د کوروش استوانه (منشور) او تش په نامه د نبونایډوس په نوم یاد شوی ټکی د پارس له بریا وروسته لیکل شوي. دوی نبونایډوس په منفي ډول انځوروي او کوروش د بابل د آزادونکي په توګه، د بابل د اربابالانواعو او الهو ساتندوی او په پایله کې د بابل د تخت د قانوني ځای ناستي په توګه معرفي کوي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۴][۱۷]

عصري پوهه د کوروش استوانه (منشور) د یوې تبلیغاتي لوحې په توګه پیژني چې د نبون ایډوس پر وړاندې د خلکو د فکرونو د اړولو لپاره ډیزاین شوی او د کوروش له خوا بابل فتح ته مشروعیت ورکوي. د دې ادعا په اړه چې بابل پرته له مخالفت څخه د پارسیانو لاس ته ولوېد، برینټ لیکي: «دا په اصل کې ناشونې ښکاري، چې بابل له مقاومت پرته سقوط کړی وي» او پیوټر میشلوسکي یادونه کوي: «د دې شکمنې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ معاصر شواهد شتون نه لري». په ورته ډول، د نبونایډوس تاریخ د پارس دربار د تاریخ بیا لیکنه ده چې ویل کېږي د نبون ایډوس متن دی. د هغې لومړۍ برخه هغو پیښو سره تړاو لري چې د نورو سرچینو له خوا تایید کېدای شي، په هرحال، وروستنۍ برخه، د نبونایډوس د اوولسم کال، په ځانګړې توګه کوروش ته د غوړه مالي کولو په اړه بحث کوي، د بابل خلکو د هغه مخې ته د هرکلي لپاره د شنو ونو څانګې وغوړولې.[۱۸][۱۹][۲۰]

د حکومت نوی نظام رامنځ ته شو او د پارس څو ملیتي دولت جوړ شو. د حکومت دغه نظام د لومړي داريوش د واکمنۍ پر مهال د دویم کمبوجیه له خوا د مصر له فتحې وروسته خپل اوج ته ورسېد او له هغه وروسته يې ايډيالوژيک بنسټ د پارس د پاچایانو په ليکنه کې تر لاسه کړ.[۲۱]

عبراني انجیل

سمول

د یسعیاه کتاب

سمول

د نوې بابل سترواکۍ له خوا د بیت المقدس فتحه او په ۵۸۶ مخکې له میلاد کې د هغه د اشرافو جلاوطني د یسعیاه کتاب د رامنځته کېدلو بل پړاو پیلوي. ډیوټرو یسعیاه ځان په جلاوطنۍ کې اسرائیلیانو ته خطاب کوي، دوی ته د بېرته راستنیدو هیله وړاندې کوي. د بابل د نژدې سقوط په اړه د ډیوټرو - یسعیاه وړاندوینې او د اسرائیلو د ژغورونکي په توګه د کوروش ستایل، د هغه د وړاندوینې تاریخ ۵۵۰-۵۳۹ مخکې له میلاد پورې او یا هم د دې دورې تر پایه پورې رسېږي.[۲۲][۲۳]

سرچینې

سمول
  1. Haywood, John (2005). The Penguin Historical Atlas of Ancient Civilizations. London: Penguin Books Ltd. p. 49.
  2. Oates 1986، م. 132.
  3. Olmstead, A.T. (1948). History of the Persian Empire. Univ. of Chicago Press. p. 38.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Oates 1986، م. 133.
  5. Histories I.191; Cyropaedia VI.5.15–16; Gaston 2009, pp. 88–89.
  6. Achtemeier, ed. (1985). Harper's Bible Dictionary. San Francisco: Harper & Row. p. 103.
  7. "Isaiah 45". Biblegateway.com.
  8. Josephus (1999). "Antiquites Book 11:6". The New Complete Works. Translated by William Whiston. Kregel Publications. p. 374.
  9. Bright 1959، م. 361.
  10. Bright 1959، مم. 351–354.
  11. Bright 1959، مم. 342–396.
  12. Roux 1992، م. 382.
  13. Bealieu, Paul-Alain (1989). The Reign of Nabonidus, King of Babylon 556–339 B.C. New Haven CT: Yale Univ. Press. p. 143.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Briant 2002، مم. 41–43.
  15. Kuhrt, A. (1983). "The Cyrus Cylinder and Achaeminid Imperial Policy". Journal for the Study of the Old Testament. 8 (25): 83–94. doi:10.1177/030908928300802507. S2CID 170508879.
  16. Yamauchi, Edwin M. (1990). Persia and the Bible. Grand Rapids: Baker. p. 88.
  17. IsIAO, edited by A. Panaino; G. Pettinato. With the collaboration of G. P. Basello; A. Piras. Università di Bologna & (2002). Ideologies as intercultural phenomena : proceedings of the Third Annual Symposium of the Assyrian and Babylonian Intellectual Heritage Project; held in Chicago, USA, October 27–31, 2000; [Melammu symposia, vol. III]. Milano: Ed. Mimesis. pp. 144, 149–150. ISBN 8884831075. {{cite book}}: |first= has generic name (help)
  18. Pritchard, James B., ed. (1969). Ancient Near Eastern Texts Relating to the Old Testament (3rd ed.). Princeton: Princeton Univ. Press. p. 306b.
  19. Arnold, Bill T.; Michalowski, Piotr (2006). "Achaemenid Period Historical Texts concerning Mesopotamia". In Chavals, Mark W. (ed.). The Ancient Near East: Historical Sources in Translation. Malden MA: Blackwell. p. 12.
  20. Briant 2002، م. 41.
  21. Melammu Symposia Vol.3, Ideologies, p.143
  22. Barker 2003، م. 524.
  23. Whybray 2004، م. 11-12.