د اېکو سېستم خدمتونه

د اېکو سېستم خدمتونه هغه زیات شمېر او بېلابېلې ګټې دي چې انسانانو ته د طبیعي چاپېریال او له روغو اېکو سېستمونو له خوا چمتو کېږي. دا ډول  اېکوسېستمونه د بېلګې په توګه، کرهڼیز اېکوسېستمونه، د ځنګل اېکوسېستم، د وښو یا چمن لرونکې ځمکې اېکوسېستمونه او د اوبو اېکو سېستمونه شاملوي. دغه اېکوسېستمونه په روغو اړیکو کې په فعالیت کولو سره، د حبوباتو د طبیعي ګرده افشانۍ، پاکې هوا، د جګې تودوخې راکمولو او د انسان د روحي او فزیکي روغتیا په څېر څیزونه  چمتو کوي. په مجموعي ډول، دغه ګټې د اېکوسېستم د خدمتونو په نامه سره پېژندل کېږي، او زیاتره وخت د خوړو په برابرولو، د څښاک د پاکو اوبو په تهیه کولو، د فاضله موادو په تجزیه کې او د خوړو د اېکو سېستمونو په غځېدلو او د خوړو د اېکوسېستمونو ګټورتوب په څېر بشپړوونکي عناصر ګڼل کېږي

په داسې حال کې چې ساینس پوهانو او چاپېریال پوهانو د اېکوسېستم خدمتونه د لسیزو لپاره په ضمني ډول تر بحث لاندې نیولي دي، خو د اېکوسېستم عصري ارزونه (Millennium Ecosystem Assessment ) یا MA چې د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې تر سره شوې ده، دغه مفهوم ته یې ډېر شهرت ورکړی دی. په یاده ارزونه کې د اېکوسېستم خدمتونه په څلورو پراخو کټګوریو وېشل شوي دي چې لاندیني موارد شاملوي: د خوړو تیارول، لکه د خوړو او اوبو تولید؛ تنظیمول، لکه د اقلیم او ناروغیو کنترولول؛ ملاتړ کول،  لکه د غذایي موادو ځنځیر او د اوکسیجن تولید؛ او کلتوري، لکه معنوي او تفرېحي ګټې. د دې لپاره چې د پرېکړه کوونکو په خبرولو کې مرسته وکړای شي، د اېکوسېستم زیاتره خدمتونه داسې ارزول کېږي چې د انسان په لاس له مهندسي شوو زېربناوو او خدمتونو سره معادلې پرتلې رامنځته کړي.[۱]

د بحیرې د هغې برخې چې د سیند په خوله کې ننوتلې وي او د ساحل اېکوسېستمونه دواړه سمندري اېکوسېستمونه بلل کېږي. یاد اېکوسېستمونه په ګډه سره له بېلابېلو لارو څخه د اېکوسېستم د خدمتونو څلور واړه خدمتونه تر سره کوي: "د تنظیم خدمتونه" د هوا د حالاتو تنظیم او همداراز د کثافاتو مصرفول او د ناروغیوو کنترول او حایلې سیمې. "د خوړو تیارولو خدمتونه" د چارتراش لرګي په شمول د ځنګل تولیدات، د سمندر د تازه اوبو تولیدات، خام مواد او بایو-کېمیاوي او جنیتیکي سرچینې. د ساحلي اېکوسېستمونو "کلتوري خدمتونه" الهام بښونکې جنبې، تفرېح او سیلانیت، ساینس او زده کړې شاملوي. د ساحلي اېکوسېستمونو "د ملاتړ خدمتونه" د خوراکي موادو دوران، په بیولوژیکي بڼه رامنځته شوی چاپېریال او ابتدايي تولید شاملوي.

تعریف سمول

د اېکوسېستم خدمتونه یا اېکو-خدمتونه انسانانو ته د اېکو سېستمونو په واسطه د چمتو کېدونکو څیزونو او خدمتونو په توګه تعریفېږي، د ۲۰۰۶کال د  د اېکو سېستم په عصري ارزونه (MA) کې، د اېکوسېستم خدمتونه " هغه ګټې بلل شوې دي چې خلک یې له اېکوسېستمونو څخه ترلاسه کوي". نوموړې ارزونې (MA) همداراز د اېکوسېستم د خدمتونو څلور کټګورۍـــ د ملاتړ خدمتونه ، د خوړو برابرولو خدمتونه ، د تنظیم خدمتونه، او کلتوري خدمتونه هم تعریف کړي دي چې په لاندې توګه مطرح کېږي. په ساده الفاظو کې، نوموړې کټګورۍ د خوراکي توکو، اوبو، لرګي، فایبرونو او د درملنې برابرول دي.[۲]

په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې په ادبیاتو کې د اېکوسېستم د خدمتونو اړوند بېلابېل کاري تعریفونه او توضېحات موجود وو. د بېلګې په توګه د دې لپاره چې د اېکوسېستم د خدمتونو په محاسباتو کې له دوه ځلي حسابولو څخه مخنیوی وکړای شي، د اېکوسېستم اقتصاد او د استوګنې تنوع (TEEB) د اېکو سېستم په عصري ارزونه (MA) کې "د ملاتړ د خدمتونو" پر ځای "د استوګنځي خدمتونه او د اېکوسېستم فعالیتونه" ځای ناستي کړل، چې "د اېکوسېستم له ساختمان او هغو پروسو تر منځ د متقابلو اغېزو د یو فرعي سېټ په توګه تعریفېږي کومې چې د توکو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یو اېکوسېستم په ظرفیت باندې اتکا لري".[۳][۴]

کټګورۍ سمول

د علمي ټولنې له خوا د اېکوسېستم د خدمتونو څلور بېلابېل ډولونه پېژندل شوي دي: د تنظیم خدمتونه، د خوړو د تیارولو خدمتونه، کلتوري خدمتونه او د ملاتړ خدمتونه. دا اړینه نه ده چې یو اېکوسېستم په یوه وخت کې څلور واړه خدمتونه چمتو کړي؛ خو د هر اېکوسېستم پېچلي ماهیت ته په کتو سره، معمولاً فرض پر دې کېږي چې انسانان د دغو خدمتونو له یوې مجموعې څخه ګټه اخیستنه کوي. هغه خدمتونه چې د اېکوسېستمونو د بېلابېلو ډولونو (ځنګلونو، سمندرونو، مرجاني صخرو، او په سمندر کې د شنه کېدونکو یو ډول ګڼو ونو او داسې نورو) له لوري چمتو کېږي. په حقیقت کې ځینې خدمتونه (لکه تازه اوبه، خواړه یا د ښکلا ارزښت او داسې نور) په خپل ګاونډ کې د انسانانو نفوس تر خپلې مستقیمې اغېزې لاندې راولي حال دا چې ځینې نور خدمتونه بیا په عمومي چاپېریالي وضعیت باندې اغېزه کوي د کوم په واسطه چې انسانان په غیر مستقیم ډول اغېزمن کېږي (لکه د اقلیم بدلون، د سولېدو یا توږل کېدو د عملیې تنظیم یا د طبیعي خطرونو تنظیم او داسې نور).[۵]

د اېکوسېستم د عصري ارزونې د ۲۰۰۵ز کال په راپور کې د اېکوسېستم خدمتونه د هغو ګټو په توګه تعریف شوي دي چې خلک یې له اېکوسېستم څخه تر لاسه کوي، او نوموړې ارزونه د اېکو سېستم څلور کټګورۍ په ګوته کوي، چېرې چې په اصطلاح د ملاتړ خدمتونه د نورو دریو کټګوریو لپاره د بنسټ په توګه بلل شوي دي.[۶]

د تنظیم خدمتونه سمول

  • د اوبو او هوا تصفیه
  • د کاربن ترسیب او د اقلیم تنظیمول
  • د کثافاتو/فاضله موادو تجزیه او غیر زهري کول
  • ښکار د طعمو (ښکار کېدونکو ژوو) نفوس تنظیموي
  • د آفتونو بیولوژیکي کنترول او د ناروغیو کنترول
  • ګرده افشاني
  • د ګډوډیو تنظیم، یعنې د سېل پر وړاندې محافظت[۷]

د خوړو د تیارولو خدمتونه سمول

لاندیني خدمتونه همداراز د اېکوسېستم د ابزارو په نامه شهرت لري:[۸]

  • خواړه ( د سمندري غذاګانو او ښکار په ګډون)، حبوبات، وحشي غذاګانې، او د خوړو مصالحې
  • خام مواد ( د چارتراش لرګيو، پوستکو، د سون لرګيو، عضوي مادې، واښو او کېمیاوي سرې په شمول)
  • جنیتیکي سرچینې (چې د حبوباتو انکشافي جېنونه، او روغتیایي پاملرنه پکې شامل دي)
  • بیوجنیکي منرالونه
  • درملیزې سرچینې ( چې درمل، کېمیاوي موډلونه، او ازمویښتي او د ارزونې لپاره اورګانېزمونه پکې شامل دي)
  • انرژي (د اوبو برښنا، د بایومس یا د عضوي موادو اړوند سوَن توکي)
  • زینتي سرچینې ( چې سینګار، لاسي صنایع، ګاڼه، کورني حیوانات، عبادت، تزیینات، او سوغاتونه لکه پوستین، بڼکې، عاج، ارغوان، شاهپرک یا پتنګ، د اکواریو کبان، صدفونه او داسې نور پکې شامل دي).

کلتوري خدمتونه سمول

  • کلتوري ( چې په کتابونو، فلمونو، نقاشیو، فلکلور، ملي سېمبولونو، اعلاناتو او نورو کې د انګېزې په توګه د طبیعت کارول شاملوي)
  • معنوي او تاریخي ( چې د دیني، یا میراثي ارزښت لپاره یا هم د فطرې ارزښتونو لپاره د طبیعت کارول پکې شاملېږي)
  • تفرېحي تجربې ( چې اېکوټوریزم یا هغه سیلانیت چې د چاپېریال په ساتنه باندې تمرکز کوي، د بهر سپورتونه او تفرېح پکې شامل دي)
  • ساینس او تعلیم (چې د ښوونځي د دورې د تفرېحي سیاحتونو او علمي اختراعاتو لپاره د طبیعي سېستمونو کارول پکې شامل دي )
  • معالجوي (چې اېکوترافي، ټولنیزه ځنګل پوهنه او د حیواناتو په مرسته درملنه شاملوي)

تر ۲۰۱۲ز کال پورې پورې په دې اړه بحثونه موجود وو چې د کلتوري اېکوسېستم خدمتونه څرنګه عملیاتي کېدلی شي، همداراز د طبیعي منظرو ښکلا پېژندنه، کلتوري میراث، د بهر تفرېح، او د معنوي ارزښت تعریف څرنګه د اېکوسېستم د خدمتونو په بهیر کې ځای پر ځای کېدای شي. څوک هغو نمونو ته رایه ورکوي کومې چې چاپېریالي ساختمانونه او فعالیتونه له کلتوري ارزښتونو او ګټو سره په ښکاره بڼه نښلوي. همدا ډول، د اېکوسېستم د کلتوري خدمتونو د مفهوم په اړه یو بنسټیز انتقادي نظر موجود دی چې په دریو استدلالونو باندې رامنځته شوي دی:[۹]

  1. محوري کلتوري ارزښتونه چې له طبیعي/کرل شوي چاپېریال سره نښتي دي، د یوې سیمې په خپلو هغو بې ساري ځانګړتیاوو باندې تکیه کوي کومې چې د هغو مېتودونو په واسطه نشي تشخیصېدای چې نړیوال علمي پارامترونه د چاپېریالي ساختمانونو او فعالیتونو لپاره کاروي.
  2. که چېرې یو طبیعي/کرل شوی چاپېریال سمبولیکې معناوې او ارزښتونه ولري د نوموړو ارزښتونو موخه اېکوسېستمونه نه دي بلکې د غرونو، ساحلونو، ځنګلونو، او په عمده ډول د سمبولیکو طبیعي منظرو په څېر بڼه ورکړل شوې پدیدې دي.[۱۰]
  3. کلتوري ارزښتونه د اېکوسېستم په واسطه د تولید شویو ځانګړتیاوو پایله نه، بلکې د سمبولیکو تجربو په ورکړل شوي کلتوري چوکاټ کې د ځانګړي لیدلوري محصول دی.[۱۱]

د اېکوسېستم د خدمتونو عمومي نړیواله طبقه بندي (CICES) د سېستمونو د شمېرنو (لکه ملي شمېرنو او داسې نورو) لپاره د طبقه بندۍ یو چوکاټ دی، چې د ملاتړ له خدمتونو سره د خوړو او تنظیم د خدمتونو د بیا-شمېرنې د مخنیوي په پار رامنځته شوی دی.[۱۲]

د ملاتړ خدمتونه سمول

دا خدمتونه ښایي په ځینو طبقه بندیو کې د تنظیم د خدمتونو په څنګ کې اضافي وي، خو د غذایی موادو د ځنځير، ابتدايي محصول، د خاورې د تشکیل کېدو، او د استوګنځي چمتو کولو په څنګ کې داسې نور خدمتونه هم پکې شامل دي.

دغه خدمتونه اېکوسېستمونو ته د خوړو د تیارولو، سېلابونو د تنظیم او اوبو د تصفیې په څېر خدمتونو د چمتو کولو د شونتیا زمینه برابروي. سلاید او همکاران یې دا وضعیت داسې په ګوته کوي چې په هغه ځایونو کې چې د نوعو(species) شمېر زیات وي نو هلته به د اېکوسېستم خدمتونه هم په لویه پیمانه وي.[۱۳]

چاپېریال پوهنه سمول

د اېکوسېستم په خدمتنونو باندې پوهېدل په اېکولوژۍ یا چاپېریال پوهنه کې یوه داسې ځواکمن بنیاد ته اړتیا لري، کوم چې د اورګانېزمونو د اړوندو بنسټیزو سرچینو او چاپېریال تر منځ متقابلې اغېزې تشرېح کوي.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. "Tunza Eco-generation Eco-generation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Austin, Troy (2009). "Estimating Ecosystem Services in Southern Ontario" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite conference
  4. The Ecological and Economic Foundation Archived 3 December 2013 at the Wayback Machine., chapter 1, p.19, TEEB, 2010
  5. Barbier, Edward B.; Hacker, Sally D.; Kennedy, Chris; Koch, Evamaria W.; Stier, Adrian C.; Silliman, Brian R. (May 2011). "The value of estuarine and coastal ecosystem services". Ecological Monographs. 81 (2): 169–193. doi:10.1890/10-1510.1. hdl:20.500.11919/920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Tunza Eco-generation Eco-generation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Basic Biology (2016). "Wetlands". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Walter V. Reid, H. A. (2005). Ecosystems and Human Well-Being - A Report of the Millennium Ecosystem Assessment. Washington DC: Millennium Ecosystem Assessment Board. Retrieved from http://www.millenniumassessment.org/documents/document.356.aspx.pdf
  9. Kirchhoff, Thomas (13 November 2012). "Pivotal cultural values of nature cannot be integrated into the ecosystem services framework". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (46): E3146. Bibcode:2012PNAS..109E3146K. doi:10.1073/pnas.1212409109. PMC 3503173. PMID 23012476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cf. Cosgrove, D.E. 1984: Social Formation and Symbolic Landscape, London; Schama, S. 1995: Landscape and memory. New York; Kirchhoff, T./Trepl, L./Vicenzotti, V. 2012:What is landscape ecology? An analysis and evaluation of six different conceptions. Landscape Research iFirst.
  11. Cf. Cosgrove, D.E. 1984: Social Formation and Symbolic Landscape, London; Schama, S. 1995: Landscape and memory. New York; Backhaus, G./Murungi, J. (eds.): Symbolic Landscapes. Dordrecht 2009.
  12. https://cices.eu/کينډۍ:Full citation needed
  13. Slade, Eleanor M.; Bagchi, Robert; Keller, Nadine; Philipson, Christopher D. (September 2019). "When Do More Species Maximize More Ecosystem Services?". Trends in Plant Science. 24 (9): 790–793. doi:10.1016/j.tplants.2019.06.014. PMID 31326334. S2CID 198133926. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kremen, Claire (May 2005). "Managing ecosystem services: what do we need to know about their ecology?: Ecology of ecosystem services". Ecology Letters. 8 (5): 468–479. doi:10.1111/j.1461-0248.2005.00751.x. PMID 21352450. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)