د ایټالیا تاریخ

د ایټالیا تاریخ له لرغونې، منځنۍ او عصري پړاوونو نه جوړ دی. د کلاسیک لرغونتوب راهیسې، لرغوني ایټروسکان، بېلا بېل ایټالوي خلک (لکه: سامنایټ او امبریان)، سیلټ، یونانیان، فونیشینان او ایلیریان (میسیپیان) د نورو لرغونو ایټالوی قبیلو تر څنګ په ایټالوي ټاپو وزمو کې مېشت وو. په لرغونې زمانه کې، ایټالیا د رومیانو ټاټوبی او د روم سترواکي تر ټولو ستر ښار و. د روم سلطنت په ۷۵۳ ز وړاندې کال کې  تاسیس شو او په ۵۰۹ زېږد وړاندې کال کې ېې د یوه جمهوریت بڼه واخیسته، دا هغه وخت و چې مطلقه سلطنتي رژیم د سنا او خلکو په ګټه ړنګ شو. وروسته د روم جمهوریت وکولای شول، چې ایټالیا بیا ځلې متحده کړي، خو ځینې ټاپو وزمې، لکه: سلتیان، اتروسکان او یونانیان  یې له لاسه ورکړل. روم د ایټالیا د خلکو فدراسیون مشري وکړه او وروسته د روم د قدرت ډېریدلو سره په لوېدیځه اروپا، شمالي افریقا او نږدې ختیځ کې واکمن شو.[۱][۲][۳][۴]

د روم جمهوریت د جولیوس سیزر له وژنې وروسته سقوط وکړ، چې وروسته له هغه د روم سترواکي د ډېرو پېړیو لپاره په لویدېځه اروپا او مدیترانه کې واکمنتیا درلود، دوی د لویدېځې فلسفې، ساینس او ​​​​هنر په پراختیا کې د پام وړ هڅې وکړې.  په ۴۷۶ زېږد وړاندې کال کې د روم له سقوط وروسته، ایټالیا په څو ښاري دولتونو او سیمه ییزو سیاستونو ووېشل شوه. سمندري جمهوریتونه د حمل او نقل، سوداګرۍ او بانکدارۍ له لارې لویې سوکالۍ ته ورسیدل، هغه داسې چې د آسیا او نږدې ختیځ وارداتي توکو لپاره د اروپا د اصلي بندر په توګه کارول کېده او په دې سره وتوانیده، تر څو د پانګوالۍ نظام بنسټ کېږدي. مرکزي ایټالیا د پاپ اړوندو ایالتونو لاندې پاتې شوه. ایټالوی پلټونکو، لکه: ( مارکو پولو، کریسټوفر کولمبس د امیریګو ویسپوچي په شمول) لرې ختیځ او نوې نړۍ ته نوې لارې کشف کړې، چې د کشف د دورې په پیل کې یې مرسته وکړه، که څه هم ایټالوي دولتونو د مدیترانې له حوزې بهر د استعماري سترواکیو موندلو موکه نه درلوده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹مې  پیړۍ منځ کې، د ایټالیې یووالي (د ګیوسیپ ګاربالدي په مشرۍ، چې د سارډینیا سلطنت له خوا ملاتړ کیده) د ایټالوي ملت  دولت رامنځته کولو لامل شو. د ایټالیا نوی سلطنت، چې په ۱۸۶۱ز کال کې تاسیس شو، په چټکۍ سره عصري او یوه استعماري سترواکي رامنځته کړه، چې د افریقا ځینې برخې او د مدیترانې په اوږدو کې هېوادونه یې کنټرولول. په هرحالت، سویلي ایټالیا کلیوالي او بې وزله پاتې شوه، چې د ایټالوي ډیاسپورا سرچینه وه.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې ایټالیا د ټرینټو او ټریسټ (Trento and Trieste) په ترلاسه کولو سره خپل وحدت بشپړ کړ او د ملګرو ملتونو په اجرائیوي شورا کې یې دایمي چوکۍ ترلاسه کړه. په هرحالت، ایټالوی ملتپالو لومړۍ نړیواله جګړه یوه ماتیدونکي بریا ګڼله، ځکه چې ایټالیا د لندن تړون) ۱۹۱۵ز کال) له مخې ژمنه شوې ټولې سیمې لا نه وې تر لاسه کړې، چې وروسته همدا احساس په ۱۹۲۲ز کال کې د بینیټو موسولیني د فاشیست دیکتاتورۍ د رامنځته کیدو لامل شو. د ايټاليا آزادۍ، د ټولنيز جمهوريت له سقوط او د مقاومت په لاس د موسوليني له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د یوې ټولپوښتنې له لارې مطلقه سلطنت ړنګ او پر ځای یې ډيموکراسي پيل کړه، په اقتصادي برخه کې یې معجزې ته ورته پرمختګ وکړ، اروپايي اتحادیه،  ناټو او د شپږ ډله (وروسته جي۷ او جي۲۰ ) بنسټ يې کېښود، چې دا په ۲۱مه  پیړۍ کې یو پیاوړی اقتصادي، کلتوري، نظامي او سیاسي فکتور پاتې دی.[۱۱][۱۲]

د رومیانو دوره سمول

رومي سلطنت سمول

د رومي سلطنت د تاریخ په اړه لږ څه شتون لري، دا ځکه چې د هغه وخت هېڅ  لیکل شوي ریکارډ شتون نه لري او ډیري تاریخونه چې د روم سلطنت په اړه د جمهوریت او سترواکي په لړ کې لیکل شوي، په لویه کچه د افسانو پر بنسټ ولاړ دي.

فرانسوي ګولیانو (Gauls) د روم ډیری تاریخي ریکارډونه له منځه یووړل، کله چې دوی په ۳۹۰ له زېږد وړاندې کال کې د الیا (Allia) له جګړې وروسته ښار لوټ کړ او هغه څه چې پاتې وو، په پای کې د وخت یا د غلا له امله له منځه ولاړل . [۱۳]

رومي جمهوریت سمول

د روایاتو او وروستیو لیکوالانو، لکه:  لیوی په وینا، د روم جمهوریت د ۵۰۹ له زېږد وړاندې کال شاوخوا کې رامنځته شو، دا هغه وخت و چې د روم د اوو پاچایانو نه یې وروستی پاچا د تارکین په نوم  د لوسیوس جونیوس برتوس له خوا ګوښه شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له زیږد وړاندې څلورمه پیړۍ کې جمهوریت د ګولیانو له خوا تر برید لاندې راغی  چې په پیل کې پر روم غالب شو او له واکه یې وغورځاوه. وروسته بیا رومیانو د کیمیلس (Camillus) په مشرۍ وسلې پورته کړې او ګاولیان یې بیرته وشړل. روميانو په تدريجي ډول د ايټاليا په ټاپو وزمه کې د ايټروسکانس (Etruscans) په ګډون نور خلک هم تر خپل واک لاندې راوستل.[۱۸][۱۹][۲۰]

له زېږد وړاندې په درېیمه پیړۍ کې روم له یوه نوي او قوي مخالف (ځواکمن کارتیج  فونیشین ښاري دولت) سره مخامخ شو. د درې سختو جنګونو په ترڅ کې کارتیج  ښار ویجاړ شو او روم د هسپانیا، سیسلي او شمالي افریقا کنټرول ترلاسه کړ. په دویمه پېړۍ کې د مقدونیې او سیلوسید سترواکیو ته له ماتې ورکولو وروسته، رومیان په مدیترانې بحیرې واکمن شول.[۲۱][۲۲]

له زیږد وړاندې۲۷ کال کې، اکتاویان د روم یوازینی مشر و. د هغه په رهبري کې رومي تمدن خپل اوج ته ورسېده ،چې څلور لسیزې یې دوام وکړ. په همدغه کال کې هغه ته اګستس نوم ورکړل شو، دا پیښه معمولا د تاریخ پوهانوله خوا د روم سترواکي پیل ګڼل کیږي. په رسمي توګه، حکومت جمهوري و، مګر اګسټس مطلق واکونه درلودل. مشرانو جرګې اوکتویانو ته د پروکنسولر سترواکي (Proconsular imperium) ځانګړې درجه ورکړه، کوم چې هغه ته په ټولو پروکنسولونو (نظامي واليانو) د واک چلولو صلاحیت ورکړ.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې سمول

  1. Buti, Gianna G.; Devoto, Giacomo (1974). Preistoria e storia delle regioni d'Italia (په اطالوی ژبه کي). Sansoni Università. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Farney, Gary D.; Bradley, Guy (2018). The Peoples of Ancient Italy. de Gruyter. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lazenby, John Francis (1998). Hannibal's War: A Military History of the Second Punic War. University of Oklahoma Press. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780806130040. Italy homeland of the Romans. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maddison, Angus (20 September 2007). Contours of the World Economy 1-2030 AD: Essays in Macro-Economic History. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199227211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Compre: Sée, Henri. "Modern Capitalism Its Origin and Evolution" (PDF). University of Rennes. Batoche Books. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۳. The origin and development of capitalism in Italy are illustrated by the economic life of the great city of Florence. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sée, Henri. "Modern Capitalism Its Origin and Evolution" (PDF). University of Rennes. Batoche Books. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jepson, Tim (2012). National Geographic Traveler: Italy. National Geographic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781426208614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Burke, P., The European Renaissance: Centre and Peripheries (1998)
  9. Bonetto, Cristian (2010). Discover Italy. Lonely Planet. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781741799958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bouchard, Norma; Ferme, Valerio (2013). Italy and the Mediterranean: Words, Sounds, and Images of the Post-Cold War Era. Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137343468. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. [[[:کينډۍ:Google books]] Canada Among Nations, 2004: Setting Priorities Straight] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). McGill-Queen's Press – MQUP. 17 January 2005. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7735-2836-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ("The United States is the sole world's superpower. France, Italy, Germany and the United Kingdom are great powers")
  12. Sterio, Milena (2013). The right to self-determination under international law : "selfistans", secession and the rule of the great powers. Milton Park, Abingdon, Oxon: Routledge. د کتاب پاڼې xii (preface). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-66818-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ("The great powers are super-sovereign states: an exclusive club of the most powerful states economically, militarily, politically and strategically. These states include veto-wielding members of the United Nations Security Council (United States, United Kingdom, France, China, and Russia), as well as economic powerhouses such as Germany, Italy and Japan.")
  13. Asimov, Isaac. Asimov's Chronology of the World. New York: HarperCollins, 1991. p. 69.
  14. Langley, Andrew and Souza, de Philip, "The Roman Times", Candle Wick Press, Massachusetts
  15. Matyszak, 2003. pages 43–44.
  16. Adkins, 1998. pages 41–42.
  17. Rome: The Roman Republic Archived 2011-05-14 at the Wayback Machine. by Richard Hooker. Washington State University. Written 6 June 1999. Retrieved 24 March 2007.
  18. Haywood, 1971. pages 350–358.
  19. Pyrrhus of Epirus (2) Archived 2016-04-14 at the Wayback Machine. and Pyrrhus of Epirus (3) Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine. by Jona Lendering. Livius.org. Retrieved 21 March 2007.
  20. Haywood, 1971. pages 357–358.
  21. Bagnall 1990
  22. Rome: The Conquest of the Hellenistic Empires Archived 2011-05-01 at the Wayback Machine. by Richard Hooker. Washington State University. Written 6 June 1999. Retrieved 22 March 2007.
  23. Stevenson (2014). Julius Caesar and the Transformation of the Roman Republic. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Rankin, David (2002). Celts and the Classical World. Routledge. د کتاب پاڼې 176. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Between Republic and Empire: Interpretations of Augustus and His Principate. University of California Press. د کتاب پاڼې 400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)