د ایران د اسلامي جمهوریت تاریخچه

د ایران په تاریخ کې یو له پام وړ حکومتي بدلونونو څخه د ۱۹۷۹ زکال انقلاب و چې په هغو کې پاچا محمد رضا پهلوي له واکه ګوښه او پر ځای یې آیت الله روح الله خمیني د واک پر ګدۍ کښېناست. د ولایت فقیه د اصل پر بنسټ دوام راوړونکی شیعه اسلامي جمهوریت د استبدادي سلطنت ځای ناستی شو چې په هغوی کې شیعه فقهاوو د دولت مشرانو او همدارنګه د ځواکمن دولتي رول په لرلو واک چلاوه. د دغه هېواد لویدیځ پلوه بهرنی سیاست په «نه ختیځ او نه هم لویدیځ پلوه» سیاست واوښت چې په دریو مواردو یې اتکا لرله؛ د ښځو اجباري حجاب او له امریکا او اسرائیلو سره مخالفت. ورته مهال یې کپېټلېستي اقتصاد چې په چټکۍ سره د معاصر توب پر لور روان و، خپل ځای یې پوپولېستي او اسلامي اقتصاد او کلتور ته پرېښود. [۱][۲][۳]

د انقلاب رهبر او د اسلامي جمهوریت بنسټګر، ایت الله روح الله خمیني په ۱۹۸۹ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د ایران لوی رهبر و. د ده له مړینې وروسته علي خامنه ای د ایران رهبر شو. [۴]

له ۱۹۹۹ زکال راهیسې په ایران کې یو لړ سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اعتراضاتو شتون لرلی چې په دغو کې د ۱۹۹۹ زکال د جولای میاشتې د زده کوونکو اعتراضات، د ۲۰۰۹ زکال د ټاکنو اعتراضات، د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲، ۲۰۱۹ –  ۲۰۲۰ زکال اعتراضات  او د ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ زکال پر مهال د مهسا امیني د وژلو اعتراضات شاملېږي. دغه ټول اعتراضات د دولت له خوا له تاوتریخوالي څخه په ګټې اخیستنې وځپل شول او له امله یې په سلګونو کسان هم مړه شول. [۵]

عامه بهیرونه سمول

د ایران د اسلامي جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته د دغه هېواد د وګړو شمېر له ۳۹ میلیون کسانو (۱۹۸۰ زکال) څخه ۸۱.۱۶ میلیون (۲۰۱۷ زکال) کسانو ته زیاتوالی وموند.

د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال لا هم یو شمېر موارد د سلطنت د دوران په څېر دي. ایران د یو لوی سیمه ئیز قدرت په توګه خپل ځایګی ساتلی دی – دغه هېواد په فارس خلیج کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه څو چنده لوی دی او همدارنګه یوازې له سعودي عربستان پرته له نورو ټولو څخه زیاتې د ګازو او نفتو زېرمې لري. د سلطنت پر مهال موجود معاصر بهیرونه لکه ښاریتوب، عالي زده کړو ته د نوم ثبتونې د کچې زیاتوالی او د سواد زده کړه لا هم شتون لري. [۶][۷]

سیاستونه او حکومت سمول

د ایران اسلامي جمهوریت یو اسلامي دیني حکومت لري چې په سر کې یې د هغو لوی مذهبي رهبر ځای لري. د دغه دولت اساسنامه په ۱۹۷۹ زکال کې تصویب او په ۱۹۸۹ زکال کې یو ځل هم تعدیل شوه. جعفري مکتب یې رسمي مذهب دی. دیني بنسټونه یې په حکومتي چارو څارنه کوي؛ په ملي، ولایتي او سیمه ئیزو کچو منتخب ولسمشر او منتخبې دولتي ادارې لري. له ۱۸ کلنۍ وروسته د دغه هېواد ښځینه او نارینه ټول کولای شي د خوندي ساتونکې شورا (شورای نګهبان) تائید وړ نوماندانو ته رایه ورکړي. خوندي ساتونکې شورا پرېکړه کوي چې کوم نوماندان په پارلماني ټاکنو (شورای مشورتي اسلامي) کې ګډون کولای شي او همدارنګه کومې لایحې قانوني بڼه ومومي.

بهرنۍ چارې سمول

په ایران کې د ۱۹۷۹ زکال له انقلاب وروسته د ایت الله خمیني په مشرۍ د اسلامي انقلاب رژیم په پام وړ توګه د راپرځېدلي لویدیځ پلوه رژیم بهرني سیاست ته تغیر ورکړ. له هغه مهال راهیسې ایران د دوه متضادو لیدلورو؛ انقلابي شور (د اسلامي انقلاب ترویج او له هېواده بهر له کفري لیدلورو سره مبارزه) او عمل پالنې (اقتصادي پراختیا او د بهرنیو اړیکو عادي کول) ترمنځ نوسان لرلی. په ۱۹۸۹ زکال کې د خمیني هغې فتوا چې د شیطاني آیاتو په نامه کتاب د لیکنې له امله یې د انګریزي لیکوال سلمان رشدي د وژنې اړوند ورکړه، څرګنده کړه چې دغه اسلام پاله انقلابیون چمتو دي له ځان ځخه د زرګونه مایله لرې بهرني وګړي لپاره له لویدیځو هېوادونو سره خپله سوداګري او اړیکې قرباني کړي. بل پلو په ۱۹۸۹ زکال کې د خمینې مړینه د عمل پالونکو سیاستونو د رامنځته کېدو لامل وګرځېده او ولسمشرانو هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي له لویدیځ او ځانته نږدې غیر انقلابي مسلمانو هېوادونو لکه سعودي عربستان سره باثباته اړیکې جوړې کړې. په ۲۰۰۵ زکال کې واک ته د ولسمشر احمدي نژاد په رسېدو سره ایران یو ځل بیا خپلو سخت دریځو لیدلورو ته مخه کړه او په مکرر ډول یې له لویدیځ او خپلو ګاونډیانو سره د سیمې د کنټرول په موخه مبارزه وکړه.

له انقلاب څخه له کوم ځنډ پرته، د ایران اسلامي جمهوریت د صدام حسین تر مشرۍ لاندې عراق سره ښکېل شو او په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې له هغو سره جګړه وکړه. له دې امله چې له عراق سره بهرنۍ مرستې شتون درلود، ایران اړ شو چې په ۱۹۸۸ زکال کې اوربند ته غاړه کېږدي. له جګړې وروسته لا هم د ډېرې مودې لپاره له عراق سره اړیکې ترینګلې وې؛ خو د صدام حسین له اعدام کېدو او د امریکا په ملاتړ د نوي عراقي رژیم له جوړېدو وروسته د دغو هېوادونو اړیکې بېرته په رغېدو شوې.

اسلامي جمهوریت د حزب الله په نامه لبنانۍ ډله تاسیس او د هغو ملاتړ یې وکړ؛ د دغې ډلې مشران د خمیني پیروان وو. ایران د حزب الله ډله د اسرائیلو له خوا د لبنان د اشغال په غبرګون کې جوړه او د هغو مالي ملاتړ یې وکړ. له دغه مهال راهیسې حزب الله له امریکا او اسرائیلو سره د نښتو پر مهال د ایران د متحد او ځای نیونکي په توګه خدمت کړی دی. لیکوال اولیور روی په داسې توګه د ایران اسلامي جمهوریت توصیف کوي چې ګویا «د غیر ایراني شیعه ګانو ترمنځ یې خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی»، هغه د بېلګې په توګه د ۱۹۹۵ زکال پر مهال په قم کې د بحرین د شیعه ګانو د معنوي رهبر، ایت الله العظمی شیرازي د دوه زامنو کورني بند او همدارنګه د ۲۰۰۱ زکال له نومبر میاشتې وروسته د افغانستان د شیعه وحدت ګوند او د متحده ایالاتو له پوځ سره د هغو نږدې همکارۍ ته اشاره کوي. [۸]

د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه سره د فلسطیني ارمان ملاتړی دی. له فلسطین سره د دغه هېواد دولتي مرستې له روغتونونو نیولې تر تسلېحاتي تجهیزاتو پورې رسېږي. په رسنیو کې یې د فلسطین په ګټه پام وړ تبلیغات شتون لري، د قدس «اورشلیم» ورځ په رسمي بڼه لمانځي او همدارنګه د ایران په ټولو ښارونو کې د فلسطین په نامه میدانونه او واټونه شتون لري. یو شمېر کسان دا پوښتنه کوي چې ایا د دولت دغه چارې وګړیز ملاتړ له ځانه سره لري او همدارنګه استدلال کوي چې ایرانیان «له فلسطینیانو سره د عاطفي او کلتوري اړیکو له لرلو پرته» او همدارنګه د فرصتونو د لګښت له مخې د سوله ئیز ژوند په پرتله ډېرې لګښتمنې چارې پر ځان زغمي.[۹][۱۰]

اقتصاد سمول

د ایران د اسلامي جمهوریت اقتصاد د نفتو او ګازو د صادراتو پر مټ دی چې تر ۲۰۰۸ زکال پورې یې د دغه هېواد د دولتي عوایدو ۷۰٪ برخه او همدارنګه د صادراتي عوایدو ۸۰٪ برخه جوړوله. دا یو لوی عامه سکتور دی چې نږدې ۶۰٪ برخه یې په مستقیم ډول د دولت تر کنټرول لاندې ده او په متمرکزه بڼه کنټرول کېږي. د ایران د اقتصاد یوه ځانګړې ځانګړنه دا ده چې د مرکزي دولت د بودیجې له نیمايي ډېره برخه د هغو لویو مذهبي بنسټونو ته اړوندېږي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د دغه هېواد په اقتصادي ستونزو کې د انقلاب او د ایران او عراق ترمنځ د جګړې له امله د ایران د نفتو د سکتور زیان (شاوخوا ۵۰۰ میلیارده ډالر زیان)، په دغه دوره کې د نفوسو زیاتوالی، د دولتي سکتور د موثریت نشتوالی، د نفتو په صادراتو باندې اتکا او همدارنګه فساد شاملېږي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ایران اساسي قانون «ټولې لویې کارخونې، بهرنۍ سوداګري»، طبیعي منابع او مخابرات دولتي سکتور ته اړوند بولي او له خصوصي سکتور څخه غواړي چې «له دولتي او مرستندویه سکتورونو سره مرسته وکړي». [۱۸][۱۹]

د نړیوال مالي صندوق د راپور له مخې د ایران د سړي سر ناخالصو ملي عوایدو کچې د وګړو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي سربېره د انقلاب له مهال څخه دوه چنده زیاتوالی لرلی – له انقلاب وروسته د دغه هېواد د سړي سر عوایدو کچه ۴۲۹۵ ډالر وه چې په ۲۰۱۰ زکال کې دغه کچه ۱۱۳۹۶ ډالرو ته لوړه شوه. [۲۰]

سرچينې سمول

  1. Sadjadpour, Karmin. "Reading Khamenei: The World View of Iran's Most Powerful Leader" (PDF). د کتاب پاڼې 14. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ["Modern Iran: roots and results of revolution", p.133, 227
  3. Iran : The Illusion of Power by Robert Graham, p.18, 19, 20, 83
  4. "international relations: The Iranian revolution". Encyclopædia Britannica. 
  5. "FACT SHEET: Protests in Iran 1979-2023". The Iran Primer. 5 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Abrahamian, History of Modern Iran, (2008), p.194
  7. which went from 155,000 in 1977 to 135,700 in 1982 (when universities reopened after cultural revolution) to a peak of 1,048,000 in 1995. from UNESCO Division of Statistics, quoted in Brumberg, Daniel, Reinventing Khomeini: The Struggle for Reform in Iran, University of Chicago Press, 2001, p.188
  8. Roy, Olivier, Globalized Islam, Columbia University Press, 2004, p.67–68
  9. Molavi, Afshin, The Soul of Iran, Norton, (2005), p.59
  10. One study estimates that conflict in the Middle East has cost the Iranian population a substantial fraction of per capita income in opportunity cost of foregone economic growth. A report by the Asian think tank Strategic Foresight Group Archived 2012-05-19 at the Wayback Machine. estimates the opportunity cost of conflict (i.e. not just the cost of arms and destruction but lack of economic growth that peaceful coexistence would have made possible) in the Middle East from 1991–2010 at a $12 trillion. Iran’s share of the opportunity cost came to over $2.1 trillion. In other words had there been peace since 1991, the average Iranian citizen would have an estimated income of $7700 rather the $4100 that he or she will earn in 2010.
  11. Economist, Jan 18, 2003
  12. IRNA: Crude price pegged at dlrs 39.6 a barrel under next year's budget Archived 2011-06-22 at the Wayback Machine.. Retrieved December 5, 2008.
  13. Abrahamian, History of Modern Iran, (2008), p.178
  14. MSN Encarta: Iran–Iraq War Archived 2009-04-06 at the Wayback Machine.Retrieved January 29, 2009. 2009-10-31.
  15. Keddie, Modern Iran, (2003), p.271.
  16. "Iran: Bribery and Kickbacks Persists Despite Anti-Corruption Drive." Global Information Network, July 15, 2004 p. 1.
  17. "Still failing, still defiant", Economist, December 9, 2004.
  18. "Iran’s Economy: 20 years after the Islamic Revolution" by Bijan Khajehpour, from Iran at the Crossroads, Edited by John Esposito and R.K. Ramazani, [Palgrave, 2001]
  19. Article 44 of the Constitution of the Islamic Republic
  20. IMF (March 2010). "Iran: 5. Report for Selected Countries and Subjects". Washington, D.C.: International Monetary Fund. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)