د اګسټ انقلاب
د اګسټ انقلاب چې د اګسټ عمومي پاڅون په نوم هم یادیږي هغه انقلاب و چې د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په وروستۍ دویمه نیمايي کې د ویتنام د سترواکۍ او جاپان سترواکۍ پر وړاندې د Việt Minh (په چین کې جوړ شوی د ویتنام د خپلواکۍ لیګ) له خوا رهبري شو. Việt Minh چې د هندوچین د کمونیست ګوند له خوا یې مشرې کېده په ۱۹۴۱ کال کې رامنځته شو او داسې پلان شوی تر څو د زیات شمېر وګړو پام را جلب کړي.
په دوو اوونیو کې، د Việt Minh ځواکونو د هوي (وروسته د ویتنام پلازمېنه شوه)، هانوی او سایګون په ګډون د ویتنام په شمال، مرکز او سویل کې د زیاترو کلیو او ښارونو کنټرول په لاس کې واخیست. د اګسټ انقلاب په دې لټه کې و تر څو د Việt Minh د قانون له مخې د ټول هېواد لپاره یو واحد رژیم رامنځته کړي. د Việt Minh مشر هو چي مین د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت خپلواکي د ۱۹۴۵ کال د سپټمبر په ۲ په خپله دې خبره سره اعلان کړ: «ټول خلک برابر پیدا شوي دي. هغوی د خپل خالق له خوا د ځانګړو مسلمو حقونو څخه برخمن دي».
تاریخي شالید
سمولفرانسوي استعمار
سمولد فرانسوي استعمار حاکمیت
سمولله ۱۸۸۵ کال څخه بیا د ۱۹۴۵ کال د مارچ په میاشت کې د جاپاني کودتا تر وخت پورې ټول ویتنام تر فرانسوي استعمار لاندې و. فرانسویانو د ټونکین، انام او کوچین چین او کمبوډیا او لاوس سیمې د هندوچین اتحاد کې سره یو ځای کړي. فرانسویانو د خپلې واکمنۍ د توجیې لپاره ادعا وکړه چې دا د دوی مسوولیت و تر څو اسیايي سیمې متمدنې کړي. هغوی ټینګار وکړ چې د فرانسې له لاسوهنې پرته، به دا سیمې شاته پاتې، بې کلتوره او بې وزلې پاتې وي. خو په اصل کې واقعیت دا و چې د فرانسې امپریالیزم د سرچینو غوښتنې، یعنې ارزانه خام مواد او کاري ځواک لپاره دلته راغلی و.[۱]
پر دې باندې عمومي اتفاق نظر ده چې د دغې سیمې د خلکو پر وړاندې فرانسوي استعماري واکمني له سیاسي اړخه ظالمه او له اقتصادي اړخه استثماري وه؛ له همدې امله، د فرانسوي استعمار پر وړاندې د ویتنامي خلکو مبارزه له یوې پېړۍ وروسته د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په کلکه سره تثبیته شوه. په نولسمه پېړۍ کې د نګوین سلطنت او د کنفوسیوس دودیزو ارزښتونو ته د ویتنام د خلکو د وفادارۍ له امله د مبلغینو، توپ لرونکو بېړیو او او ډپلوماتانو هجوم رامنځته کړ، چې دا ټول له اروپايي ګټو په تېره بیا د فرانسویانو له ګټو سره په ټکر کې و او د ګڼو مقاومتونو دورې یې رامنځته کړي. د فرانسويانو له خوا د ویتنام په اشغال سره، په زرګونو له لږو وسلو سمبال ویتنامیانو د بهرني کنټرول پر وړاندې پاڅونونه تر سره کړل، چې تر ټولو مهم یې د Cần Vương (له پاچا سره مرسته) پاڅون و.[۲]
په ۱۹۱۷ کال کې، یوه ډله سیاسي بندیانو، عادي مجرمانو او او پاڅون کوونکو بندیانو د ټونکین په شمال کې له تر ټولو ستر سزايي سازمان، د ټای انګویین زندان ونیو. د دې سیمې د ځواکونو فوق العاده سیمه ییز او ټولنیز تنوع د ټاي انګویین پاڅون د ۱۹۳۰مې لسیزې د عصري ملي غوښتونکو خوځښتونو د رامنځته کولو لپاره په یوه لاره بدل کړ. که څه هم چې ټول بغاوتونه پرته له کومې استثنا له ماتې سره مخ شول خو په سیمه ییزو خلکو کې د مقاومت اود ښو ورځو د راتلو په سمبول بدل شو.[۳]
د ملت پالنې د خوځښتونو پراختیا
سمولد استعمار په دوره کې، فرانسویانو (په دې هیله چې د سویل ختیځې اسیا خلک متمدن کړي) د ویتنام ټولنې ته یې بدلون ورکړ. زده کړه او ملي صنایعو پراختیا ومونده، چې ملي خوځښتونو د پراختیا په ښورولو کې یې ناغوښتونکی اغېز درلود.
په شمال کې، وروسته له هغه چې په ۱۹۲۵ کال کې Hồ Chí Minh د ویتنامي انقلابي ځوانانو لیګ جوړ کړ د استعمار ضد ملي خوځښت د کمونیزم تر اغېز لاندې و. د ۱۹۳۰ کال د فبروري په ۳مه، په هانګ کانګ کې د Hồ Chí Minh په مشرۍ یو ځانګړی کنفرانس جوړ شو او په دې سره د ویتنام کمونیست ګوند رامنځته شو. په اکتوبر میاشت کې د کومینټرن په امر، دا نوم د هندوچین کمونیست ګوند (ICP) ته واوښت. بیا د ۱۹۴۵ کال په نومبر میاشت کې دا ګوند په رسمي ډول د Hồ Chí Minh له خوا منحل اعلان شو، کوم چې د ویتنامي استعمار ضد انقلاب کې یې مخکښ رودل درلود.[۴]
واک ته په رسېدو سره Hồ Chí Minh ګڼ نومونه درلودل، له هغې ډلې انګویین ټاټ ټان (یعنې انګویین کوم چې بریالی به وي)، انګویین او پاپ (یعنې انګویین هغه چې له فرانسویانو کرکه لري) او انګویین ای چوک (یعنې انګویین کوم چې خپل هېواد سره مینه لري). د نومونو دا بدلون د دې لپاره و تر څو ټول اتباع سره متحد او له یاغیانو سره یې یو ځای کېدو ته وهڅوي. Hồ Chí Minh (یعنې هغه چې روڼ اندي ته الهام ورکوي).[۵]
په سویل کې بیا د سیاسي تقسیماتو له مخې د استعمار ضد ملي خوځښت ډېر پېچلی و. Cao Đài هغه لومړنی ویتنامي سویلي متنفذ سیاسي-مذهبي سازمان و چې د استعمار په دوره کې رامنځته شو. دا سازمان په رسمي ډول د استعماري ملکي مامور Ngô Văn Chiêu له خوا په ۱۹۲۶ کال کې جوړ شو، چې په سیمه کې له سیاسي اړخه تر ټولو ستر مذهبي سازمان و او له ګڼو اړخونو ډېر پیاوړی هم و. څه باندې یوه لسیزه وروسته، په ۱۹۳۹ کال کې، مذهبي عالم Huynh Phu So د Hòa Hảo په نوم یو بل مذهبي سازمان د ویتنام په سویل کې رامنځته کړ.
د نوموړي له خوا معجزه اې شفاه ورکول، تبلیغ او له بېوزلو خلکو سره بې شمېره خیریې مرستې نوموړي یو پیاوړی مذهبي عالم وګرځاوه او د ۱۹۳۹ کال په پای کې یې په لسګونو زره خلک د Hòa Hảo سازمان کې جذب کړل. درېیم سیاسي- مذهبي سازمان بیا Bình Xuyên نومیده، چې له ۱۹۲۰مې لسیزې را پیل شوی و، خو Bình Xuyên د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې په یوه ریښتیني سازمان شوي سیاسي ځواک بانې بدل شو. دا دری سره سازمانونه د ویتنام په سویل کې د استعمار ضد دری اصلي ځواکونه و.[۶]
د سایګون په سیمه کې، کمونیستانو له تروټسکیستانو له کېڼ اړخه اپوزیسون سره سیالي درلوده. په ۱۹۳۹ کال په اپریل میاشت کې، د ټروټسکیسټ ټا ټو ټاو په مشرۍ د متحده کارګرانو او بزګرانو ډله د استعماري کوچین چین د شورا په ټولټاکنو کې د کمونیستي ګوند د دیموکراتیکي جبهې او بورژوازیانو پر وړاندې بریا خپله کړه. د بریوري والي د ټولټاکنو پایلې پر ځای پرېښودي او د فرانسې د استعمار وزیر ته یې داسې ولیکل: «د ټا ټو ټاو په مشرۍ ټروټسکیستان غواړي تر څو له یوې احتمالي جګړې ګټه پورته کړي تر څو بشپړه ازادي تر لاسه کړي. او له بلې خوا، سټالینیسټان بیا د فرانسې د کمونیست ګوند له موقف څخه پیروي کوي او د جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې به موږ ته وفاداره وي».[۷][۸][۹][۱۰]
سرچينې
سمول- ↑ Lockard 2009، م. 104.
- ↑ Hunt, Michael H. (2016). The World Transformed 1945 to Present. New York: Oxford University Press. p. 123. ISBN 978-0-19937102-0.
- ↑ Zinoman 2000، م. 57.
- ↑ Huynh 1971، م. 770.
- ↑ Hunt, Michael H. (2016). The World Transformed 1945 to Present. New York: Oxford University Press. p. 123. ISBN 978-0-19937102-0.
- ↑ Chapman 2013، مم. 15–17.
- ↑ Loren Goldner, "The Anti-Colonial Movement in Vietnam". New Politics, Vol VI, No. 3, 1997, pp. 135–141.
- ↑ Ngo Van Xuyet, Ta Thu Thau: Vietnamese Trotskyist Leader, https://www.marxists.org/history/etol/revhist/backiss/vol3/no2/thau.html
- ↑ Ngô Văn,In the Crossfire: Adventures of a Vietnamese Revolutionary. AK Press, Oakland CA, 2010, p. 16
- ↑ Van, Ngo (1989). "Le mouvement IVe Internationale en lndochine 1930-1939" (PDF). Cahiers Leon Trotsky (40): 30. نه اخيستل شوی 16 September 2020.