د ايکولوژي تاريخچه
ايکولوژي يوه نوې پوهه ده او د بيولوژيکي پوهې يوه مهمه څانګه ګڼل کېږي، چې يوازې د ۲۰ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال نامتو شوې ده. ايکولوژيکي فکر په فلسفه کې له رامنځته شويو بهيرونو او په ځانګړي ډول له اخلاق او سياست څخه تر لاسه شوی دی. [۱][۲]
د دې پوهې تاريخ له څلورمې پېړۍ څخه سرچينه اخلي. د ژوند چاپيريال يو له لومړنيو پوهانو (ايکولوژيستانو) څخه چې ليکنې يې تر اوسه ژوندۍ پاتې کېږي، ښايي ارستو يا کېدای شي د هغه زده کوونکی تيوفراستوس “Theophrastus” وي، چې دواړو يې د حيواناتو او نباتاتو له زياتو ډولونو سره لېوالتيا درلوده. تيوفراستوس له ميلاد څخه مخکې څلورمه پېړۍ کې د حيواناتو او نباتونو تر منځ اړيکې تشرېح کړې. ايکولوژي په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې په بنسټيز ډول وده وکړه. ياده وده د کارل لېنيوس “Carl Linnaeus” او د طبعيت په اقتصاد سره د نوموړي په اثر سره پيل شوه. له هغه څخه لږه موده وروسته الکساندر اون همبولټ (Alexander von Humboldt) او له بوتاني جغرافيې سره د نوموړي کار راغی. له دې څخه وروسته الکساندر اون همبولټ او کارل موبيوس (Karl Mobius) د “biocoenosis” له مفکورې سره مرسته وکړه. د ايکولوژيکي نبات له جغرافيې سره د ايوجينيوس وارمېنګ (Eugenius Warming) کار د يو سمون يا روزنې په توګه د ايکولوژي د رامنځته کولو لامل شو. د چارلس داروين (Charles Darwin) کار هم د ايکولوژي له پوهې سره مرسته وکړه او ډاروين ته د ايکولوژي په ځوان تاريخ کې زياتره د نورو په پرتله د ياد سمون یا روزنې د پرمختګ امتياز او نسبت ورکول کېږي. ايکولوژيکي فکر د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې ان نور هم پراخ شو. مهمې ونډې په کې د ژوند چاپيريال سره د ايډوارډ سيوس (Edward Suess) او ولايمير ويرنېډسکي (Vladimir Vernadsky) د کار، د ارتر تانلسي (Arthur Tansely) د ايکوسيستم، د چارلس ايلټون (Charles Elton) د حيواني ايکولوژي او د هینري کوليس (Henry Cowles) د ايکولوژيکي بريا وې. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
ايکولوژي ټولنيزې او انساني پوهې اغېزمنې کړې. انساني ايکولوژي د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې پيل شوه او انسانان يې د ژوند چاپيريال د عامل په توګه وپېژندل. وروسته جيمز لولاک (James Lovelock) د “Gaia” په انګېرنې يا فرضيې سره د ځمکې په اړه د لوی ژوندي جسم يا مکرو اورګانيزم په توګه نظريات پراخ کړل. څارنه او پاملرنه يا محافظت د ايکولوژي له پوهې څخه سرچينه واخيستله. مهمې څېرې او خوځښتونه شيلفورډ “Shelford” او ESA، د ملي چاپيريالي تګلارې (National Environmental Policy) قانون، جورج پرکینس مارش “George Perkins Marsh”، تيودور روزولټ “Theodore Roosevelt”، سټيفن ای فوربېس “Stephen A. Forbes” او post-Dust Bowl دي. وروسته په ۲۰ پېړۍ کې د نړۍ حکومتونو د ژوند پر چاپيريال او د ځمکې چاپيريال باندې د انسان د اغېزو په اړه يو له بل سره مرسته وکړه.[۹][۱۰]
د ايکولوژي تاريخ د ساتنې يا محافظت د هڅو له تاريخ او په ځانګړي ډول د طبيعت ساتنې له رامنځته کېدنې سره نغښتل شوی دی. [۱۱]
ايکولوژي په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې
سمولارکادي او سترواکي ايکولوژي
سمولد اتلسمې پېړۍ په لومړيو کې له کارل لينيوس “Carl Linnaeus” څخه مخکې د فکر دوه سيالو مکتبونو د ايکولوژي پر وده وال پوهنيز سمون يا روزنه باندې واکمني وکړه. د ارکادي ايکولوژي نظريې د رامنځته کولو او تاييدولو لومړی سبک يا مکتب په «پادري طبيعتپوه» ګيلبرټ وايټ “Gilbert White” پورې اړه لري. ارکادي ايکولوژي انسان لپاره د ساده او خاکسار ژوند او له انسانانو او طبيعت سره د وړ يا همغږې اړيکې ننګه کوي. د ارکادي نظر خلاف د فرانسس بېکن (Francis Bacon) د «سترواک يا ستره ايکولوژي» نظريه ده، چې امپرياليستي نظريه ورته وايي. د يادې نظريې پلويان د سبب د تمرين او سخت کار په واسطه پر طبيعت باندې د انسان د حاکميت رامنځته کولو لپاره کار کوي. امپريالي ايکولوجيستان همدارنګه باور لري، چې انسان بايد پر طبيعت او نورو ټولو ژونديو موجوداتو باندې يو حاکم شخصيت يا څېره وي، لکه څرنګه چې يو ځل د ايډين په ګارډين کې ازمايل شوی. دواړو نظريو د اتلسمې پېړۍ د لومړيو په اوږدو کې د کارل لينيوس له لورې د امپريالېزم تر ملاتړ پورې خپلې سيالۍ ته دوام ورکړ او په لنډ وخت کې د لينيوس د نامتو والي له امله امپريالي ايکولوژي په سمون يا روزنه کې حاکمه نظريه شوه. [۱۲]
کارل لينيوس او سيسټيما ناچيورا (Carl Linnaeus and Systema Naturae)
سمولسويډني طبيعت پوه کارل لينيوس له تکسانومي سره د نوموړي د کار له امله ښه پېژندل شوی شخص دی، مګر د نوموړي نظرياتو د معاصرې ايکولوژۍ په بنسټ ايښودنه کې مرسته وکړه. نوموړي د حيواناتو او نباتاتو د ډلبندي کولو په موخه د دوه برخه ييز نوم ايښودنې نظام يا سيستم رامنځته کړ. دوه نومې نوم ايښودنه “Binomial Nomenclature” د بېلابېلو جنسونو او نوعو د ډلبندي کولو، تشرېح کولو او نومولو په موخه وکارول شوه. د (Systema Naturae) تاليف شويو نسخو په معاصره بيولوژي کې د نباتاتو او حيواناتو د نوم ايښودنې سيستم رامنځته او نامتو کړ. رييډ “Reid” وړانديز کوي چې لينيوس په مناسب ډول د ژوند راز راز والي (حياتي تنوع) کې د منظمو او ايکولوژيکي څېړنو نوی رامنځته کوونکی ځکه ګڼل کېدلی شی، چې د حيواناتو او نباتاتو په زرګونه ډولونه يې له ياد سيستم څخه په ګټې اخيستنې سره ډلبندي کړل. لينيوس د ډارويني تکامل بنسټونو باندې هم اغېز وکړ. ډاروين عقيده درلوده، چې په ثابت نسل کې په بېلابېلو ډولونو (نوعو) کې يا يې تر منځ بدلون اوسېدلی شي. لينيون يو له هغو لومړنيو طبيت پالونکو څخه و، چې انسان يې د تي لرونکو حېواناتو په ډله کې ډلبندي کړ. [۱۳]
د بوټي پېژندنې اړوند جغرافيه او اکساندر اون همبولټ
سمولپه ټوله اتلسمه پېړۍ او د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې سترو سمندري قدرتونو لکه برتانيا، هسپانيا او پرتګال له نورو هېوادونو سره د سمندري سوداګرۍ د رامنځته کولو، نويو طبيعي سرچينو د موندلو او همدرانګه د هغوی د لښتليک کولو په موخه زيات نړيوال اکتشافي سفرونه پيل کړل. د ۱۸ پېړۍ په پيل کې د نباتاتو نږدې ۲۰۰ ډولونه وپېژندل شول، چې پر وړاندې يې څلوېښت زره نوعې د ۱۹ پېړۍ په پيل او نږدې ۳۰۰ زره اوسمهال پېژندل شوي دي.
په يادو سفرونو کې د بوټي پېژندونکو لکه المان سپړونکي الکساندر اون همبولټ غوندې زياتو پوهانو ګډون وکړ. همبولټ زياتره وخت د ايکولوژي پلار ګڼل کېږي. هغه لومړنی شخص و چې د ژونديو موجوداتو او د هغی د چاپيريال تر منځ د اړيکې څېړل يې پيل کړل. نوموړي د کتل شويو نباتي نوعو او اقليم تر منځ شته اړيکې رابرسېره کړې او نباتي سيمې يې د عرض البلد او لوړوالي په کارولو سره هغه ډسپلين ياد کړ، چې اوسمهال د جيوبوتاني يا جغرافيوي بوټي پېژندنې په نوم يادېږي. اون همبولټ په خپل سفر کې د بوټي پېژندونکي اېمي بونپلېنډ (Aime Bonpland) سره ملګری و.
په ۱۸۵۶ ز کال په روتامسټيډ “Rothamsted” ازمايښتي تمځای کې د “Park Grass Experiment” په نوم ازمايښت تر سره شو، چې موخه يې د واښو پر حاصلاتو باندې د کيمياوي کود او سرې د اغېزې ازمويل وه. دا د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله ساحوي ازمايښت دی. [۱۴]
د بايکونوسس مفهوم: والېس”Wallace” او موبيوس “Mobius”
سمولالفرد رسل والېس چې د ډاروين همکار او همغه وخت کې يې ژوند کاوه، لومړنی شخص و چې د حيواني ډولونو جغرافيه يې وړانديز کړه. هغه وخت ډېری ليکوالانو درک کړه، چې نوعې يا ډولونه يو له بل څخه خپلواک نه وو او دوی يې د نباتاتو نوعې، د حيواناتو نوعې او وروسته د ژونديو موجوداتو په ټولنو يا “biocoenosis” کې ډله [ډلبندي] کړل. د دې اصطلاح د لومړۍ کارونې امتياز او نسبت په عمومي ډول ۱۸۷۷ ز کال کې کال موبيوس ته ورکول کېږي، مګر وار له مخه په ۱۸۲۵ ز کال کې فرانسوي طبيعت پوه اډولف ډيوريو ډي لا مالي (Adolphe Dureau de la Malle) د بېلابېلو نوعو د نباتي اشخاصو [ډولونو] د يوې ټولنې په اړه “societe” اصطلاح وکاروله.
وارمېنګ “Warming” او د يوې روزنې په توګه د ايکولوژي رامنځته کول
سمولپه داسې حال کې چې ډاروين د يو اختياري ځواک په توګه په ځانګړي ډول سيالۍ باندې تمرکز وکړ، مګر ايوجن وارمېنګ يو نوی سمون رامنځته کړ، چې د ژوند (حياتي) ټولنو په ټولنه کې يې په ژوند پورې ناتړلي عوامل (لکه وچکالي، اوبه، مالګه، يخ او ...) په ژوند پورې د تړلو عواملو په شان په جدي ډول په پام کې ونيول. د ژوند جغرافيه، حياتي جغرافيه يا “biogeography” له وارمېنګ څخه وړاندې ډېری د رب النوعه (د روميانو په عقيده، چې نيمايي وګړی او نمايي سړی وي) يا باغوانۍ له تشريحي طبيعت څخه وه. د وارمېنګ نښه يا هدف د ژوندي موجود (نبات) د مورفولوژي او اناتومي د څېړلو له لارې د دې تشرېح کول وو، چې ولې يوه نوعه د ځانګړو چاپيريالي حالتونو د يوې ټاکلې ټولګې له مخې پېښېږي. [۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ McIntosh, R. P. (1985). The Background of Ecology: Concept and Theory. New York: Cambridge University Press.
- ↑ Eric Laferrière; Peter J. Stoett (2 September 2003). International Relations Theory and Ecological Thought: Towards a Synthesis. Routledge. pp. 25–. ISBN 978-1-134-71068-3.
- ↑ Ramalay, F. (1940). "The growth of a science". University of Colorado Studies. 26: 3–14.
- ↑ Reid, Gordon Mcgregor (February 2009). "Carolus Linnaeus (1707-1778): His Life, Philosophy and Science and Its Relationship to Modern Biology and Medicine". Taxon. 58 (1): 18–31. doi:10.1002/tax.581005.
- ↑ Silvertown, J.; Poulton, P.; Johnston, E.; Edwards, G.; Heard, M.; Biss, P. M. (2006). "The Park Grass Experiment 1856–2006: its contribution to ecology". Journal of Ecology. 94 (4): 801–814. doi:10.1111/j.1365-2745.2006.01145.x.
- ↑ Coleman, W. (1986). "Evolution into ecology? The strategy of Warming's ecological plant geography". Journal of the History of Biology. 19 (2): 181–196. doi:10.1007/BF00138875. PMID 11611989. S2CID 36359864.
- ↑ Acot, P. (1997). "The Lamarckian Cradle of Scientific Ecology". Acta Biotheoretica. 45 (3/4): 185–193. doi:10.1023/A:1000631103244. S2CID 83288244.
- ↑ Cowles, H. C. (1911). "The causes of vegetational cycles". Annals of the Association of American Geographers. 1 (1): 3–20. doi:10.2307/2560843. JSTOR 2560843.
- ↑ Egerton, F. N. (1973). "Changing Concepts of the Balance of Nature". Quarterly Review of Biology. 48 (2): 322–50. doi:10.1086/407594. S2CID 85279189.
- ↑ Egerton, F. N. (2001). "A History of the Ecological Sciences, Part 1: Early Greek Origins" (PDF). Bulletin of the Ecological Society of America. 82: 93–97.
- ↑ Smith, S. HI; Mark, S. (2009). "The Historical Roots of the Nature Conservancy in the Northwest Indiana/Chicagoland Region: From Science to Preservation". The South Shore Journal. 3: 1–10. Archived from the original on 1 January 2016. نه اخيستل شوی 6 June 2022.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Worster, D. (1994). Nature's Economy: A History of Ecological Ideas. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-46834-3.
- ↑ Reid, Gordon Mcgregor (February 2009). "Carolus Linnaeus (1707-1778): His Life, Philosophy and Science and Its Relationship to Modern Biology and Medicine". Taxon. 58 (1): 18–31. doi:10.1002/tax.581005.
- ↑ Silvertown, J.; Poulton, P.; Johnston, E.; Edwards, G.; Heard, M.; Biss, P. M. (2006). "The Park Grass Experiment 1856–2006: its contribution to ecology". Journal of Ecology. 94 (4): 801–814. doi:10.1111/j.1365-2745.2006.01145.x.
- ↑ Coleman, W. (1986). "Evolution into ecology? The strategy of Warming's ecological plant geography". Journal of the History of Biology. 19 (2): 181–196. doi:10.1007/BF00138875. PMID 11611989. S2CID 36359864.