د اويلا تريسا
د اويلا تريسا (Teresa Sánchez de Cepeda Dávila y Ahumada؛ 28 مارچ 1515 – 4 يا 15 اکتوبر 1582) چې د عيسی مسيح تريسا راهبه هم بلل کېږي، يوه کارميلي (کارميلي يوه فرقه ده) راهبه، نوميالۍ هسپانوۍ بزرګه (صوفۍ) او مذهبي سمونپاله وه.
د اصلاحاتو د مخالفت پر مهال فعاله تريسا د روحاني او خانقايي نويتابه د خوځښت مرکزي شخصيت وګرځېد، چې د ښځو او نارينه دواړو کارميلي فرقه کې يې اصلاحات راوستل. له دې خوځښت سره وروسته ځوان کارميلي راهب او صوفیانه پادري «جان اف کراس» هم يوځای شو، له چا سره په شريکه چې نوموړې د «Discalced Carmelites» ډله جوړه کړه. له پخوانۍ فرقې څخه د جلا کېدو د پاپ يو رسمي فرمان په 1580ز کال کې صادر شو.[۱]
د نوموړې خپله ليکلی ژوندليک چې د «د عيسی مسيح د تريسا ژوند» (The Life of Teresa of Jesus) دی، او د « The Interior Castle» او « The Way of Perfection» په نومونو د هغې کتابونه د مسيحي تصوف او مسيحي مراقبې د اداء په اړه پیاوړي اثار دي. په خپله ليکلي خپل ژوندليک کې، چې د خپلو لېوالو صوفيانو تجربو د دفاع په توګه ليکل شوي دي، نوموړې د خدای په لور د روح د پورته کېدو څلور پړاونه تشخيص کړي دي: ذهني دعاء او مراقبه، د چوپتيا دعاء؛ په خدای کې جذب کېدل؛ د وجد شعور. د « The Interior Castle» په نوم کتاب، چې د هغې د کارميلي خوېندو لپاره د يو روحاني لارښود په توګه لیکل شوی دی، د روح د کلا په داخل کې د اوه انګړونو بېلګه استعمالوي، تر څو هغه بېلا بيل حالتونه بیان کړای شي، چې ښايي د ژوند په اوږدو کې د چا په روح کې منځ ته راشي.
په 1622ز کال کې له مړينې څلوېښت کاله وروسته، پاپ پنخلسم ګريګوري د تريسا سپېڅلتيا اعلان کړه. د 1970ز کال د سپتمبر په اوه ويشتمه نېټه، پاپ پال شپږم تريسا، د کاتوليک مذهب لپاره د هغې د پېړيو اوږد روحاني ميراث د اعتراف په ډول، د کليسا د لومړۍ ښځينه ډاکټرې په توګه اعلان کړه.[۲]
ژوندليک
سمولد ژوند لومړي کلونه
سمول«Teresa Sánchez de Cepeda Dávila y Ahumada» د 1515ز کال د مارچ په اته ويشتمه نېټه زېږېدلې وه. نوموړې يا په «اويلا» او يا په «ګوټرنډورا» کې زېږېدلې. پلرنی نېکه يې «Juan Sánchez de Toledo» نومېدو چې «مرانو» یا «کانورسو» بلل کېدو، دا هغه اصطلاح يا نوم و چې مسيحيت ته اوښتو يا کډوالو ته کارېدو. د تريسا د پلار په ماشومتوب کې، «Juan» (د تريسا نېکه) له دې امله د هسپانوي محاکمو له خوا غندل شوی و چې په غېر قانوني ډول بېرته يهودي مذهب ته اوښتی دی، خو هغه وروسته وتوانيد چې کاتوليکه پېژندګلو تر لاسه کړ. د هغې پلار «Alonso Sánchez de Cepeda» د وړيو يو بريالی سوداګر او د «اويلا» يو له بډايو خلکو څخه و. نوموړي د اصالت او نجابت يوه نښه راونيوله او په برياليتوب سره په مسيحي ټولنه کې مدغم شو.[۳][۴][۵]
پلار يې لومړی له «Catalina del Peso y Henao» سره واده کړی و، له هغې يې درې بچيان درلودل، په 1509ز کال کې يې پلار «Sánchez de Cepeda» د تريسا له مور «Beatriz de Ahumada y Cuevas» سره په «ګوټررينډورا» کې واده وکړ.[۶]
د تريسا مور هغه د يوې ژمنې مسيحۍ په توګه وروزله. د پادريانو د ژوند د روايتونو پر اساس، نوموړې په اوه کلنۍ کې له خپل ورور «روډريګو» سره، د «مورانو» پر ضد جګړه کې د شهادت په لټون له کوره وتښتېده. کله چې د هغه تره دوی د ښار له د يوالونو دباندې وليدل نو بېرته يې کور ته راوستل.[۷]
کله چې تريسا يوولس کلنه وه، مور يې مړه شوه او هغه په ډېر ژور غم کې پاتې شوه. په دې سره نوموړې د خپلې روحاني مور په توګه د پېغلې مريم سره د ژور عقيدت منلو ته چمتو شوه. تريسا همدا اراز له مشهورو افسانو سره مينه درلوده، کومې چې هغه مهال په بنسټيز ډول د منځنيو پېړيو د اصالت او نجابت له داستانونو او د ډول، باغونو او ګلانونو له اثارو څخه جوړې وې. تريسا د «اويلا» د ښځينه راهبانو اګسټني ښوونځي کې زده کړې وکړې. [۸]
مذهبي ژوند
سمولزاهدانه او صوفيانه کارونه
سمولد زده کړو له بشپړولو وروسته، په لومړيو کې هغې د مذهبي مسلک له نظريې سره مخالفت وکړ، خو د خپل کاکا او نورو خپلوانو سره له اوسېدو وروسته، په هغې کې نرمښت پیدا شو. په 1534ز کال کې د شل کلنۍ پر مهال، د خپل توندخويه او پرهېزګار پلار څخه د ناهيلۍ له امله، نوموړې پرېکړه وکړه چې د تجسم په اسانه سيمه ييزه کارميلي صومعه کې داخله شي، کومه چې په هغه ځمکه جوړه شوې وه، چې پخوا د يهوديانو د خښولو د سيمې په توګه کارېده. هغې د فکري دعاء پر مذهبي لوست پيل وکړ، په ځانګړي ډول « Osuna's Abecedario espiritual» ("درېيمه فکري الفبا" 1527)، کوم چې د ضمير د ازمويلو او "په ځان د روحاني تمرکز او داخلي غور او فکر،چې صوفيانه نوم يې oratio recollectionis دی"، لپاره يو لارښود دی. هغې په نورو صوفيانه زاهدانه اثارو کې هم غرقه شوه، لکه د «Tractatus de oratione et meditatione» په نوم د «Peter of Alcantara» اثر.[۹]
په بدن کې د ګناهونو د وژنې لپاره د هغې شوق د دې لامل شو چې هغه بيا ناورغه شي، او نږدې يو کال د ناروغۍ په کټ پرته وه، او ناورغي يې د ټولنې او کورنۍ لپاره د خفګان ستر لامل وګرځېد. نږدې وه مړه شي؛ خو ورغېده، او خپله روغتيا يې د پادري «جوزف» معجزانه شفاعت ته منسوبوله. هغې د مذهبي وجد د حملو تجربه کول پيل کړل. نوموړې ويلي دي چې د ناروغۍ پر مهال د "مراقبې" له تر ټولو ټيټ پړاو څخه د "چوپتيا عباتونو" او ان تر دې چې د "وجد تر عبادت" پورې ورسېده، کوم حالت چې "له خدای سره د بشپړ اتحاد" حالت بلل کېږي. نوموړې ويلي دي چې په دې وروستي پړاو کې يې اکثره د بډايه "اوښکو نعمت" تجربه کړ. کله چې هغې ته د فاني او د بښنې وړ ګناه تر منځ کاتوليکي توپير روښانه شو، هغه د ګناه په هيبتناکې وېرې او د اصلي ګناه (لومړۍ ګناه يا هغه ګناه چې په پیدا کېدو سره له انسان سره مل وي) په ميراثي نوعيت پوهه شوه. هغه د ګناه سره د مقابلې کولو کې د خپلې طبيعي ناتوانۍ او د خدای په وړاندې د بشپړې تسليمۍ د اړتيا په اړه هم وپوهېده.[۶]
د همدې وخت په شا او خوا کې، هغې د اګستني «هيپو» د خپل ژوندليک د اثر چې د «اعترافات» (Confessions) په نوم و، د بشپړې هسپانوي ژباړې يوه نسخته تر لاسه کړه، کوم چې له هغې سره مرسته وکړه، تر څو خپلو ديني شکونو ته حل لارې پیدا کړي. دې متن له هغې سره مرسته وکړه؛ تر څو وپوهېږي چې سپېڅلتيا په حقيقت کې ممکنه ده، او په دې فکر کې يې سکون پيدا کړ چې دومره لوی ولي (بزرګ) هم يو وخت ډېر زيات ګناهګار و. په خپل ژوندليک کې، نوموړې ليکلي دي چې "له سينټ اګسټين سره يې ډېره مينه وه...ځکه چې هغه هم يو ګناهګار و".[۱۰]
صوفيانه فيض
سمولد 1556ز کال په شا اوخوا کې، ملګرو وويل ښايي چې د هغې نوی علم شيطاني وي، نه له خدايي اصله. هغې په خپل ځان کې د ګناهونو د وژلو په موخه ځان ته د بدني زیان په رسولو پيل کړی و. خو د هغې اعتراف کونکي، «جيسوټ فرانسس بورجيا»، هغې ته ډاډ ورکړ چې د هغې افکار الاهي الهام دی. په 1559ز کال کې د «سينټ پيټر» په ورځ، تريسا په باور سره قانع شوه چې عيسی مسيح خپل ځان په جسماني شکل کې هغې ته وړاندې کړی دی، که څه هم د ليدلو وړ نه دی. دا مناظر تقريباً د دوه کلونو څخه د زيات وخت پورې له ځنډ پرته موجود وو. په يو بل منظر کې، تر ټولو مشهور صوفيانه فيض، يوې پرښتې د زرينې نېزې اور لرونکې څوکه د هغې په زړه کې بيا بيا ووهله، د کوم له امله چې هغې ته نه بيانېدونکی روحاني او بدني تکليف ورسېد.
سرچينې
سمول- ↑ Lehfeldt 2017، م. 217.
- ↑ Pope Paul VI 1970a.
- ↑ Thous Tuset, Carmen (2015). "Santa Teresa de Jesús, su guion de vida" (PDF). Opción. 31 (2). Maracaibo: Universidad del Zulia: 1063; 1065.
- ↑ Carravilla Parra, Jesús (2015). "La experiencia de Dios y el realismo de Teresa de Jesús" (PDF). Cuadernos de Pensamiento (28): 114. ISSN 2660-6070.
- ↑ Foa 2015.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Clissold 1982.
- ↑ Medwick 1999، Expeditions.
- ↑ Teresa of Avila او Lewis 1870.
- ↑ Pirlo 1997، م. 241.
- ↑ Teresa of Avila او Zimmerman 1997.