د اوزن تخريب او د هوا حالاتو بدلون

د اوزون تخريب او د هوا حالاتو بدلون يا د اوزن سوری او نړیواله تودوخه په خورا نامتو اصطلاحاتو کې هغه چاپېريالي ګواښونه دي، چې اړيکې يې راسپړل شوې، پرتله شوې او د پرتلنې له مخې يې د بېلګې په ډول، د نړيوالې کړنلارې په اصطلاحاتو کې يا په بېلابېلو څېړنو او کتابونو کې توپير څرګند شوی دی.

د هوا حالاتو د بدلون، د اوزون پوړ د زيانمېدلو او هوا ککړتيا د غوره کړنلارې لپاره پراخه پوهنيزه لېوالتيا ځکه شته، چې په ټوله کې د بايوسفير له پوړ سره انساني اړيکه ستر تاريخي او سياسي څرنګوالي ګڼل کېږي. وار له مخه په ۱۹۹۴ ز کال کې د هوا حالاتو د بدلون، د اوزون د تخريب او د هوا ککړتيا اړوند د کړنلارې نظامونو په اړه حقوقي مناظرې تاريخي بلل شوې دي او يو ګډ لنډيز برابر شوی دی. [۱][۲]

د اتموسفيري کيميا او د انسان له لورې د خپرېدونکو ګازونو د توليداتو تر منځ په شويو بحثونو او تنظيمي هڅو کې ځيني موازي شته. تر ټولو مهمه دا ده، چې هغه ګازونه چې دواړه ستونزې رامنځته کوي، اتموسفير ته له خپرېدنې څخه وروسته اوږد عمر لري او په دې ډول د هغو ستونزو سبب کېږي، چې بېرته ستنول يې ستونزمن دي. که څه هم د اوزون پوړ د ساتنې په موخه د ويانا کنوانسيون (Vienna Convention) او د مونټرييل پروتوکول چې ياد کنواسيون يې تعديل کړ، بريالۍ هڅې ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د انساني فعاليت له امله د هوا حالاتو د بدلون په اړه د Kyoto تړون په پراخه ډول بې پايلې شوی دی. اوسمهال د لاملونو د ارزونې او د ګډو مرستو د کارونې په موخه د بېلګې په ډول: د معلوماتو د راپور ورکولو او د تګلارې د جوړولو او د معلوماتو د زياتې بدلونې په اړه، د هڅو ژمنې کېږي. په داسې حال کې چې عام خلک نړيوالې تودوخې ته د اوزون پوړ د زيان د يوې څېرمه ټولګې په توګه ګوري، مګر په حقيقت کې اوزون او لکه د chlorofluorocarbons او نور هاله کاربنونه چې د اوزن په زيانمنولو کې ځواب ويونکي ګڼل کېږي، د شنو خونو مهم ګازونه دي. سربېره پر دې په ستراتوسفير او ټروپوسفير دواړو پوړونو کې د اوزن طبيعي کچې د ګرموالي اغېز لري. [۳]

د اوزون د تخريب سمول

د اوزون د تخريب او نړيوالې تودوخې او د دواړو ګواښونو د اداره کولو د لارې چارې تر منځ اړيکې او ستر توپيرونه دواړه شته. په داسې حال کې چې د اتموسفير د اوزون پوړ د زيامنېدنه په حالت کې په ستر ناڅرګند حالت او د پياوړي ټينګار پر وړاندې، د هوا حالاتو د بدلون کړنلاړه په نړيواله کچه هڅه کوي. لکه د کيوټو پروتوکول چې د شنو خونو ګازونو د نړيوال توليد په کمولو کې بې پايلې شو. د اوزون پوړ د ساتنې په موخه د وينا تړون (Vienna Convention) او د Montreal Protocol دواړه په اصل کې يوازې د ملګرو ملتونو د ځينو غړو دولتونو (په ۱۹۸۶ ز کال د Montreal پروتوکول په قضيه کې ۴۳ دولتونو) له لورې لاسليک شول، په داسې حال کې چې Kyoto پروتوکول له پيله د يوې نړيوالې هوکړې د رامنځته کولو هڅه وکړه. د اوزون د تخريب د علمي ارزونې په بڼه کې د CFCs اړوند د متخصص نظريو سمون له لومړيو تنظيمي پورته شويو ګامونو څخه ډېر وروسته رامنځته شو او د ۲۰۱۲ ز کال د ډسمبر تر ۲۹ پورې د ملګرو ملتونو ټولو هېوادونو د Cook ټاپووزمې، سپېڅلي سمندر (Holy Sea)، Niue او له ملي کچې پورته اروپایي ټولنې په ګډون د Montreal Protocol تصويب کړی و. يادو هېوادونو د لندن(London)، کوپنهاګن (Copenhagen) او مونټرييل (Montreal) سمونونه يا تعديلات هم تصويب کړي دي. د ۲۰۱۴ ز کال اپرېل تر ۱۵ نېټې پورې د بيجنګ (Beijing) تعديل د دوو دولتي ډلو يا ګوندونو له لورې نه دی منل شوی. [۴][۵][۶][۷]

د وينا له ناستې څخه وروسته د halocarbon [هغه کيمياوي مرکب چې د هايدروکاربن هايدروجن پر ځای په کې هلوجن ځای شوی دی] صنعت خپل دريځ بدل کړ او د کلوروفلوروکاربنونو (Chlorofluorocarbons: CFCs) توليد د ټاکلو (محدودولو) په موخه يې د يوې کړنلارې ملاتړ پيل کړ. د متحده ايالتونو توليد کوونکي DuPont د خپلو اروپايي جوړو په پرتله په خورا چټکۍ سره عمل وکړ. اروپايي ټولنې هم وروسته له هغې خپل دريځ بدل کړ، چې جرمني (چې د پام وړ کيمياوي صنعت لري) د CFC صنعت ساتنه پرېښوده او د لا زياتې کړنلارې ملاتړ يې پيل کړ. په فرانسې او انګليستان کې حکومت او صنعت د خپلو CFC توليدي صنعتونو د ساتنې هڅه ان وروسته له هغې هم کړې ده، چې د Montreal پروتوکول لاسليک شوی و. [۸][۹]

د ويانا کنوانسيون مخکې له هغې قايم يا ودرول شو، چې د اوزن پوړ د سوري په اړه د نظريو پوهنيز يووالی رامنځته شي. په خلاف يې تر ۱۹۸۰ لسيزې پورې اروپايي ټولنې (EU)، د امريکا د فضايي څېړنو ملي اداره (NASA)، NAS، د ملګرو ملتونو د چاپيريال خپرونې (UNEP)، د هوا پېژندنې نړيوال سازمان (WMO) او بریتانوي حکومت د بېلابېلو پايلو په لرلو سره پوهنيز راپورنه خپاره کړي وو. په ناسا کې د ساينس څانګې رئيس Sir Robert (Bob) Watson يوې واحدې ارزونې ته د رسېدنې په بهير کې د پام وړ ونډه ولوبوله. [۱۰]

سرچينې سمول

  1. 2010, Review of Joachim Radkau, Nature and Power: A Global History of the Environment, ISBN 978-0521616737, by David Christian, 2010
  2. "Alexander Gillespie. Climate Change, Ozone Depletion And Air Pollution: Legal Commentaries Within The Context Of Science And Policy 1994". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sebastian Oberthür, International Environmental Agreements July 2001, Volume 1, Issue 3, pp 357-377, Linkages between the Montreal and Kyoto Protocols – Enhancing Synergies between Protecting the Ozone Layer and the Global Climate
  4. Reiner Grundmann "Technische Problemlösung, Verhandeln und umfassende Problemlösung", (Technical trouble shooting, negotiating and generic problem solving capability) in Gesellschaftliche Komplexität und kollektive Handlungsfähigkeit (Complexity of society and collective ability to act), ed. Schimank, U. (2000). Frankfurt/Main: Campus, pp. 154–82 book summary Archived 2014-10-12 at the Wayback Machine. at the Max Planck Gesellschaft
  5. Of Montreal and Kyoto: A Tale of Two Protocols Archived 2014-08-26 at the Wayback Machine. by Cass R. Sunstein 38 ELR 10566 8/2008
  6. "Status of Ratification – The Ozone Secretariat". Ozone.unep.org. 15 April 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "EUROPA – PRESS RELEASES – Press Release – Environment: European Union hails universal ratification of the Montreal Protocol on protecting the ozone layer". Europa.eu. 16 September 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shabecoff, Philip (په 5 November 1986 باندې). U.S. Report Predicts Rise in Skin Cancer with Loss of Ozone.
  9. Reiner Grundmann, Transnational Environmental Policy, London: Routledge, ISBN 0-415-22423-3
  10. Reiner Grundmann "Technische Problemlösung, Verhandeln und umfassende Problemlösung", (Technical trouble shooting, negotiating and generic problem solving capability) in Gesellschaftliche Komplexität und kollektive Handlungsfähigkeit (Complexity of society and collective ability to act), ed. Schimank, U. (2000). Frankfurt/Main: Campus, pp. 154–82 book summary Archived 2014-10-12 at the Wayback Machine. at the Max Planck Gesellschaft