د اورشلیم کلابندي (۷۰ زکال)

له میلاد وروسته ۷۰ کال کې د اورشلیم کلابندي د یهودي – رومي لومړنۍ جګړې (۶۶ – ۷۳ زکال) ټاکونکې پېښه وه چې په هغو کې د راتلونکي رومي سترواک تیتوس په مشرۍ ځواکونو په یهودیه ایالت کې د یاغي یهودانو د مقاومت مرکز کلابند کړ. له یوې پنځه میاشتنۍ کلابندۍ وروسته، رومیانو دغه ښار او د یهودانو دویم معبد ویجاړ کړل. [۱][۲][۳]

له میلاد وروسته ۷۰ کال پر مهال د فصح له عید درې ورځې وړاندې د روم پوځ اورشلیم کلابند کړ. د نارامیو له یوې دورې او همدارنګه د یو لنډ مهالي دولت له پاشل کېدو وروسته دغه ښار د څو یاغي ډلو له خوا نیول شوی و. د دریو اونیو په ترڅ کې د روم پوځ د دغه ښار دوه لومړي دیوالونه ړنګ کړل، خو د یاغیانو شدید مقاومت یې مخه ونیوله چې د هغو له دریم دیوال څخه هم تېر شي. د دغه جګړې پر مهال د تاریخ لیکونکي او د هغو د بیان کوونکې اصلي منبع یوسیفوس په خبره دغه ښار د وژنو، قحطۍ او سړي خوړلو له امله ویجاړ شوی و. [۴][۵][۶][۷]

د ۷۰ زکال په تیشا باو ورځ (۳۰ اګست) رومي ځواکونه د ښار په مدافعینو باندې لاس بري شول او د دغه ښار معبد ته یې اور واچوه. مقاومت یوه میاشت نور هم دوام وکړ، خو بالاخره هغوی د ښار لاندې او پورته برخې ټولې ونیولې او ټول ښار ته یې اور واچوه. تیتوس د هیرودین ارګ یوازې درې برجونه جوړ پرېښودل څو د دغه ښار د پخواني ځواک شاهد پاتې شي. دغې کلابندۍ په دغه ښار کې د استوګنو وګړو پر ژوندانه زیات اغېز وکړ، په داسې توګه چې ډیری کسان ووژل شول او یا هم غلامان کړای شول او همدارنګه د ښار ډېری برخې ونړول شوې. دغې بریا فلاویان لړۍ ته مشروعیت ورکړ څو د سترواکۍ د کنټرول ادعا وکړي. په روم کې د اورشلیم د نیولو جشن جوړ شو او د هغو د یادګار په موخه دوه طاقونه یا دروازې جوړې شوې. ورته مهال یې د اورشلیم له معبد څخه ترلاسه کړې خزانه نندارې ته وړاندې کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱]

اورشلیم او د هغو دویم معبد د یهودو په تاریخ کې لویه د عطف نقطه وه. یهودو د خپل مورني ښار او معبد له لاسه ورکولو وروسته د خپلو بقیاوو د ساتلو په موخه د یهودي کلتور د شکل بدلون ته اړتیا ومونده. د معبد پر بنسټ موجودو یهودي ډلو، له دې ډلې کاهنانو او صدوقیانو خپل اهمیت له لاسه ورکړ. د خاخامي یا رباني یهودیت په نامه د یهودیت نوي ډول شهرت وموند چې د فریسايي مکتب پر بنسټ و او بالاخره هم د دغه دین په اصلي شکل واوښت. د عیسی مسیح ډیری پیروان د دغه ښار له ویجاړیو څخه ژوندي راووتل. هغوی د عیسی لارښوونې تر ټولې رومي سترواکۍ ورسولې او د عیسویت نوی دین یې خلکو ته وړاندې کړ. د جګړې له پای څخه وروسته د لجیو ایکس فریټنیس په نامه پوځي اډه د ښار پر ویجاړیو جوړه شوه. له دې وروسته اورشلیم د ایلیا کاپیتولینا مستعمرې د برخې په توګه بېرته ورغول شو. دلته بهرنۍ قبیلې راوستل شوې او یهودان ورته له ننوتو منع کړای شول. دغه چاره تر ډېره د بارکوخبا د پاڅون سره مرسته کوونکې بلل کیږي . [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

مخینه سمول

د دویم معبد په دوره کې اورشلیم د یهودانو مذهبي او ملي مرکز و؛ په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې یهودي ډیاسپورا وو. دویم معبد په لسګونو او شاید په سلګونو زره کسان په خپلو دریو زیارتي فستیوالانو کې جلب کول. دغه ښار د پراختیا او نفوسو له مخې د دویم معبد د دورې په وروستیو کې خپل اوج کچې ته ورسېد، چې هغه مهال یې دوه کیلومتر مربع (۳/۴ مایل مربع) مساحت درلود او نفوس یې هم ۲۰۰ زره تنه و. پلیني ایلډر په خپل اثر طبیعي تاریخ (Natural History) کې دغه ښار «د ختیځو ښارونو لرې پروت ډېر مشهور ښار» بللی دی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د روم د دورې په لومړیو کې اورشلیم دوه جلا برخې لرلې. لومړۍ برخه یې «د لومړي دیوال» ترمنځ وه چې د داوود ښار او همدارنګه پورته ښار په کې شامل و؛ پریمانه ودانیزې چارې په کې شوې وې، خو د بډایه برخو په پرتله په کې لږ وې. دویمه برخه یې چې د بیت حسدا په نوم پېژندل کېده چې د لومړۍ برخې شمال لوري ته یې موقعیت درلود او لږ وګړي یې لرل. دغې برخې د اورشلیم په هیرودیايي کې د «دویم دیوال» دننه چې تر دغه مهاله یې شتون درلود موقعیت درلود؛ په داسې حال کې چې وروسته بیا د پاچا لومړني اګریپا له خوا د نوي جوړ شوي دریم دېوال دننه هم راتله. [۲۹]

یوسیفوس څرګندوي چې اګریپا غوښتل د پنځو مترو په پرېړوالي دیوال جوړ کړي؛ دا په دې معنی چې د هغه مهال په کلابندیو کې د کارول کېدونکو وسایطو د تېرېدو مخه یې په بشپړ ډول نیولای شوه. ورته مهال اګریپا د سترواک کلودیوس له ویرې یوازې د هغو د بنسټونو له جوړولو پرته بله چاره ترسره نه کړه. دغه دیوال وروسته په لږ پیاوړتیا او په ډېره کراره سره جوړ شو؛ هغه مهال چې لومړۍ یهودي – رومي جګړه پیل شوه او باید د اورشلیم دفاع پیاوړې شوې وای؛ دغه دیوال یوازې ۹ برجونه لرل. [۳۰]

د پاڅون ترسره کېدل سمول

لومړنۍ یهودي – رومي جګړه چې د یهودانو د لوی پاڅون په توګه هم پېژندل کیږي ، د بخشدار جسیوس فلورس له ټاکنې او همدارنګه د معبد څخه د مالي امکاناتو د ترلاسه کولو له غوښتې وروسته پیل شوه. رومي سترواک نرون په یهودیه کې د پاڅون ځپلو مسئولیت خپل تکړه او نه ماتېدونکي جنرال وسپاسیان ته وسپاره. نوموړی له میلاد وروسته ۶۸ کال کې عکا ته ورسېد او د الجلیل په عملیاتو سره یې د پاڅون ځپلو ته مخه کړه. له میلاد وروسته ۶۹ کال په جولای میاشت کې له اورشلیم پرته په نوره ټوله یهودیه سیمه کې کړکېچ ارامه شوی و، خو اورشلیم چې دغه مهال د یادې ټولې سیمې د یاغي مشرانو کوربه و لا کرار نه و او له همدې امله رومیانو کلابند کړ. [۳۱][۳۲]

ورته مهال د اعتدال غوښتونکو او سخت دریځو ترمنځ شدیده داخلي جګړه وشوه، که چېرې دغه جګړه نه وای شوې بیا نو دوی کولای شو چې له اورشلیم څخه د اوږدې مودې لپاره دفاع وکړي. له میلاد وروسته ۶۹ کال کې وسپاسیان له یهودیې څخه روم ته ولاړ او په ډسمبر میاشت کې سترواک شو؛ په دې سره د رومي ځواکونو اعلی قومانداني د هغه زوی تیتوس ته وسپارل شوه. [۳۳]

تلفات، د غلامانو په توګه د وګړو نیول او بې ځایه کېدل سمول

یوسیفوس لیکي چې د دغې کلابندۍ پر مهال ۱.۱ میلیون وګړي ووژل شول چې ډیری یې یهودان و – هغه تلفات چې نوموړی یې تر ډېره د فصح د عید د مراسمو پر مهال بولي. یوسیفوس څرګندوي چې د وسله والو او ډیر عمر لرونکو کسانو له وژلو وروسته رومیانو ۹۷۰۰۰ تنه په غلامۍ ونیول. دی څرګندوي چې ډیر نور کسان د غلامانو په توګه وپلورل شول او د اورشلیم له وګړو څخه یوازې ۴۰ زره چې له جګړې څخه یې نجات موندلی و د سترواک له خوا ورته اجازه ورکړل شوه هر چېرې چې غواړي ولاړ دې شي. د یوسیفوس د روایت له مخې له محاصرې وړاندې او د محاصرې پر مهال ګڼ شمېر کسان له ښاره وتښتېدل. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

رومي تاریخ لیکونکي تاسیتوس وروسته لیکلي: «... د جګړې په هر دوره کې د ټولو کلابندو شوو وګړو شمېر دواړو جنسیتونو ته اړوند ۶۰۰ زره تنه و؛ له دوی څخه ټولو هغو وسلې لرلې چې کارولی یې شوای او د جګړې لپاره چمتو کسان له هغې کچې زیات وو چې امکان یې درلود. ښځینه او نارینه و یې یو ډول هوډ درلود او که چېرې یوازې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړای شوي وای، دوی نو بیا له مړینې څخه له ژونده ډېر وېرېدل». [۳۸]

د یوسیفوس له خوا وړاندې شوې شمېرې د تاریخ لیکونکی ست شوارتز له خوا ناشونې بلل شوې او هغه یې رد کړې دي؛ هغه څرګندوي چې دغه مهال په ټول فلسطین کې شاوخوا یو میلیون کسانو ژوند کاوه چې نیمايي برخه یې یهودان و او د جګړې له پای وروسته یې پام وړ شمېر کسان په همدغه سیمه او آن په شدیده ځپل شوې یهودیه کې استوګن پاتې شول. سربېره پر دې شوارتز څرګندوي چې د اسیرو شوو کسانو ۹۷۰۰۰ تنه شمېره باور وړ ده.[۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې سمول

  1. Weksler-Bdolah, Shlomit (2019). Aelia Capitolina – Jerusalem in the Roman period: in light of archaeological research. BRILL. د کتاب پاڼې 3. OCLC 1170143447. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-41707-6. The historical description is consistent with the archeological finds. Collapses of massive stones from the walls of the Temple Mount were exposed lying over the Herodian street running along the Western Wall of the Temple Mount. The residential buildings of the Ophel and the Upper City were destroyed by great fire. The large urban drainage channel and the Pool of Siloam in the Lower City silted up and ceased to function, and in many places the city walls collapsed. [...] Following the destruction of Jerusalem by the Romans in 70 CE, a new era began in the city's history. The Herodian city was destroyed and a military camp of the Tenth Roman Legion established on part of the ruins. In شاوخوا 130 CE, the Roman emperor Hadrian founded a new city in place of Herodian Jerusalem next to the military camp. He honored the city with the status of a colony and named it Aelia Capitolina and possibly also forbidding Jews from entering its boundaries الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Westwood, Ursula (2017-04-01). "A History of the Jewish War, AD 66–74". Journal of Jewish Studies. 68 (1): 189–193. doi:10.18647/3311/jjs-2017. ISSN 0022-2097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ben-Ami, Doron; Tchekhanovets, Yana (2011). "The Lower City of Jerusalem on the Eve of Its Destruction, 70 CE: A View From Hanyon Givati". Bulletin of the American Schools of Oriental Research. 364: 61–85. doi:10.5615/bullamerschoorie.364.0061. ISSN 0003-097X. S2CID 164199980. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schäfer, Peter (2003). The History of the Jews in the Greco-Roman World: The Jews of Palestine from Alexander the Great to the Arab. Conquest Routledge. د کتاب پاڼي 129–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-40317-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. War of the Jews Book V, sect. 99 (Ch. 3, paragraph 1 in Whiston's translation); dates given are approximations since the correspondence between the calendar Josephus used and modern calendars is uncertain.
  6. Si Shepperd, The Jewish Revolt AD 66–74, (Osprey Publishing), p. 62.
  7. Maclean Rogers, Guy (2021). For the Freedom of Zion: The Great Revolt of Jews against Romans, 66–74 CE. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼي 3–5. OCLC 1294393934. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26256-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bunson, Matthew (1995). A Dictionary of the Roman Empire (په انګرېزي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-510233-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  9. The destruction of both the First and Second Temples is still mourned annually during the Jewish fast of Tisha B'Av.
  10. Rocca (2008), pp. 51–52.
  11. Goodman, Martin (2008). Rome and Jerusalem: The Clash of Ancient Civilizations. Penguin. د کتاب پاڼې 25. OCLC 1016414322. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-029127-8. The capitulation of the rest of Jerusalem was rapid. Those parts of the lower city already under Roman control were deliberately set on fire. The erection of new towers to break down the walls of the upper city was completed on 7 Elul (in mid-August), and the troops forced their way in. By 8 Elul the whole city was in Roman handsکينډۍ:Sndand in ruins. In recompense for the ferocious fighting they had been required to endure, the soldiers were given free rein to loot and kill, until eventually Titus ordered that the city be razed to the ground, 'leaving only the loftiest of the towers, Phasael, Hippicus and Mariamme, and the portion of the wall enclosing the city on the west: the latter as an encampment for the garrison that was to remain, and the towers to indicate to posterity the nature of the city and of the strong defences which had yet yielded to Roman prowess. All the rest of the wall encompassing the city was so completely levelled to the ground as to leave future visitors to the spot no ground for believing that it had ever been inhabited.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Maclean Rogers, Guy (2021). For the Freedom of Zion: The Great Revolt of Jews against Romans, 66–74 CE. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼي 3–5. OCLC 1294393934. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26256-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Neusner, Jacob (2017-11-28), Hinnells, John (المحرر), "Judaism in a Time of Crisis: Four Responses to the Destruction of the Second Temple", Neusner on Judaism, Routledge, د کتاب پاڼي 399–413, doi:10.4324/9781351152761-20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-15276-1, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Karesh, Sara E. (2006). Encyclopedia of Judaism. Facts On File. OCLC 1162305378. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78785-171-9. Until the modern period, the destruction of the Temple was the most cataclysmic moment in the history of the Jewish people. Without the Temple, the Sadducees no longer had any claim to authority, and they faded away. The sage Yochanan ben Zakkai, with permission from Rome, set up the outpost of Yavneh to continue develop of Pharisaic, or rabbinic, Judaism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Karesh, Sara E. (2006). Encyclopedia of Judaism. Facts On File. OCLC 1162305378. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78785-171-9. Until the modern period, the destruction of the Temple was the most cataclysmic moment in the history of the Jewish people. Without the Temple, the Sadducees no longer had any claim to authority, and they faded away. The sage Yochanan ben Zakkai, with permission from Rome, set up the outpost of Yavneh to continue develop of Pharisaic, or rabbinic, Judaism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Maclean Rogers, Guy (2021). For the Freedom of Zion: The Great Revolt of Jews against Romans, 66–74 CE. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼي 3–5. OCLC 1294393934. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26256-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Goldenberg, Robert (1977). "The Broken Axis: Rabbinic Judaism and the Fall of Jerusalem". Journal of the American Academy of Religion. XLV (3): 353. doi:10.1093/jaarel/xlv.3.353. ISSN 0002-7189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Weksler-Bdolah, Shlomit (2019-12-09), "The Camp of the Legion X Fretensis", Aelia Capitolina – Jerusalem in the Roman Period, Brill, د کتاب پاڼي 19–50, doi:10.1163/9789004417076_003, S2CID 214005509, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-41707-6, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۲, After the destruction of the Herodian city of Jerusalem by the Romans in 70 CE, a military camp of the Tenth Roman Legion was established on part of the ruins to guard the former center of the revolt. This is clearly stated by Josephus (Jos. BJ, 7:1–5, 17; Vita, 422); it can be understood from the text of a diploma of 93 CE: “(veterani) qui militaverunt Hierosolymnis in legione X Fretense”, and it is also clear from epigraphic finds from the town. A bulk of military small finds recovered from several sites around the Old City indicates the presence of the XFretensis in Jerusalem الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Geva, Hillel (1984). "The Camp of the Tenth Legion in Jerusalem: An Archaeological Reconsideration". Israel Exploration Journal. 34 (4): 239–254. ISSN 0021-2059. JSTOR 27925952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Peter Schäfer (2003). [[[:کينډۍ:Google books]] The Bar Kokhba war reconsidered: new perspectives on the second Jewish revolt against Rome] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Mohr Siebeck. د کتاب پاڼي 36–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-16-148076-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lehmann, Clayton Miles (22 February 2007). "Palestine: History". The On-line Encyclopedia of the Roman Provinces. The University of South Dakota. 
  22. Cohen, Shaye J. D. (1996). "Judaism to Mishnah: 135–220 AD". In Hershel Shanks (المحرر). Christianity and Rabbinic Judaism: A Parallel History of their Origins and Early Development. Washington DC: Biblical Archaeology Society. د کتاب پاڼې 196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Shlomit Weksler-Bdolah (2019). Aelia Capitolina – Jerusalem in the Roman Period: In Light of Archaeological Research. Brill. د کتاب پاڼي 54–58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-41707-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jacobson, David. "The Enigma of the Name Īliyā (= Aelia) for Jerusalem in Early Islam". Revision 4. د لاسرسي‌نېټه December 23, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lehmann, Clayton Miles (22 February 2007). "Palestine: History". The On-line Encyclopedia of the Roman Provinces. The University of South Dakota. 
  26. Har-El, Menashe (1977). This Is Jerusalem. Canaan Publishing House. د کتاب پاڼي 68–95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86628-002-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Roth, Helena; Gadot, Yuval; Langgut, Dafna (2019). "Wood Economy in Early Roman Period Jerusalem". Bulletin of the American Schools of Oriental Research. 382: 71–87. doi:10.1086/705729. ISSN 0003-097X. S2CID 211672443. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Levine, Lee I. (2002). Jerusalem: portrait of the city in the Second Temple period (538 BCE – 70 CE) (الطبعة 1st). Philadelphia: Jewish Publication Society, published in cooperation with the Jewish Theological Seminary of America. د کتاب پاڼي 15–20. OCLC 698161941. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8276-0956-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Rocca (2008), p. 8.
  30. "Josephus, The Jewish War V, 142". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Rocca (2008), pp. 51–52.
  32. Rocca (2008), p. 8.
  33. Rocca (2008), pp. 51–52.
  34. Goldberg, G J. "Chronology of the War According to Josephus: Part 7, The Fall of Jerusalem". www.josephus.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Josephus, The Wars of the Jews VI.9.3
  36. Flavius Josephus, The Jewish War, Book VI, 378–386
  37. Schwartz, Seth (2014). The ancient Jews from Alexander to Muhammad. Cambridge. د کتاب پاڼي 85–86. OCLC 863044259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-04127-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Tacitus, Histories, Book V, Chapter XIII
  39. Wettstein, Howard: Diasporas and Exiles: Varieties of Jewish Identity, p. 31 (2002). University of California Press
  40. Schwartz, Seth (1984). "Political, social and economic life in the land of Israel". The Cambridge History of Judaism: Volume 4, The Late Roman-Rabbinic Period. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-77248-8. 
  41. Schwartz, Seth (2014). The ancient Jews from Alexander to Muhammad. Cambridge. د کتاب پاڼي 85–86. OCLC 863044259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-04127-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)