د اوبو له لارې ناروغۍ

د اوبو له لارې ناروغۍ هغه شرایط دي (د انسان په روغتیا باندې د منفي اغېزو لکه مړینه، معیوبیت، ناروغۍ یا اختلالات په معنی دي) چې د ناروغوونکو مایکرو اورګانیزمونو (pathogenic micro-organisms) له امله چې په اوبو کې لېږدول کېږي، رامنځته کېږي. دا ناروغۍ د حمام کولو، مینځلو، د اوبو څښلو په وخت کې یا هغه خوړو له امله خپریږي چې د ککړو اوبو په خطر کې وي. دا په ټوله نړۍ کې د پرمختیايي هېوادونو په کلیوالو سیمو کې یوه مهمه او بېړنۍ مسئله ده. په داسې حال کې چې اسهال او کانګې د اوبو له لارې د ناروغیو ډېرې عامې اعلان شوې نښې دي، په نورو نښو کې د پوستکي، غوږ، تنفسي او یا د سترګو ستونزې ګډون لري. د پاکو اوبو رسونه، د روغتیا ساتنې او د حفظ الصحې (water supply, sanitation and hygiene) یا (WASH) نشتوالی په ټولنه کې د اوبو له لارې د ناروغیو لوی لاملونه دي. لذا د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې ته خوندي لاسرسی د اوبو له لارې د ناروغیو د مخنیوي لپاره اصلي تکلاره ده. [۱][۲][۳][۴]

هغه مایکرو اورګانیزمونه چې مشخصاً د اوبو له لارې د ناروغیو د لېږد لامل ګرځي، له پروتوزوا او باکتریا څخه عبارت دي، چې زیاتره یې د کولمو پرازیتونه دي یا د هاضمې جهاز د دیوالونو له لارې په نسجونو یا دوراني سیسټم برید کوي. د اوبو له لارې نورې بېلابېلې ناروغۍ د وایروسونو له امله رامنځته کېږي. 

بیا هم د اوبو له لارې د ناروغیو نورې مهمې ډلې د میټازون پرازیتونو له امله رامنځته کېږي. معمولي بېلګې یې ځانګړې نیماتودا (Nematoda)، یعنې "ګرد چنجي" دي. ډراکونکولیازیس د اوبو له لارې د لېږدول شوې نیماتوډ انتاناتو څخه یوه مهمه ناروغي ده. یاده ناروغي د اوبو د چښلو  له لارې چې خاص کاپېپوډا (copepoda) په کې موجود وي، رامنځته کېږي او کاپېپوډا د نیماتودا لپاره د لېږدوونکي په توګه عمل کوي. هر څوک چې کاپېپوډ تېر کړي چې اتفاقاً د ډرکونکولس جنس په نیماتوډ لاروا سره ککړ وي، د اخته کېدو لپاره چمتو کېږي. دا لاروا د ګینه چنجي ناروغۍ لامل کېږي.  [۵]

د اوبو له لارې د میټازوني پاتوجنونو بله ډله د سیستوزوماتېدا (Schistosomatidae)، د وینې د فلوکونو کورنۍ ځانګړي غړي دي. معمولا هغه کسان اخته کوي، چې پوستکۍ یې د داسې اوبو سره تماس ونیسي. د وینې فلوکونه هغه ناروغوونکي دي چې د بېلابېلو سیسټوزومایزیس لامل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې سلګونه مېلیونه خلک په جدي توګه لږ یا زیات اغېزمن کوي.  [۶][۷]

اصطلاح پېژندنه     سمول

د اوبو له لارې د ناروغۍ اصطلاح عمدتاً د هغو انتاناتو لپاره ځانګړې شوې چې اساساً په مایکروبونو باندې د ککړو اوبو سره د اړیکې یا د دې اوبو د مصرف له لارې لېږدول کېږي. زیات انتانات ممکن د مایکروبونو یا پرازیتونو له خوا ولېږدول شي، چې ښایي د استثنایي حالاتو په پایله کې، ناڅاپه اوبو ته ننوځي. که څه هم داسې هم پېښېږي چې یو اتفاقي انتان موجود وي، خو په دې معنی نه دی چې رامنځته شوې ناروغي د "اوبو له لارې د لېږد" په توګه طبقه بندي شي. او نه هم دا معمول کار دی چې د ملاریا په څېر ناروغیو ته د " اوبو له لارې ناقل " وویل شي، ځکه چې میاسې د خپل ژوند دوره کې د اوبو مرحلې لري یا دا چې د هغو اوبو درملنه چې دوی په کې ژوند کوي، کېدای شي د لېږدوونکو میاسو د کنټرول لپاره اغېزمنه تګلاره وي. 

یوه اړونده اصطلاح " په اوبو اړوند ناروغي" ده، چې تعریف یې "د انسان په روغتیا باندې د پام وړ یا پراخه منفي اغېزې لکه مړینه، معیوبیت، ناروغۍ یا اختلالات چې په مستقیم یا نامستقیم ډول د شرایطو یا د هر ډول اوبو په مقدار یا په کیفیت کې د بدلون له امله رامنځته کېږي " دی. د اوبو پورې اړوند ناروغۍ د دوی د لېږد میکانیزم له مخې ډلبندي کېږي: د اوبو له لارې، د اوبو حفظ الصحه، د اوبو پر بنسټ، په اوبو پورې اړوند. د اوبو له لارې د ناروغیو د لېږد اصلي لاره د ککړو اوبو څښل دي.   [۸]

لاملونه  سمول

د پاکو اوبو رسونې، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې (WASH) نشتوالی په ټولنه کې د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو لوی لاملونه دي. د مدفوع - خولې لاره (fecal–oral route ) د اوبو له لارې د منتقله ناروغیو د لېږد یوه لاره ده. بې وزلي هم  ټولنو ته د اوبو له لارې په ناروغیو د اخته کېدو خطر زیاتوي. د بېلګې په توګه، د یوې ټولنې اقتصادي کچه پاکو اوبو ته د لاسرسي په وړتیا اغېزه کوي. کم پرمختللي هېوادونه ممکن د اوبو له لارې د ناروغیو د احتمالي خپرېدو له خطر سره مخ وي، خو ډېرې پرمختللي سیمې هم د اوبو له لارې د منتقله ناروغیو د خپرېدو له خطر سره مخ دي.[۹][۱۰]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Guidelines for drinking-water quality. World Health Organization (الطبعة Fourth edition incorporating the first addendum). Geneva. 2017. OCLC 975491910. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789241549950. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  4. "Burden of disease and cost-effectiveness estimates". World Health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Janovy J, Schmidt GD, Roberts LS (1996). Gerald D. Schmidt & Larry S. Roberts' Foundations of parasitology. Dubuque, Iowa: Wm. C. Brown. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-697-26071-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Janovy J, Schmidt GD, Roberts LS (1996). Gerald D. Schmidt & Larry S. Roberts' Foundations of parasitology. Dubuque, Iowa: Wm. C. Brown. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-697-26071-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Centers for Disease Control and Prevention: National Center for Emerging and Zoonotic Infectious Diseases (NCEZID), Division of Global Migration and Quarantine (DGMQ) (2011). "Chapter 3". In Brunette GW (المحرر). CDC Health Information for International Travel 2012. The Yellow Book. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-976901-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Adelodun B, Ajibade FO, Ighalo JO, Odey G, Ibrahim RG, Kareem KY, et al. (October 2020). "Assessment of socioeconomic inequality based on virus-contaminated water usage in developing countries: A review". Environmental Research. 192: 110309. doi:10.1016/j.envres.2020.110309. PMC 7546968 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33045227 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Smith A, Reacher M, Smerdon W, Adak GK, Nichols G, Chalmers RM (December 2006). "Outbreaks of waterborne infectious intestinal disease in England and Wales, 1992-2003". Epidemiology and Infection. 134 (6): 1141–9. doi:10.1017/S0950268806006406. PMC 2870523. PMID 16690002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)