د اوبو بړاس


د اوبو بړاس د اوبو ګازي بڼه ده. دا په هایدروسفیر کې د اوبو یو حالت دی. د اوبو بړاس ښايي د مایع اوبو له بړاس کولو او جوش کولو او یا هم د کنګل یا یخک له بړاس کېدو څخه تولید شي. د اوبو بړاس د اتوموسفیر د ډېریو برخو په څېر شفاف دی. د اتوموسفیر په معمولي شرایطو کې د اوبو بړاس په مداوم ډول د تبخیر په واسطه تولیدېږي او د تراکم په واسطه له منځه ځي. تراکم یا غلظت یې د هوا د نورو برخو په پرتله کم دی او انتقالي جریانونه رامنځته کوي چې د ورېځو د جوړېدو لامل کېږي.[۱]

بړاس د ځمکې د هایدروسفیر او هایدرولوجیکي څرخې د برخې په توګه د ځمکې په اتوموسفیر کې ډېر دی چې هلته د یوه ګل‌خانه‌يي ګاز او د تودوخې د غبرګون په توګه عمل کوي، همدا راز د کاربن ډای اکسايډ او میتان په څېر د غیر متراکمو ګازونو په پرتله له ټولې ګل‌خانه‌يي اغېزې سره مرسته کوي. د اوبو له بړاس څخه د بخار استفاده تر صنعتي انقلاب را وروسته د پخلي لپاره او د انرژۍ د تولید او ترانسپورتي سیستمونو د یوې اصلي برخې په توګه ډېره مهمه ده.

د اوبو بړاس یو نسبتاً عام اتوموسفیري ترکیب دی چې ان په لمریز اتوموسفیر او د لمریز نظام په ټولو سیارو او ډېریو اسماني اجرامو [د ستوریز نظام اجرام] لکه طبیعي سپوږمکیو، لکۍ لرونکو ستورو او کوچنیو اسماني سیارو کې شته. په همدې ډول، تر لمر د ورهاخوا اوبو د بړاس تشخیص په نورو ستوریزو نظامونو کې د ورته وېش ښکارندويي کوي. د اوبو بړاس ځکه مهم دی چې تر ځمکې ورهاخوا د نورو سیارو په لویو اجرامو کې د مایع اوبو د شتون غیر مسقیم شواهد تاییدوي.

تبخیر

سمول

کله چې یو مالیکول اوبه له سطحې بهر کېږي او شاوخوا ګاز ته خپرېږي، دا عملیه د تبخیر په نامه یادېږي. د اوبو هر انفرادي مالیکول چې د یوه اړوند حالت (مایع) او یوه لږ اړوند حالت (بړاس/ګاز) منځ ته لېږدول کېږي، دا کار د جذب یا حرکي انرژۍ د ازادېدو له لارې کېږي. د حرکي انرژۍ د انتقال دغه ټوله اندازه‌ګیري د حرارتي انرژۍ په توګه تعریفېږي او یوازې هغه وخت پېښېږي چې د اوبو د مالیکولونو په تودوخه کې توپیر موجود وي. پر بړاس د مایع اوبو بدلېدل د تبخیري سړښت په پروسه کې تودوخه له ځان سره وړي. په هوا کې د اوبو د شته بړاس اندازه دا مشخصوي چې څه ډول مالیکولونه په پرله‌پسې ډول سطحې ته راګرځي. کله چې یو خالص تبخیر رامنځته کېږي، د اوبو بدنه د یوه خالص سړوونکي تر اغېز لاندې راځي چې مستقیماً د اوبو له مصرفېدو سره اړه لري. [۲]

تبخیري سړښت د اتوموسفیري شرایطو په واسطه محدودېږي. رطوبت په هوا کې د اوبو د بړاس اندازې ته ویل کېږي. د هوا د بړاس کچه د هایګرومېټر (رطوبت سنج) وسیلې په مرسته اندازه کېږي. دا اندازه کول معمولاً د مشخص رطوبت یا د اړوند رطوبت د سلنې په ډول بیانېږي. د اتوموسفیر او د اوبو د سطحې تودوخه د تعادلي بړاس فشار ټاکي؛ سل سلنه اړوند رطوبت هغه وخت رامنځته کېږي چې د اوبو د بړاس جزئي فشار د تعادل د بړاس له فشار سره برابر وي. دغه وضعیت تر ډېره د بشپړې اشباع په توګه پېژندل کېږي. په وچه هوا کې رطوبت له «صفر ګرام پر متر مکعب» څخه تر «دېرش ګرام پر متر مکعب» (0.03 اونس پر فوټ معکب) پورې هغه وخت متغیر دی چې بړاس په دېرش سانتي ګرېډ درجه کې اشباع کېږي. [۳][۴][۵][۶]

تصعید [جامد جسم پر ګاز بدلېدل]

سمول

تصعید هغه پروسه ده چې په کې د اوبو مالیکولونه مستقیماً پرته له دې چې پر مایع اوبو بدل شي، د کنګل یا یخک له بڼې بهر کېږي. تصعید د ژمي په منځ کې په ډېره ټيټه تودوخه کې په کرارۍ سره د واورې او یخ د له منځه تلو یو دلیل دی چې د ويلې کېدو لامل نه کېږي. په سوېلي قطب یا انترکتیکا کې د دغه اغېز کچه بېسارې ده، ځکه دا هغه لویه وچه ده چې په ځمکه کې د اورښت تر ټولو ټيټه کچه لري. ډېرې داسې پراخې سیمې شته چې د زرګونو کلونو واورین پوړونه په کې تصعید شوي او هغه مواد باقي په کې پاتې چې د بړاس وړ نه دي. دغه چاره د ځینو ساینسي څانګو او علومو لپاره ډېر ارزښت لري، ځکه د اسماني کاڼو د مجموعې یوه د پام وړ بېلګه ده چې په بې‌ساري او ښه حالت سره باقي پاتې ده.

تراکم [له ګاز څخه مایع حالت ته د بدلېدو عملیه]

سمول

د اوبو بړاس یوازې هغه وخت د بلې سطحې پر مخ متراکم کېږي چې هغه سطحه د شبنم د نقطې تر تودوخې سړه وي، یا هم هغه وخت چې د اوبو د بړاس تعادل په هوا کې له حده ډېر وي. کله چې د اوبو بړاس پر یوه سطحه متراکم کېږي، پر هغه سطحه یوه خالصه تودوخه رامنځته کېږي. د اوبو مالیکول له ځان سره د تودوخې انرژي راوړي. په مقابل کې، د اتوموسفیر د تودوخې درجه لږ څه کمېږي. په اتوموسفیر کې تراکم ورېځې، ګرد/غبار او اورښت تولیدوي. د هوا د یوې برخې د شبنم نقطه هغه درجه ده چې د اوبو بړاس باید تر متراکم کېدو وړاندې په کې سوړ شي. په اتوموسفیر کې تراکم د ورېځو څاڅګوټي جوړوي. [۷][۸]

همدا راز پر سطحه د اوبو د بړاس خالص تراکم هغه وخت رامنځته کېږي چې د سطحې د تودوخې درجه د اتوموسفیر د شبنم د نقطې له تودوخې سره برابره یا ترې کمه وي. رسوب له تراکم څخه یو جلا پړاو دی چې د اوبو له بړاس څخه په مستقیم ډول د کنګل د جوړېدو لامل کېږي. کنګلونه او واورې د رسوب بېلګې دي.

کیمیاوي غبرګونونه

سمول

ځینې کیمیاوي غبرګونونه د محصول په توګه اوبه لري. که دا غبرګونونه د شاوخوا هوا د شبنم له نقطې څخه د تودوخې په لوړه درجه کې رامنځته شي، اوبه د بړاس په ډول جوړېږي او موضعي رطوبت ډېرېږي؛ که په ټيټه درجه کې رامنځته شي، ځايي تراکم رامنځته کېږي. معمولي غبرګونونه چې د اوبو د جوړېدو لامل کېږي، په هوا کې د هایدروجن یا هایدروکاربونونو سوځېدل یا اکسیجن لرونکي ګازي مخلوطونه دي.

اندازه ګیري

سمول

په یوه محیط کې د اوبو د بړاس کچه په مستقیم ډول یا له لرې څخه د دقت په بېلابېلو درجو سره اندازه کولی شو. لرې طریقې لکه الکترو مقناطیسي جذب چې د سیاروي اتوموسفیر پر سر له سپوږمکیو څخه ممکن دی. په مستقیمو طریقو کې په فزیکي خواصو یا ابعادو کې د بدلونونو د اندازه کولو لپاره الکترونیکي بدلوونکي، مرطوب ترمامېترونه یا د رطوبت معلومولو مواد کارول کېږي.

ساه اخیستل او ساه ایستل

سمول

د اوبو بړاس په نباتاتو او حیواناتو کې د تنفس جانبي محصول دی. د غلظت له ډېرېدو سره یې په فشار کې هم ونډه لوړېږي. د هوا په فشار کې يې جزئي ونډه لوړېږي او د اتوموسفیر د نورو ګازونو د جزئي فشار ونډه راکموي (د ډالټون قانون). د ټولې هوا فشار باید ثابت پاتې شي، ځکه په طبیعي توګه په هوا کې د اوبو د بړاس شتون د غلظت په ډېرېدو سره د هوا د نورو برخو د رقیق کېدو یا بې ځایه کېدو لامل کېږي.

سرچینې

سمول
  1. "What is Water Vapor?". بياځلي په 2012-08-28.
  2. (Schroeder 2000، م. 36)
  3. https://web.archive.org/web/20080412215652/http://www.grow.arizona.edu/Grow--GrowResources.php?ResourceId=208. خوندي شوی له the original on April 12, 2008. بياځلي په April 7, 2008. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help)
  4. "swimming, pool, calculation, evaporation, water, thermal, temperature, humidity, vapor, excel". بياځلي په February 26, 2016.
  5. "Summary of Results of all Pool Evaporation Rate Studies". R. L. Martin & Associates. خوندي شوی له the original on March 24, 2008.
  6. "climate - meteorology". Encyclopædia Britannica. بياځلي په February 26, 2016.
  7. Held, Isaac M.; Soden, Brian J. (November 2000). "Watervaporfeedback Andglobalwarming". Annual Review of Energy and the Environment (in انګليسي). 25 (1): 441–475. doi:10.1146/annurev.energy.25.1.441. ISSN 1056-3466.
  8. (Schroeder 2000، م. 19)