د اوبو برېښنا

د اوبو برېښنا يا د اوبو انرژي هغه برېښنا ده چې د اوبو له انرژۍ نه توليدېږي. په ۲۰۱۵ ز کې د اوبو برېښنا د ټولې نړۍ د برېښنا 16.6% او د ټولې نوې کېدونکې برېښنا 70% توليد کړه او د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره په کلني ډول يې لږ تر لږه 3.1% زياتوالی اټکل شوی و. [۱]

د اوبو برېښنا په ۱۵۰ هېوادونو کې تولېديږي، د اسيا فيسيفيک هېوادونو سره چې په ۲۰۱۳ ز کال کې يې د نړۍ ۳۳ سلنه اوبيزه برېښنا توليدوله. چين په ۲۰۱۳ ز کال کې د 920 TWh برېښنا په توليد سره د اوبو برېښنا تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد و، چې د کورنۍ برېښنا د کارونې 16.9% يې وړاندې کوله.

د اوبو برېښنا بيه په اړوند ډول ټيټه ده، چې د همدې له امله دا د بيا نوې کېدونکې برېښنا پر وړاندې سياله سرچينه ده. د اوبو تمځای يا سټېشن د ډبرو سکرو يا ګازو پرخلاف اوبه نه مصرفوي. د اوبو سټېشن له ۱۰ ميګاواټ نه د زياتې برېښنا نمونه يي بيه، د يوه کيلو واټ پر ساعت لپاره له ۳ تر ۵ امريکايي پيسې ده. د اوبو په يو ډيم او ذخيرې سره دا د برېښنا يوه ارتجاعي سرچينه ده يعنې دا چې د سټېشن په واسطه توليد شوې اندازه کولی شي، په ډېرې تېزۍ (ان په څو ثانيو کې) سره پورته يا ښکته شي، چې د انرژي د بدلېدونکو غوښتنو سره توافق وکړي. يو ځل چې د اوبو برېښنا کمپليکس جوړ شو، پروژه مستقيم ضایعات نه توليدوي او دا په عمومي ډول د فوټوولټيک انرژي او د فوسيل مايع ( ګاززي) برېښنا د انرژۍ په پرتله د پام وړ لږ ګلخانه يي ګازونه توليدوي. که څه هم، کله چې دا کمپلیکس په ټيټو جبه زار (باراني) ځنګلي سيمو کې جوړ شي، چې د ځنګل د يوې برخې هجوم په کې اړين دی؛ دوی کولی شي، د پام وړ اندازه ګلخانه يي ګازونه له منځه يوسي. [۲][۳]

د اوبو برېښنا د کمپلېکس ساختمان کولی شي، د مهم چاپيريالي اغېز لامل شي، په بنسټيز ډول د ابادو يا د کرنې وړ ځمکې په له لاسه ورکولوسره د نفوسو په بې ځايه کېدنې کې. دوی د سيند طبيعي ايکالوژي پرې کوي، استوګنځايونه او ايکوسيستمونه ، siltation او د توږنې نمونې زيانموي. په داسې حال کې چې د اوبو ډيمونه د سيلابونو خطرونه کموي او په نښه کوي یې، د ډيم د ناکامۍ خطر هم رانغاړي ، چې يوه غمېزه يا ناورین هم کېدلی شی.

تاريخچه سمول

د اوبو انرژي له پخوانيو هغو وختونو راهيسې کارېږي، چې اوړه به يې ميده کول او نورې دندې به يې تر سره کولې. د ۱۸ پېړۍ په وروستيو کې د اوبو انرژۍ د صنعتي اوښتون د پيل لپاره د اړينې انرژۍ سرچينه برابره کړه. د ۱۷۷۰ سليزې په نيمايي کې فرانسوي انجنير برنارد فوريست ډي بيلايډور (Bernard Forest de Bélidor) د هندسي اوبو برېښنا (Architecture Hydraulique) اثر خپور کړ، چې د اوبو برېښنا افقي او عمودي محوره ماشينونونه يې تشرېح کړل او په ۱۷۷۱ز کې یې د ريچارد ارکرايټ (Richard Arkwright) د اوبو انرژي، د اوبو چوکاټ او د پر له پسې توليد ترکيب د فابريکې سيستم په وده کې د معاصرې ګومارنې په مېتودونو سره مهمه ونډه ولوبوله. په ۱۸۴۰ ز لسيزو کې وروستنيو استعمالوونکو ته د اوبو انرژۍ د توليد او لېږد په موخه د اوبو انرژۍ شبکه رامنځته شوه. د ۱۹مې پېړۍ تر وروستيو پورې برېښنايي جنراتور (توليدوونکی ماشين) جوړ شو او اوس يې وکولی شول، له اوبو برېښنا سره جوړه شي. له صنعتي اوښتون نه د مخ پر ودې تقاضا لوړېدنې به پرمختګ هم مخته ووړ. په ۱۸۷۸ز کې د انګليستان د شمالي امبرلينډ په کراګسايد کې د نړۍ لومړنی د اوبو برېښنا نمونه د ويليم ارمسټرونګ (William Armstrong) په واسطه جوړه شوه. له دې نمونې نه د نوموړي د هنري آثارو په خونه کې د يوه مفرد داېرې لمپ ته د انرژي ورکولو لپاره ګټه واخېستل شوه. (Niagara Falls) ته نږدې د امريکا پخوانی د انرژي سټېشن يا تمځای (Schoelkopf Power Station No. 1) په ۱۸۸۱ ز کې د برېښنا توليد پيل کړ. د اډيسن د اوبو برېښنا د انرژي لومړنی سټېشن (Vulcan Street Plant) په (Appleton, Wisconsin) کې د ۱۸۸۲ ز د سپتمبر په ۳۰ د 12.5 کیلو واټه پایلې ياحاصل ( output) سره فعاليت پيل کړ. تر ۱۸۸۶ ز پورې د امريکا په متحده ايالاتو او کاناډا کې د اوبو برېښنا د انرژي ۴۵ سټېشنونه وو او تر ۱۸۸۹ ز پورې يوازې د امريکا په متحده ايالتونو کې ۲۰۰ سټېشنونه وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې لويو ښارونو ته څېرمه په غرونو کې د سوداګريزو کمپينو په واسطه د اوبو برېښنا ګڼ سټېشنونه جوړ شول. فرانسوي ګرينوبل (Grenoble) له يو ميليون نه زياتو سيلانيانو ته د اوبو انرژۍ او سياحت نړيواله ننداره جوړه او وړاندې کړه. تر ۱۹۲۰ز پورې، چې د امريکا د متحده ايالاتو د ټولې توليدي انرژۍ ٪۴۰ د اوبو برېښنا وه، د فدرال د انرژي ماده په قانون کې تصويب شوه. ذکر شوې مادې د فدرال انرژي کميسيون رامنځته کړ، چې په فدرالي ځمکو او اوبو باندې د اوبو برېښنا سټېشنونه اداره او منظم کړي. لکه څرنګه چې د انرژي تمځايونه ستر شول، له دوی سره مل ډيمونو د سيلابونو د اداره کولو، اوبونې او هوانوردۍ په ګډون نورو موخو لپاره هم په کار پيل وکړ. د فدرالي ادارې بوديجه د پراخه کچې پرمختګ لپاره اړينه شوه او په فدرالي ډول خپلې شوې اتحاديې، لکه: (Tennessee Valley Authority (1933)) او د بوننيويلي انرژي اداره (Bonneville Power Administration (1937)) جوړ شول. د دې تر څنګ د بيا جوړونې اداره (Bureau of Reclamation)، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يې د ختيځې امريکا د خړوبولو د پروژو لړۍ پيل کړې وه، اوس يې لکه په ۱۹۲۸ ز کې د (Hoover Dam) په شان د اوبو برېښنا سترې پروژې جوړولې. د امريکا متحده ايالتونو د انجنيرانو ډله (United States Army Corps of Engineers) هم د اوبو برېښنا په پرمختګ کې شامله وه، چې په ۱۹۳۸ ز کې يې د بوننيويلي ډيم (Bonneville Dam) بشپړ کړ او اوس هم د سيلابونو د اداره کولو د ۱۹۳۶ ز قانون په واسطه د تړون او اتحاديې د سيلاب د اداره کولو د سترې استازولۍ په توګه پېژندل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸]

د اوبو برېښنا د انرژي سټېشنونو ودې په شلمه پېړۍ کې دوام درلود. د اوبو انرژي ته د سپينو ډبرو سکرو په توګه مراجعه کېده. د هوور ډيم (Hoover Dam) ابتدايي ۱۳۴۵ مېګاواټه انرژي سټېشن په ۱۹۳۶ز کې د نړۍ تر ټولو ستر د اوبو برېښنا سټېشن و. ذکر شوی سټېشن په ۱۹۴۲ ز کې د ۶۸۰۹ مېګاواټ (Grand Coulee Dam) په واسطه راښکاره شو. د (Itaipu Dam) د تر ټولو ستر ډيم په توګه په ۱۹۸۴ ز کې په جنوبي امريکا کې خلاص شو، چې ۱۴ ګيګا واټه برېښنا يې توليدوله، مګر په ۲۰۰۸ ز کال په چين کې د (Three Gorges Dam) په واسطه د 22.5 ګيګا واټ برېښنا توليدونکي په واسطه وروسته پاتې شو. د اوبو برېښنا به بالاخره د ناروي، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت، پاراګوای او برازيل په ګډون د ځينو هېوادونو له ۸۵ سلنې نه زياته برېښنا پوره کړي. د امريکا متحده ايالات اوسمهال له ۲۰۰۰ نه زيات د اوبو برېښنا د انرژي ستېشنونه لري، چې د خپل ټول برېښنايي توليد د output 6.4% پوره کوي چې د خپلې نوې کېدونکې برېښنا 49% دی. [۹][۱۰][۱۱]

په ټوله نړۍ سمول

په ټوله نړۍ کې د اوبو برېښنا د پرمختګ لپاره تخنيکي احتمال د اصلي توليد په پرتله ډېر زيات دی: د اوبو انرژي د ظرفيت د احتمال سلنه چې تر اوسه نه ده رامنځته شوې، په اروپا کې ۷۱ سلنه، په شمالي امريکا کې ۷۵ سلنه، په جنوبي امريکا کې ۷۹ سلنه، په افريقا کې ۹۵ سلنه، په منځني ختيځ کې ۹۵ سلنه او په اسيا ـ پيسيفيک کې ۸۲ سلنه ده. په لويديځو هېوادونو کې د نوو اوبو ذخيرو د سياسي حقيقتونو، په درېيمه نړۍ کې اقتصادي محدوديتونه او په ناپرمختللو سيمو کې د لېږد د سيستم نه شتون له امله د اټکل له مخې په تخنيکي ډول د استفادې وړ احتمال ۲۵ سلنه پاتې له ۲۰۵۰ نه مخکې په اسيا پيسيفيک سيمو کې د هغې اغېزناکو اوسېدلو سره وده کولی او پوره کېدلی شي. ځينو هېوادونو د خپلو اوبو برېښنا انرژي احتمال ته زياته وده ورکړې ده او د نورې ودې لپاره لږه اړتيا لري. د بېلګې په ډول: سويزرلېنډ د خپل احتمال ۸۸ سلنه او مکسيکو ۸۰ سلنه توليدوي. [۱۲]

د توليد مېتودونه سمول

معمولي (له عمومي دود سره سم) ډيمونه سمول

د اوبو برېښنا زياتره انرژي، د زېرمه شوو اوبو له احتمالي انرژي نه د اوبو د يو توربين او جنراتور (توليدونکي ماشين) په چلولو سره په لاس راځي. له اوبو نه تر لاسه شوې برېښنا په حجم او د سرچينې او د اوبو د باندني جريان تر منځ په لوړوالي کې په توپيرونو باندې تکيه کوي. دې د لوړوالي توپير ته سر (head) وايي. يو اوږد نل يا پايپ (penstock) اوبه، د اوبو له ذخيرې نه توربين ته لېږدوي. [۱۳]

سرچینې سمول

  1. Zervos, Arthouros (2016). Renewables 2016 Global Status Report (PDF). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-9818107-0-7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Worldwatch Institute (January 2012). "Use and Capacity of Global Hydropower Increases". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Renewables 2011 Global Status Report, page 25, Hydropower, REN21, published 2011, accessed 2016-02-19.
  4. Maxine Berg, The age of manufactures, 1700-1820: Industry, innovation and work in Britain (Routledge, 2005).
  5. "History of Hydropower". U.S. Department of Energy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Hydroelectric Power". Water Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Association for Industrial Archaeology (1987). Industrial archaeology review, Volumes 10-11. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 187. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Hydroelectric power - energy from falling water". Clara.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Hydropower". The Book of Knowledge (1945) Vol. 9. 
  10. "Hoover Dam and Lake Mead". U.S. Bureau of Reclamation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Hydroelectric Power". Water Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Renewable Energy Essentials: Hydropower" (PDF). IEA.org. International Energy Agency. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "hydro electricity - explained". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)