د انګلیس - فرانسې جګړه (۱۷۷۸-۱۷۸۳ز کلونه)


د انګلیس-فرانسې جګړه چې د ۱۷۷۸ز کال جګړه او په بریتانیا کې د بوربون جګړه هم بلل کېږی، له ۱۷۷۸ څخه تر ۱۷۸۳ ز کال پورې د فرانسې او سترې بریتانیې او ځینې مهال د دوی د متحدینو تر منځ پوځي شخړه وه. په پایله کې، ستره بریتانیا اړ شوه، تر څو د شمالي امریکا په جنګ کې خپلې کارېدونکې جګړه ییزې سرچینې د اروپا، هند او ویسټ انډیز جبهو ته راوړي او د شمالي امریکا په عملیاتو کې د وفادارانو پر خیالي ملاتړ تکیه وکړي. له ۱۷۷۸څخه تر ۱۷۸۳ ز کال پورې فرانسې او بریتانیې، له متحدینو سره یوځای او یا له هغو پرته، د انګلیس کانال، مدیترانې، د هند سمندر او کارابیین پر واکمنۍ جګړه وکړه.[۱][۲][۳]

فرانسې ته د بورګوین د تسلیمیدو خبر له رارسېدو څخه څو ورځې وروسته، پاچا شپاړسم لويي پریکړه وکړه، له امریکا سره خبرې اترې پیل کړي چې په پایله کې یې د فرانسې-امریکا رسمي اتحاد رامنځته او فرانسه په جګړه کې ورننوته او په دې توګه شخړه نړیوالې صحنې ته واوښته. هسپانیه تر ۱۷۷۹ز کال پورې جګړې ته نه وه ورننوتې، چې بیا پر هماغه کال د آرانجوئېز د پټ تړون له مخې د فرانسې د متحد په توګه په جګړه کې ورښکېل شوه. له بریتانیې سره د فرانسې د جګړې وروسته د ویرجینیس ډیپلوماتیکو اقداماتو، هم په جګړه کې د هالنډ جمهوریت پر ورننوتلو او هم د روسیې په څېر د نورو مهمو جیوپولیټیکي لوبغاړو له خوا د بې طرفۍ اعلانولو باندې اساسي اغېز درلود. د خورا ګرانبیې جګړې سره مخالفت مخ په ډېرېدو و او د ۱۷۸۰ز کال په جون میاشت کې، په لندن کې ګډوډۍ رامنځته شوې چې "ګارډن پاڅونونه" يې بولي.[۴][۵][۶][۷]

په ورته مهال فرانسې د بریتانیا تر کنټرول لاندې مینورکا او جبل الطارق سیمو او همدا ډول په کارابیئن کې د ټاپوګانو پر ضد عملیاتو کې له هسپانیې سره مرسته وکړه. په ۱۷۸۱ز کال کې مینورکا او ورسره په کارابئین کې ډېری ټاپوګان ونیول شول، خو په ۱۷۸۲زکال کې د فرانسې-هسپانیې اتحاد هغه مهال له سختو خنډونو سره مخامخ شو، چې د اپریل په میاشت کې د سینټېز په جګړه کې ډی ګراس مات او ونیول شو او بیا د سپټمبر په میاشت کې د جبل الطارق ستره محاصره ناکامه شوه. فرانسه، چې له مالي ستونزو سره هم مخامخ وه، سوله یې غوښته، خو داسې سوله چې خپل هسپانوي متحد خبرو ته اړ کړي.

سربېره پر دې، د امیرالبحر اېډوارډ هوز او امیرالبحر پېري اندرې دوسفرین ترمنځ د سمندري جګړو په لړۍ کې فرانسې هڅه وکړه چې له خپلو هندي سیمو او ځایونو څخه بریتانیا لرې کړي. دلته جنګ تر ډېره بې پایلې و، خو فرانسویانو ونه شوای کړای چې انګرېزان له خپله ځایه بې ځایه کړي او جګړه یوازې د ۱۷۸۳ز کال د انګلیس-فرانسې-هسپانيې د سولې په تړونونو سره پای ته ورسېده.[۸]

د بوربون جګړې د امریکا د خپلواکۍ په ضمانت کې مرسته وکړه او د بریتانیې لومړنۍ ټولواکۍ ته یې د پای ټکی کېښود، خو د فرانسې پاچهۍ ته یې هم زیان ورساوه. د امریکا په جګړه کې د ګډون بیه په پرېکنده ډول شپږ کاله وروسته د فرانسې د مفلسۍ لامل شوه او د فرانسې انقلاب ته یې زمینه برابره کړه.[۹][۱۰]

مخینه سمول

د اووه کلنې جګړې راهیسې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو، چې پیل یې په چایسیول (Choiseul) سره وشو، د دغې عمومي مفکورې پل پسې واخیست چې د بریتانیې د شمالي امریکا د مستعمرو خپلواکي به د فرانسې لپاره ښه او د بریتانیې لپاره بده وي او سربېره پر دې، د فرانسې هغه هڅې به چې د نوې فرانسې ځینې برخې بېرته ترلاسه کړي ،د دې داعیې لپاره تاواني وي. کله چې په ۱۷۷۵ز کال کې جګړه ونښته، د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کومټې ډو ویرګېنېس یو لړ وړاندیزونه په ګوته کړل چې د یاغیانو د غورځنګ څخه د فرانسې او هسپانیې د پټ ملاتړ او د دوی د سمندري ځواکونو د پراخولو په ګډون د جګړې لپاره د چمتووالو لامل شول. په جګړه کې د فرانسې د ګډون موخې ته د رسېدو لپاره، ویرګېنېس د شمالي امریکا او لندن حالت له نږدې څاره او په جګړه کې د هسپانیې د ګډون په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره یې کار کاوه. ورګېنېس د ۱۷۷۶ز کال د اګسټ په میاشت کې پاچا شپاړسم لویي ته د جګړې وړاندیز وکړ، خو د هووي له خوا د نیویارک ښار د نیولو خبر دغه پلان وځنډاوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۷۷۷ز کال کې، د دیارلسو مستعمرو پاڅون زیاتي دا درېیم کال و. د ساراتوګا په جګړه کې د جان بورګوین تسلیمۍ دا ښودله چې د امریکایی مستعمرو په وړاندې مبارزه ښايي د تمې څخه ډېره اوږده او ډېره ګرانبیه تمامه شي. د بریتانیې ماتې، د فرانسې د لاسوهنې او د اروپا د جګړې شونتیا راپورته کړې وه. د شمال حکومت چې له فرانسې سره له جګړې وېره درلوده، له امریکايي مستعمرو سره د روغې جوړې په لټه کې و او په دې برخه کې یې د کافي اندازې خپلواکۍ ورکولو تکل درلود، خو هغه څه چې په ۱۷۷۵ز کال کې کافي وو، بیا تر ۱۷۷۸ز کال پورې کافي نه بلل کېدل. شمال د خپلواکۍ ورکولو اراده نه درلوده. ،خو د ساراتوګا د جګړې په پایله کې او د فرانسوي اتحاد د امکان په حالت کې، لرې بریښېده چې امریکایان دې په لږو شرایطو هوکړه وکړي.[۱۵][۱۶]

که څه هم فرانسې د آلمان د آیالتونو په منځ کې د خپل نفوذ ساتلو سره په هماغه کچه لېوالتیا درلوده، خو خپله له دوه ګونې ستونزې سره مخامخ وه. په شمالي امریکا کې د یاغي بریتانوي مستعمرو د یوه ملاتړي په توګه، دا د فرانسې په ګټه وه چې د اروپا په لویه وچه کې له ښکېلتیا څخه ډډه وکړي. فرانسې کولای شوای، د اروپا په پرتله په شمالي امریکا کې بریتانویانو ته ډېر زیان ورواړوي. په ۱۷۵۶ز کال کې بیاځلي ډیپلوماټیک نظم، د فرانسې هغه ۲۰۰ کلن بهرنی سیاست ړنګ کړ چې د فرانسې پاچهي او د فرانسې ولس یې د هابسبورګ د کورنۍ په وړاندې یوموټی کول او له مخې یې فرانسې د هابسبورګ اطریش او هابسبورګ هسپانیې سره په تکراري جګړو کې پراخې سیمې ونیولې. په ۱۷۵۶ز کال کې د دې سیاست بدلون په اروپا کې د فرانسې بهرنی سیاست له ویانا سره غوټه کړ. له دې نوي ترتیب سره سره، د ورسای په فرانسوي دربار او په فرانسه کې په عمومي توګه، د اطریش پر ضد قوي احساساتو شتون درلود. د ۱۷۵۶ز کال ډیپلوماتیک انقلاب، چې په ۱۷۷۰ز کال کې د لويي، د ویینوس داوفین (Dauphin of Viennois) او د اطریش آرک-دوکیس ماری انتونیت (Archduchess Marie Antoinette) تر منځ د شخصي اتحاد (د واده لپاره ډیپلوماتیکه اصطلاح) سره ټینګ شو، د ډېری فرانسويانو په اند هم سیاسي او هم له ناسیال سره واده ګڼل کیده. دا چاره د فرانسې د هغه ۲۰۰ کلن بهرني سیاست سره په ټکر کې وه چې مرکزي محور یې "د هابسبورګ کورنۍ سره دښمني پالل" و. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر کومټې دو ویرګېنېس، له اطریش سره هغه ژوره دښمني وساتله چې د ۱۷۵۶ز کال له اتحاد څخه وړاندې پیل شوې وه. هغه د فرانسې د دودیزو اړیکو بدلون نه و منلی  او اطریشیان یې د اعتماد وړ نه ګڼل. دی په ۱۷۷۸ز کال کې په دې بریالی شو چې اطریش ته د سملاسي پوځي مکلفیتونو څخه فرانسه بې غمه کړي.[۱۷][۱۸]

جګړه سمول

د انګلیس-فرانسې د ۱۷۷۸ز کال سمندري کړکېچ سمول

د ۱۷۷۷ز کال د ډېسمبر میاشتې په ۴مه نېټه، بنیامین فرانکلین ته په وارسا کې خبر ورسېد چې فلاډلفیا سقوط کړی او بورګوین تسلیم شوی دی. دوه ورځې وروسته، شپاړسم لويي د اتحاد اړوند مذاکراتو لپاره رسمي موافقه وکړه. دا تړون د ۱۷۷۸ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۶مه نېټه لاسلیک شو او فرانسې یوه میاشت وروسته له بریتانیې سره د جګړې اعلان وکړ. د جون په میاشت کې د اوشانټ د سمندري نښتو او په ځانګړې توګه د ۱۷۷۸زکال د جون میاشتې د ۱۷مې نېټې په اقدام سره جګړه پیل شوه.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Mahan 1890, p. 507
  2. Hagan 2009، م. 51.
  3. Ketchum 1997، م. 447.
  4. Nickerson (1967), p. 413
  5. Nickerson (1967), p. 415
  6. Ayling 1972، م. 284.
  7. Ketchum 1997، مم. 405–448.
  8. Mahan 1957، م. 416.
  9. ‘French Finances and the American War, 1777-1783’ Robert D. Harris. The Journal of Modern History Vol. 48, No. 2 (June 1976), p. 233
  10. Simms 2009, pp. 615–618
  11. Nickerson (1967), p. 26
  12. Nickerson (1967), p. 65–66
  13. Nickerson (1967), p. 66
  14. Nickerson (1967), p. 75
  15. Stockley 2001، مم. 11–12.
  16. Stockley 2001، م. 11.
  17. Blanning 1996، مم. 22–23.
  18. Berenger 1997، م. 96.
  19. Nickerson (1967), p. 411
  20. Nickerson (1967), p. 412
  21. Syrett 1998، م. 17.