د انګليس کورنۍ جګړه
د انګليس کورنۍ جګړه (۱۶۴۲-۱۶۵۱زکال) په اصل کې د انګليستان د حکومتولۍ د چلند او مذهبي خپلواکۍ د مسايلو په سر، د پارلمان پلويو (Roundheads) او شاهي پلويو (Cavaliers) تر منځ د کورنيو جګړو او سياسي دسيسو يوه لړۍ وه. دا جګړه د دې پاچاهيو د پراخه جګړو (War of the Three Kingdoms) برخه وه. د (۱۶۴۲-۱۶۴۶زکال) لومړۍ او د (۱۹۴۸-۱۶۴۹زکال) دويمې جګړې د پاچا لومړي چارلس “King Charles I” پلويان د اوږد پارلمان “Long Parliament” پر وړاندې ودرول، په داسې حال کې چې د (۱۶۴۹-۱۶۵۱زکال) درېيمه جګړه د پاچا دويم چارلس د پلويانو او د رمپ پارلمان “Rump Parliament” د پلويانو تر منځ د جګړې شاهده وه. يادو جګړو د سکاتلينډي تړون غړي او د ايرلينډ کنفدراسيونونه يا ګډ تړونونه هم راښکېل کړل. جګړه د ۱۶۵۱ز کال د سپټمبر په ۳ د وورسيسټر جګړه “Battle of Worcester” کې د پارلمان په بريا سره پای ته ورسېده. [۱]
انګليستان کې د نورو کورنيو جګړو خلاف، چې په اصل کې د واک په سر شوې وې، دې نښتو په دې پورې هم تړاو درلود، چې د انګليستان درې پاچاهۍ، سکاتلينډ او ايرلينډ بايد څه ډول اداره شي. پايله يې درې اړخيزه وه: ۱۶۴۹ز کال کې د لومړي چارلس محاکمه او اعدام، ۱۶۵۱ز کال کې د نوموړي د زوی دويم چارلس تبعيد او د انګليستان د ګډو ګټو حکومت پر ځای د انګريزي پاچاهۍ ځای په ځای کول، چې له ۱۶۵۳ز کال څخه يې د انګليستان، سکاتلينډ او ايرلينډ د ګډو ګټو دولت په توګه د اوليور کروموېل “Oliver Cromwell” (۱۶۵۳-۱۶۵۸زکال) د شخصي واکمنۍ او له ۱۶۵۸ څخه تر ۱۶۵۹ز کال پورې د لنډې مودې لپاره د نوموړي د زوی ريچارد تر مشرۍ لاندې د برتانيې د ټاپو اوسېدونکي متحد کړل. انګليستان کې پر عيسوي عبادت باندې د انګليستان کليسا “Church of England” ځانتيا يا انحصار پای ته ورسېد او ايرلينډ کې برياليو اړخونو رامنځته شوی پروتستانت صعود “Protestant Ascendancy” پياوړې کړ. د اساسي قانون له مخې د جګړې پايلې هغه دود رامنځته کړ، چې يو انګرېز پاچا د پارلمان له خوښې څخه پرته حکومت نه شي کولی، که څه هم د پارلماني خپلواکۍ نظريه په قانوني ډول په ۱۶۸۸ز کال کې يوازې د پرتمي اوښتون “Glorious Revolution” د برخې په توګه رامنځته شوې وه. [۲]
اصطلاح
سمول«د انګليس کورنۍ جګړه» اصطلاح زياتره وخت په مفرد ډول راڅرګندېږي، مګر تاريخپوهان زياتره وخت ياده جګړه په دوه يا درې بېلابېلو جګړو وېشي. دا جګړې يوازې په انګليستان پورې ځکه نه وې تړلې، چې وېلز د انګليستان برخه و او د جګړې له امله اغېزمن شوی و. يادو نښتو له سکاتلينډ او ايرلينډ سره جګړې او د دوی تر منځ کورنۍ جګړې هم راونغاړلې.
هغه جګړې چې ټول څلور هېوادونه يې تر پوښښ لاندې راوستل، د درې پاچاهيو د جګړو “Wars of the Three Kingdoms” په نوم يادېږي. د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې ښاغلي والټر سکاټ “Sir Walter Scott” دا جګړه «ستره کورنۍ جګړه» ياده کړه. د ۱۹۱۱ز کال انسايکوپيډيا بريتانيکا د نښتو ياده لړۍ «ستر پاڅون» ياد کړ. ځيني تاريخپوهانو په ځانګړي ډول د کرسټوفر هېل “Christopher Hill” (۱۹۱۲-۲۰۰۳زکال) په څېر مارکسيستانو د اوږدې مودې لپاره د «انګريزي اوښتون» اصطلاح غوره کړې ده. [۳][۴][۵]
جغرافيه
سمولد جګړې هر اړخ يو جغرافيوي کوټ يا سنګر درلود، چې د لږه کيو دا ډول عناصر يا غلي وو او يا وتښتېدل. د شاهي پلويو سيمې علاقه جات، کليوالي سيمې، د اکسفورډ د لويې کليسا ښار او د شمالي او لويديځ انګلینډ لږ اقتصادي پرمختللې سيمې وې. د پارلمان ځواک تر صنعتي مرکزونو، بندرونو او له يارک، چسټر او وورسيسټر څخه پرته د لويې کليسا د پاتې ښارونو په ګډون، د سويلي او ختيځ انګليستان په اقتصادي ډول پرمختللو سيمو پورې وغځېد. لاسي بالډوېن سميت وايي، چې داسې ښکاري چې د خلکو، بډايه او سرکښ ويوکي لاس په لاس شوي وي. [۶][۷]
زياتره لوړ پوړي پوځيان
سمولزياتره لوړ پوړي پوځيان او تجربه لرونکي سرتېري په اروپايي جګړو او په تېره د هسپانيې او هالنډ تر منځ د اتيا کالونو جګړه “Eighty Years’ War” کې جنګېدلي دي، چې په ۱۵۶۸ز کال کې پيل شوه. دوی د ديرش کلنې جګړې “Thirty Years’ War” په لومړيو پړاونو کې هم ګډون کړی و، چې په ۱۶۱۸ز کال کې پيل او په ۱۶۴۸ز کال کې پای ته ورسېده. [۸]
جګړه د کچې له مخې انګرېزانو لپاره بې مخينې وه. د مبارزو د وختونو پر مهال به ښايي له ۱۲۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰۰ پورې سرتېري د جګړې په ډګر کې وو، چې دا د المان په دېرش کلنو جګړو کې د جنګېدونکو سرتېرو په پرتله لوړ تناسب و. [۹]
د جګړې اصلي تکتيک يا چل د نېزې وهلو او ويشتلو پياده نظام په نوم پېژندل کېږي. دواړه اړخونه به د يو پر وړاندې ليکه کېدل او د پياده نظام غونډ ټوپکوال به يې په مرکز يا منځ کې وو. يادو ليکو ماشه يي پلېټکښ يا پلته ييز ټوپکونه راوړل، چې يوه نامناسبه وسله وه، چې بيا هم تر ۳۰۰ يارد واټن پورې وژونکې کېدلی شوه. ټوپکوالو به درې ژورې ليکې برابرولې، چې لومړۍ ليکه به زنګون کښ، دويمه لږ څه ټيټه يا کړوپه [کله ډزې چې کوي] او درېيمه به ولاړ حالت کې وه. ځيني وختونه سرتېري په دوه ډدلو وېشل کېدل، چې يوې ډلې به جګړه کوله او بلې ته به يې د ځان بيا سمبالولو موکه ورکوله. د ټوپکوالو په منځ کې ځيني نېزه وهونکي هم وو، چې له ۱۲ فوټ يا ۴ مترو څخه تر ۱۸ فوټه يا ۵ مترو اوږدې نېزې يې له ځان سره لېږدولې او اصلي موخه يې د سپارو سرتېرو له بريدونو [ويشتلو] څخه د ټوپکوالو ساتل وو. د پياده نظام په هر اړخ کې د سپاره نظام سرتېري ځای په ځای شوي وو او په ښي او کيڼ اړخونو کې هم ځواکونه وو، چې د ښي اړخ مشري ډګر جنرال او د کيڼ اړخ مشري کميسار جنرال کوله. د دې اصلي نښه دا وه، چې د مخالفينو سپاره عسکر وځپي، وروسته راوګرځي او خپل پياده ځواکونه لا پياوړي کړي. [۱۰][۱۱][۱۲]
پر اسونو باندې د شاهي پلويو سپارو مهارت او چټکتيا د زياتره لومړيو برياوو لامل شوه. شهزاده روپېرټ “Prince Rupert” چې د پاچا د سپارو ځواکونو مشري قومانده يې کوله، هلنډي پوځ کې د جنګېدلو پر مهال له زده کړي چل يا تکتيک څخه يې کار واخېست، چې له مخې به يې پياده نظام د مخالفينو په پياده نظام کې په بشپړې چټکتيا سره بريد کاوه او د هغوی تمانچې به يې له ډز څخه مخکې په نښه او وېشتلې. [۱۳][۱۴]
که څه هم د اوليور کروموېل او د زيات منظم نوي موډل پوځ “New Model Army” په وړاندې کولو سره به د نېزه وېشتونکو يوې منظمې ډلې به خپل ډګر ساته، چې وېجاړونکی اغېز يې درلود. شاهي پلوي پياده نظام له لومړني بريد څخه وروسته د انفرادي نښو د څارلو لېوالتيا درلوده، چې ځواکونه يې پاشل شوي او ستړي پاتې شول، په داسې حال کې چې د کروموېل پياده ځواک يو څه بطي مګر زيات منظم و. د نوموړي ځواکونه چې د يو (يوازې يا ځانګړي) واحد په توګه روزل شوي وو، زياتې پرېکنده برياوې يې تر لاسه کړې. [۱۵][۱۶]
شاليد
سمولد پاچا واکمني
سمولد انګليس کورنۍ جګړه په ۱۶۴۲ز کال کې د ملکې لومړۍ اليزابيت د مړينې له ۴۰ کالونو څخه مخکې پيل شوه. د اليزابيت پر ځای د هغې د کاکا مشر ځوی د سکاتلېنډ څلورم جېمز پاچا شو، چې دوه ځلې له پاچاهۍ څخه ځکه لرې شو، چې د انګليستان لومړي جېمز د سکاتلېنډ او انګليس د پاچاهيو لومړنی شخصي اتحاد جوړ کړی و. د سکاتلينډ د پاچا په توګه جېمز په ۱۵۸۳ز کال کې د سکاتلېنډ حکومت د واک له تر لاسه کولو راهيسې د سکاتلېنډ د کمزوري پارلماني دود سره روږدی شوی و؛ نو د پولې سويلي برخه کې د واک په تر لاسه کولو سره د انګلېنډ نوی پاچا له هغو بنديزونو سره مخامخ شو، چې انګرېزي پارلمان د پيسو په بدل کې پر هغه د لګولو هڅه وکړه. سره له دې د جېمز شخصي بې ځايه لګښت په دې معنا و، چې نوموړی تل د پيسو له کمښت سره مخ و او بايد د عايد اضافي پارلماني سرچينو ته يې د لاسرسي هڅه کړی وی.
دا بې ځايه لګښت د جېمز د سوله ييز طبيعت له امله رامنځته شوی و، چې په ۱۶۲۵ز کال کې د نوموړي د زوی لومړي چارلس په بريا سره دواړو پاچاهيو په هېواد دننه او له نورو سره خپلو اړيکو کې يو څه سوله تجربه کړه. چارلس د خپل پلار هغه ارمان وڅاره، چې هيله يې درلوده د انګلېنډ، سکاتلېنډ او ايرلېنډ پاچاهۍ په يوه پاچاهۍ کې يو ځای (متحد) کړي. د انګليسي پارلمان زياتره غړي د دې حرکت په اړه بدګومانه وو او ډارېدل، چې دا ډول نوې پاچاهي ښايي هغه لرغوني انګرېزې دودونه له منځه يوسي، چې انګرېزي پاچاهي يې رانغاړلې ده. څرنګه چې چارلس د تاج [پاچاهۍ] په اړه د خپل پلار دريځ له نورو سره شريک کړ، د پارلمان پلويو شکونو يو څه رښتينی اړخ درلود. [۱۷][۱۸]
سرچينې
سمول- ↑ "Causes of the English Civil Wars".
- ↑ EB staff 2016a.
- ↑ Walter Scott, Waverley; or, 'Tis Sixty Years Since (1814), Chap. 2.
- ↑ Hill 1972, for example
- ↑ Chisholm 1911.
- ↑ Hughes 1985، مم. 236–263.
- ↑ Smith 1983، م. 251.
- ↑ Baker 1986.
- ↑ Quentin Outram. "The Demographic Impact of Early Modern Warfare". Social Science History, Summer, 2002, Vol. 26, No. 2 (Summer, 2002), p 256.
- ↑ Simkin, John (August 2014) [originally September 1997]. "The English Civil War – Tactics". Spartacus Educational. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
- ↑ Gaunt, Peter (2014), The English Civil War: A Military History, London: I.B. Tauris, OCLC 882915214
- ↑ Burne او Young 1998.
- ↑ Simkin, John (August 2014) [originally September 1997]. "The English Civil War – Tactics". Spartacus Educational. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
- ↑ Young, Peter (1977) [1973]. The English Civil War Armies. Men-at-arms series. Reading: Osprey. OCLC 505954051.
- ↑ Simkin, John (August 2014) [originally September 1997]. "The English Civil War – Tactics". Spartacus Educational. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
- ↑ Tincey, John (2012). Ironsides: English Cavalry 1588–1688. Osprey. p. 63. OCLC 842879605.
- ↑ Croft 2003, p. 63
- ↑ McClelland 1996, p. 224