د انسباخ کارولین
د براندنبورګ – انسباخ کارولین (ویلمینا شارلوټ کارولین؛ زوکړه د ۱۶۸۳ کال د مارچ ۱- مړینه د ۱۷۳۷ کال د نوامبر ۲۰مه) د لویې بریتانیې او ایرلنډ ملکه او د ۱۷۲۷ کال د جون له ۱۷مې څخه تر ۱۷۳۷ کال پورې د پاچا دویم جورج د مېرمنې په توګه د روم د سپېڅلې سترواکۍ هانوور الکتریس (د سترواکۍ د منتخب شهزاده مېرمن، ژباړن) وه.
د کارولین پلار، د براندنبورګ – انسباخ مارګرو جان فردریک د هوهنزولین له کورنۍ سره تړاو درلود او د المان د یو کوچني شهزاده مېشتې انسباخ ایالت واکمن و. وروسته له هغې چې کارولین په نوې ځوانۍ کې یتیمه شوه د خپل منور دربار له ساتونکو سره پاچا لومړي فریدریک او د پروس ملکې سوفیا شارلوټ ته ورغله. د پروسیانو په دربار کې د هغې محدودو مخکینیو زدهکړو پراختیا ومونده هغې د سوفیا شارلوټ لېبرال نظریې ومنلې او ورسره ښه ملګرې شوه چې نظریو يې د کارولین پر ټول ژوند اغېز وکړ.
کله چې کارولین یوه ځوانه ښځه وه، هغه د یوې ناوې په توګه ډېره د پاموړ وه. د اتریش د ارشیدوک چارلز د ادعا تر ردولو وروسته چې د اسپانیې د تاج او تخت د مدعي و له جورج اګوستوس سره چې د انګلیس د تاج او تخت پر لیکه درېیم (او ورپسې د بریتانیا د تاج او تخت) او د هانوور الکتریک (منختب شهزاده) ظاهري وارث و واده وکړ. هغوی ۸ بچیان لرل چې ۷ یې بلوغ ته ورسېدل. کارولین په ۱۷۱۴ کال کې کله چې د ولز د شهزاده مېرمن شوه، د تل لپاره بریتانیا ته کډه شوه. هغه د ولز د شهزادګۍ په توګه جورج اګوستوس سره یوځای شوه تر څو د هغه له پلار پاچا لومړي جورج سره سیاسي مخالفت راټول کړي. په ۱۷۱۷ کال کې تر یوې کورنۍ نښتې وروسته جورج اګوستوس له دربار څخه اخراج شو. کارولین له مخالف سیاستوال رابرت والپول سره چې د دولت پخوانی وزیر و ملتیا پیل کړه. والپول په ۱۷۲۰ کال کې بیاځلي له دولت سره یوځای شو او جورج اګوستوس د والپول په سپارښتنه په علني ډول له خپل پلارسره پخلا شو. د څو راتلونکو کلونو په بهیر کې والپول مخکښ وزیر شو.
کارولین په ۱۷۲۷ کال کې د خپل خاوند تر واک ته رسېدو وروسته ملکه او الکتریس شوه او مشر زوی یې فردریک د ولز شهزاده شو. هغه تر هغه مخکې د خپل پلار په څېر پر اپوزیسیون تمرکز درلود او د کارولین اړیکې له هغه سره ترینګلې وې. کارولین د ملکې او شهزادګۍ په توګه د خپل نفوذ له امله چې د والپول لپاره او د والپول له طریقه يې پلی کاوه پېژندل شوې وه. د هغې د تصدۍ په دوره کې څلور واکمنۍ شاملې وې چې د دویم جورج د مېشتېدا پر مهال په هانوور کې پېښې شوې؛ هغه په بریتانیا کې د بېثباتۍ د دورې په بهیر کې د هانوور کرړې د پیاوړتیا له امله د امتیاز خاونده ده. په ۱۷۳۷ کال کې د هغې تر مړینې وروسته د کارولین پر مړینه د هغې ډېری سیاسي متحدانو او همدارنګه خپله پاچا په پراخه کچه ماتم وکړ چې له بیا واده کولو څخه يې ډډه وکړه.
د ژوند لومړي کلونه
سمولکارولین د ۱۶۸۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د براندنبورګ - انسباخ د مارګراف (په پخواني المان کې د شهزاده لقب) جان فریدریک او له ساکس ایزناخ څخه د هغه د دویمې مېرمنې شهزادګۍ الئونور اردموته د لور په توګه نړۍ ته راغله. پلار يې د المان د تر ټولو کوچني ایالت واکمن و. هغه په ۳۲ کلنۍ کې کله چې کارولین درې کلنه وه د چیچک ناروغۍ له امله ومړ. کارولین او د هغې یوازیني سکه خویندو وروڼو، د هغې کشري ورور مارکراف وېلیم فردریک له خپلې مور سره انسباخ پرېښود او د هغې اصلي ټاټوبي ته راستانه شول. په ۱۶۹۲ کال کې د کارولین کونډه مور د ساکسوني له الکتور سره ناخوښه واده ته اړ ایستل شوه هغه او دوه بچیان یې په درسدن کې د ساکسون دربار ته کډه شول. الئونور دوه کاله وروسته له هغې چې د هغې بېوفا خاوند له خپلې معشوقې څخه په چیچک اخته شو، بیاځلي کونډه شوه. الئونور په ۱۶۹۶ کال کې د خپلې مړینې تر مهاله د دوو نورو کلونو لپاره په زاکسن کې پاتې شوه. یتیمه کارولین او وېلیم فردریک انسباخ ته راستانه شول تر څو له خپل ناسکه مشر ورور مارګرو جورج دویم فریدریک سره پاتې شي. جورج فریدریک هغه ځوان و چې د نجونو له روزنې سره یې چندان مینه نه لرله او په دې توګه کارولین ډېر زر له برلین څخه بهر لوتزنبورګ ته کډه وکړه او هلته د خپلو نویو سرپرستانو د براندنبورګ الکتور او د هغه د مېرمنې سوفیا شارلوټ له پالنې سره مخ شوه چې د الئونور اردموته ملګرې وه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
زدهکړې
سمولفریدریک او سوفیا شارلوټ په ۱۷۰۱ کال کې د پروس پاچا او ملکه شول. ملکه د پاچا د کونډې او د هانوور د الکتور لور وه. هغه د خپل پیاوړي هوښ او شخصیت له امله پېژندل شوې وه او د فلیسوف ګوتفریډ لایب نیتس په څېر پوهان یې خپل ناسانسور او لېبرال دربار ته جذب کړل. کارولین په ژوندۍ بڼه له یو روڼانده/روښانفکره چاپېریال سره مخ شوه او له هغه څه سره یې په بشپړ ډول توپیر درلود چې مخکې یې تجربه کړي وو. مخکې له دې چې کارولین خپلې زدهکړې له سوفیا شارلوټ څخه پيل کړي، لږې رسمي زدهکړې يې لرلې. د هغې لاسلیکنه د هغې د ژوند په بهیر کې کمزوری پاتې شو. کارولین د خپل ژوندي ذهن پهواسطه په یوه د پاموړ او ځواکمنه پوه بدله شوه. هغه او سوفیا شارلوټ یوه پياوړې اړیکه رامنځته کړه چې په ترڅ کې یې له کارولین سره د یوې ځای ناستې لور په توګه چلند کاوه؛ ملکې یو ځل اعلام وکړ هر کله چې کارولین د لنډې مودې لپاره برلین پرېږدي او انسباخ ته لاړه شي برلین له هغې پرته «یوه بېدیا» وي. [۷][۸][۹][۱۰]
واده
سمولکارولین چې یوه ځیرکه او جذابه ښځه وه د ناوې په توګه ډېره د پاموړ وه. د پاچا کونډه سوفیا الکتریس هغه «د المان تر ټولو موافقه شهزادګۍ» ونوموله. هغه د اتریش د چارلز ارشیدوک د ملاتړ لپاره چې د اسپانیې د تاج او تخت نوماند و په پام کې ونیول شوه. چارلز په ۱۷۰۳ کال کې هغې ته په رسمي ډول وړاندیز وکړ او دا لوبه د پروس د پاچا فردریک پهواسطه وهڅول شوه. تر ارزونې وروسته کارولین په ۱۷۰۴ کال کې انکار وکړ، ځکه هغه له لوتريانزمي دین څخه کاتولیک ته اوښتو ته لېواله نه وه. د ورپسې کال په لومړیو کې ملکه سوفیا شارلوټ له خپل اصلي ټاټوبي هانوور څخه د لیدنې پر مهال ومړه. کارولین تالا شوه او لایب نیتس ته یې ولیکل: «ناورین زه په غم او ناروغۍ اخته کړې یم او زر باید د هغې پر لار لاړه شم او دا یوازینۍ هیله ده چې ماته تسلیت راکوي»[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۱۷۰۵ کال په جون کې د سوفیا شارلوټ وراره د هانوور شهزاده جورج اګوستوس ظاهراً په ناپېژندویه ډول د انسباخ له دربار څخه لیدنه وکړه تر څو کارولین وارزوي، ځکه د هغه پلار الکتور/منتخب شهزاده نه غوښتل چې زوی یې هم د هغه په څېر په یو بېمینې واده کې ښکېل شي. د درېیو بې بچیانو ترونو وراره جورج اګوستوس د هانوور د ځای ناستۍ له خطر څخه د مخنیوي له امله تر فشار لاندې و تر څو واده وکړي او د یو وارث پلار شي. هغه د کارولین د «ښکلا او بېمثاله ذهني ځانګړنو» په اړه اورېدلي و. هغه له ځنډ پرته د «هغې له ښه شخصیت» سره مینه پیدا کړه او بریتانیوي استازي راپور ورکړ چې جورج اګوستوس «تر هغې وروسته د بل هېچا په اړه فکر نه کوي.» کارولین هم پهخپل وار سره د شهزاده د څېرې پر بدلولو ونه غولېده او خپل غوښتونکی يې جذاب وموند. هغه ظاهراً د خپل پلار د هانوور الکتور/منتخب شهزاده وارث او د انګلستان د تاج او تخت پر کرښه درېیم و چې ورپسې د خپلې لرې د تره لور ملکې آن او وروسته د هغه د انا کونډې ملکې الکریس سوفیا او د هغه د پلار په واک کې وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ Weir, pp. 277–278.
- ↑ Taylor.
- ↑ Arkell, p. 5.
- ↑ Arkell, p. 6; Van der Kiste, p. 12.
- ↑ Arkell, p. 6; Hichens, p. 19.
- ↑ Arkell, pp. 6–7.
- ↑ Hichens, p. 19.
- ↑ Taylor.
- ↑ Van der Kiste, p. 13.
- ↑ Hanham, p. 279.
- ↑ Arkell, p. 18.
- ↑ Taylor.
- ↑ Arkell, pp. 9–13.
- ↑ Van der Kiste, p. 14.
- ↑ Hanham, p. 281.
- ↑ Hanoverian envoy Baron Philipp Adam von Eltz, quoted in Quennell, p. 19.
- ↑ Arkell, p. 19; Van der Kiste, p. 15.
- ↑ Fryer et al., p. 33.
- ↑ Taylor.