د انسان د پيدایښت په اړه غلط باورونه

‎په مسلمانانو کې د انسان د پيدایښت اړوند غلط باورونه

‎په مسلمانانو کې ځینې خلک داسې فکر کوی چې د بایبل تر اغېز لاندې تللی او د ادم علیه السلام د پيدایښت په اړه یې د بایبل غلطه خبره منلې ده او هغه یې د قران د ایتونو په تفسیر کې کارولې. داسې چې ګواکې الله تعالی لومړی د آدم علیه السلام مجسمه له خټې جوړه کړې ، او بیا یې په اور ایښې چې پخه شی ، بیا یې په هغې کې روح ور پو کړې!!! دا خبرې نه د قران په کوم ایت کې راغلې او نه په صحیح الاسنادو حدیثو کې ،.د دې خبرو ی‌واځينۍ منشا بایبل ده ، د قران ګڼ شمېر ایتونه ددې انګېرنې تردید کوی او وایې چې د آدم علیه السلام پيدایښت داسې وو لکه دده د اولاد پيدایښت،توپير ېې پوازې پدې کۍ دی چې اولاد یې د مور په رحم کې د وړې نطفې پيدا کیږی او آدم علیه السلام د مور د رحم څخه بهر پيدا شوئ‌، قران وایې چې د عیسی علیه السلام پيدایښت داسې وو لکه د آدم علیه السلام پيدایښت ، له دې توپير سره چې دا د مور په رحم کې له پلار پرته پيدا شوئ او هغه له مور او پلار پرته د ده نطفه هم له خاورې پيدا شوې ‌، د هغه هم او د آدم علیه السلام د ټولو اولادونو هم . ‎قران وایې چې لومړې د انسان پپدایښت پيل شوي او وروسته شکل او صورت ورکړل شوې همغسې چې ی‌ؤ انسان د مور په رحم کې ي‌ؤ بې شکله او بې تصویره نطفه وی، ورو ورو ځانګړې شکل غوره کړی، غوږونه ، سترګې ، زړه ، لاسونه ، او پښې او نور غړی یې وروسته وروسته جوړ شی . ‎قران په دې اړه وایې : ‎ولقد خلقنکم ثم صورتکم ثم قلنا للملءِکة اسجدو لادم فسجدو الا ابلیس لم یکن من السجدین ‎الاعراف : 11 ‎او یقینن چې موږ پيدا کړی ، بیا مو شکل در کړ ، بیا مو صورت درکړ ، بیا مو ملایکو ته وویل چې ادم ته سجده شئ ، نو له شیطان پرته ټولو سجده وکړه، چې دې له سجده کونکو نه وو ‎ دا ایت د هغو خلکو غلطه انګېرنه بې بنسټه ثابتوی چې وایې: لومړی د انسان مجسمه جوړه شوې بیا په کې روح اچول شوئ !!! قران ددې رایې په خلاف وایې چې انشان ته دده له پيدایښته وروسته شکل ورکړی شوې. د دویدا رایه نه په قران کۍ کوم بنسټ لری او نه په صحیحو احاديثو کې ، د دوی دا رایه له بایبل څخه اخیستې ده، دوی د احسن الخالقین خدای په ی‌ؤه کلال قیاس کړی، بایبل د انسان د پيدایښت په اړه لیکی: دغه وخت خدای آدم له خاورې جوړ کړ او بیا یې دده په پزه کې د ژوند روح پوه کړ او ده ته یې ژوندون ور په برخه کړ او له آدمه ژوندی موجود جوړ شو! ‎د مسیحانو ی‌ؤ ‌‌‌‌‌‌ډېر معروف انځورګر په خپلې مشهورې منظرې کې د دوو انسانانو او څو فرشتو انځورونه داسې رسم کړل چې فرشتې وزر لرونکو ښځو په ‌‌‌‌‌‌ډول او خدای جلا شانه او آدم علیه اسلام سره ورته د دوو انسانانو په څېره کې ښی‌، فرشتو په خپلو وزرونو سره خدای لوړ نیولی وی او آدم علیه اسلام لاندې په زمکه پروت دئ او د خپلې ګوتې له لارې آدم ته روح ورکوی!!!