د انسان د تکامل جینټک

د انسان د تکامل جینټک د یو انسان د جینوم توپیر د بل انسان له جینوم سره مطالعه کوي چې د هغو تېر شوی تکامل د انسان جینوم او د هغه اوسنیو اغېزو ته وده ورکړې ده. د جینومونو ترمنځ توپیرونه د انسان پېژندنې، طبي، تاریخي او قانوني اجرااتو لپاره کاربرد لري. جنټیکي معلومات کولای شي د انسان د تکامل په اړه مهم لید لوري وړاندې کړي.      

بیولوژي پوهان انسانان له څو محدودو نورو نمونو سره د لویو بیزوګانو په توګه (د هومینیدای کورنۍ له نمونوسره) طبقه بندي کوي. ژوندی هومینیدای دوې ځانګړې نمونې د شیمپانزي (بونوبو، پن پنیسکس، شیمپانزي، پن تروګلودایتیس)، دوې نمونې د ګوریلا (لوېدیځه ګوریلا، ګوریلا ګوریلا، او ختیځه ګوریلا، ګوریلا ګوریري) او دوې نمونې د اورانګوتان (د بورنیان اورانګوتان، پونګو پیګمیوس، او سوماتران اورانګوتان، پونګو ابیلی) له ځان سره لري. لویې بیزوګانې د هیلوبتیدای د ګیبون له کورنۍ سره یو ځای د  هومینویدای د بیزوګانو لوی خاندان تشکیلوي.    [۱]

بیزوګانې په خپل وار او همدارنګه د زړې نړۍ بیزوګانې، د نوې نړۍ بیزوګانې او نورې په لومړنۍ سلسلې پورې اړه لري (تر۴۰۰ ډېرې نمونې لري). د میتوکانداریا د ډي ان اېmtDNA)) او هستوي ډي ان اې nDNA))  څخه ډېټا ښیي چې لومړني ژوند کوونکي همدارنګه رودینتیا، لګومورفا، دیرموپترا، سکندینتیا په ایوارکونتوګلایرز ډلې پورې اړه لري. دغه ادعا د الوAlu)) ډول لنډ هستوي متفرقو عناصروSINEs)) چې یوازې د ایوارکونتوګلایرز په غړو کې پیداکېږي، تقویه کېږي.     [۲]

فایلوجینټک

سمول

د فایلو جنیټک ونه په معمولي ډول د وګړو د ډي ان اې یا د پروتینو له ځنځیر څخه ترلاسه کېږي. ډېری، میتوکانداریا ډي ان اې یا د Y کروموزوم ځنځیر د انسان د پخوانیو وګړ پېژندنو د مطالعې لپاره کارول کېږي. دا ډي ان اې د کروموزم د ځاي منفردې سرچیني سره نه یو ځای کېږي او تر ډېره تل له یو والد څخه په میراث پاتې کېږي چې یوازې یوه ښکاره استثنا په mtDNA کې لري. وګړي له نژدې جغرافیایي ځایونه څخه نظر هغو وکړو ته چې لرې جغرافیایي ځانو څخه وي، ډېر ورته والی لري. په فایلو جینټکونو کې فاصله په تقریبي ټول په لاندې بحثونو دلالت کوي:    [۳]

  1. جینټکي واټن: د انسانانو او شمپانزي تر منځ جنیتکي توپير ۲ سلنه دی یا د اوسنیو انسانانو د ډولونو څخه درې ځلې ډېر دی (د اټکل له مخې ۰،۶ سلنه).[۴][۵]
  2. لنډ مهاله لرېوالی چې په اخري ګډ نیکه پورې اړه لري. د اوسنیو انسانانو میتوکاندریا ترټولو اخري ګډ نیکه داسې اټکل کېږي چې ممکن ۱۶۰،۰۰۰ کاله د مخه یې ژوند کړی وي او د انسانانو او شیمپانزي وروستي ګډ نیکه ممکن ۵ یا ۶ میلیون کاله د مخه ژوند کړی وي.   [۶][۷]

د انسانانو او افریقایي بېزوګانو نمونه بندي

سمول

له خپلو نژدې خپلوانو څخه د انسانانو بېلوالی چې غیر انساني بېزوګانې (شیمپانزي او ګوریلا) دي؛ له څه باندې یوې پيړۍ راهیسې تر څېړنې لاندې دی. په دې اړه پېنځه لویې پوښتنې تربحث لاندې دي.

  • کومې بېزوګانې زموږ تر ټولو نږدې اجداد دي؟
  • دغه جلاتوب کله  را منځ ته شو؟
  • له جلاتوب مخکې د ګډ نیکه د وګړو حقیقي کچه تر کومه حده وه؟
  • ایا په دې ځای کې د وګړو جوړښت (فرعی نفوس) نښې چې له نمونه بندۍ وروسته راځي یا جزيي ترکیب چې مخکې له هغې راځي، شته؟
  • له دې جلاتوب مخکې او وروسته، ځانګړې پېښې څه شی دي؟ (د 2a او 2b کروموزوم د یوځای کېدو په ګډون)

عمومي لیدنې

سمول

څرنګه چې مخکې بحث وشو، د جینوم بېلې برخې د ډول د لومړنیو ژوند کوونکو یا هومینوید ترمنځ د جدایي بېل تسلسل ښیي. دا هم ښودل شوې چې د انسانانو او شیمپانزي د DNA تر منځ د تسلسل جدایي ډیر توپیر لري. د بېلګې په توګه، د انسانانو او شیمپانزي د غیر کوډ لرونکو، غیر تکراري جینومیک ساحو ترمنځ، د تسلسل جدایي له ۰ تر ۲،۶۶ سلنې پورې توپير لري. په انساني جینوم کي د نیکلوتایدیس سلنه (hg۳۸) چې یو په یو په دقیقه توګه د شیمپانزي جینوم (پنترو۶( سره برابردی، ۸۴، ۳۸٪ دی. د جین نورې ونې چې د ډې ان اې د برخو د مقایسوي شننې په مرسته را منځ ته شوې، د دې ونې له نمونې سره برابرې نه دي. چې په لاندې ډول خلاصه شوي دي:  [۸]

  • د تسلسل جدایي د انسانانو، شیمپانزي او ګوریلا تر منځ په بشپړه توګه توپیر لري.
  • د ډې ان اې ډېرو سلسلو لپاره، داسې ښکاري چې انسانان او شیمپانزي تر ټولو نږدې اړیکه لري، خو ډېری کسان د انسان – ګوریلا یا شیمپانزي ګوریلا کلېډ یا هغه اورګانیزمونه چې د یو جد لپاره طبقه بندې کېږي، اشاره کوي.
  • د انسان جینوم او همدا رنګه د شیمپانزي جینوم تسلسل موندلی دی. د انسان کروموزوم ۲۳  جوړې لري، حال دا چې شیمپانزي، ګوریلا، او اورانګونتان ۲۴ جوړې لري. د انسان کروموزوم ۲  د ۲a او ۲b کروموزمونو ترکیب دی چې په نورو لومړنیو ژوند کوونکو کې جلا پاتې شوي دي. [۹]

د جدایي وختونه

سمول

له نورو بېزوګانو څخه د انسان د جلاتوب وخت ډیر تود بحث دی. په  ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې لومړنۍ مالیکولي څېړنه خپره شوه چې د لومړنیو ژوند کوونکو ترمنځ امیونولیژیکي واټن (IDs) یې اندازه کړ. په بنسټیزه توګه، دغې څېړنې د امیونولیژیکي غبرګون قوت هم اندازه کړ چې د یوې نمونې انتی جین (د انسان البومین) د یو بلې نمونې (انسان، شیمپانزي، ګوریلا، د زړې نړۍ بیزوګانو) معافیتی سیستم تحریک کوي. نږدې نمونې باید ورته انتی جین ولري او له دې امله باید د یو بل انتی جین ته ضعیف امیونولیژیکی غبرګون وښیي. د یوې نمونې امیونولیژیکی غبرګون خپل انتی جین ته (مثلاً انسان انسان ته) 1 ټاکل شوی دی. [۱۰]

د انسانانو او ګوریلا امیونولیژیکي واټن ۱.۰۹ تشخیص شوی، چې د انسانانو او شیمپانزي تر منځ ۱.۱۴ خو دغه واټن د زړې نړۍ له شپږو بېزو ګانو سره په منځني ډول ۲.۴۶ دی چې دا ښيي د افریقایي بېزوګانې د نورو بیزوګانو په پرتله له انسانانو سره نژدې اړیکې لري. لیکوالان د زړې نړۍ د بېزوګانو او هومینویدا ترمنځ د جدایي وخت ۳۰ میلیون کاله مخکې اټکل کړی دی. د فوسیلي ډېټا په اساس، امیونولیژیکي واټن په ثابته توګه پر مخ تللی. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د انسانانو او افریقایی بیزوګانو د جدایي وخت تقریباً ۵ ميلیون کاله دی. دا یوه حیرانوونکې پایله وه. ډېری ساینس پوهانو په هغه وخت کې داسې انګېرل چې انسانان او لویې بیزوګانې دېرپه خوا سره جلا شوي (تر ۱۵میلیون کاله مخکې).

د امیونولیژیکی واټن پر اساس، ګوریلا تر شیمپانزي انسانانو ته نږدې وه. خو دغه توپيردومره کم وو چې تریکوتومي (په درېیو برخو وېشل) د دې ډاډ پراساس د حل کېدو وړ نه ؤ. وروسته د مالیکولي جینټک پر اساس څیړنو وکړای شول چې تریکوتومي حل کړي. شیمپانزي د ډول  د تکامل پر اساس نسبت ګوریلا ته نږدې وه. خو د جدایي ځېنې وختونه وروسته اټکل شول (چې د مالیکولی جنټک پېچلې لارې یې کارولې وې). د ۱۹۶۷ زیږدیزکال له اټکلونو سره یې اساساً کوم توپير نه درلود، خو وروستیو څېړنو دغه وختونه له ۱۱ تر ۱۴ میلیون کلونو پورې وښودل.  [۱۱]

د جلاتوب وختونه او د اجدادي نفوس حقیقي اندازه

سمول

د جلاتوب د وختونو ټاکلو لپاره اوسني میتودونه د DNA تسلسل طریقه او مالیکولي ساعتونه دي. معمولا د مالیکول ساعت تنظیم داسې فرض کوي چې اورنګوتان له افریقایي بیزوګانو څخه (د انسانانو په شمول) ۱۲ـ۱۶ کاله وړاندې بېل شو. په ځینې مطالعاتو کې د نړۍ ځینې زاړه بېزوګان هم شامل دي او د دوی د جلاتوب وخت له هومینوایډز څخه ۲۵ـ ۳۰ میلیون کلونه ټاکي. دواړه د حساب کولو تګلارې د خورا لږ فوسیل ډیټا پراساس دي او تر انتقاد لاندې دي.    [۱۲]

که دغه نیټې بیا وکتل شي، د مالیکولي معلوماتو څخه اټکل شوي د جلاتوب وختونه به هم بدلون ومومي. خود جلاتوب نسبي وختونه د بدلون امکان نه لري. حتی که موږ نشو کولی دقیقاً د جلاتوب وختونه په دقیق ډول ووایو، موږ په پوره ډاډ سره ویلی شو چې د شیمپانزي او انسانانو ترمنځ د جلاتوب وخت د شیمپانزي او بېزوګانو یا انسانانو او بېزوګانو په پرتله شاوخوا شپږ ځله لنډ دی. [۱۳]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Murphy, W.J.; Eizirik, E.; O'Brien, S.J.; Madsen, O.; Scally, M.; Douady, C.J.; Teeling, E.; Ryder, O.A.; Stanhope, M.J.; de Jong, W.W.; Springer, M.S. (2001). "Resolution of the early placental mammal radiation using Bayesian phylogenetics". Science. 294 (5550): 2348–2351. Bibcode:2001Sci...294.2348M. doi:10.1126/science.1067179. PMID 11743200. S2CID 34367609.
  2. Kriegs, J.O.; Churakov, G.; Kiefmann, M.; Jordan, U.; Brosius, J.; Schmitz, J. (2006). "Retroposed elements as archives for the evolutionary history of placental mammals". PLOS Biol. 4 (4): e91. doi:10.1371/journal.pbio.0040091. PMC 1395351. PMID 16515367.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  3. Schwartz M, Vissing J (2002). "Paternal Inheritance of Mitochondrial DNA". N Engl J Med. 347 (8): 576–580. doi:10.1056/NEJMoa020350. PMID 12192017.
  4. "Human Chromosome 2." PBS.
  5. As of 2015, the typical difference between the genomes of two individuals was estimated at 20 million base pairs (or 0.6% of the total of 3.2 billion base pairs): "a typical [individual] genome differs from the reference human genome at 4.1 million to 5.0 million sites [...] affecting 20 million bases of sequence" Auton A, Brooks LD, Durbin RM, Garrison EP, Kang HM, Korbel JO, et al. (October 2015). "A global reference for human genetic variation". Nature. 526 (7571): 68–74. Bibcode:2015Natur.526...68T. doi:10.1038/nature15393. PMC 4750478. PMID 26432245.
  6. "134 to 188 ka": Fu Q, Mittnik A, Johnson PL, Bos K, Lari M, Bollongino R, Sun C, Giemsch L, Schmitz R, Burger J, Ronchitelli AM, Martini F, Cremonesi RG, Svoboda J, Bauer P, Caramelli D, Castellano S, Reich D, Pääbo S, Krause J (March 21, 2013). "A revised timescale for human evolution based on ancient mitochondrial genomes". Current Biology. 23 (7): 553–59. doi:10.1016/j.cub.2013.02.044. PMC 5036973. PMID 23523248..
  7. Patterson N, Richter DJ, Gnerre S, Lander ES, Reich D (2006). "Genetic evidence for complex speciation of humans and chimpanzees". Nature. 441 (7097): 1103–8. Bibcode:2006Natur.441.1103P. doi:10.1038/nature04789. PMID 16710306. S2CID 2325560.
  8. Chen, F.C.; Li, W.H. (2001). "Genomic divergences between humans and other hominoids and the effective population size of the common ancestor of humans and chimpanzees". Am J Hum Genet. 68 (2): 444–456. doi:10.1086/318206. PMC 1235277. PMID 11170892.
  9. Ken Miller in the Kitzmiller v. Dover trial transcripts.
  10. Sarich, V.M.; Wilson, A.C. (1967). "Immunological time scale for hominid evolution". Science. 158 (3805): 1200–1203. Bibcode:1967Sci...158.1200S. doi:10.1126/science.158.3805.1200. PMID 4964406. S2CID 7349579.
  11. Venn, Oliver; Turner, Isaac; Mathieson, Iain; de Groot, Natasja; Bontrop, Ronald; McVean, Gil (June 2014). "Strong male bias drives germline mutation in chimpanzees". Science. 344 (6189): 1272–1275. Bibcode:2014Sci...344.1272V. doi:10.1126/science.344.6189.1272. PMC 4746749. PMID 24926018.
  12. Yoder, A.D.; Yang, Z. (1 July 2000). "Estimation of primate speciation dates using local molecular clocks". Mol Biol Evol. 17 (7): 1081–1090. doi:10.1093/oxfordjournals.molbev.a026389. PMID 10889221.
  13. Takahata, N.; Satta, Y.; Klein, J. (1995). "Divergence time and population size in the lineage leading to modern humans". Theor Popul Biol. 48 (2): 198–221. doi:10.1006/tpbi.1995.1026. PMID 7482371.