دانسان بدن د يو انسان جوړښت دی. بدن له ګڼو بېلا بېلو حجرو نه جوړ شوی چې په ګډه سره نسجونه (پلې) جوړوي او په پايله کې د غړو نظام منځ ته راځي. دوی د انسان د جسم توازن او د ژوندي پاتې کېدو ضمانت کوي.

د انسان تنه له سر، غاړې، بدن (په کوم کې چې سینه او خېټه شامل دي)، مټې او لاسونو، ورنونو او پښو جوړ دی.

د انسان د تنې په مطالعه کې اناتومي، فزيالوژي، هسټولوژي او ايمبريالوژي (جنين پېژندنه) شامل دي. په پېژندل شويو لارو کې د انسان تنه د اناتومي له اړخه توپير لري. فيزيولوژي د انسان د تنې په غړو او د دوی په فعاليتونو تمرکز لري. تر خوندي کچې د وينې د خوږو (شوګر) او د اکسيجن په څېر مادو په ساتلو سره، ډېر نظامونه او طرز العملونه په دې موخه فعاليت کوي چې د انسان د بدن توازن وساتي. تنه د روغتیايي متخصصينو، فزيولوجستانو (ډاکترانو)، اناتومستانو او هغو کارکوونکو له خوا څېړل کېږي، چې له دوی سره د دوی په کار کې مرسته کوي.

جوړښتسمول

د انسان بدن له هايډروجن، اکسيجن، کاربن، کلشيم او فاسفورس په ګډون له ګڼو عنصرونو نه جوړ دی. دا عناصر د بدن په ملياردونو حجرو او غیر حجروي ټوټو کې ژوند کوي. د يو بالغ انسان تنه نږدې شپېته سلنه اوبه لري چې د ټولو اوبو اندازه يې دوه څلوېشت ليتره (۹.۲امپريل ګلن؛ يوولس امريکايي ګلنه) ته رسېږي. دا تنه له نږدې نولس ليتره (۴.۲ امپريل ګيلن؛ ۵.۰ امریکايي ګلن) له خارج حجروي مايعاتو نه جوړه ده، درې اعشاريه دوه ليتره (۹.۷۰ اميريل ګيلن؛ ۰.۸۵ امريکايي ګلن) د وينې پلازما او نژدې اته اعشاریه څلور ليتره (۱.۸ امپيريل ګيلن؛ ۲.۲ امريکايي ګيلنه) منځنی مايع، او شا او خوا دروېشت ليتره (۵.۱ امپيريل ګيلن؛ ۶.۱ امريکايي ګيلن) د حجرو په منځ کې مايعات په کې شامل دي. د حجرو په منځ او دباندې کې د اوبو توکي، تيزابيت او جوړښت په ډېرې پاملرنې سره پالل کېږی. د حجرو د باندنۍ تنې په اوبو کې مهم اليکټرولايټس سوډيم او کلورايډ دی، په داسې حال کې چې د حجرو په دننه کې پوتاشيم او نور «فوسفاټونه» دي.[۱][۲][۳]

حجرېسمول

د انسان تنه ملياردونه حجرې لري، چې د ژوند بنسټيز واحدونه دي. د بلوغ پر مهال په تنه کې د حجرو شمېر ملياردونو ته رسېږي، دا اټکل د تنې د ټولو غړو او حجرو د ډولونو په راټولولو سره کېږي. تنه د نږدې همدومره شمېر غیر انساني او غیر حجروي حجرو ځای هم دی چې د هاضمې په ماشين او پوستکې کې پرتې دي. د بدن ټولې برخې له حجرو نه، نه دي جوړې. حجرې په يو بهرني سلولي ميټريکس (له حجرو نه دباندې زېلاند(زيږندځای) کې پرتې دي، کوم چې د «کلوجين» په څېر پروټینونو نه جوړ دي او خارج حجروي مايعات ځينې چاپېر دي. د يوه منځني انسان د تنې چې وزن يې اويا کيلو ګرامه (۱۵۰ بونډه) وي، نږدې پنځه وېشت کيلو ګرامه (۵۵ پاونډه) يې غیر انساني حجرې يا غیر حجروي توکي دي ،لکه: هډوکي او نښلونکې پلې.[۴][۵][۶][۷]

جينومسمول

په تنه کې حجرې د DNA پر بنسټ عمل کوي. ډي اين ای د ټولو حجرو د هستې (زړي) په داخل کې ځای پر ځای کېږي. په دې ځای کې د ډي اين ای برخې کاپي کېږي (يو نقل يې جوړيږي) او د تنې حجرو ته د RNA په مټ لېږدول کېږي. له دې وروسته ار اين ای د پروټينونو د جوړېدو لپاره کارول کېږی، کوم چې د حجرو، د حجرو د فعاليت او د دوی د توليد بنسټ جوړوي. پروټين د حجرو د فعاليت او «جين» د څرګندېدو لارښوونه کوي، حجرې کولای شي چې، د تولید شويو پروټينونو د اندازې په مټ خپل ځان منظم کړي، خو ټولې حجرې ډي اين ای نه لري؛ د وینې د سرو حجرو په څېر بالغې شوې حجرې د بلوغ سره سم خپله هسته (زړی) له لاسه ورکوي.[۸]

نسجونه (پلې)سمول

د نسجونو د ډېرو بېلا بېلو ډولونو تعريف په دې  ډول شوی، چې دا هغه حجرې دي چې په يو ځانګړي فعاليت سره خپله دنده پر مخ وړي. د نسجونو څېړنې ته هيسټولوژي وايي او ډېر ځله د مايکروسکوپ په مرسته تر سره کېږي. بدن له څلورو بنسټیزو نسجونو نه جوړ دی.  دا څلور يې دا دي: پوښونکې حجرې (اپيتليوم)، نښلونکي نجسونه، عصبي نسجونه او د غړو نسجونه.[۹][۱۰]

هغه حجرې چې بهرنۍ نړۍ ته څرګندې وي يا د معدې په نالۍ (اپيتيليا) يا په داخلي تشو (اينډوتيليم) کې پرتې وي، ډول ډول بڼې او ډولونه لري – د يو پوړ لرونکو هوارو حجرو نه نيولې، بیا په سږو کې د کوچنیو لړزانده ويښتانو په څېر، ځینې يې د ستنو په څېر حجرې دي، کومې چې د خېټې (معدې) په ليکه کې پرتې دي. «اندوتاليال» حجرې هغه حجرې دي، کومې چې د وينې د وريدونو (رګونو) او غدو داخلي تشې پوښي. پوښونکې حجرې هغه نظام اداره کوي، چې د دوی له لارې نه تېرېدې او څه نه شي تېرېدای، د داخلي جوړښت ساتنه کوي او د حسي سطحو په څېر چاره پر مخ وړي. [۱۰]

غړيسمول

غړي، د ځانګړو دندو لرونکو حجرو منظمه ټولګه ده چې له پوستکي پرته تر ډېره بريده د تن په دننه کې پرتې وي. په بېلګو کې يې زړه، سږي او ينه شامل دي. ډېری غړي د بدن په خاليګاوو کې مېشت وي. په دې تشو کې ټوله خېټه/معده (چې د بېلګې په توګه خېټه په کې شامله ده) او پلورا چېرته چې سږي موقعيت لري، شامل دي.[۱۱]

زړهسمول

زړه يو غړی دی چې د سينې په تشه کې د سږو په منځ کې او ډېر کم چپ اړخ ته پروت دی. له زړه نه «پيريکارډيوم» چاپير دي، کوم چې زړه په «ميډياسټينم» (د ټټر تشه) کې په خپل ځای ساتي، د بانديو صدمو له زيان او له غفونت نه يې ساتنه کوي، مرسته کوي چې د پريکارډ مايعاتو په مرسته د زړه خوځښت د روان ساتلو لپاره کار وکړي. زړه په ټول بدن کې د وينو په پمپ کولو سره کار کوي، اکسيجن، غذايي توکو، فاضله موادو، هورمونونو او د وینې سرو حجرو سره مرسته کوي، چې په بدن کې ولېږدول شي. [۱۲]

زړه له دوو دهليزونو او دوو بطنونو نه جوړ دی. د دهليز بنسټيزه موخه دا ده چې د زړه د «وينټريکولر» انقباض (بطني غونجېدل/راټولېدل) پر مهال په زړه کې وینه بې له ځنډه وبهوی. دا مرسته کوي چې، د دهليزي انقباض په اوږدو کې وينه د زړه بطن ته ننوځي. د دهليز نه شتون د زړه د پنځه اويا سلنه فعاليت د کمېدو لامل ګرځي. د زړه د بطنونو موخه دا ده، تر څو د ښي بطن په مټ وینه سږو ته او د چپ بطن په مټ وينه نور بدن ته ولېږدوي (پمپ کړي). [۱۳][۱۴]

زړه د غړو د انقباض او ارامېدو لپاره د برېښنايي لارښوونې يو نظام لري. دا برېښنايي نظام په سنيټوريل غوټه کې پيليږي، له دهليزونو تېرېږي او د زړه د بطن داخل ته د وينې د لېږد لامل ګرځي. له دې وروسته دهليزي غوټې ته رسېږي چې له دې امله يې سګنل (خپرېدل) يو څه سستيږي او بطنونو ته اجازه ورکوي، چې د وينې د بيا پمپ او د وينې د جريان له پليدو مخکې دا بطنونه له وينې ډک شي.[۱۵]

د کورونار (د زړه د شريانونو د بنديدو ناروغي) د شريانونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مرګ مخکښ لامل دی، شپاړس سلنه مرګ له همدې امله پېښېږي. لامل يې زړه ته په مهیا کوونکو کوروناري شريانونو کې د بڅرو (هغه بڅري چې شريان بندوي) راټولېدل دي، په پايله کې دا شريانونه هومره تنګ شي، تر «مايوکارډيم» (د زړه عضله / د زړه منځ) پورې پوره وينه نه شي رسولای، کوم چې د مايوکارډيل خنډ يا د زړه د حملې په نوم پېژندل کېږي، شونې ده چې دا د زړه د درېدو يا د زړه د دورې (حملې) لامل او بيا د مرګ سبب وګرځي. د زړه د شريانونو د ناروغیو د ګواښ پېښېدو په لاملونو کې زياته چاغي، نشه کول، لوړ کولسترول (د وينې غوړ)، د وینې لوړ فشار، د ورزش کمی او شوګر شامل دي. سرطان هم په زړه اغېز کولای شي، خو دا ډېر کم دی او په عمومي توګه د بدن له يوې بلې برخې لکه سږي يا سينو نه خپرېږي. دا ځکه چې د زړه حجرې په چټکۍ سره وېشل کېدل بندوي او ټوله وده د وزن د زياتېدو له لارې تر سره کېږي، نه د حجرې د وېش په مټ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینېسمول

  1. "Chemical Composition of the Human Body". About education. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Fluid Physiology". Anaesthesiamcq. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ganong's 2016، ص. 5.
  4. "The Cells in Your Body". Science Netlinks. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sender, Ron; Fuchs, Shai; Milo, Ron (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Revised estimates for the number of human and bacteria cells in the body"]. PLOS Biology 14 (8): e1002533. doi:10.1371/journal.pbio.1002533. PMID 27541692. 
  6. Bianconi, E; Piovesan, A; Facchin, F; Beraudi, A; Casadei, R; Frabetti, F; Vitale, L; Pelleri, MC et al. (5 July 2013). "An estimation of the number of cells in the human body.". Annals of Human Biology 40 (6): 463–471. doi:10.3109/03014460.2013.807878. PMID 23829164. https://semanticscholar.org/paper/41c3dfda0d261070d84a2070c8b70b1f86cab52d. 
  7. Fredricks, David N. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Microbial Ecology of Human Skin in Health and Disease"]. Journal of Investigative Dermatology Symposium Proceedings 6 (3): 167–169. doi:10.1046/j.0022-202x.2001.00039.x. PMID 11924822. 
  8. "Gene Expression | Learn Science at Scitable". www.nature.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "tissue – definition of tissue in English". Oxford Dictionaries| English. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gray's Anatomy 2008، ص. 27.
  11. "organ | Definition, meaning & more". www.collinsdictionary.com. Collins Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jaworska-Wilczynska, Maria; Trzaskoma, Pawel; Szczepankiewicz, Andrzej A.; Hryniewiecki, Tomasz (2016). "Pericardium: structure and function in health and disease". Folia Histochemica et Cytobiologica 54 (3): 121–125. doi:10.5603/FHC.a2016.0014. ISSN 1897-5631. PMID 27654013. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/27654013/. 
  13. Anderson, RM. The Gross Physiology of the Cardiovascular System (2nd ed., 2012). See "Chapter 1: Normal Physiology."
  14. "Ventricle | heart". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "How the Heart Works | NHLBI, NIH". www.nhlbi.nih.gov. Your Heart's Electrical System. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The top 10 causes of death". www.who.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. CDC (2021-07-19). "Coronary Artery Disease | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. CDC (2021-01-11). "Heart Attack Symptoms, Risk Factors, and Recovery | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. CDC (2019-12-09). "Know Your Risk for Heart Disease | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Matters of the Heart: Why Are Cardiac Tumors So Rare? - National Cancer Institute". www.cancer.gov (په انګلیسي ژبه کي). 2009-02-10. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)