د انسان آثار

د انسان تکامل په حالاتو کې، د انسان آثار کې په انسانانو کې هغه پېښېدونکي ځانګړتیاوې (لکه غړي یا چلند) شامل دي چې د تکامل له لارې یې خپل ټول یا ډېری اصلي فعالیت له لاسه ورکړی دی. که څه هم هغه جوړښتونه چې د آثار په نوم یادېږي، ډېری وختونه بې کاره ښکاري. یو آثاري جوړښت ممکن لږ کارونه په یاد ولري یا نوې کوچنۍ کارونه ترسره کوي. په ځینو مواردو کې هغه جوړښتونه چې یو ځل د آثاري په توګه وپېژندل شول، یوازې یې په ساده ډول یو ناپیژندل شوی فعالیت درلود. آثاري غړي ځیني وختونه لومړني غړي هم بلل کېږي. [۱]

د اناټومیکي بېلګو (لکه د انسان د لګن خاصرې هډوکی، د عقل غاښونه او د سترګې دننه کونج)، چلندیزو بېلګو: (لکه د وېښته شخ درېدل او د لاس ورغوي نیولو غبرګون) او مالیکولي بېلګو (pseudogenes) په ګډون د انسان د آثارو بېلګې بې شمېره دي. د انسان ډېری ځانګړتیاوې په نورو لومړيو او اړوندو حیواناتو کې هم شته دي.

تاریخ سمول

چارلس ډاروین (۱۸۷۱ ز کال) د انسان اصل کتاب کې د انسان یو شمېر هغه مشهور آثاري جوړښتونه فهرست کړي چې هغه د لومړنيو غړو په نامه یاد کړي دي. په دوی کې د غوږ عضلات، د عقل غاښونه، اپنډیکس، د لګن خاصرې هډوکی، د بدن ویښتان او د سترګې په کونج کې ګونځې شاملې دي. ډاروین د ډېری آثاري جوړښتونو، په ځانګړي ډول د عضلاتو سیسټم د نامنظم طبیعت په اړه هم تبصره او بحث وکړ. د اناټومِست ویلیم ټرنراثر ته په اشارې سره، ډاروین یو شمېر داسې غیرمنظم غړي په ګوته کړل چې هغه د پانیکولوس کارنوس آثار پاتې شونو، په ځانګړې توګه د صدري عضلاتو په توګه وپېژندل.[۲][۳]

په ۱۸۹۳ ز کال کې رابرټ ویډرشیم د انسان جوړښت په نوم د انسان د اناټومي او د انسان د تکاملي تاریخ سره د هغه د تړاو په اړه یو کتاب چاپ کړ. په نوموړي کتاب کې د انسان ۸۶ داسې غړي ذکر شوي چې هغه یې آثار ګڼلي دي، یا لکه څنګه چې ویډرشیم په خپله تشرېح کړه: "دا چې غړي په بشپړ یا قسمي ډول بې کاره کېږي، ځیني نور یې یوازې په جنین کې ښکاري او پاتې نور یې د ژوند پرمهال په پرله پسې توګه یا غیر دوامداره توګه موجود دي. په پراخه کچه ارګانونه، په سمه توګه آاثار نومول شوي دي." د هغو ظاهري اثاري غړو په لېسټ کې، په دې مخ کې ډېری شته نمونې او نورې نمونې شاملې وې چې بیا په غلطۍ سره درک کړل شوه، چې په بشپړ ډول آثاري شوې، لکه پینه آل(کاجو) غده، تیموس غده، تر مغزو لاندې غده. له دغو غړو څخه ځینې هغه چې خپلې څرګندې او اصلي دندې یې له لاسه ورکړې وې او بیا یې هغه دندې وساتلې چې د هورمونونو یا د معافیت سیسټم د ډېری دندو او نسجونو له موندلو مخکې ناپېژندل شوې وې. په دې کې لاندې ذکر شوي بېلګې شاملې دي:[۴][۵][۶]

  • د سرکاډین ریتهم په تنظیم کې د پینه آل رول (تر دغه وخته نه فعالیت او نه هم د ملاتونین هورمونو شتو الی پېژندل شوی و).
  • په معافیت سیسټم کې د تایموس رول کشفول به په راتلونکي کې څو لسیزې ونیسي؛ دا د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې یو ناڅرګند ارګان پاتې شو.
  • ترمغزو لاندې غدې او هایپوتالامس او د هغوی د ډېرو او بېلابېلو هورمونونو په اړه پوهېدل ستونزمن و او د دوی د اړیکو پېچلتیا یې یوازې پرېښودل شوه.

د تاریخ له پلوه، نه یوازې په بېکاره توګه د آثار په توګه د ورميفارم ضمیمې ردولو، بلکې د خطرناک پړسوب پر وړاندې د یو مکلفیت په څېر د اناټومي خطر لپاره یو بهیر موجود و. د شلمې پېړۍ په نیمایي کې ډېری نامتو چارواکو ومنله چې، دا هېڅ ګټور فعالیت نه دی. دا هغه نظر و چې په خپله د ډاروین له خوا د انسان اصل او د جنسیت اړوند غورچاڼ په نوم د ۱۸۷۴ ز کال کتاب کې ترې ملاتړ یا ښایي ورڅخه الهام واخیستل شو. د اپنډیکس پر وړاندې د غړي د اختراع د ثبت مسؤلیت او د هغه ناپېژندل شوي رول دې ته اجازه ورکړه چې د یو شمېر احتمالي نا اړوندو شرایطو پروړاندې، پر اپنډیکس نیوکه وکړي. د نمونې په توګه: په ۱۹۱۶ ز کال کې یو جراح ادعا وکړه چې:: د اپنډیکس په لرې کولو سره د (trifacial neuralgia) درد او سر او مخ اړوند د نورو عصبي دردونو د ډېرو قضیو درملنه شوې ده. که څه هم هغه وویل چې، په دې ناروغانو کې د اپینډیسیټ شواهد بې پایلې وو. د هورمونونو او د هغوی د اصولو کشف، په ځانګړې توګه د بایلیس او سټارلینګ له خوا، د دې نظرونو په وړاندې استدلال وکړ، خو د شلمې پېړۍ په پیل کې لوی شمېر بنسټیزې څېړنې پاتې دي چې د هاضمې کانال د لویو برخو د فعالیتونو او کارونو په اړه ترسره شي. په ۱۹۱۶ ز کال کې یو لیکوال دا اړینه وبلله، څو د هغې مفکورې په وړاندې استدلال وکړي چې، کولن هېڅ مهم فعالیت نه درلود او دا چې "د اپنډیکس وروستۍ ورکېدنه یو همغږی عمل دی او لکه څرنګه چې موږ یې په انسان کې وینو، له دا ډول پرله پسې پړسوبونو( التهابونو) سره په اړینه توګه تړاو لري.[۷][۸][۹]

د دا ډول بې ځایه نظرونو په اړه د شک اوږد تاریخ موجود و. د ۱۹۲۰ ز کال په اوږدو کې نامتو جراح Kenelm Hutchinson Digby داسې پخوانۍ څارنې مستندې کړې دي چې، تاریخ یې د ۳۰ کلونو نه زیات دی. هغه وړاندیز وکړ، څو لمفاوي نسجونه، لکه ټانسلونه او اپنډکس، ښایي د پام وړ معافیتي فعالیتونه ولري.

اناټومي سمول

اپنډیکس سمول

په عصري انسانانو کې اپنډیکس د بې کاره غړي پاتې شونې دي، په پلارنيو نسلونو کې یې په ژونديو موجوداتو کې د هاضمې دندې درلودلې، په دقیقه توګه یې داسې چې اوس هم په هغه موجوده ژونديو موجوداتو کې ترسره کوي چې په هغوی کې د کولمو د نباتاتو سلولوز او د نباتاتو ورته نه هضمېدونکي مواد هایدرولایز کوي. ځینې بوټي خوړونکي حیوانات، لکه سوی(خرگوش)، یو داسې ترمینل ورمیفارم اپنډیکس او سیکوم لري، چې په څرګنده د معافیتي فعالیت درلودونکي نسجونو ټوټې لري او ښایي د کولمو د نباتاتو د جوړښت په ساتلو کې هم مهم وي. په هرحال، داسې نه برېښي چې د هاضمې ډېرفعالیت ولري، که چېرته یې ولري او په ټولو نبات خوړونکو حیواناتو، ان په لوی سیکوم لرونکو حیواناتو کې موجود نه وي. لکه څنګه چې په راتلونکو انځورونو کې ښودل شوي دي. که څه هم د انسان اپنډیکس معمولاً په اندازه کې د سوی له اپنډیکس سره د پرتله کېدو وړ دی، خو بیا هم سیکوم په هغه ځای کې یو واحد پړسوب ته راکمېږي، چېرته چې ایلیوم په کولون کې خالي کېږي. ځینې غوښه خوړونکي حیوانات ښایي ضمیمې هم ولري، په نادره توګه له آثاري سکوم سره ډېرې وي. د نويو فعالیتونو پیدا کوونکو آثاري غړو. له امکان سره سم، ځینې څېړنې وړاندیز کوي چې اپنډیکس ممکن د هغه سمبیوټیک باکتریا له لاسه ورکولو څخه ساتنه وکړي چې په هضم کې مرسته کوي، په ډېرو بوټي خوړونکو حیواناتو کې د ورمیفارم اپنډیکس دشتوالي په پام کې نیولوسره، که څه هم دا امکان نه لري چې، یو نوی فعالیت واوسي. د کولمو د باکتریا نفوس، چې په اپنډیکس کې ځای پرځای شوي، ښایي د ناروغۍ، مسموم کېدلو یا د اینټي بیوټیک درملنې له کارولو وروسته، د لویو کولمو د نباتاتو په ګړندۍ توګه بیا چوړښت کې مرسته وکړي یا ښایي په بل ډول د کولمو د باکتریا نفوس ته زیان رسوونکي بدلونونه راولي. په هر حال، د ۲۰۱۳ ز کال یوه څېړنه د سیکوم د اندازې او اپنډیکس د اندازې او د هغوی د شتوالي ترمنځ د دوه اړخه اړیکو مفکوره ردوي. دا په euarchontoglires کې په پراخه کچه شته دي (د تي لرونکو حیواناتو یوه غوره ډله چې په کې rodents، lagomorphs او primates شامل دي) او په خپلواکه توګه په ډیپروټوډونټ مارسوپیلز یږو، مونوټریمونو کې وده کړې او په اندازې او شکل کې ډېر توپیر لري چې آثاري نه شي ګڼل کېدلای. څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې، اپنډیکس په کولمو کې د غوره باکتریاوو د ساتلو وړتیا لري. په دې توګه، کله چې کولمې د اسهال یا بلې داسې ناروغۍ له امله اغېزمنې شي چې کولمې پاکوي، په اپنډیکس کې غوره باکتریا کولای شي، د هاضمې سیسټم کې بیا ځای پرځای شي او شخص روغ وساتي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Difference between rudimentary and vestigial organ - Biology - Evolution - 11741123 | Meritnation.com". www.meritnation.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Darwin C, The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex, London: John Murray, 1890, p.13.[۱]
  3. Turner W, On the musculus sternalis, Proc. Royal Soc. Edinburgh session 1866–1867, p.65.[۲]
  4. Wiedersheim, R. (1893) The Structure of Man: An Index to His Past History. Second Edition. Translated by H. and M. Bernard. London: Macmillan and Co. 1895. [۳]
  5. Muller, G. B. (2002). "Vestigial Organs and Structures". Encyclopedia of Evolution. New York: Oxford University Press. 1131–1133. 
  6. (په 30 July 2009 باندې). Vestigial Organs Not So Useless After All. National Geographic.
  7. Wells, H. G.; Huxley, J.; Wells, G. P. (1929). The Science of Life. Cassells. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rosenthal, M. I.: Journal of the American Medical Association, Volume 67, Issues 15–26, 1916. p. 1326
  9. W. Colin MacKenzie. "A Contribution to the Biology of the Vermiform Appendix". Medical Record, Volume 89, p. 342, 1916
  10. Darwin, Charles (1871). The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex. John Murray: London.
  11. Stevens, C. Edward; Hume, Ian (2004). Comparative Physiology of the Vertebrate Digestive System. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-61714-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Peter Robert Cheeke, Ellen S. Dierenfeld, Comparative Animal Nutrition and Metabolism. Publisher: CABI; 2010 ISBN 978-1-84593-631-0
  13. "Appendix may be useful after all – Health – Health care – More health news – NBC News". NBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Randal Bollinger, R.; Barbas, Andrew S.; Bush, Errol L.; Lin, Shu S.; Parker, William (2007). "Biofilms in the large bowel suggest an apparent function of the human vermiform appendix". Journal of Theoretical Biology. 249 (4): 826–31. doi:10.1016/j.jtbi.2007.08.032. PMID 17936308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Charles Q. Choi, "The Appendix: Useful and in Fact Promising", Live Science, 2009, Appendix has useful function
  16. Smith, H. F.; Fisher, R. E.; Everett, M. L.; Thomas, A. D.; Randal Bollinger, R.; Parker, W. (2009). "Comparative anatomy and phylogenetic distribution of the mammalian cecal appendix". Journal of Evolutionary Biology. 22 (10): 1984–99. doi:10.1111/j.1420-9101.2009.01809.x. PMID 19678866. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)