د انساني نفوس پلان جوړونه

د انساني نفوس پلان جوړونه چې په دودیز ډول د نفوس د کنترول چارې په نوم یاديږي، د تاريخ په اوږدو کې تر ډېره د نفوس د زیات‌والي د ودې په موخه پلې کېږي، که څه هم له ۱۹۵۰ تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې د نفوس د ډېروالي او پر بې‌وزلۍ، چاپېریال او سیاسي ثبات يې د اغېزو په اړه  اندېښنې په ډېری هېوادونو کې د نفوس د ودې کچې د کم‌والي د هڅو لامل شوې. خو په دې وروستیو کې د چين، جاپان، سویلي کوریا، روسیې، ایران، ايټالیا، اسپانيې، فنلنډ، هنګري او اېستونیا په څېر هېوادونو یو ځل بیا د زېږون کچې د زیات‌والي لپاره هڅې پيل کړې دي، چې دا په ټوله کې د نفوس په برخه کې پېښېدونکو کړکېچونو ته یو ځواب دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

حال د اچې د نفوس په پلان جوړونه کې هغه اقدامات شاملېدلی شي چې د مثل پر تولید/زېږونه د ډېر کنترول له لارې د خلکو ژوند رغوي، ځینې برنامې لکه د چين هېواد «د یو اولاد لرلو پالیسي او دوو اولادونو لرلو پالیسي» چې له جبري اقداماتو څخه يې کار اخیستی.

ډولونه سمول

د نفوس د پلان جوړونې درې ډوله پالیسۍ د دولتو له‌خوا څارل کېږي په لاندې ډول يې معرفي کولی شو:

  1. د ټول نفوس د ودې د کچې زیات‌والی یا کم‌والی
  2. د خلکو د فرعي ګروپونو لکه هغه کسان چې لوړ یا ټيټ هوښ لري یا هغه کسان چې خاص توان یا ناتواني لري د نفوس د ودې زیات‌والی یا لږوالی. هغه پالیسۍ چې موخه يې د نسبي ودې د کچې زیات‌والی دی، د مثبت نژادي سموالي/اصلاح په توګه پېژندل کېږي.
  3. د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې چې له یوې خاصې ډلې څخه ټولې نفوسي ډلې (د مثال په ډول په یوه ټولنه کې ټولې ټولنیزې طبقې) د نفوس د ودې اوسط نرخ لري. 

میتودونه/طریقې سمول

د نفوس د ودې زیات‌والی سمول

د نفوس پالیسۍ چې د نفوس یا فرعي نفوس د ودې د کچې لپاره په پام کې نیول شوې دي، ښايي لاندې تمرینونه وکاروي:

  • د هغه واده شویو جوړو لپاره چې هېڅ ماشومان نه لري يا لږ شمېر ماشومان لري، لوړ مالیات.
  • سیاستوال له ولس څخه غواړي چې لويې کورنۍ ولري.
  • د هغو کورنیو لپاره مالیاتي معافیت او بسپنه چې ماشومان يې لرل.
  • د مهاجرت/کډوالۍ د محدودیتونو لږوالی او/ يا د دولت له‌خوا د بهرنیو کاريګرانو ګمارل

تاریخچه سمول

له لرغوني وخت څخه تر منځني دور پورې سمول

یو شمېر لرغونو لیکوالانو د نفوس پر موضوع تفکر کړی. له ميلاد څخه مخکې شاوخوا په ۳۰۰ کال کې سیاسي هندي فلیسوف چاناکيا (له ميلاد څخه مخکې نږدې ۲۸۳-۳۵۰) نفوس د سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک سرچينه بلله. که څه هم یوه معینه سیمه ډېر زیات يا ډېر لږ افراد ځایولی شي، هغه دویم احتمال ستر زیان یاد کړ. چاناکيا د کونډو ښځو د بیاځلي پلوی و (چې هغه مهال په هند کې منع کړای شوی و) له مالیاتو سره د کډوالۍ د هڅونې مخالف و او باوري و چې ریاضت‌غوښتنه په لوړ عمر لرونکو کسانو پورې محدوده کړي. [۹]

په لرغوني یونان کې اپلاتون (له ميلاد څخه مخکې ۳۴۷-۴۲۷) او ارستو (له ميلاد څخه مخکې ۳۲۲- ۳۸۴) د سپارت په څېر د روم دولت یوناني ښارونو ته د نفوس په تر ټولو غوره اندازې بحث وکړ او دې پایلې ته ورسېد چې ښارونه باید په کافي اندازه کوچني وي تر څو په اغېزمن ډول اداره شي او ښاریان په عمومي چارو کې مستقم ګډون ولري.  خو په ورته وخت کې باید په کافي اندازه لوی وي چې د ګاونډیو دوښمنانو پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړی شي. د نفوس د مطلوبې کچې د ساتنې لپاره فلیسوفان سپارښتنه کوي چې د نفوس کچې د کوچني‌والي په حالت کې باید تولید/زېږونه او که چېرې اړتیا وي مهاجرت وهڅول شي. که چېرې نفوس ډېر زیات شي مستعمراتو ته به مهاجرت/کډوالي وهڅول شي. ارستو دې پایلې ته ورسېد چې د نفوس زیات ډېروالی «په یقني توګه په ټولنه کې فقر رامنځته کوي او فقر د شر او فتنې لامل دی» ارسطو د نفوس د چټکې ودې له زیات‌والي څخه د مخنیوي لپاره د جنین له سقط/زیانولو او نویوزېږېدلیو له نورنمایی (چې ماشوم‌وژنه ده) څخه ملاتړ وکړ. [۱۰][۱۱]

کانفوسیوس (له ميلاد څخه مخکې ۴۷۸-۵۵۱) او نور چنايي ليکوالان خبرداری ورکوي چې «له حد څخه زیاته وده ښايي د هر کاريګر د تولید کچه راکمه کړي، د ولس د ژوند کچه وځپي او د زېږېدنې د شخړې لامل شي.» کانفوسیوس دا هم وڅېړل چې «د مړینې کچه هغه مهال لوړیږي چې د خوړو وړاندې کول/عرضه په کافي اندازه نه وي؛ له وخت مخکې ودونه د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې لامل کېږي او جګړه د نفوس وده کنترولوي.» [۱۰]

لرغوني روم په ځانګړي ډول د اګستوس د واکمنۍ پر مهال (له ميلاد څخه مخکې له ۶۳ کال څخه تر ميلاد وروسته ۱۴ کال پورې) د روم د پراخې امپراتورۍ د ادارې او ترلاسه کولو لپاره انساني ځواک ته اړتیا لرله. د زر ودونو او پرلپسې زېږون د هڅونې لپاره یو لړ قوانین وضع شول. لېکس جولیا (له میلاد څخه مخکې ۱۸ کال) او لېکس پاپیا پاپویا (له ميلاد څخه وروسته ۹) د دغه ډول قوانین ډېر پېژندل شوي مثالونه دي، هغه کسانو ته چې دا قوانین يې منل د ګڼو نورو مواردو تر څنګ مالیاتي معافیت او په دولتي بستونو کې د کار د غوښتنلیک پر مهال لومړيتوب ورکول کېده. هغو کسانو چې له یادو قوانیونو څخه سرغړونه کوله د شدیدو محدودیتونو له وضع کېدلو سره مخ وو. د مثال په ډول د هغې جوړې پاتې شوې مېرمنې چې ماشومان يې نه لرل یوازې کولی شوی د مړه شوي کس د شتمنۍ یو پر لسمه حصه په ميراث کې واخلي، حال دا چې پاتې برخه يې دولت اخیسته. دا قوانین په پای کې د خلکو له مقاومت سره مخ شول چې مقرراتو ته يې له نه‌پاملرنې سره له‌منځه لاړل. [۱۲]

د تورتولیان په نوم یو لومړنی عیسوي ليکوال (له ميلاد څخه وروسته نږدې ۱۶۰ - ۲۲۰) یو له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې قحطي او جګړه يي د هغو لاملونو په توګه یاد کړل چې د نفوس له ډېروالي څخه مخنیوی کولی شي. هغه ولیکل: «د ځمکې پراخ نفوس تر ټولو پیاوړی شاهد دی چې موږ پرې بار يو او هغه په سختۍ سره زموږ اړتياوې تامينولی شي؛ هر څومره چې زموږ تقاضا لوړیږي، د طبیعت له نارسائۍ/کمبوتۍ څخه زموږ شکایت د ټولو تر غوږونو رسېږي. د طاعون مصیبت، قحطي، جګړه او زلزلې د ګڼ‌نفوسه ملتونو لپاره یو الهي نعمت بلل کېږي، ځکه د انساني نسل د ودې په له منځه وړلو کې خدمت کوي.»[۱۳][۱۴]

له شمالي افریقا څخه د هر څه پوه ابن خلدون (۱۳۳۲-۱۴۰۶) د نفوس بدلونو له اقتصادي پراخیتا سره اړوند بلل چې د زېږون لوړ او د مړینې ټيټ نرخ يې د اقتصادي ودې له دور او د مړينې لوړ او د زېږون ټيت نرخ يې له اقتصادي رکورد سره په اړيکه کې باله. خلدون دې پایلې ته ورسېده چې د لوړ نفوس د مطلق شمېر پر ځای د لوړ نفوس تراکم د کار د اغېزمن وېش او ارزان مدیریت ته د لاس‌رسي لپاره مطلوب دی. [۱۵]

د منځنیو پېړیو په بهیر کې د نفوس پر مسایلو ډېر لږ په جلا توګه بحث کېده. په ټوله کې د فکر بڼه د سپېڅلي کتاب له دې فرمان «بارور اوسئ او ډېر شئ» سره سم د زېږون پلوې وه. [۱۵]

۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ سمول

اروپايي ښارونو د پخوا په پرتله په ډېرې چټکۍ سره وده وکړه او د ۱۶مې پېړۍ په اوږدو کې او د ۱۷مې پېړۍ په لومړيو کې د نفوس د ودې د ګټو او زیانونو په اړه بحثونه پرلپسې وو. نيکولا ماکياولي، د رېنانس دورې ايټالوی سیاسي فلیسوف ليکي: «کله چې د نړۍ هر ولایت له اوسېدونکو څخه ډک شي چې نور په هغه ځای کې ژوند نه‌شي کولی او په بل ځای کې ځانونه نه‌شي ځای پرځای کولی... نړۍ له دغو درېیو سېلاب، طاعون او قحطۍ له لارې ځان پاکوي.» مارتين لوتر دې پایلې ته ورسېده: چې «بچیان خدای جوړوي او خدای دوی ته روزي هم ورکوي.»[۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. "Fears grow that Japan's birth rate and aging crisis could be worsened by pandemic". The Japan Times. 18 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 8 December 2020 باندې). Japan to fund AI matchmaking to boost birth rate. BBC News.
  3. Lee, David D. (27 December 2020). "Can South Korea lift the world's lowest birth rate by offering cash incentives?". South China Morning Post. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 15 January 2020 باندې). How do countries fight falling birth rates?. BBC News.
  5. "Business lobby calls for govt action to boost Finland's birth rate". Yle.fi. 19 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 11 February 2019 باندې). Hungary tries for baby boom with tax breaks and loan forgiveness. BBC News.
  7. Rooney, Katharine. "This is how Estonia is growing its population". World Economic Forum. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Männi, Marian (11 July 2020). "Feature: Estonians starting to have more kids — because they can". ERR Online. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼي 6–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Neurath, Paul (1994). From Malthus to the Club of Rome and Back. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563244070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)