د انرژي پرمختګ


د انرژي پرمختګ د هغو فعاليتونو برخه ده چې له طبيعي سرچينو نه د انرژي سرچينو په لاسته راوړلو تمرکز کوي. دا فعاليتونه د معمول له مخې توليد، د انرژي متبادل او بيا نوي کېدونکې سرچينې او د انرژي د بيا کشف کولو او بياځلي ګټې اخېستنې لپاره هغه برخې رانغاړي چې کېدای شي بې له دې ضايع شي. د انرژي ساتنه او د مؤثريت اندازې د انرژي د پرمختګ غوښتنه کموي او کولی شي، ټولنې ته په چاپېریالي موضوعاتو کې ګټې ولري.

ټولنې د حمل او نقل، توليد، روښنايۍ ، تودولو او د هوا په برابرولو، مخابراتو، مفاهمې، صنعت ، سوداګرۍ او کورنيو موخو لپاره له انرژي نه ګټه پورته کوي. د انرژي سرچينې کېدای شي، د ابتدايي اواساسي سرچينو په توګه ډلبندي شي، چې سرچينه په کې کولی شي، د دې د پام وړ اصلي بڼه کې او يا د دويمو سرچينو په توګه وکارول شي، چې د انرژي سرچينه په کې بايد په زيات هوسا ډول د کارونې يوې بڼې ته بدلون وکړي. نه نوې کېدونکې سرچينې، د انساني کارونې په واسطه په ګټور ډول کارېدلي دي، په داسې حال کې چې نوې کېدونکې سرچينې، د هغو پرله پسې بهیرونو په وسیله تولیدېږي چې کولی شي، د انسانانو له خوا د طبیعي سرچینو استخراج را محدود کړي.

په زرګونو خلک د انرژي په صنعت کې ګومارل شوي دي. معمول صنعت د خامو نفتو صنعت، د طبيعي ګازو صنعت، برېښنايي صنعت او هستوي صنعت  په ځان کې رانغاړي. د انرژي نوي صنعتونه، د نوي کېدو وړانرژي صنعت، متبادل او د ثبات يا زغم وړ توليدول، وېش او متبادل سون توکي شاملوي.

د انرژي سرچينې کېدای شي، د اساسي سرچينو په توګه ډلبندي شي، چې د وروستۍ(نهايي) کارونې لپاره بې له دې چې بڼې ته بدلون ورکړي، مناسب دي. يا کېدای شي په دويمو يا فرعي سرچينو باندې ډلبندي شي چې په کې د انرژي د کارونې وړبڼه، له اصلي سرچينې نه ذاتي بدلون ته اړتيا لري. د لومړني يا اساسي انرژۍ بېلګي: بادي برېښنا، لمريزه برېښنا، لرګين سون توکي، فوسيلي سون توکي، لکه: سکاره، تیل او طبيعي ګاز او يورانيم دي. د دويمې او ثانوي انرژۍ نمونې: برېښنا، هايدروجن او مصنوعي سون توکي دي.

يوه بله مهمه ډلبندي، د وخت د غوښتنې پر بنسټ ده، چې د انرژي يوه سرچينه بيا توليد کړي. د بيا نوي کېدلو وړ سرچينې هغه دي، چې خپل ظرفيت د انساني اړتياوو په واسطه په يو وخت کې بيا رامنځته کوي. بېلګې يې د اوبو برېښنا يا بادي برېښنا ده، کله چې هغه طبيعي ښکارندې چې د انرژي لومړنۍ سرچينه ده، په جريان کې وي او د انساني غوښتنو په واسطه نه وي خالي شوې. نه نوې کېدونکې سرچينې هغه دي، چې د انساني کارونې په واسطه په اړين ډول کارېدلي دي او په خپله د انسان د ټول ژوند په جريان کې په اړين ډول خپل ځواک بېرته نه شي رغولی. د نه نوې کېدونکې سرچينې يو مثال سکاره دي، چې په طبيعي ډول په هغه اندازه نه تشکيلېږي، چې د انسان اړتيا پوره کړي.

فوسيلي سون توکي سمول

د فوسيلي سون توکو (لومړني د نه نوي کېدو وړ فوسيل) سرچينه، د ډبرو سکاره يا هایدروکاربني سون توکي سوځوي، چې د نباتاتو او حيواناتو د نابرابرۍ پاتې شوني دي. د فوسيلي سون توکو درې اساسي ډولونه د ډبرو سکاره، نفت او طبيعي ګاز دي. يو بل فوسيلي سون توکی مايع شوی نفتي ګاز (LPG) په بنسټيز ډول د طبيعې ګازو له توليد نه په لاس راغلی دی. له فوسيلي سوځېدونکو توکو تودوخه يا په مستقيم ډول د فضا د تودوالي او د تودوخې د پړاو لپاره کارول کېږي او يا د نقليه وسيلو، صنعتي پړاوونو يا د برېښنايي قوې توليد لپاره په ميخانيکي انرژۍ بدلېږي. دا فوسيلي سون توکي، د کاربن د دوران برخه دي او په O2 کې ذخيره شوې لمريزه برېښنا آزادوي. [۱]

د فوسيلي سون توکو کارونې په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې د صنعتي انقلاب لپاره زمينه مساعده کړه.

فوسيلي سون توکي، د نړۍ د اوسنۍ لومړنۍ انرژي سرچينو لويه برخه جوړوي. په ۲۰۰۵ ز کال کې د نړۍ د انرژۍ ۸۱ سلنه اړتياوې له فوسيلي سرچينو نه پوره کېدې. د فوسيلي سون توکو د کارونې لپاره د تيکنالوژي او زیربنا وار له مخه موجود دی. مايع سون توکي له اومو نفتو نه تر لاسه شول او د وزن يا حجم په يو واحد کې د ډېرې کارونې وړ انرژۍ وړاندې کوي، چې له ټيټو يا لږو غلظت لرونکو انرژي سرچينو، لکه: بټريګانو سره د پرتلنې پر مهال ګټوره ده. فوسيلي سون توکي، په اوس وخت کې د غيرمتمرکزې انرژي کارونې لپاره اقتصادي دي. [۲]

پر وارد شوو فوسيلي سون توکو باندې د انرژۍ اتکا د ناخپلواکو هېوادونو لپاره د انرژي د ساتنې خطرونه رامنځته کوي. د تیلو ناخپلواکۍ په ځانګړي ډول جنګ ، د بنسټونو د مالي بډاينې، انحصار او ټولنيز سياست د بې ثباتۍ لپاره زمينه برابروي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

فوسيلي سون توکي، بيا نه نوي کېدونکې سرچينې دي، چې په پای کې  په توليد کې کموالی يا تنزل کوي او له زوال سره هرومرو مخامخېږي. کله چې د سون توکو جوړوونکي پړاوونه دوام ولری، سون توکي د بشپړتيا يا بيا پوره کېدنې د طبيعي اندازې په پرتله، په ډېرې تېزۍ سره مصرفېږي. د سون توکو استخراخ په زياتېدونکي ډول ځکه قيمتي کېږي، چې ټولنه د سون توکو د لاسرسي وړ تر ټولو زياتې ذخيرې مصرفوي. د فوسيلي سون توکو استخراج، لکه: د کانونو خالي کولو او د ډبرو سکرو لپاره د غرونو د بې ځای کېدنې غوندې په چاپېریالي ټيټوالي کې اغېز لري. [۱۲][۱۳]

د سون توکو اغېزناکتوب، د حرارتي اغېزناکتوب يوه بڼه ده، د هغو پړاوونو د اغېزناکتوب معنا لري، چې په يو حامل سون توکي کې کيمياوي بالقوه انرژي په حرکي انرژۍ او کار بدلوي. د سون توکو اقتصاد، د يوې خاصې نقليه وسيلې د انرژي اغېزناکتوب دی، چې د طی شوي واټن او مصرف شوو سون توکو تر منځ د یوه نسبت په توګه ورکړل شوی دی. د وزن مشخص اغېزناکتوب (اغېزناکتوب پر د وزن واحد) کېدای شي د لېږد يا بارولو لپاره او د مسافر خاص اغېزناکتوب (د نقليه وسيلې اغېناکتوب پر مسافر) وپېژندل شي. په نقليه وسيلو کې د فوسيلې سون توکو نااغېزمنه فضايي سوځېدنه (احتراق)، ودانۍ او قوي نباتات د کليوالي حرارت جزيرو کې مرسته کوي. [۱۴]

د تیلو معمولي توليد، په مصون ډول د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ اوج ته ورسېد. په ۲۰۱۰ ز کې داسې اټکل شوی و چې، په نه نوې کېدونکو سرچينو کې به د ۸ ترېليونه ډالرو پانګه اچونې ته اړتيا وي، تر څو د ۲۵ کلونو لپاره د توليد اوسنۍ کچه ثابته وساتي. په ۲۰۱۰ ز کې حکومتونو په يوه کال کې شاوخواکې ۵۰۰ بيليونه ډالر د مصارفو لپاره مرستې Subsidies ورکړې. فوسيلي سون توکي ،د ګلخانه يي ګازونو د خوشې کوونو يوه سرچينه هم ده، چې که چېرې مصرف يا د سون توکو استهلاک لږ يا راکم نه شي، د نړيوالې تودوخې په اړه لارښوونې سره اړيکه لري. [۱۵][۱۶]

فوسيلي سون توکي، د سوځېدنې اتموسفير ته د ککړتيا د خوشې کولو لارښوونه کوي. فوسيلي سون توکي په اصل کې د کاربن ترکيبات دي. د سوځېدنې په جريان کې کاربن ډای اکسايد، نايتروجني اکسايدونه، لوګي او نور Fine Particulates خوشې کېږي. کاربن ډای اکسايد په وروستي اقليمي بدلون کې اصلي مرستندوی دی. د فوسيلي سون توکو له برېښناتمځای نه د نورو ګازونو توليد کې سلفرډای اکسايد، کاربن مونو اکسايد (CO)، هايدروکاربنونه، بړاس کېدونکي عضوي ترکيبونه (VOC)، سيماب، ارسنيک، سرپ، کدميم (cadmium) او د يورانيمو په ګډون نور درانده فلزات شامل دي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

د ډبرو سکرو يوه نمونه يي يا قسمي نبات، په يو کال کې په بېليونونه کېلوواټ ساعتونو برېښنا توليدوي. [۲۰]

هستوي (ذروي) سمول

ماتېدنه سمول

هستوي قوه د ګټورې تودوخې او برېښنا د توليد په موخه د هستوي ماتېدنې کارونه ده. د يورانيم ماتېدنه په اقتصادي ډول نږدې ټول اړين هستوي ځواک توليدوي. Radioisotope thermoelectric  جنراتورونه د انرژي د تولید ډېر کوچنی عنصر تولیدوي، چې زیاتره په ډېرو تخصصي اپلیکیشنونو کې کارول کېږي، لکه په فضايي بېړیو کې.

د ذروي ځواک نباتات د سمندري وسيلو (naval reactors) په استثنا، په ۲۰۱۲ ز کې د نړۍ د انرژۍ لږ تر لږه 5.7% او د نړۍ د برېښنا 13% برابره کړه. [۲۱]

په ۲۰۱۳ ز کې IAEA راپور ورکړ چې، په ۳۱ هېوادونو کې د ذروي قدرت ۴۳۷ عملياتي وسيلې دي، که څه هم هره وسيله برېښنا نه توليدوي. د دې تر څنګ لږ تر لږه ۱۴۰ سمندي بېړۍ دي چې په عملياتو کې هستوي دفعې کاروي، چې د شاوخوا ۱۸۰ وسيلو په واسطه پياوړي شوې دي، لکه: د ۲۰۱۳ز، له ثابتو هستوي ائتلاف غبرګونونو نه د خالص انرژي لاسته راوړلو په استثنا، د طبيعي ائتلاف سرچينو،لکه: لمر د نړيوالو فزيک او انجنيري څېړنې يوه جاري ساحه پاتې کېږي. له لومړنيو هڅو نه لږ تر لږه ۶۰ کلونه وروسته، د سوداګريز ائتلاف د قوت او طاقت توليد ،له ۲۰۵۰ ز کال نه مخکې ناشونی پاتې کېږي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. Schmidt-Rohr, K. (2015). "Why Combustions Are Always Exothermic, Yielding About 418 kJ per Mole of O2", J. Chem. Educ. 92: 2094-2099. http://dx.doi.org/10.1021/acs.jchemed.5b00333.
  2. International Energy Agency: Key World Energy Statistics 2007. S. 6
  3. Energy Security and Climate Policy: Assessing Interactions. p125
  4. Energy Security: Economics, Politics, Strategies, and Implications. Edited by Carlos Pascual, Jonathan Elkind. p210
  5. Geothermal Energy Resources for Developing Countries. By D. Chandrasekharam, J. Bundschuh. p91
  6. Congressional Record, V. 153, PT. 2, January 18, 2007 to February 1, 2007 edited by U S Congress, Congress (U.S.). p 1618
  7. India s Energy Security. Edited by Ligia Noronha, Anant Sudarshan.
  8. National security, safety, technology, and employment implications of increasing CAFE standards : hearing before the Committee on Commerce, Science, and Transportation, United States Senate, One Hundred Seventh Congress, second session, January 24, 2002. DIANE Publishing. p10
  9. Ending our-Dependence on Oil Archived 2013-03-19 at the Wayback Machine. - American Security Project. americansecurityproject.org
  10. Energy Dependency, Politics and Corruption in the Former Soviet Union. By Margarita M. Balmaceda. Psychology Press, December 6, 2007.
  11. Oil-Led Development Archived May 13, 2013, at the Wayback Machine.: Social, Political, and Economic Consequences. Terry Lynn Karl. Stanford University. Stanford, California, United States.
  12. Peaking of World Oil Production: Impacts, Mitigation, and Risk Management. Was at: www.pppl.gov/polImage.cfm?doc_Id=44&size_code=Doc
  13. "Big Rig Building Boom". Rigzone.com. 2006-04-13. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Heat Island Group Home Page". Lawrence Berkeley National Laboratory. 2000-08-30. د اصلي آرشيف څخه پر January 9, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Has the World Already Passed "Peak Oil"?". nationalgeographic.com. 2010-11-11. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ScienceDaily.com (April 22, 2010) "Fossil-Fuel Subsidies Hurting Global Environment, Security, Study Finds" Archived 2016-04-10 at the Wayback Machine.
  17. Intergovernmental Panel on Climate Change (2007): IPCC Fourth Assessment Report - Working Group I Report on "The Physical Science Basis".
  18. "Environmental impacts of coal power: air pollution". Union of Concerned Scientists. 18 August 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. NRDC: There Is No Such Thing as "Clean Coal" Archived July 30, 2012, at the Wayback Machine.
  20. How much electricity does a typical nuclear power plant generate Archived 2013-07-29 at the Wayback Machine.? - FAQ - U.S. Energy Information Administration (EIA)
  21. "Key World Energy Statistics 2012" (PDF). International Energy Agency. 2012. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  22. "PRIS - Home". Iaea.org. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "World Nuclear Power Reactors 2007-08 and Uranium Requirements". World Nuclear Association. 2008-06-09. د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2013-06-07 باندې). Japan approves two reactor restarts.
  25. "What is Nuclear Power Plant - How Nuclear Power Plants work | What is Nuclear Power Reactor - Types of Nuclear Power Reactors". EngineersGarage. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Nuclear-Powered Ships | Nuclear Submarines". World-nuclear.org. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) Naval Nuclear Propulsion, Magdi Ragheb. As of 2001, about 235 naval reactors had been built
  28. "Beyond ITER". The ITER Project. Information Services, Princeton Plasma Physics Laboratory. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) - Projected fusion power timeline