د انرژي اغېزمنه کارونه

د انرژي اغېزمنه کارونه، چې زیاتره په ساده ډول د انرژي اغېزمنتوب بلل کېږي، هغه موخه ده چې د توکو او خدماتو په چمتووالي کې د اړتیا وړ انرژي کچه کمه کړي او د هوا د ککړتیا اغېزې ټیټې کړي. د بېلګې په توګه: د ودانۍ عایق کول مرسته کوي چې د تودوخې د کنټرول ترلاسه کولو او ساتلو لپاره د تودوخې او ساړه لږ انرژي وکارول شي. د ال اي ډي (د روښنایي خپروونکي دوه قطبي) څراغونو نصب، فلوروسینټ څراغونه، یا د آسماني طبیعي رڼا کړکۍ د دودیز ریشته وي څراغونو په پرتله د روښانایي د ترلاسه کولو لپاره اړینه انرژي کموي. د انرژۍ په اغېزمنتوب کې پرمختګ په عمومي توګه د لا اغېزمنې ټیکنالوژۍ یا د تولید د بهیر یا د انرژي د ضایعاتو کمولو لپاره د منل شوو تګلارو په کارولو سره ترلاسه کېږي. [۱]

ډېرې هڅونې د انرژي د اغېزمنتوب د غوره کولو لپاره شته. د انرژي د مصرف کمول د انرژي لګښتونه کموي او که چېرې د انرژي سپما د انرژي د اغېزمنې ټیکنالوژۍ د پلي کولو اضافي لګښتونه جبران کړي، ښایي د مصرف کوونکو لپاره د مالي لګښت د کمښت لامل شي. د انرژي د کارولو کمښت د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د کمولو د ستونزې لپاره د حل لارې په توګه ګڼل کېږي. د انرژۍ د نړیوالې ادارې له قوله، په ودانیو، صنعت او ترانسپورت کې د انرژۍ د اغېزمنتوب لوړوالی کولای شي په ۲۰۵۰ کال کې د نړۍ د انرژي اړتیا یو پر دریمه راټیټه کړي، او د نړۍ د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو په کنټرول کې مرسته وکړي. بله ارزښتمنه حل لاره دا ده چې د حکومت له د انرژي سبسایډي لرې کړل شي چې د نړۍ تر نیمو زیاتو هېوادونو کې د انرژي لوړ مصرف او د انرژي نااغېزمنې کارونې ته وده ورکوي. [۲][۳]

د انرژي اغېزمنتوب او د تجدید وړ انرژي د پايېدونکي انرژي د سیاست دوه ستنې ګڼل کېږي او د پایښت وړ انرژی په ډلبندي کې لوړ لومړیتوبونه دي. د انرژي اغېزمنتوب په زیاتره هېوادونو کې د ملي امنیت د ګټې په توګه انګېرل کېږي ځکه چې دا د بهرنیو هېوادونو څخه د انرژي د وارداتو د  کمښت لپاره کارول کېدای شي او کولای شي د انرژي د کورنیو سرچینو تشول سوکه کړي.   [۴]

لنډه کتنه

سمول

د انرژي اغېزمنتوب د ودانیو د اقتصاد په برخه کې د انرژي د مصرف له زیاتوالي پرته د لګښت مؤثره ستراتیژي ثابته شوې ده. د بېلګې په توګه: د کالیفورنیا ایالت د ۱۹۷۰ ز کلونو په اوږدو کې د انرژي د اغېزمنتوب ګامونه، لکه د ودانیو قانون او د سخت اغېزمنتوب له شرایطوسره د وسایلو معیارونه په لاره واچول. د کلیفورنیا د انرژۍ مصرف د راتلونکو کلونو په اوږدو کې، د سړي پر سر د لګښت پر بنسټ نږدې افقي پاتې شوی دی، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ملي مصرف دوه چنده شوی دی. کلیفورنیا د خپلې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د انرژۍ د نوو سرچینو لپاره د "لوډ کولو حکم" پلي کړ چې په کې د انرژي اغېزمنتوب لومړی ځای، د تجدید وړ برېښنا غځول دویم ځای او د فوسیلي برېښنا نوې فابریکې وروستی ځای لري. نورو ایالاتونو، لکه کانکټیکټ او نیویارک دولتي ډوله زرغون بانکونه رامنځ ته کړي، ترڅو د هستوګنیزو او سوداګریزو ودانیو مالکینو سره د انرژي د اغېزمنتوب د پراخیتا په تمویل کې مرسته وکړي او د ګازونو خپرښت کم کړي او د مستهلک د انرژي لګښتونه تيټ کړي. [۵][۶][۷]

د لووین راکي ماونټین انسټیټیوټ څرګندوي چې په صنعتي چاپېریال کې د انرژي او لګښت د سپما لپاره "د رڼا، بادپکې او پمپ سیسټمونو په برخه کې له ۷۰٪ څخه تر ۹۰٪ پورې، د برېښنایی موټرو په برخه کې ۵۰٪ ؛ او د تودوخې، ساړه، د دفتر د تجهیزاتو او وسایلو په برخه کې ۶۰٪ " پراخ فرصتونه شته دي.  په ټوله کې، تر ۷۵٪ پورې برېښنا چې اوس په متحده ایالاتو کې کارول کېږي د اغېزمنتوب په ګامونو سپما کېدای شي چې له لګښت یې په خپله له برېښنا څخه لږ دی، همدارنګه دا حالت د کور په برخه کې هم صدق کوي. د متحده ایالاتو د انرژۍ وزارت ویلي چې په کورونو کې د انرژي د اغېزمنتوب په لوړوالي سره د انرژي د سپما شونتیا ۹۰ ملیارده کیلواټه په ساعت کې ده.   [۸]

نورو څېړنو هم په دې ټینګار کړی دی. یو راپور چې د مک کینزی ګلوبل انسټیټیوټ له خوا په ۲۰۰۶ ز کال کې خپور شو، څرګنده کړه چې: "د انرژي د مولدیت د لوړولو لپاره پوره اقتصادي فرصتونه شته چې کولای شي، د نړۍ د انرژۍ د تقاضا وده په کال کې له ۱  سلنې څخه لږ وساتي" – له نیمی لږ ۲.۲ سلنه اوسط وده په ۲۰۲۰ ز کال کې د سوداګرۍ په معموله سناریو کې اټکل شوې ده. د انرژۍ مولدیت چې د انرژۍ په هر کارول شوي واحد کې د توکو او خدماتو حاصل او کیفیت اندازه کوي، کېدای شي، د تولید لپاره د اړتیا وړ انرژي په کمولو، یا د ورته انرژۍ څخه د توکو او خدماتو مقدار یا کیفیت لوړولو څخه لاس ته راشي.  [۹]

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کارچوکاټ کنوانسیون تر څارنې لاندې، د ۲۰۰۷ ز کال ویانا د اقلیم د بدلون د خبرو راپور، په روښانه توګه ښیي چې "د انرژۍ اغېزمنتوب کولای شي په ټیټ لګښت کې د ګازونو د خپرېدو حقیقي کمښت را منځ ته کړي." [۱۰]

نړیوال معیارونه آیسو ۱۷۷۴۲ او آیسو ۱۷۷۴۲ د هېوادونو او ښارونو لپاره د انرژۍ د سپما او د انرژۍ اغېزمنتوب په اړه د محاسبې او راپور ورکولو لپاره مستنده تګلاره وړاندې کوي.  [۱۱][۱۲]

د یو هېواد یا سیمې د انرژۍ شدت، په ناخالص کورني تولید یا د اقتصادي محصول ځینې نور اندازه کوونکو کې د انرژۍ د کارونې نسبت"، د انرژۍ د اغېزمنتوب څخه توپیر لري. د انرژۍ شدت د اقلیم، اقتصادي جوړښت (د بېلګې په توګه تولیدي یا خدماتي)، سوداګرۍ او د ودانیو، وسایطو او صنعت د انرژۍ د اغېزمنتوب له خوا اغېزمن کېږي[۱۳]

د انرژي د مصرف کوونکي له نظره ، د انرژي د اغېزمنتوب بنسټیزه هڅونه په ساده ډول د انرژي د پېرود د لګښت د کمښت پر مټ د پیسو سپما ده. د دې ترڅنګ، د انرژۍ د سیاست له اړخه، د "لومړي سون" په توګه د انرژۍ د اغېزمنتوب په پېژندنه کې اوږده بحثونه شوي دي، دا د هغې وړتیا په معنا ده چې حقیقي سون موادو له مصرف څخه مخینوی وکړي او دهغه لپاره ځایناستی و ټاکي. په حقیقت کې، د انرژۍ نړیوالې ادارې محاسبه کړې چې د ۱۹۷۴ز کال څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې د انرژۍ د اغېزمنتوب د ګامونو پلي کولو دا بریا را منځ ته کړې ده، په خپلو غړو هېوادونو کې یې د هر ځانګړي سون، لکه د تیلو، ډبرو سکرو او طبیعي ګاز د مصرف په پرتله، د انرژي د ډېر مصرف مخه ونیسي.  [۱۴]

له دې ها خوا، دا د اوږدې مودې راهیسې منل شوې ده چې د انرژي اغېزمنتوب د انرژي د مصرف کمښت سربېره نورې ګټې هم راوړي. د دې نورو ګټو د ارزښت ځینې اټکلونه چې زیاتره د ګڼو ګټو، ګډو ګټو، ضمني ګټو یا غیر انرژی ګټو په نوم یادېږي، د دوی مجموعي ارزښت حتی د انرژۍ د مستقیمو ګټو په پرتله لوړ ګڼل کېږي. د انرژۍ د اغېزمنتوب په دې ګڼو ګټو کې د اقلیم د بدلون د اغېزو کمښت، د هوا د ککړتیا کمښت او د روغتیا غوره والی، د کور دننه د شرایطو غوره والی، د انرژي د خوندیتوب غوره والی او د انرژي د مصرف کوونکو لپاره د نرخ د خطر کمښت ګډون لري. د دې ګڼو ګټو د پولي ارزښت د محاسبه کولو تګلارې رامنځ ته شوې، لکه د غوره والي لپاره د ټاکنې د تجربې تګلاره چې مصنوعي برخې لري (لکه د طبعیت ښکلا یا آرامتیا) او د نرخ خطر کمښت لپاره د تومینین سیپینین مېتود. کله چې د انرژي د اغېزمنتوب د پانګونې اقتصادي ګټې په تحلیل کې شاملې شي، په ساده ډول د سپما شوي انرژي د ارزښت په پرتله د پام وړ لورې ښودلای شي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. Diesendorf, Mark (2007). Greenhouse Solutions with Sustainable Energy, UNSW Press, p. 86.
  2. Indra Overland (2010). "Subsidies for Fossil Fuels and Climate Change: A Comparative Perspective". International Journal of Environmental Studies. 67: 203–217. Archived from the original on 2018-02-12. نه اخيستل شوی 2018-05-16.
  3. Hebden, Sophie (2006-06-22). "Invest in clean technology says IEA report". Scidev.net. Archived from the original on 2007-09-26. نه اخيستل شوی 2010-07-16.
  4. Prindle, Bill; Eldridge, Maggie; Eckhardt, Mike; Frederick, Alyssa (May 2007). The twin pillars of sustainable energy: synergies between energy efficiency and renewable energy technology and policy. Washington, DC, US: American Council for an Energy-Efficient Economy. CiteSeerX 10.1.1.545.4606.
  5. "Loading Order White Paper" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2018-01-28. نه اخيستل شوی 2010-07-16.
  6. Zehner, Ozzie (2012). Green Illusions. London: UNP. pp. 180–181. Archived from the original on 2020-04-04. نه اخيستل شوی 2021-11-23.
  7. Kennan, Hallie. "Working Paper: State Green Banks for Clean Energy" (PDF). Energyinnovation.org. Archived (PDF) from the original on 25 January 2017. نه اخيستل شوی 26 March 2019.
  8. "Weatherization in Austin, Texas". Green Collar Operations. Archived from the original on 2009-08-03. نه اخيستل شوی 2010-07-16.
  9. Steve Lohr (November 29, 2006). "Energy Use Can Be Cut by Efficiency, Survey Says..." The New York Times. Archived from the original on May 12, 2011. نه اخيستل شوی November 29, 2006.
  10. "Press Release: Vienna UN conference shows consensus on key building blocks for effective international response to climate change" (PDF). Unfccc.int. Archived (PDF) from the original on 11 June 2017. نه اخيستل شوی 26 March 2019.
  11. ISO 17743:2016 - Energy savings — Definition of a methodological framework applicable to calculation and reporting on energy savings. International Standards Association (ISO). Geneva, Switzerland. Archived from the original on 2016-11-12. نه اخيستل شوی 2016-11-11.
  12. ISO 17742:2015 — Energy efficiency and savings calculation for countries, regions and cities. International Standards Association (ISO). Geneva, Switzerland. Archived from the original on 2016-11-12. نه اخيستل شوی 2016-11-11.
  13. "Energy Efficiency Indicators 2020". International Energy Agency. June 2020. Archived from the original on September 28, 2020. نه اخيستل شوی September 21, 2020.
  14. International Energy Agency: Report on Multiple Benefits of Energy Efficiency Archived 2021-03-29 at the Wayback Machine.. OECD, Paris, 2014.
  15. International Energy Agency: Report on Multiple Benefits of Energy Efficiency Archived 2021-03-29 at the Wayback Machine.. OECD, Paris, 2014.
  16. B Baatz, J Barrett, B Stickles: Estimating the Value of Energy Efficiency to Reduce Wholesale Energy Price Volatility Archived 2020-03-02 at the Wayback Machine.. ACEEE, Washington D.C., 2018.
  17. Tuominen, P., Seppänen, T. (2017): Estimating the Value of Price Risk Reduction in Energy Efficiency Investments in Buildings Archived 2018-06-03 at the Wayback Machine.. Energies. Vol. 10, p. 1545.
  18. Ürge-Vorsatz, D.; Novikova, A.; Sharmina, M. Counting good: Quantifying the co-benefits of improved efficiency in buildings. In Proceedings of the ECEEE 2009 Summer Study, Stockholm, Sweden, 1–6 June 2009.
  19. Weinsziehr, T.; Skumatz, L. Evidence for Multiple Benefits or NEBs: Review on Progress and Gaps from the IEA Data and Measurement Subcommittee. In Proceedings of the International Energy Policy & Programme Evaluation Conference, Amsterdam, The Netherlands, 7–9 June 2016.