د اندونیزیا کلتور


د اندونیزیا کلتور د اصلي بومي دودونو او ګڼو بهرنیو تاثیراتو تر منځ د اوږد متقابل عمل له امله رامنځته شوی. اندونیزیا د لرې ختیځ، سویلي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د لرغونو سوداګریزو لارو په منځ کې پروت دی، د ډیریو کلتوري کړنو په پایله کې د بېلابېلو دینونو لکه بودیزم، عیسویت، کنفیوسیزم، هندویزم، او اسلام له خوا په کلکه اغیزمن شوی دی. لوی سوداګریز ښارونه د یوه پېچلي کلتوري یو ځای والي پایله ده، چې ډېری له اصلي بومي کلتورونو سره توپیر لري.

له هندویزم سره د اسلام د یوځای کېدنې د بېلګو له ډلې د جاوې ابانګان عقیدې ته اشاره کولای شو. بالیايي نڅا د لرغونو بودایی او هندو پاچاهیو په اړه کیسې لري، په داسې حال کې چې اسلامي هنري او معمارۍ بڼې په سوماترا کې، په ځانګړې توګه د Minangkabau او Aceh سیمو کې شتون لري. دودیز هنر، موسیقۍ او سپورټ د پینکاک سیلات په نوم یوه جنګي هنر کې سره یوځای شوي دي.

غربي نړۍ پر اندونیزیا باندې د ساینس، ټیکنالوژۍ او عصري تفریح ​​یا ساعت تېریو لکه تلویزیوني خپرونو، فلم او موسیقۍ او همدارنګه سیاسي سیسټم او مسایلو په برخه کې اغېزې ښندلې دي. هند په ځانګړې توګه پر اندونیزیايي سندرو او فلمونو د پام وړ اغېز کړی. د سندرو یو مشهور ډول هندي-ریتمیک ډانګډوت دی، چې ډیری وختونه له عربي او مالایې دودیزې موسیقۍ سره یوځای کیږي.

د اندونیزیا ځینې لرې پرتې سیمې د بهرني کلتور له اغیزو سره سره، اوس هم د خپل بومي یا اصلي کلتور ساتنه کوي. بومي توکمیزې ډلې لکه منتاوای، عصمت، داني، داياک، توراجه او يو شمېر نور توکمونه اوس هم خپل توکميز مذهبي دودونه ترسره کوي او دوديزې جامې اغوندي. [۱]

موسیقۍ سمول

اندونیزیا د هغو کسانو د اوسېدو ځای دی چې په جاوا، سوماترا او بالي ټاپوګانو کې ژوند کوي. د لویدیځې، مرکزي او ختیځې جاوا او بالي دودیزه موسیقۍ ګامیلان ده (دودیزې وسیلې دا دي: ګامبانګ، بونانګ، سارون، کینونګ، ګونګ او ډېرې نورې). ګامیلان په ۲۰۲۱ کې د یونیسکو (د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان) له خوا د بشریت د شفاهي او غیر محسوس میراث د شاهکار په توګه وپېژندل شو.

د ۱۹۶۵ د جون په ۲۹، Koes Plus، چې په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې د اندونیزیا د پاپ موسیقۍ یوه مخکښه ډله وه، د غربي موسیقۍ په سبک کې د موسیقۍ د غږولو له امله د لویدیځ جاکارتا په ګلدوک کې زنداني شوه. د ولسمشر سوکارنو له استعفا وروسته، دا قانون لغوه شو، او په ۱۹۷۰ لسیزې کې د ګلوډوک زندان له منځه لاړ او پرځای یې د اخیستلو یو لوی مرکز جوړ شو.

Kroncong د موسیقۍ یو ډول دی چې له ګیتار او یوکلل نه د موسیقۍ د اصلي وسایلو په توګه کار اخلي. ددې ډول یا ژانر ریښې په پرتګال کې وې او د پرتګالي سوداګرو له خوا په ۱۵ پیړۍ کې معرفي شوی دی. په شمالي جاکارتا کې د Keroncong Tugu  دودیزې موسیقۍ ډله شتون لري او په مالوکو کې د Keroncong دودیزې موسیقۍ نورې ډلې شتون لري چې پياوړي پرتګالي اغېزې لري. د موسيقۍ دغه ډول یا ژانر د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې مشهور شو. د Kroncong معاصره بڼه Pop Kroncong نومیږي.[۲][۳]

نڅا سمول

اندونیزیايي نڅا د توکمیزو ډلو د متنوع کلتور چې د اندونیزیا ملت یې جوړ کړی ښکارندويي کوي. دلته  اتریشي ریښې او د میلانیزیایي قبیلوي نڅا ډولونه د لیدو وړ دي، او د ګاونډیو اسیايي هیوادونو، لکه: هند، چین او منځني ختیځ ته د استعمار له لارې د اروپا لویدیځ سبکونو اغېزې هم له ورایه ښکاري. هره توکمیزه ډله خپلې ځانګړې نڅاوې لري، چې د اندونیزیا د اصلي نڅاګانو شمېر له ۳۰۰۰ نه زیات دی. په هرحال، د اندونیزیا نڅاوې په درېیو دورو: د ماقبل التارخ دوره، د هندو/بودايي دوره، او د اسلام دوره، او په دوو ژانرونو: د دربار نڅا او ولسي نڅا ویشلای شو.

په دودیزو نڅاګانو کې تسلسل شتون لري چې له هند نه د رامایانا او مهابھاراتا پیښې، او له تایلینډ نه تر بالي پورې انځوروي. که څه هم د یوګیاکارتا او سوراکارتا د دربار نڅاګانو او د دوی د مشهورو ډولونو ترمنځ د پام وړ توپیر شتون لري. په داسې حال کې چې د دربار نڅا وده کړې او ان په نړیواله کچه ترسره کیږي، د نڅا او ډرامې مشهور ډولونه باید ډېری په سیمه ییزه توګه وموندل شي.[۴]

معمارۍ سمول

له پیړیو راهیسې د اندونیزیا بومي یا اصلي معماریو په اندونیزیا کې د استوګنې داسې ځایونه رامنځته کړي، چې له لرګیو نه داسې جوړې شوي دي چې پایې لري او د لوی بام په واسطه پوښل شوي دي. د اندونیزیا پر معمارۍ باندې هندي معمارۍ ډېرې اغېزې ښندلي دي، پر دې سربېره د اروپا د معمارۍ اغیزې په ځانګړي توګه له ۱۹ پیړۍ راهیسې قوي دي او د اندونیزیا عصري معمارۍ په نړیواله کچه پراختیا موندلې ده.

د سویل ختیځې اسیا د ډیرو برخو په څېر، د اندونیزیا دودیزه بومي معمارۍ د جاوا او بالي په استثنا له لرګیو جوړه شوې ده. د لرګیو د پام وړ کورونه په بورنیو کې د دایاک خلکو ، د سوماترا په لویدیځ کې د میننګکاباو خلکو رومه ګدانګ، په شمالي سوماترا کې د باتک خلکو رومه بولون او په سولاویسي کې د توراجا خلکو تونګکونان کورونه دي. له لویو څنډو سره د زیني لویو بامونو بېلګې، د باټاک کورونه او د توراجا د تونګکون کورونه دي. د توراجان د کورونو مخې ډېری د غواګانو په ښکرونو سینګار شوې وي، چې د یو بل پر سر باندې ځای پر ځای شوي دي او د وضعیت ښکارندويي کوي. ډېری وختونه بهر دیوالونه یې هم ډېر ښکلي سینګار شوي وي. [۵]

جامې سمول

د اندونیزیا غوره پیژندل شوې ملي جامې باټیک او کبایا دي، که څه هم په پیل کې دا جامې له جاویاني او بالینی کلتورونو نه اخیستل شوې دي، چې په جاویاني، سنډاني او بالیني کلتورونو کې خورا مشهورې دي. ځکه چې جاوا د اندونیزیا سیاسي مرکز او نفوس ګرځیدلی، ددې ټاپو سیمه ییزو جامو د ملي جامو حیثیت ترلاسه کړی دی. اندونیزیا د ګڼ شمېر وګړو درلودونکي هیواد په توګه ۳۴ ولایتونه لري چې هر یو ولایت یې د بې ساري او بېلابېلو ډیزاینونو په درلودو سره د دودیزو جامو استازولۍ لري. ملي جامې په رسمي مراسمو او دودیزو مراسمو کې اغوستل کیږي. په اندونیزیا کې هر ولایت خپلې دودیزې جامې لري. په اندونیزیايي ژبې د دې سیمې جامې د Pakaian Tradisional یا Pakaian adat په نوم یادیږي، او د اندونیزیا د نساجۍ دودونو او صنایعو نه اخیستل شوي دي.

ادبیات سمول

د اندونیزیا لومړنيو ادبیاتو له مالایې ادبیاتو نه سرچینه اخیستې، چې تر شلمې پیړۍ پورې د دې ریښو اغیزې احساسېدلې. «اندونیزیايي ادبیات» د اندونیزیا ژبې ته اشاره کوي چې د اندونیزیا په هیواد کې لیکل شوي، خو هغه لیکل شوي ادبیات چې ددې ژبې په پخوانۍ بڼه کې لیکل شوي، لکه مالایی ژبه چې د هالنډ په ختیځ هند کې لیکل شوې هم په برکې نیسې. د اندونیزیا تر ټولو نامتو لیکوال Pramoedya Ananta Toer و چې په نړیواله کچه یې شهرت ترلاسه کړی و، او د Magsaysay جایزه چې د ادبیاتو نوبل جایزې لپاره په پام کې نیول شوې وه ترلاسه کړې ده. د نورو مهمو شخصیتونو له ډلې مرحوم چیریل انور، شاعر او د لیکوالانو د «۴۵ نسل» ډلې غړی، چې د اندونیزیا د خپلواکۍ په غورځنګ کې یې فعاله ونډه درلوده، یادولای شو.

هالنډي لیکوال مولتاټولي په مکس هاولار کتاب کې له اندونیزیایانو سره د هالنډيانو پر چلند نیوکه کړې چې د نړیوالو پام یې ځان ته واړوو.

په عصري اندونیزیايي لیکوالانو کې سینو ګومیرا ادجیدرما، اندریا هیراتا، حبیب الرحمن ال شیرازي، ایو اوتامي، ګاس تاف ساکای، ایکا کورنیوان، راتیه کومالا، ډی، اوکا روسمیني شامل دي. د دوی ځینې اثار نورو ژبو ته ژباړل شوي دي.

سرچينې سمول

  1. Taylor, Jean Gelman (2003). Indonesia peoples and Histories. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-10518-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Indonesian Angklung". Unesco.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "UNESCO grants Indonesia's angklung cultural heritage title". News.xinhuanet.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  5. "Borobudur : A Wonder of Indonesian History". Indonesia Travel. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)