د اندونیزیا سیاست

د اندونیزیا سیاست د ولسمشرۍ د استازولۍ د ډیموکراټیکې جمهورۍ په چوکاټ کې ترسره کېږي چې په هغه کې د اندونیزیا ولسمشر هم د ریاست رئیس او هم د دولت رئیس او د څو حزبي سیسټم مشر دی. اجرائیوي ځواک د دولت له لوري کارول کېږي. مقننه ځواک هم د دولت او د خلکو د دوه اړخیزې مشورتي جرګې په واک کې دی. قضایي ځواک له مقننه او اجرائیه ځواک څخه خپلواک دی.[۱]

د ۱۹۴۵ز کال اساسي قانون د اجرائیه، مقننه او قضائيه ځواکونو ترمنځ محدود تفکیک وړاندې کړی وو. حکومتي نظام یې د «ولسمشري له پارلماني ځانګړتیاوو سره» په توګه توصیف شوی دی. د ۱۹۹۸ز کال په مې کې د اندونیزیا له بلوا ګانو او د ولسمشر سوهارټو له استعفا څخه وروسته، د تعدیلاتو له لارې ډېر سیاسي اصلاحات د اندونیزیا په اساسي قانون کې رامنځته شول چې د دولت په ټولو څانګو کې د بدلونونو رامنځته کېدو لامل شول.[۱]

د اکونومیسټ استخباراتي واحد په ۲۰۱۹ز کال کې اندونیزیا د «نیمګړې ډیموکراسي» په توګه وارزوله. د اندونیزیا سیاسي ګوندونه د کارتل ګوندونو په توګه د ګوندونو په منځ کې د واک پراخ وېش او رای ورکوونکو ته د محدودې ځواب وینې په توګه پېژندل کېږي.[۲]

تاریخچه

سمول

لېبراله ډیموکراسي او لارښود شوې ډیموکراسي

سمول

د لېبرالې ډیموکراسۍ دوره (په اندونیزیايي کې: Demokrasi Liberal) په اندونیزیا کې د ۱۹۵۰ز کال د اګسټ په ۱۷مه د اندونیزیا فډرال متحده ایالتونو له منځه تللو څخه وروسته د هغه له جوړېدو څخه له یو کال څخه کم وخت کې پیل شو او په ۱۹۵۹ز کال کې د پوځي حکومت په رامنځته کېدو او د جولای په ۵مه نېټه د ولسمشر سوکارنو په فرمان د لارښود شوې ډیموکراسۍ (په اندونیزیایي کې: Demokrasi Terpimpin) له معرفي سره پای ته ورسېده. دا هېواد د څو مهمو پېښو شاهد وو، له هغه جملې څخه په ۱۹۵۵ز کال کې د بانډونګ کنفرانس، د اندونیزیا لومړنۍ عمومي او د اساسي قانون مجلس ټاکنې او د سیاسي بې ثباتۍ یوه اوږده دوره، چې دوه کاله دولت له کابینې پرته دوام وکړ.

له ۱۹۵۷ ز کال څخه، لارښود شوې ډیموکراسي ترهغو چې په ۱۹۶۶ز کال کې نوی نظم پیل شو، سیاسي سیسټم وو. دا د ولسمشر سوکارنو مفکوره وه او د سیاسي ثبات رامنځته کېدو لپاره هڅه وه. هغه باور درلود چې د لویدیځ ډوله ډیموکراسي د اندونیزیا حالت لپاره مناسبه نده. پرځای یې، هغه د کلیوال دودیز توافق او بحث سیسټم پر اساس د یوه سیسټم په لټه کې وو چې د کلي مشرانو لارښوونې سره رامنځته شو.

نوي نظم ته انتقال

سمول

«نوي نظم» ته انتقال د ۱۹۶۰مې لسیزې په منځ کې، سوکارنو وروسته له ۲۲ کلونو له دې مقام څخه لرې کړ. د دې هېواد د مډرن تاریخ ترټولو ډېره له ګډوډۍ ډکه دوره، د سوهارټو د ولسمشرۍ درې لسیزو دورې پیل وه. سوکارنو چې د لوی دالانګ («ګوډاګی ماسټر») په توګه توصیفېږي، د مخالفو ځواکونو په منځ کې د تعادل رامنځته کولو او په پوځ کې د زیاتېدونکو مخالفانو او د اندونیزیا کمونیسټ ګوند (PKI) څخه ځواک لاس ته راوړ.

تر ۱۹۶۵ز کاله، PKI په پراخ ډول په ټولو دولتي کچو کې نفوذ وکړ او د پوځ لګښتونو باندې یې اغیز لاس ته راوړ. د ۱۹۶۵ز کال د سپټمبر په ۳۰مه نېټه، د پوځ شپږ ترټولو لوړ پوړي افسران په یو عمل کې (چې په عموم کې «کودتا هڅې» په نوم یادېږي)، د سپټمبر ۳۰ نومول شوي خوځښت له لوري، هغه ډله چې د مسلح قواوو له منځه راپورته شوې وه، ووژل شول. د څو ساعتونو په لړ کې، ډګر جنرال سوهارتو د خپل امر لاندې ځواکونه متحرک کړل او جاکارټا یې تر خپل کنټرول لاندې ونیوله. د کمونیسټ ضد خلکو، په لومړیو کې د پوځ رهبري په پالل سره، په ټول هېواد کې له تاوتریخوالي ډک ډول د کمونیستانو په پاکولو پیل وکړ چې اټکل کېږي نیم میلیون کسان یې ووژل او PKI چې په رسمي ډول د دې ناورین مسئول په توګه معرفي کېده، له منځه یووړ.[۳][۴][۵]

سوکارنو چې له سیاسي اړخه ضعیف شوی وو مجبور شو چې کلیدي نظامي او سیاسي واکونه جنرال سوهارتو، چې د وسله‌والو ځواکونو رئیس شوی وو، ته ولېږدوي. د ۱۹۶۷ز کال په مارچ کې، د خلکو موقت مشورتي مجلس (MPRS) جنرال سوهارتو د موقت ولسمشر په توګه وټاکه. هغه یو کال وروسته په رسمي توګه د ولسمشر په توګه وټاکل شو. سوکارنو تر ۱۹۷۰ز کاله د مړینې تر وخته په مجازي کورني بند کې ژوند وکړ. د طوفاني ملتپالنې په خلاف، انقلابي شعارونه او اقتصادي ناکامي چې د کین اړخي سوکارنو تر حاکمیت لاندې د ۱۹۶۰مې لسیزې د لومړیو ځانګړنه وه، د سوهارټو پلوه لویدیځ «نوي نظم» اقتصاد ثابت کړ خو د پانکاسېلا رسمي دولتې فلسفې سره یې دوام وموند.

نوی نظم

سمول

نوی نظم (په اندونیزیایي کې: Orde Baru) هغه اصطلاح ده چې د ولسمشر سوهارټو له خوا په ۱۹۶۶ز کال کې واک ته د هغه له رسېدو سره د خپل رژیم د توصیف لپاره رامنځته شوه. هغه دا اصطلاح د خپل مخکېني، سوکارنو (د «زاړه نظم» په نوم یا Orde lama) سره د خپل حکومت د مقایسې لپاره وکاروله. د «نوي نظم» اصطلاح په دې وروستیو کې د سوهارټو کالونو (۱۹۶۶-۱۹۹۸) سره مترادف شوې ده.

په ۱۹۶۵ز کال کې د کودتا له هڅې څخه وروسته، سیاسي حالت ناڅرګند وو، خو نوي نظم د هغو ډلو له خوا چې د دې هېواد د خپلواکۍ راهیسې له ستونزو څخه د اندونیزیا د بېلتون غوښتونکي وو، ډېر ملاتړ پیدا کړ. د «۶۶م نسل» (انګکاتان ۶۶) د ځوانو رهبرانو د نوې ډلې او د نوي روښانه فکر د خبرو مظهر وو. د ۱۹۵۰مې لسیزې له پایه د ۱۹۶۰مې لسیزې تر لومړیو د اجتماعي او سیاسي شخړو او اقتصادي سقوط او ټولنیز سقوط پسې، نوی نظم د سیاسي نظم، اقتصادي ودې، او په سیاسي پروسو کې د ډله ایز ګډون لرې کولو د لاس ته راوړنې او ساتنې په هڅه کې وو. له همدې کبله، د نوي نظم ځانګړنې چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې تاسیس شوې، د پوځ، بوروکراسي جوړونې او د سیاسي او ټولنیزو سازمانونو شرکت جوړونې لپاره یې پیاوړي سیاسي رول لوبوه، چې د مخالفانو لپاره ټاکنیز خو اغیزناکه ځپل وو. د کمونیزم ضد سرسخته ډله له هغه څخه ۳۲ کاله وروسته پورې د رژیم د څرګندې نښې‌ په توګه پاتې شوه.

په هرحال، د څو کلونو په لړ کې، د هغه ډېری اصلي متحدين، چې یوه پوځي ډله په کې شامله وه چې د یوې ملکي محدودې ډلې له خوا یې ملاتړ کېده، د نوي نظم په نسبت بې پروا یا بې تفاوته شول. د ډیموکراسي پلوو خوځښتونو په منځ کې، چې په ۱۹۹۸ز کال کې یې سوهارتو استعفا ته اړ کړ او وروسته یې بېرته واک لاس ته راوړ، د «نوي نظم» اصطلاح په سپکاوۍ سره کارول شوې ده. دا اصطلاح په مکرر ډول د هغو څېرو د توصیف لپاره کارول کېږي چې یا له نوي نظم سره په اړیکه کې وو یا یې د هغه د استبدادي رژیم له کارونو څخه ملاتړ کاوه، لکه فساد، ملګرتیا او خپلوي (چې په پراخ ډول د KKN مخفف په نوم پېژندل کېږي: korupsi, kolusi, nepotisme).[۶]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ King, Blair. A Inside Indonesia:Constitutional tinkering: The search for consensus is taking time Archived 29 October 2009 at the Wayback Machine. access date 23 May 2009
  2. Slater, Dan (2018). "Party Cartelization, Indonesian-Style: Presidential Powersharing and the Contingency of Democratic Opposition". Journal of East Asian Studies (in انګليسي). 18 (1): 23–46. doi:10.1017/jea.2017.26. ISSN 1598-2408.
  3. Ricklefs (1991), pp. 271-283
  4. Chris Hilton (writer and director) (2001). Shadowplay (Television documentary). Vagabond Films and Hilton Cordell Productions.; Ricklefs (1991), pages 280–283, 284, 287–290
  5. Robert Cribb (2002). "Unresolved Problems in the Indonesian Killings of 1965-1966". Asian Survey. 42 (4): 550–563. doi:10.1525/as.2002.42.4.550. S2CID 145646994.; Friend (2003), page 107-109, 113.
  6. Stop talk of KKN Archived 26 October 2014 at the Wayback Machine.. The Jakarta Post (24 August 2001).