د انترکتیکا تړون

د انترکتیکا تړون (Antarctic Treaty) يا د انترکتیکا تړون سیسټم د اړونده تړونونو ټولیز ډول ته ويل کېږې چي په په انګرېزي وﺭته (Antarctic Treaty System) وايي. نوموړی تړون دا خبره په ډاګه کوي چي انترکتیکا د هيڅ هيواد برخه نده؛ او همداﺭاﺯ د ملګرو ملتونو د غړيتوب دﺭلودنکو ټولو هيوادونو ته په انترکتیکا د ساینسي فعاليتونو لپاره يو شان حقوق ورکول کېږي.

قانوني سيستم سمول

انترکتیکا دا مهال هیڅ دایمي نفوس نلري او له همدې امله نه تابعیت لري او نه هم حکومت. په انترکتیکا کې ځای پر ځای پرسونل هر وخت يا ډېر کله يا تقریباً ټول عمر د له انترکتیکا څخه د دباندې کوم هيواد وي، ځکه چې دلته د انترکتیکا حاکمیت نسته. د انترکتیکا پر سېمو د یو یا نورو هیوادونو لخوا دعوه سوې ده، مګر د نړۍ نور هيوادونه د هغوی دا ډول دعوې په رسمي توګه نه پېژني. هغه علاقې چې د 90 degrees west او 150 degrees west تر منځ وجود لري، د ځمکې يواځينۍ لويه ټوټه ده چې هیڅ هیواد هم پرې دعوه نده کړې.[۱] پر بې دعوې سيمي هم په ۲۰۱۵م کال کې ناروې يوې دولتي ادارې ادعا وکړه، خو

خو ددې کړنې کومه خاصه رسمي څرګندونه ترسترګو نسعي، [۲] خو ددې څخه وړاندې پرې هيڅ ډول دعوه هم نوه سوې. په همدغه کال کې ، ناروې په رسمي ډول پر هغه سيمه دعوه وکړل چي د Queen Maud Land او سویل قطب تر منځ وجود لري.[۳]

حکومتونه چې د انترکتیکا تړون او ددې د چاپیریال ساتنې پروتوکول غړيتوب لري، اړ دي چې ددې تړونونو مادې او ددې مادو پرېکړې د ملي قوانینو له لارې ومني. دا قوانین عموماً یوازې ددې هېواد د خپلو ښاروندانو لپاره پلي کېږي، هغه که د انترکتیکا هره برخه وي.

دا هيوادونه د مشورتي ډلو د اجماع پریکړو د پلي کولو لپاره هم کار کوي، او خپل نظرونه سره شريکوي، تر څو دا لاندې کړنې روښانه کړي:

  • په اړه چې کوم فعالیتونه د منلو وړ دي ،
  • کومو سیمو ته د ننوتلو جواز ته اړتیا سته
  • د چاپیریال اغیزې ارزونې کومې پروسې باید د فعالیتونو دمخه وي
  • او داسې نور....

د انترکتیکا تړون ته ډېرکله د انسانانو د عام میراث د اصلې بېلګې په توګه کتل کېږي.[۴]

دا هم وګورئ سمول

سرچينې سمول

  1. Wright, Minturn, "The Ownership of Antarctica, Its Living and Mineral Resources", Journal of Law and the Environment 4 (1987).
  2. "Dronning Maud Land". Norwegian Polar Institute. د لاسرسي‌نېټه September 22, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په September 21, 2015 باندې). Norge utvider Dronning Maud Land helt frem til Sydpolen.
  4. Jennifer Frakes, The Common Heritage of Mankind Principle and the Deep Seabed, Outer Space, and Antarctica: Will Developed and Developing Nations Reach a Compromise? Wisconsin International Law Journal. 2003; 21:409